شاته

امریکا شمالي کوریا ته د ځواک ښودلو لپاره د بي -۵۲ بم غورځوونکو الوتکو پرازونه کړي

متحده ایالاتو جمعه جون ۳۰ (چنګاښ۹) د کوریا په ټاپو کې شمالي کوریا ته د قوت ښودلو لپاره د بم غورځوونکو الوتکو پرازونه کړي چې اتومي وسلې هم لیږدولی شي.

دا پروازونه څو ورځې ورسته تر هغه وشول چې د شمالي کوریا په پایتخت پیونګ یانګ کې د متحده ایالاتو پر ضد لاریونونه وشول.

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي چې پدې ګډو نظامي تطبیقاتو کې د بي -۵۲ بم غورځوونکو الوتکو سره د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا نورو جنګي جیټ الوتکو هم برخه اخیستې وه.

که له یوې خوا شمالي کوریا خپل اتومي جبهې خانې پراخول چټک کړي، په ځواب کې یې متحده ایالاتو پدې تازه وختونو کې په جنوبي کوریا د اتومي وسلو ځای پر ځای کولو لپاره ګڼ شمیر اقدامات کړي چې د بي -۵۲ الوتکو دا پروازونه یې تازه نمونه ده.

متحده ایالاتو دوه اوونۍ وړاندې په تیرو شپږو کالونو کې د لومړي ځل لپاره په سمندر کې د جنوبي کوریا اوبو ته په اتومې برښنا سمبال یو اوبتل واستاوه چې د ۱۵۰ توغندیو لیږدولو توان لري.

د The USS Michigan په نامه د دې اوبتل رسیدو څخه یوازې یوه ورځ وړاندې شمالي کوریا د جنوبي کوریا او متحده ایالاتو ګډو نظامي تمریناتو پر ضد د اعتراض په توګه د توغندیو آزمایښتونه پيل کړل.

شمالي کوریا دا ډول تمرینات پدې هیواد د یرغل کولو لپاره چمتوالی بولی.

د جنوبي کوریا د دفاع وزارت په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي چې د کوریا ټاپو ته د متحده ایالاتو بي -۵۲ بم غورځوونکو الوتکو رسیدل پدې ټاپو کې امریکا د اتومي وسلو شتون لا قوي کړی.

جنوبي کوریا همدرانګه ویلي چې متحدینو د ګډ دفاعي چمتوالي ښودلو لپاره ټینګه اراده څرګنده کړې او د هغو ګډو نظامي تمریناتو کولو ته به ادامه ورکړي چې د متحده ایالاتو اتومي بم غورځوونکي الوتکې پکې برخه لري.

د جنوبي کوریا په پایتخت کې د تیرې یکشنبې په ورځ څه باندې ۱۲۰ زرو کسانو دکوریا جګړې د پيل کیدو ۷۳ مې کالیزې لمانځلو په یاد لاریونونه وکړل.

پدې مراسمو کې د شمالي کوریا چارواکو او اوسیدونکو په متحده ایالاتو تور ولګاوه چې پدې هیواد د یرغل کولو دسیسه جوړوي او په ویناګانو کې یې د متحده ایالاتو پر ضد د "بې رحمانه غچ" اخیستو لپاره هوډ څرګند کړ.

د شمالي کوریا جګړه د سولې تړون له مخې نه بلکې اوربند پر اساس پای ته رسیدلې او پدې معنی چې دا ټاپو په تخنیکي توګه د جګړې په حال کې ده.

متحده ایالاتو د شمالي کوریا لخوا په جنوبي کوریا د احتمالي یرغل مخنیوي لپاره پدې هیواد کې شاوخوا ۲۸ زره سرتیري ځای پر ځای کړي.

شمالي کوریا بیا د متحده ایالاتو او جنوبي کوریا ګډو تمریناتو په غبرګون کې ګڼ شمیر توغندي آزمایلي چې اټومي وسلې هم پکې شته. دې هیواد تازه د روان میلادي کال د جون په میاشت کې د لنډ واټن دوه بالاستیک توغندي وازمایل خو تر د همدې نیټې وروسته یې هیڅ کوم آزمایښت ندی کړی.

کارپوهان چې د شمالي کوریا په هکله معلومات لري اټکل شوي چې د متحده ایالاتو د بم غورځوونکو الوتکو دا پروازونه ښایي شمالي کوریا د توغندیو آزمایښت کولو ته وهڅوي.