ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

28.06.2023 امریکا غږ

نتن یاهو ویلي، چین ورته د یو رسمي سفر بلنه ورکړې

واشنګټن – د اسرایلو لومړي وزیر نتن یاهو د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، هغه ته د چین د رسمي سفر بلنه ورکړل شوې خو دا یې نه دي‌ ویلي، چې ایا دا سفر به وشي او دا چې کله به وشي؟ د اسرایلو مشر دغه اعلان له اسرایلو څخه د امریکا د کانګرس د غړو د کتنې پر وخت کړی دی.‌ دغه اعلان د پېکنګ لخوا په دې وروستیو کې د ګڼو هغو هلو ځلو په دوام شوی چې غواړي په سیمه کې خپل ډیپلوماټیک حضور زیات کړي او هغه هم په داسې وخت کې چې د بایډن د ادارې او د نتن یاهو د حکومت تر منځ درز رامنځ ته شوی.‌ د نتن یاهو دفتر ویلي، چې چین ته د نتن یاهو دغه ممکنه سفر به د لومړي وزیر په توګه دغه هېواد ته څلورم سفر وي. دوی ویلي، د بایدن اداره یې چې له چین سره سختې اړیکې لري له دغې بلنې څخه تېره میاشت خبره کړې وه. خو دوی د سفر د ممکنه نېټې په اړه له څه ویلو څخه ډډه کړې. چین په دې وروستیو میاشتو کې د منځني ختیځ په ډیپلوماسۍ کې زیات خوځنده رول لوبولی او د اسرایلو، ایران او سعودي عرب ترمنځ یې په اپرېل کې د یو تړون منځګړیتوب کړی او د دې میاشتې په سر کې یې په پېکنګ کې د فلسطیني ولسمشر محمود عباس کوربتوب هم کړی.‌ اسرایل او چین کلکې اقتصادي اړیکې لري خو له امریکا سره د اسرایلو ډپلوماټیکو او امنیتي اړیکو له چین سره د لا زیاتې همکارۍ مخه نیولې.‌ د اسرایلو د اوږده وخت وزیر اعظم نتن یاهو د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې وروسته له هاغې بیا قدرت ته راغی چې له الټرا نېشنلېسټ او الټرا اورتوډاکس متحدینو سره یې یو ایتلافي حکومت جوړ کړ چې دا د اسرایلو په ۷۵ کلن تاریخ کې تر ټولو سخت دریځه او مذهبی حکومت ګڼل کېږي. وروسته له هاغې چې په جنورۍ کې د اسرایلو په قضایه سیستم کې ستر بدلونونه رامنځ ته شول په داسې حال کې چې نتن یاهو هم د فساد له تورونو سره مخ دی، د اسرایلو حکومت د واشنګټن له نیوکو سره مخ شو. په عدلیه سیستم کې د دغو پراخو بدلونونو او د حکومت لخوا په لویدیځه غاړه کې د شویو پرمختګونو له امله، نتن یاهو ته تر اوسه د واشنګټن بلنه نه ده ورکړل شوې.‌ په داسې حال کې چې د اسرایلو د مشرانو لپاره دغه ډول لیدنې یو نورمال کار وي.

28.06.2023 ډیوه

د سودان په پایتخت کې د اختر په شپې سختې جګړې شوي

د سودان په پایتخت خرطوم کې سه شنبه جون ۲۷ (چنګاښ۶) د شپې ناوخته هغه وخت سخته جګړه پیل شوه چې نیمه پوځي ملیشو د ښار د پولیسو مرکزي قرارګاه ونیوله.

28.06.2023 امریکا غږ

د روس د وګنر ډلې مشر پرېګوژن بیلروس ته رسېدلی

واشنګټن – د بیلروس مشر الیکزاندر لوکاشینکا خبر ورکړی چې د روس د وګنر ډلې مشر یفګني پرېګوژن بیلروس ته رسېدلی. نوموړی وروسته له هاغې بیلروس ته ولاړ چې د اوکراین د جګړې پرسر یې د ولسمشر ویلادیمر پوتین د رهبرۍ پرضد په تېره اونۍ کې خپل کړی لنډ بغاوت پای ته ورساوه. دمګړۍ روښانه نه ده چې پرېګوژن د بیلروس په کومه برخه کې دی او څومره جنګیالي ورسره بیلروس ته تللي او دا چې په بیلروس کې به څومره وخت پاتې کېږي. لوکاشینکا چې د پوتین یو متحد دی د تېرې شنبې یا خالي په ورځ بیلروس ته د پرېګوژن د تللو په اړه وروسته له هاغې مذاکرات وکړل چې پرېګوژن خپلو زرګونو سرتېرو ته د اوکراین د پرېښودلو امر ورکړ او په یو کاروان کې د ماسکو پر لور روان شول. خو د پلازمېنې د ښار په لمنو کې د روسي سرتېرو له مخالفت سره مخ شول.‌ پوتین په بیلروس کې د پرېګوژن د خوندیتوب ژمنه وکړه او د بیلروس د دولتي رسنۍ د خبر له مخې لوکاشینکا له پوتین څخه غوښتي چې پرېګوژن و نه وژني.‌ د دولتي رسنۍ د خبر له مخې، لوکاشینکا له امنیتي چارواکو سره په لیدنه کې ویلي، "ما پوتین ته وویل، مونږ کولای شو چې ‌پرېګوژن ضایع کړو، ستونزه نشته، که په لومړۍ هڅه کې نه وي نو په دوهمه کې به شي، ما ورته وویل، دا مه کوه." د لویدیځ هېوادونو په ۶۸ کلن لوکاشینکا باندې له دې امله بندیزونه لګولي چې مخالف مشران یې ځپلي او روس ته یې اجازه ورکړې وه چې په تېر کال کې د بیلروس په خاوره باندې برید وکړي. سربېره پر دې په دې وروستیو کې یې روس ته اجازه ورکړې چې تکتیکي اټومي وسلې د اوکراین په جګړه کې د ممکنه استعمال لپاره په بیلروس کې زېرمه کړي. که څه هم پوتین ژمنه کړې چې پرېګوژن به په بیلروس کې خوندي وي، خو پوتین د وګنر ډلې په اړه د پوتین پرضد له بغاوت وروسته ډول ډول څرګندونې کړي.‌ پوتین د وګنر مشران غداران بللي خو دا یې هم ویلي، چې د کیېف د ځواکونو پرضد جګړه کې یې بهادري او مېړانه ښودلې. پرېګوژن بیلروس ته په داسې حال کې رسېدلی چې پوتین د سې شنبې یا نهې په ورځ ویلي، ماسکو د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې وګنر جنګیالیو لپاره یو بلین ډالر ورکړي چې دا د پرېګوژن د ادعاو پر خلاف ده ځکه هغه یې په خپله د لګښت ورکولو دعوه کوي. پوتین دفاعي چارواکو ته په ټي وي وینا کې ویلي، د وګنر ډلې ټول لګښتونه د دفاع وزارت لخوا له حکومتي بودېجې څخه ورکړل شوي. مونږ په بشپړه توګه دغې ډلې ته پيسې ورکړي." روس یو وخت د وګنر ډلې شتون رد کړی وو خو په ګڼو افریقايي‌ او د منځني ختیځ په هېوادونو کې یې د روس له ګټو څخه دفاع کړې وه. د وګنر جنګیالیو څخه اکثره یې مجرمان و چې د روس له زندانونو څخه په دې ژمنې خوشې کړای شوي وو چې که په ګاونډي اوکراین کې شپږ میاشتې جګړه وکړي نو پاتې بند سزا به یې معاف کړي.‌ خو د جګړې په ډګر ښکاره شوه چې د وګنر ډلې اکثره جنګیالي سم نه وو روزل شوي، وسایل یې کمزوري وو او ژر وژل کېدل. د دې ترڅنګ وګنر جنګیالیو ته روس تنخوا ګانې او جایزې ورکولې. پوتین ویلي، چې د پرېګوژن د خوړو رسولو  کاروبار ته یو بیلین ډالره نور ورکړل شوي چې روسي سرتېرو ته خواړه ورسوي. پوتین وویل، "زه هیله لرم چې له دې کار څخه چا څه نه وي غلا کړي او یا یې کمه غلا کړي وي خو له شک پرته چې د دې ټولو به مونږ پلټنه کوو.‌" پرېګوژن د دې کال په سر کې ویلي وو چې هغه تل د وګنر لګښت ورکړی او په اوکراین باندې ۱۶ میاشتې مخکې د پوتین لخوا د یرغل له پيل وروسته یې د نورو پیسو لټه هم کړې. پرېګوژن د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي و چې ماسکو لوري ته د هغه د ځواکونو پرمختګ د دې لپاره نه دی چې د روس حکومت نسکور کړي او دی وطن دوسته دی. پرېګوژن د اونیو لپاره شکایت کاوه چې د روس دفاعي چارواکو ورته کافي وسلې او مهمات نه دي ورکړي. خو پویتن ماسکو لوري ته د وګنر پرمختګ ته د یو وسلوال بغاوت په سترګه کتلي او حکم یې کړی و چې درنې وسلې دې پرېږدي، جنګیالي دې یا د روس له منظمو وسلوالو ځواکونو سره یوځای شي او یا دې بیلروس کې جلاوطنه شي.

28.06.2023 ډیوه

د بلوچستان د هرنایي د مانګۍ په سیمه کې وسلوالو په ډبرو سکرو بار شپږ ګاډي سوځولي

په بلوچستان کې لیویز ځواکونو ویلي، چې د هرنای د مانګۍ په سیمه کې وسلوالو په ډبرو سکرو یا کوېلې باندې بار شپږ ټرکونه سوځولي دي. لیویز ویلي، چې دغه پېښه د کوټې هرنای پر لویې لاره د زیارت د مانګۍ په سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې ناڅرګندو وسلوالو له ښارګي څخه د کوټې په لور راروانو د کولې پر ډکو ګاډو باندې ډزې وکړې. دوی ویلي، چې تر شلو زیات ګاډي یې پر ټایرانو ویشتل او بیا يې شپږو ته اور واچوه. تر اوسه ددغې پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخېستې خو په تیرو وختو کې د بلوڅو وسلوالو له لوري د کولې پر مزدورانو بریدونو شوي او هغوی پکې وژل شوي دي.‌ عیني شاهدانو ويل چې وسلوالو د هرنای مرستیال کمشنر پر ګاډی باندې هم ډزې وکړې چې له کوټې څخه هرنای ته روان وو خو هغه بیا د غره پر لوري وتښتېده. لیويز ویلي، په پېښه کې مرستیال کمشنر محمد عارف زرکون او نور ملګري خوندي دي. د هرنای د ټولو سياسي ګوندونو اېکشن کومېټې د دغې پېښې پر ضد احتجاج کړي او په ښارګه کې د دې په ضد کاربنديز او لاریون هم شوی. ال پارټېز اېکشن کامېټي په پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو او  ټرانسپټرانو ته د تحفظ ورکولو غوښتنه کوله. په دغه احتجاج کې د حکومت په ضد شعارونه هم ورکول کېدل او دا غوښتنه یې هم کوله چې ټرکونو ته چې کوم په کرړونو روپۍ زیان اوښتی د هغې تاوان دې ورکړل شي. د بلوچستان ګورنر ملک عبدل ولی کاکړ دغه پېښه غندلې او اړوندو ادارو ته یې امر کړی چې په پېښه کې ککړ کسان دی ونیول شي او د عدالت منګولو ته دې وسپارل شي. د نشنل ډيموک ېټک مومنټ صوبای مشر احمدجان تور لګولی چې حکومت د پلان له مخې هلته امنېتی وضعه خرابوي ، چې په سیمه کې د ګمارولو شویو امنیتی ادارو د پاتې کیدو پلمه ومومي. د ده په وینا ځینی حکومت پلوه وسلوالی ډلې د کوېلې له ټرکونو او ټيکدارانو څخه کلنګ پېسې غواړی, خو حکومت د کوېلې کاروباريانو ته په تحفظ ورکولو کې پاتې راغلی. نشنل ډيموکر ېټک مومنټ صوبای مشر وويل چې ولسی خلګ د احتجاج کولو حق لری. هرنای له کوټې څخه د ختیځ په لور د ۱۸۰ کېلو مټرۍ په واټن کې پرته سیمه ده. هلته د کوېلې ډير کانونه دی چې هره ورځ په لسګونو د کوېلې ټرکونه ورڅخه ډکېږي او حکومت ته ترې هرکال په کرړونو روپۍ مالیه جمع کوي.

27.06.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

27.06.2023 امریکا غږ

د کرکټ یو ورځنی ورلډ کپ د اکتوبر په پینځمه د هند په احمد اباد کې پیلیږي

واشنګټن ــــ د سړو کرکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام به د کرکټ د نړیوال کونسل له خوا د روان کال د اکتوبر په پینځمه د هند په احمد اباد ښار کې پیلیږي او د نومبر په 19 نېټه به د دغه ورلډ کپ فاینل هم په دغه ښار کې کیږي. لومړۍ لوبه به د انګلېنډ او د نیوزیلېنډ لوبډلو تر منځ کیږي. د پاکستان کرکټ ټیم به خپله اولنۍ لوبه د اکتوبر په شپږمه کوي. د سوېلي اېشیا د کرکټ د دوو سختو حریفونو کوربه هندوستان او پاکستان لوبه به د اکتوبر په 15مه د احمد آباد په نریندرا مودي کرکټ میدان کې کیږي. د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د اکتوبر په اوومه نېټه د بنګله دېش په خلاف په دھرم شالا کې د نړیوال جام سیالیو پیل وکړي. له دې وروسته به د اکټوبر په 11مه او 14مه نېټه په نوي ډیلي کې د هند او  انګلینډ سره لوبې کوي. افغانستان به د اکتوبر په 23مه په چینای کې د پاکستان سره او د نومبر په اوومه په ممبۍ کې له اسټرېلیا سره مخامخ کېږي. د لیګ پړاؤ کې به د دوی وروستۍ لوبه د نومبر په 10مه د سوېلي افریقا سره په احمد اباد کې کیږي. د کوربه هیواد هندوستان سره سره پاکستان، افغانستان، اسټرېلیا، بنګله دېش، انګلېنډ ، نیوزیلېنډ او سوېلي افریقا د هغو ټیمونو په لیست کې دي چې دمخه ټورنمنټ ته کوالیفای شوي دي. دوه نور کرکټ ټیمونه به د کوالیفای کولو وروسته په دغه ټورنامنټ کې لوبه کوي. اولنی سیمي فاینل به د نومبر په 15 مه په ممبۍ کې کیږي او د نومبر 16مه به کلکته ښار د دوهم سیمي فاینل کوربه وي. دواړه سیمي فاینل لوبې او همدارنګه فاینل به د ورځې او شپې لوبې وي. د دغه ټورنمنټ چې ټول لس نړیوال کرکټ ټیمونه ورکې ګډون کوي لوبې به د هند په لسو ښارونو حیدراباد، احمد اباد، دھرم شالا، ډیلی، چینای، لکنو، پونه، بنګلور، ممبۍ او کلکته کې کېږي. د 2019 کال د کرکټ نړیوال کپ په فاینل کې د انګلینډ کرکټ ټیم د نیوزیلېنډ کرکټ ته ماتې ورکولو سره ګټلې وو.

27.06.2023 ډیوه

پاکستان تذکره لرونکي افغانان د تورخم په دروازې پرېږدي - چارواکي 

د پاکستان حکومت د تحقیقاتي ادارې چارواکي وايي د یکشنبې ورځې راهېسې یې شاوخوا ۳۰زره افغانانو ته اجازه ورکړې چې په تذکرې باندې د تورخم په دروازې واوړي.

27.06.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

27.06.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

27.06.2023 امریکا غږ

پوتین: روسي د واګنر ډلې ته یو میلیارد ډالر ورکړي 

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن سه شنبه جنوري ۲۷ (سرطان شپږمه) وویل چې مسکو تېرکال د واګنر جګړې مارې ډلې ته، چې ناکام بغاوت یې وکړ، شاوخوا یو ملیارد ډالر ورکړي دي. 

27.06.2023 امریکا غږ

سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

27.06.2023 امریکا غږ

سلګونه زره حاجیان نن د عرفات میدان ته لاړل

سلګونه زره حاجیان د سې شنبې په ورځ د عرفات میدان ته ولاړل او د حج ځینې رکنونه یې ترسره کړل. د سږ کال په حج مراسمو کې نږدې ۳۰ زره افغان حاجیانو ګډون کړی دی.

27.06.2023 ازادي راډیو

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

27.06.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

27.06.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more