ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


پاکستان کې د طالبانو سفیر: پولیس په مختلفو بهانو افغانان نیسي او ځوروي

پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفیر سردار احمد شکیب د مهاجرینو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یو پیغام ویلي، چې په دې وروستیو کې په پاکستان کې افغانان له یو لړجدي ستونزو سره مخ شوي او پولیس یې په مختلفو بهانو نیسي او ځوروي یې.

21.06.2023 امریکا غږ

شمالي وزیرستان:د ډپټي کمشنر په کور او ګورنر کاټیج د راکټو بریدونه شوي، یو تن ژوبل

د افغانستان سره په پوله پرته د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې د ډپټي کمشنر په کور د راکټونو برید شوی چې پخپله ډپټي کمشنر دغه برید کې خوندي پاتې شوی خو د هغه ډرایور پکې ژوبل شوی دی . د سیمې نه پولیس سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي د ډپټي کمشنر په کور دا برید پرون دګل په ورځ شوي دي. پولیس سرچینې وایي چې دنامعلوم لوري نه داغل شوی یو راکټ د دپټي کمشنر انکسي(ګورنر کاټیج) سره نزدې لګیدلې ده اؤ بلل راکټ د ډي سي په کور لګیدلې . سرچینې وایي د ډي سي په کور د راکټ لګیدو له امله یوه درنه چاودنه شوې ده اؤ ددغه کور برنډې ته ورسره سخت زیان رسیدلی دی. پولیس سرچینې وایي کله چې د ډي په کور راکټ ولګیدو نو هغه مهال ډپټي کمشنر ریحان ګل خټک پخپل دفتر کې موجود ؤ اؤ هغه ته په دغه برید کې څه رقم زیان نه دی اوښتی. دشمالي وزیرستان د ډپټي کمشنر دفتر دهغه د کور سره پیوست دی اؤ په لږه فاصله کې ورسره بیا ګورنر کاټیج دی چې عموماً لوړ پوړي سرکاري میلمانه په دغه ودانۍ کې پاتې کیږي اؤ د ګورنر کاټیج په چمن کې هم یو راکټ لګیدلی دی خو څه زیان یې نه دی اړولی. په سوشل میډيا هم د ډپټي کمشنر د کور عکسونه خپاره شوي چې پکې لیدل کیږي د کور برنډه په راکټ دلګیدو له امله سورۍ شوې ده . سرچینې وایي په دغه پېښه کې د ډپټي کمشنر ډرایور هم ژوبل شوی چې دعلاج لپاره دسیمې روغتون ته رسول شوی دی. وي او ای ډیوه دپېښې دجذیاتو معلومولو لپاره د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر سره په ټيلي فون دتماس نیولو هڅه وکړه خو دغه هڅه بریالۍ نه شوه. په سمدستي توګه ددې برید پړه چا پغاړه نه ده اخستې . تر دې پېښې یوه ورځ‌ وړاندې دشمالي وزیرستان سپین وام سیمه کې په پوځ بمي برید شوی ؤ چې دپوځ په وینا دوه عسکر پکې وژل شوي وؤ. همدغه شان په 12م جون هم دشمالي وزيرستان په سپين وام سيمه کې دسړک دغاړې دیو ماین په چاودنه کې دامنیتي ځواکونو یو سرتېری وژل شوی اؤ دوه نور ژوبل شوي وؤ. تر هغې وړاندې د جون په 10مه شمالي وزیرستان کې د وسله والو په برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي وو. په ځوابي عملیاتو کې پوځ د څلورو وسله والو د وژلو دعوه هم کړې وه. په پینځم جون شمالي وزیرستان کې د امنیتي ځواکونو اؤ ترهګرو ترمنځ یوه بله نښته کې دوه پوځیان وژل شوي وؤ اؤ پوځ د دوؤ ترهګرو د وژلو دعوه هم کړې وه. په دې وروستیو کې چې پاکستان کې څومره ترهګریز بریدونه ترسره شوي هغې کې د زیاترو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان، تحریک جهاد پاکستان او داعش خراسان په غاړه اخستي دي.

21.06.2023 ډیوه

پاکستان د خپلې اقتصادي بحالۍ منصوبه اعلان کړه، چارواکي دعوه لري چې منصوبه د سي پیک نه هم ستره ده

دپاکستان حکومت دملک دمعاشي بحالۍ قامي منصوبه تیاره کړې ده چې دهغې له مخې به هیواد کې بهرنۍ سرمایه ګزارۍ ته وده ورکولی شي اؤ دې لړ کې دپرتو خنډانو دلرې کولو لپاره ځانګړی دسرمایه کارۍ داسانتیاؤ کونسل جوړ کړل شوی دی. حکومت دعوه کړې ده چې دا منصوبه کله په کال2035م کې سرته ورسیږي نو پاکستان به دیو ټریلین ډالرو اقتصاد جوړ شي. د ګل یا دوشنبې په ورځ‌ دپاکستان حکومت دلوړې کچې په یوه غونډه کې دملک دمعاشي بحالۍ هر اړخیزه تګلاره وړاندې کړې ده چې نوم یې ورته" اکنامکس ریوائیول پلان " ورکړی اؤ وایي ددې تګلارې مقصد پاکستان ته دپېښو موجوده اقتصادي ستونزو اؤ ناورینونو نه نجات ورکول اؤ بهرنۍ سرمایه کارۍ ته لاره هوارول دي. دسرمایه کارۍ داسانتیاؤ دکونسل وړومبۍ غونډه د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ دګل په ورځ د وزیراعظم په ماڼۍ کې ترسره شوې ده چې په دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر،دصوبو اعلا وزیرانو،مرکزي اؤ صوبایي وزیرانو اؤ نورو لوړ پوړو چارواکو برخه درلوده. ددغه غونډې په پائ کې دحکومت له لوري په جاري شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دپاکستان دمعاشي بحالۍ دقامي پلان مقصد ملک دموجوده اقتصادي ستونزو اؤ بحرانونو نه ویستل اؤ ملک ته بهرنۍ سرمایه کاري راماتول دي. اعلامیه کې ویل شوي چې دپلان له مخې به د زراعت یا کرکیلې،لایوسټاک،معدنیاتو،کان کیندنې،ایي ټي اؤ توانایۍ په څېر څانګو نه استفاده کولی. دمنصوبې په اساس دسرمایه کارۍ اؤ کاروباري فعالیتونو مخې ته پراته ټول خنډان به له مینځه وړلی شي اؤ کونسل به د مرستو دیوازینۍ دروازې کردار ادا کوي. اعلامیه کې ویل شوي چې دمرکزي اؤ‌صوبایي حکومتونو ترمنځ به دشراکت عمل پیدا کولی شي . غونډې ته خپله وینا کې وزیراعظم شهباز شریف ویلي چې دهغه حکومت ته دتباهۍ په غاړه ولاړ اقتصاد په وراثت کې ترلاسه شوی ؤ خو اوس دهغه حکومت د زړورو اؤ سختو فیصلو له لارې معیشت دبحرانونو څخه راوباسي اؤ دترقۍ لیکې ته یې سموي. هغه ویلي چې اوس هم دمعاشي بحالۍ مخې ته زیات چیلنجونه شته خو دبرامداتو سیوا کوونکې غیرملکي سرمایه کاري په معاشي بحالۍ کې یو مهم رول لري. وزیراعظم ویلي د وفاق اؤ صوبو په اشتراکي عمل سره به دمنصوبو دمنظورۍ عمل چټک کولی شي اؤ سرمایه کارانو ته به اولیت ورکول کیږي. دپاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې دغه غونډې ته د وینا په مهال دپوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر حکومت ته دپوځ له لوري دمعاشي بحالۍ دپلان دبشپړ ملاتړ باور ورکړی دی. جنرال عاصم منیر ویلي پوځ دمعاشي بحالۍ په اړه په حکومتي پلان دعملدرامد دهڅو کوټلی ملاتړ کوي اؤ ګڼي چې دا به دپاکستان دټولنیزې اؤ معاشي خوشحالۍ اؤ په نړۍ کې دخپل جایز مقام دبیا ترلاسه کیدو اساس جوړ شي. دپاکستان ایکسپریس رسنۍ پخپل رپورټ‌ کې دحکومت له خولې دعوه کړې ده چې داقتصادي بحالۍ دا منصوبه به دپاکستان اؤ چین داقتصادي راهدارۍ دمنصوبې نه هم ستره ثابت کیږي اؤ په دې کې به دوست هیوادونه ددفاعي پیداوار،کرکیلې،لایوسټاک،معدنیاتو، کان کیندنې ،ایي ټي اؤ توانایۍ په څېر مهمو څانګو کې سرمایه کارۍ ته راضي کولی شي. رپورټونه وایي ددې منصوبو په انتظامي چارو اؤ همغږۍ کې به دپاکستان پوځ مهم کردار ادا کوي اؤ دا دعوه هم شوې ده چې دیادې منصوبې په اساس به راتلونکو څلورو نه تر پينځوؤ کلونو 20 لکو کسانو ته نیغ په نیغه اؤ 1 کروړ کسانو ته بلا واسطه د روزګار موقعې په لاس ورشي. هم داشان ویل شوي چې دې منصوبې نه به راتلونکو څلور،پینځوؤ کلونو کې د70 بلینه ډالرو برامدات وشي اؤ پاکستان دننه به بهرنۍ سرمایه کارۍ کې د100 اربو ډالرو اضافه هم وشي. پاکستاني رسنیو دحکومتي چارواکو له خولې دعوه کړې ده چې که دا منصوبه سرته ورسیږي نو کال 2035 پورې به پاکستان د یو ټریلین ډالرو معیشت جوړ شي.

21.06.2023 ډیوه

هند کې د سختې ګرمۍ له کبله د مړو شویو کسانو شمیر ۱۷۰ ته ورسید

د هند په شمال کې د وګړو د شمیر له کبله تر ټولو سترو ایالتونو کې سختې ګرمۍ څه باندې ۱۷۰ تنه مړه کړي.

21.06.2023 امریکا غږ

ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د بشري مرستو غوښتل شویو پیسو اندازه کمه کړې

پداسې حال کې چې د طالبانو سره میرمنو د کار کولو، تعلیم او نورو اړوندو موضوعاتو پر سر د نړۍ جنجال لا ندی حل شوی او د دې هیواد سره نړیوالې مرستې هم کمې یا بندې شويدي، ملګرو ملتونو د افغانستان لپاره د بشري مرستو غوښتنه څه باندې ۱ ملیارد ډالر کمه کړې.

21.06.2023 امریکا غږ

هاندوراس کې د میرمنو په زندان کې جګړو کې ۴۱ تنه وژل شوي

په هاندوراس کې پولیس وایي د دې هیواد پایتخت تګو سیګاپالا څخه ۱۵ کیلو مټره لیرې شمال لور ته د میرمنو په یو زندان کې د جنایي ډلو تر منځ په شخړو کې لږ تر لږه ۴۱ تنه وژل شويدي.

21.06.2023 امریکا غږ

ازادي راډیويي مجله؛ د ښځينه ليکوالو انلاین ادبي غونډې

د ازادي راډیويي مجلې په دې خپرونه کې درته د افغان ښځينه او نارینه لیکوالو پر ليکه ادبي غونډو حال درکول کېږي چې نقد هم په کې ځای شوی. د خپرونې په دوام درته د نویو چاپ شويو کتابونو په اړه مالومات درکول کېږي. د کیسې ترڅنګ شعر هم درته وړاندې کېږي. ازادي راډیويي مجله چې هره اوونۍ یې احمد شیبر چمتو کوي د لاندې غږیز فايل په کېکاږلو یې اورېدلی شئ:

21.06.2023 ازادي راډیو

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

21.06.2023 امریکا غږ

پاکستان کې د امریکا سفیر له ګومل زام ډېم څخه چې امریکا پرې ۱۳۰ میلیونه ډالره لګولي لیدنه کړې

په پاکستان کې د امريکا سفير ډونلډ بلوم د نهې یا سې شنبې په ورځ د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعې جنوبي وزيرستان  کې له گومل زام ډېم څخه د لیدنې پر وخت ویلي، چې امریکا په دغه ډېم باندې ۱۳۰ میلیونه ډالره لګولي دي. د امریکا سفیر ویلي، دغه پيسې د ګومل زام ډيم پروژې په مختلفو څانګو کې لکه د اوبو ذخيره کولو، د نهري (لښتي) انفراسټرکچر او ځايي خلکو ته د نيغ په نيغه د اوبو لګولو  اسانتیا د برابرولو په ګډون په بیلا بیلو څانګو کې لګولي او په دې برخه کې د پاکستان د حکومت په ملاتړ افتخار کوي. د امریکا په مالي مرسته جوړ شوی ګومل زام بند د قبایلي ضلعې جنوبي وزیرستان په شین کچ سیمه کې موقیعت لري چې 17.4 میګا واټه بریښنا له پیدا کولو سره په زرګونو جریبه د کر کېلې ځمکو ته اوبه ورکوي.   په پېښور کې د امریکا له کونسلګرۍ څخه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي، یوازې د دې پروژې په بشپړیدو سره د کرنې پیدوار دوه چنده زیات شوی چې په بې وزله سیمه کې د ځايي زمیندارانو لپاره یو لک 91 زره جریبه د کرکېلې ځمکې ته اوبه ورکوي.   د دې ترڅنګ د ګومل زام بند د  نیزدې 30 زره کورنیو د ممکنه سېلابونو څخه د ژغورنې وسیله  ګرځېدلی ده او د پاکستان د اوبو په ملي ذخیرو کې هم د حیرانتیا وړ زیاتوالی راغلی او دغه راز ورسره 20 زرو نه زیاتو کورونو ته برېښنا ورکړل شوې ده. له ډونالډ بلوم سره په دې موقع د واپډا چيئرمېن لېفټېننټ جنرل رټائرډ سجاد غني او د خېبرپښتونخوا د زراعت سېكتر محمد جاوېد مروت هم ملګري وو. په بیان کې ویل شوي د امریکا او پاکستان د زرغون اتحاد د عمل پلان لاندې، دواړه هیوادونه د اوبو په منظم توګه د رسولو، د سوچه انرجي شتون او د موسمي بدلون سره سم برابر د کرکېلې نوښتونو د یقیني کولو لپاره کار کوي. ګومل زام بند په پاکستان کې د تربيلا او منگلا ډيمونو نه وروسته د امريکا په مرسته د پاکستان د اوبو زخیره کولو دریمه لويه پروژه ده چې د پاکستان د موسمي بدلون په ستراتيژۍ او په ټوليزه توګه د خوراکي توکو په امنيت کې مهم رول لري. همدارنګه د پاکستان وفاقي حکومت او د خېبر پښتونخوا صوبايي حکومت هم د دې پروژې په لګښت کې برابره ونډه اخیستې.

21.06.2023 ډیوه

سپینې ماڼۍ کې د هند صدراعظم هرکلي لپاره سره غالۍ غوړیږي

د هند صدراعظم نریندرا مودي په رسمي سفر متحده ایالاتو ته راغلی او ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ورځ جون ۲۲ به په سپينې ماڼۍ کې د جمهور رئیس جو بایډن سره وګوري.

21.06.2023 امریکا غږ

بایډن د پناه غوښتونکو په نړیواله ورځ: امریکا په نړۍ کې د پناه غوښتونکو ملاتړ کوي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن نن سه شنبه جون ۲۰ (جوزا ۳۰)، چې د پناه غوښتونکو نړیواله ورځ بلل کېږي، د ټولو هغو پناه غوښتونکو د شجاعت ستاینه وکړه، چې د تاوتریخوالي او ځپنې له ویرې یې خپل هېوادونه پرېښي دي.

20.06.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

20.06.2023 امریکا غږ

ای پي: فلسطيني حمله کونکي د اسرایلي ابادۍ سره نژدې څلور کسان په ډزو وژلي

د اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ د تېرو څو راهسې په تاوتریخوالي کې اضافه شوې ده چې په کې لږ تر لږه ۱۲۶ فلسطينیان وژل شوي دي او د فلسطینیانو په حملو کې سږ کال ۲۰ کسان وژل شوي دي

20.06.2023 ډیوه

واشنګټن وايي د هندوستان د وزیراعظم به تود هرکلی کوي

ټاکل شوې چې مودي به د امریکا د کانګرس ګډې غونډې ته هم وینا وکړي. په واشنګټن کې د بهرنیو چارو وزیر انټني بلینکن د دغې لیدنې په اړه خوشبیني څرګنده کړه

20.06.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

20.06.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more