ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


تهرپارکر: د هندو بزرګ مېلې ته په روانو کسانو تندر غورځېدلی، 6کسان مړه شوي، 8 ژوبل

د پاکستان د سیند صوبې په وروستو پاتې سیمه تهرپارکر کې د تندر غورځېدو له امله شپږ کسان مړه شوي اؤ اته نور ژوبل شوي دي. د پاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې، دا پېښه د ګل یا دوشنبې په شپه هغه مهال رامنځته شوې چې د تهرپارګر د مټهي سیمې نه ګڼ شمیر د هندو مذهب پیرویان ویړجهب سیمې ته د هندو بزرګ فقیر پار برهم مېلې ته په سخت باران اؤ طوفان کې روان وؤ. رسنۍ وایي دغه میلې ته د پیاده روانو قابو 100 کسانو په کاروان اسماني تندر غورځېدلی چې په کې وړومبی درې کسان مړه شوي اؤ نور ګڼ شمیر ژوبل شوي وؤ اؤ وروسته بیا په هسپتال کې درېوؤ نورو ژوبلو کسانو هم ساه ورکړې ده. په پېښه کې ژوبل کسان د مټهي سول هسپتال د علاج لپاره رسول شوي . پولیسو ویلي کله چې دا کسان میلې ته روان وؤ نو په لاره کې سخت باران اؤ طوفان راګیر کړي وؤ اؤ د مهټي سیمې سره نزدې کلي ساتار کې یې پړاؤ اړی ؤ چې دغلته پرې تندر راپریوتی دی. پېښه کې د مړو شوؤ دریوؤ کسانو پېژندګلو د سنتوش سوني، ګوپو سوني اؤ وویک لوهانه په نومونو شوې ده.

30.05.2023 ډیوه

عمران خان نن پلټنو ته بلل شوی، د دفاع وزیر وایي پرضد یې د پوځي قانون لاندې کارروایي له امکانه بهر نه ده

د پاکستان پخوانی وزیراعظم اؤ د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان د نهم مئ د پېښو د پلټنو په لړ کې نن د نهې/سې شنبې په ورځ د پلټنو ګډې ډلې یا جې آی ټي ځانته رابللی دی. د هیواد د دفاع وزیر خواجه اصف وایي د عمران خان پرضد د پوځي قانون لاندې کارروایي له امکانه بهر نه ده. په نهم مئ پاکستان کې د عمران خان د ګرفتارۍ پرضد د شوؤ قهرژنو احتجاجونو په مهال پوځي تاسیساتو اؤ دولتي ودانیو ته د اورونو اچولو کیدو اؤ پولیسو سره د نښتو پلټنو لپاره د پنجاب حکومت 10 بیلابیلې ګډې پلټنیزې ډلې جوړې کړې دي. د اړي ګړي د دغو پېښو په تړاؤ د عمران خان پرضد پنجاب کې بیلابیلې مقدمې هم درج کړی شوي دي. پاکستاني رسنۍ وایي چې د لاهور‌ د کور کمانډر په کور اؤ عسکري ټاور د شوؤ بریدونو د پلټنو لړ کې د ډي آی جي کامران خان په مشرۍ جوړې شوې د پلټنو ګدې ډلې نن د نهې یا سه شنبې په ورځ عمران خان ځانته رابللی دی. رسنۍ وایي چې د پلټنو د ګډې ډلې لخوا د عمران خان د رابلل کیدو نوټس هغه ته رسیدلی دی اؤ نوموړي په دې اړوند تېره ورځ د خپلې قانوني ډلې سره مشورې هم کړې دي خو پرېکړه یې نه ده کړې چې نن به دپلټنو لپاره جی آی ټي‌ ته وړاندې شي که نه؟ په عین حال کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ویلي د عمران خان پرضد د پوځي قانون لاندې کارروایي له امکانه بهر نه ده. دجیو ټي وي په یو پروګرام کې د خبرو په مهال د دفاع وزیر ویلي عمران خان وړومبی خپلې ټولې حربې و ازمایلې خو کله چې پوهه شو چې اوس هغه په یوه بنده کوڅه کې ولاړ دی نو د هلته نه اسټیبلشمنټ ته غږونه کوي چې ده سره دې خبرې وکړل شي. نوموړي وویل ښاغلي خان چې د تېرو درې، څلورو ورځو راهسې د سولې یا پښیمانۍ کوم الفاظ له خولې ویستي په هغې کې هیڅ خلوص یا صداقت نشته اؤ له دې لارې یوازې د ځان ژغورنې هڅه کوي. د عمران خان پلویان اؤ د ګوند مشران وروسته له هغې د سختو حالاتو سره مخ شوي چې په نهم مئ د غبن په یوه قضیه کې عمران خان د نیب لخوا ونیول شو اؤ د ګوند پلویانو یې ګرد هیواد کې له قهره ډک احتجاجونه پیل کړل. ددغو احتجاجونو په مهال مظاهرین په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي وؤ اؤ اورونه یې ورته اچولي وؤ. د دې ترڅنګ پاریدلو مظاهره چیانو ګاډي مات کړي وؤ او نورو سرکاري ودانيو ته پرې د تاوانونو اړولو تورونه لګول شوي وو. د پاکستان د کورنيو چارو د وزير رانا ثناالله ترمخه، د نهمې مئ د پېښو وروسته په ټول ملک کې(د تحریک انصاف د مشرانو اؤ غړو خلاف) 499 مقدمې [اېف آی اررز] درج کړی شوي، 88 په کې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي دي او د 33 کسانو قضيې پوځي چارواکو ته سپارل شوي دي. د بشري حقونو تنظیمونو پاکستان کې د ولسي وګړو پرضد دپوځي قانون لاندې د مقدمو په چلولو اندېښنې ښکاره کړي اؤ د پاکستان په حکومت یې غږ کړی دی چې باید د ټولو وګړو بشري حقوق خوندي کړي.

30.05.2023 ډیوه

قبایلي ضلعه مهمند کې د ترهګرو برید کې ژوبل شوي پولیس عسکر هسپتال کې ساه ورکړه

د افغانستان سره په پوله پرته د خېبرپښتونخوا قبایلي ضلعه مهمند کې اوړمه ورځ د ترهګرو په برید کې ژوبل شوي پولیس عسکر جمشید په هسپتال کې ساه ورکړې ده. پولیس عسکر جمشید اوړمه ورځ د مهمند قبایلي ضلعې د صافي تحصیل په قندهارو امان غونډۍ چیک پوسټ د ترهګرو په یو برید کې سخت ژوبل شوی و. د ترهګرو په برید کې تر ژوبل کیدو وروسته هغه د علاج لپاره د پېښور لیډي ریډنګ روغتون ته رسول شوی ؤ خو د زیاتو زخمونو توان یې رانه وړو اؤ د ګل یا دوشنبې په ورځ یې ساه ورکړې ده. د وژل شوي پولیس عسکر جنازه د ګل په ماښام د پېښور په پولیس لاین کې شوې چې په کې د صوبې د پولیسو مشر اؤ نورو لوړ پوړو پولیس چارواکو برخه درلوده. د جنازې په مهال د وژل شوي عسکر د کورنۍ غړو سره خپلو خبرو کې د خېبرپښتونخوا د پولیسو مشر اختر حیات ګنډاپور ویلي چې د ترهګرو برید برید کې د وژل شوي عسکر وینه به ضایع کیدو ته نه ورکول کیږي اؤ دهغه د وژنې بدل به اخستل کیږي. د پولیسو مشر ویلي دي چې پولیس فورس د خپلو ځوانانو قربانیو ته په درنه سترګه ګوري اؤ ژمنه کوي چې دخاورې اؤ وطن دښمنان به دقانون منګولو ته راکش کوي. په دې وروستیو کې دخیبر پښتونخوا په بیلابیلو سیمو کې په پولیسو دترهګریزو بریدونو لړۍ چټک شوې چې په کې ګڼ شمیر پولیس وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي خو دپښتونخوا پولیس هم بیا دعوه کوي چې دترهګرو پرضد یې یو شمیر بریالي عملیات کړي اؤ ګڼ شمیر ترهګر یې نه یوازې وژلي بلکې ژوندي یې هم نیولي دي. د روانې میاشتې په پیل کې دخېبر پښتونخوا د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ چې د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې یې دبیلابیلو عملیاتو په مهال 39 ترهګر وژلي اؤ 158 یې نور ژوندي نیولي دي. رپورټ کې ویل‌ شوي وؤ چې په نیول شوؤ ترهګرو کې 15 هغه خطرناک ترهګر هم شامل دي چې صوبایي حکومت یې په سرونو انعامونه هم ویستي وؤ. دغه رپورټ وایي سږکال دفرورۍ میاشت کې په صوبه کې دترهګرۍ زیاتې پېښې رامخې ته شوي اؤ په مارچ کې بیا په دې پېښو کې واضحه کمی لیدل شوی دی. رپورټ کې دعوه شوې چې داپریل میاشت کې دصوبې دننه دترهګرۍ پېښو کې 11.9فیصدي کمی شوی دی. د پولیس محکمې دې رپورټ کې ویل شوي چې د روان کال په وړومبیو څلورو میاشتو کې صوبه کې د ترهګرو اؤ ورانکارو پرضد داستخباراتي اطلاعاتو په اساس ټول 711 عملیات شوي چې پکې 39 ترهګر وژل شوي اؤ 158 نور ژوندي نیول شوي دي.

30.05.2023 ډیوه

سعودي عرب دوه بحریني وګړي د تندلاریتوب په قضیو کې اعدام کړل – غبرګونونه

اېسوسیټډ پرېس   - سعودي عرب وایي، د ګل/دوشنبې په ورځ یې دوه بحریني نارینه اعدام کړي چې یوې تندلارې ډلې سره یې تعلق ساتلو او غوښتل یې د منځني ختیځ دوه سلطنتي ملکونو کې عدم استحکام راولي. د بشري حقونو ډلو – په شمول د اېمنسټي انټرنېشنل – په دغو کسانو باندې شوې عدالتي کاروایۍ ډېرې زیاتې غیرمنصفانه بللي او ورباندې یې تنقید کړی دی. د سعودي عرب د داخله وزارت په اعلامیه کې چې د سعودي د سرکاري خبري ادارې لخوا خوره شوې ده، د اعدام کړی شوو کسانو نومونه جعفر سلطان او صادق ثامر یاد شوي دي. د سعودي عربستان د داخله وزارت په بیان کې ویلی شوي چې د جرمونو یو ځانګړي عدالت حکم وکړ چې دغه دوه کسان د یوې تندلارې ډلې غړي و کوم چې د افراتفرۍ په خورولو او د چاودېدونکو موادو په سمګلېنګ کې لاس لري. سعودي عربستان دا هم ویلي چې د ډلې مشر داسې یو کس دی چې د بحرین چارواکي هم ورپسې ګرځي. د سعودي عرب په اعلامیه کې د ډلې نوم نه دی ښودل شوی، مګر تر دې وړاندې هغه ملک ملګرو ملتونو ته ویلي و چې دغو کسانو ته په بحرین کې، د دوی په غیاب کې د عمرقید سزاګانې ټاکلې شوې وې او شهریت یې هم ورنه اخېستلی شوی و. سعودي عرب ویلي چې دا دوه وګړي د ۲۰۱۵ کال په مې میاشت کې، د بحرین او سعودي ترمنځ لاره کې ګرفتاره کړی شوي و او ورسره یوولس کڅوړې آر ډي اېکس چاودېدنکي مواد هم و چې وزن یې اته دېرش (۳۸) کلوګرامه و، پنځوس (۵۰) د بم چاودنې یا ډېټونېټنګ کېپسولز او د چاودنې مزی یا ډيټونېشن کورډ هم ورسره و. په دې کسانو باندې د کال ۲۰۲۱ په اکټوبر میاشت کې عدالتي کاروایي وشوه او سزا ګانې ورته واورول شوې. اېمنسټي انټرنېشنل په دې کاروایۍ تنقید وکړ او زیاته یې کړه چې په هغو باندې "په بحرین کې حکومت ضد مظاهرو کې د برخې اخېستلو" تورونه هم لګېدلي و. اېمنسټي انټرنېشنل د ۲۰۲۲ کال په مې میاشت کې پخپل بیان کې ویلي و: "جعفر او صادق د تحقیقاتو او د عدالتي کاروایۍ نه مخکې د حراست په وخت کې هېڅ قانوني وکیل ته رسایي نه درلوده. د عدالت د دستاوېزاتو ترمخه، هغو عدالت ته ویلي و چې شکنجه شوي او هغه څه چې اعترافات بللی شوي، هغه ورنه د شکنجو په زور اخېستل شوي و." مګر سعودي عرب د شکنجې کولو دا تورونه "بالکل بې بنیاده" بللي دي. یاد دوه تنان د سعودي عرب په ختیځه صوبه کې چې اکثره اوسېدونکي یې شیعه مذهبان دي، اعدام کړی شوي دي. بحرین، چې په فارس خلیج کې د سعودي عرب شمال اړخ ته یو وړوکی ملک دی، په فوري توګه سعودي عرب کې د دې دوو تنو په اعدام کېدو څه بیان نه دی جاري کړی. د کال ۲۰۱۱ د حکومت ضد مظاهرو وروستو، بحرین په ټيټه کچه د تندلارو ډلو د یاغي ګرۍ سره مخ شوی دی. په بحرین کې د حقونو او جمهوریت انسټیټیوټ مشر، سعید احمد الوداعي د دې تېزندۍ کولو په سر، په بحرین او سعودي عرب دواړو باندې نیوکې کوي. هغه وایي: "د سعودي مشرتابه داسې احساس کوي چې کله هغوی کسان شکنجه کوي او اعدام کوي یې، نو دوی به د هېڅ قسمه نتایجو سره نه مخ کیږي. د بحرین رژیم هم په دې کې قصوروار دی ځکه په دې کې ناکامه شوی چې د خپلو شهریانو د ژوند په ژغورلو کې اقدام وکړي، او سعوديانو ته د رضایت علامت ورکوي چې هغوی اعدامونه ترسره کړي." سعودي عرب د دنیا یو له هغو ملکونو څخه دی چې تر ټولو زیات کسان اعداموي. په سعودي عرب کې اعدام، اکثره د سرغوڅ کولو په طریقې ترسره کیږي.

30.05.2023 ډیوه

سعودي ۲ تنه په وسله وال فعالیت کې د لاس لرلو په تور اعدام کړل

سعودي عربستان دوشنبه مې ۲۹ (غبرګولي۸) د بحرین دوه اتباع اعدام کړل چې د داسې یوې وسله والې ډلې د غړیتوب تور پرې و چې غواړي د منځني ختیځ دا دواړه هیوادونه بې ثباته کړي.

30.05.2023 امریکا غږ

په کوسوو کې د صربيانو سره په شخړو کې د نېټو په مشرۍ 25 امن ساتونکي زخمیان شول

واشنګټن   - په کوسوو کې د نېټو په مشرۍ امن ساتونکو ځواکونو (کې اېف او آر) د ګل/دوشنبې په ورځ وویل چې د هغو پنځه ویشت (۲۵) عسکر د کوسوو په شمال کې د صربیانو سره په شخړو کې زخمیان شوي دي. د دوی په وینا، دا عسکر هغه وخت زخمیان شول چې صربي نسله وګړو غوښتل د یوې بلدیې په دفترونو باندې قبضه ولګوي، ځکه تېره هفته بلدیاتي عهدو باندې هلته البانیایي نسله کسان وټاکل شول. امن ساتو ځواکونو د هغو مخه نیوله چې شخړه وشوه او عسکر زخمیان شول. د خبر ترمخه، صربیانو د ګل/دوشنبې په سهار په زوېکان سیمه کې چې د سرښار پرېسټینا نه پنځه څلوېښت (۴۵) کلومټره لېرې شمال پلو ته پرته ده، د پولیسو سره شخړه پیل کړله. د غرمې نه وروستو، امن ساتونکو عسکرو په صربي وګړو غږ وکړ چې د کوسوو د سپیشل پولیس فورس دوو ګاډو دپاره دې لاره پرانیزې. د ځایي رسنیو او د یو ګواه په حواله، د هغه نه پس عسکرو اوښکې بهوونکی ګېس او سټن ګرېنېډ استعمال کړل چې په ګاډو کې ناست د کوسوو د آفیسرانو تحفظ وکړي او مظاهره چیان خواره واره کړي. مګر هلته کې راغونډ شوو صربیانو، دوی په تیږو او نورو شیانو وویشتل. د نېټو ترمشرۍ لاندې د امن ساتونکو ځواکونو یا کې اېف او آر په یو بیان کې راغلي دي: "د کې اېف او آر ډلې څو تنه ایټلین او هنګرین عسکر، به ناحقه د حملو ښکار شول او د هډوکو د ماتېدو او د مشتعل کېدونکو آلو د چاودنې له کبله یې په بدنونو باندې د سوځېدو په شمول زخمونه پیدا شول. په دې شخړه کې د کوسوو پولیسو ګاډي او یو هم د خبریالانو ګاډي ته نقصان رسېدلی دی. په تصویرونو کې لیدلی کیږي چې صربي نسل پرستانو په ګاډو باندې سیمبولونه رسم کړي دي. کوسوو په کال ۲۰۰۸ کې د بلګېراډ نه خپله آزادي واخېستله. اوس چې هلته بیا د تشدد او نسلي شخړو یرې زیاتې شوي، د صربیا پوځ په آماده باش حالت کې راوستل شوی او خپل لا زیات عسکر یې د کوسوو سرحد ته ورلېږلي دي. کوسوو او صربیا د لسهاوو کلونو راهېسي دښمنان پاته شوي دي، او صربیا د کوسوو د آزاد ریاست د منلو نه انکار کړی دی. امریکا او یورپی اتحاد خپل کوششونه سېوا کړي چې د کوسوو او صربیا ترمنځ شخړه هواره شي، ځکه یو اړخ ته په اوکراین کې د روس جګړه روانه ده، او بل طرف ته مغربي ملکونه دا نه غواړي چې د یورپ په یوه بله سیمه کې دې هم د جنګ اور بل شي. یورپي اتحاد په واضحه توګه صربیا او کوسوو ته ویلي چې هغوی غواړي په یورپي اتحاد کې ورشامل شي، نو ورته په کار ده خپل تعلقات معمول کړي.

29.05.2023 ډیوه

د چنای لوبډلې د پنځم ځل لپاره د آی پي ایل سیالیو اتلولي وګټله

د هند د ملي لوبډلې مخکني کپتان مهندرا سینګ دوهني د کپتانۍ لاندې د چنای سوپر کنګز لوبډلې دوشنبه مې ۲۹ (غرګولي۸) د هند غوره لیګ کرکټ سیالیو په وروستۍ لوبې یا فاینل کې د ګجرات ټایټنز لوبډلې ته ماتې ورکړه او د پنځم ځل لپاره یې ددې سیالیو اتلولي وګټله.

29.05.2023 امریکا غږ

کوم هېوادونه قوي پوځي ځواک لري؟

د ګلوبل فایر په نامه ویپاڼې د پوځي ځواک په اساس په ۲۰۲۳ کال کې د نړۍ هېوادونه درجه بندي کړي دي. د ځواکونو شمېر، لګښتونه، جغرافیا او تر لاس لاندې منابع د دغې درجه بندۍ اساسات او شاخصونه دي.

29.05.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

29.05.2023 امریکا غږ

روس د امریکايي سېنېټر د ګرفتارۍ احکامات جاري کړي

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه د جمعې په ورځ د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي د هغه ملاقات په اېډېټ شوي وډیو کې چې د زېلېنسکي دفتر جاري کړی و، ګرېم وویل روسیان مړه کېږي او اوکراین سره د امریکې پوځي مرسته په بهترینه توګه مصرف شوي پېسې دي چې هغه ليدلي دي

29.05.2023 ډیوه

غزني کې د طالبانو یو مقام: غیر افغاني لباس اغوستل جرم او د مجازاتو وړ دي 

یو طالب مقام د غزني ولایت د جاغوري په ولسوالۍ کې خلکو ته خبرداری ورکړی چې د غیر افغاني لباسونو اغوستل «جرم» دی او د دغه حکم څخه سرغړوونکې به «مجازات» شي. 

29.05.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

رجب طیب اردوغان د یکشنبې (مې ۲۸) د ورځې ټاکنو ګټلو سره یو ځل بیا د ترکیې د ولسمشر په توګه اعلان شو. د اردوغان بیا ټاکل کېدل به پر سیمه او نړۍ څه اغیز ولري؟

29.05.2023 امریکا غږ

امریکې په جنګونو کې د وژل شویو خپلو عسکرو د یادولو ورځ ولمانځله

امریکې د ګل، دوشنبې، په ورځ د هغو عسکرو د یادولو او ورته د پېرزونو ورځ یا مېمورییل ډی ولمانځله چې د قوم په خدمت کې وژل شوي دي. د مېمورييل ډي په مناسبت به د امریکې صدر جوبایډن د واشنګټن سره نژدې په ارلنګټن نېشنل سېمېټري یا قومي هادیره کې د نامعلومه پوځي عسکر په قبر ګلونو ږدي او تقریر به کوي. د ارلېنګټن په نېشنل سېمېټري کې قریباً څلور لکه پخواني عسکر او د کورنۍ ځینې غړي يې ښخ دي. د مېمورييل ډی په مناسبت صدر بایډن تېر کال ویلي وو چې د یو قام په حېث د پخوانیو عسکرو د یادولو او په دې اړه د فکر مقدسه فریضه ادا کوي. امریکا د تېرو ۱۵۵ کلونو راهسې مېمورييل ډی لمانځي. دا ورځ هر کال د می د میاشت د ګل، دوشنبې، په اخیرۍ ورځ لمانځل کېږي. دا ورځ په لومړي ځل په ۱۸۶۸ د سېول وار یا د خانه جنګۍ د ختمېدو نه پس لمانځل شوي وه. سل کاله وروسته مېمورييل ډی په قامي کچه د رخصتۍ ورځ وټاکل شوه. د مېلېټري ډاټ کام وېب پاڼې ترمخه په کال ۱۷۸۳ کې د رېولوشنري وار یا د جنګ انقلاب د ختمېدو نه د پس ۶۴۶۰۰۰ امریکايي عسکر په جنګونو کې وژل شوي او ۵۳۹۰۰۰ نور عسکر د غیر جنګي عواملو له امله مړه شوي دي. که څه هم په واشنګټن او د ښار چارپيره مېمورييل ډی په مناسبت د سنجیده دستورو انتظام کېږي خو په عمومي توګه په دې ورځ د کورنۍ غړي او ملګري رایوځای کېږي، پارکونو او ساحلونو ته ورځي او باربي کیو یا غوښې وريتوي. د مېمورييل ډی په مناسبت په لکونو امریکایان سفرونه هم کوي. یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای د رپورټ نه اخیستل شوي دي

29.05.2023 ډیوه

د عمان سلطان په سفارتي او امنیتي چارو د خبرو دپاره ایران ته رسېدلی

د جمعې په ورځ د عمان په کوښښونو د بېلجیم هغه امدادي کارکونکي ازاد کړی شوی چې په ۲۰۲۲ کې ګرفتار شوی و او د جاسوسي په الزام ورته د ۴۰ کاله قید او د ۷۴ درو سزا اورول شوي وه

29.05.2023 ډیوه

د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه

نن د امریکا غږ اشنا تلویزیون په پښتو خپرونه کې اول د طالبانو پر ژمنو د بشري حقونو د څار سازمان د بې باورۍ مهم دلیلونه راسپړو چې ددې سازمان د ښځو د چارو مشرې میرمن هیدر بار څرګند کړي. په نړیوالو مسایلو کې د ترکیې نوي‌ ټاکل شوي ولسمشر ته د مبارکۍ د پیغامونو ترڅنګ ورسره د ګډ کار هېلې راسپړو. او په پای کې به د یوې فرانسوۍ میرمنې پیغام هم درواروو چې وایي پښتانه باید د خپلې ژبې د تدریس او ودې لپاره نور کتابونه خپاره کړي.

29.05.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more