آی ایم ایف سره له تړون وروسته پاکستان کې د ډيزلو بیعه لوړه شوې،دګیس اؤ بجلۍ دنرخ لوړیدو هم امکان دی
په پاکستان کې حکومت د پټرولو نرخونه پخپل ځای ساتلي خو د ډیزلو په نرخ کې یې د یو لیټر پسر د اوو روپو اضافه کړې ده.
پاکستاني مطبوعات وایي د آی ایم ایف اؤ پاکستان ترمنځ د دریوؤ اربو ډالرو دپور دتړون نه وروسته به پاکستان کې د بجلۍ اؤ ګیس نرخونه هم وخیژي.
دجمعې په شپه د خزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار د پټرولیم مصنوعاتو د نوؤ نرخونو اعلانولو په وخت ویلي،په نړیواله منډهۍ کې دتیلو نرخونه ختلي دي ځکه نو پاکستان کې هم د ډیزلو په نرخ کې د اوؤ روپو اضافه کولی شي
خو نوموړي بیا ویلي چې دپټرولو نرخ به د 15 ورځو لپاره پخپل ځای وي.
دخزانې وزیر ویلي په نړیواله منډهۍکې د ډیزلو نرخونو د دریوؤ نه تر څلورو ډالرو ګران شوي دي ځکه نو دپاکستان حکومت هم اړ دی چې د ډيزلو نرخ سیوا کړي.
په عین حال کې پاکستاني رسنۍ وایي چې آی ایم ایف سره دپور له تړون وروسته اوس پاکستان کې دبجلۍ اؤ ګیس د نرخونو لوړیدو امکان هم شته.
رویټرز خري شبکې پخپل رپورټ کې د خزانې د وزیر اسحاق ډار له خولې تصدیق کړی دی چې دبجلۍ نرخونو کې اضافه به د آي ایم ایف د اجرایه بورډ له غونډې وړاندې وکړی شي.
اسحاق ډار ویلي دجولایي دمیاشتې نه به د بجلۍ نرخونو کې د یو یونټ پسر د دریوؤ نه تر څلورو روپو اضافه وکړل شي.
دزیارت- پنجشنبې به شپه دنړیوالې مالیاتي ادارې آی ایم ایف اؤ پاکستان ترمنځ دمامورینو په کچه د درېوو اربو ډالرو د"سټېنډ باي ارېنجمنټ" تړون شوی دی چې له مخې به یې نړیواله مالیاتي اداره پاکستان ته درې اربه ډالر ورکوي.
د قابو اتوؤ میاشتو نه د ځنډ ښکار دا تړون د آی ایم ایف د اجرایه بورډ لخوا دمنظورۍ ورکولو سره مشروط کړل شوی دی اؤ آی ایم ایف پخپله اعلامیه کې ویلي دي چې د ددغه ادارې د اجرایه بورډ لخوا ددې تړون د منظورۍ ورکولو امکان د جولایي د میاشتې په نیمایي کې دی.
د آی ایم ایف اعلامیه کې ویل شوي چې دا تړون به په پاکستان د بهرنیو اداییګیانو فشار کم کړي اؤ د تړون له امله به سماجي څانګه کې د پنګو فراهمي یا شتون غوره شي اؤ هم به پاکستان کې د ټیکسونو امدن پراختیا ومومي.
اقتصاد پوهه ډاکټر غلام صمد وي او ای ډیوه ته ویلي،د آی ایم ایف نه د پور ترلاسه کولو سره به نېغ په نېغه په عام ولس د ګرانۍ بوج نور نه سېوا کيږي خو ورسره به د آی اېم اېف شرطونه پوره کول وي، ولس ته به کومه اسانتیا په لاس نه ورځي خو فشار به پرې وي خو که د دیواليه کېدو سره تول کيږي نو د هغې نه به د ولس دپاره حالات ښه وي.
دهغه په وینا ،موجوده ګراني به په خپل ځای وي خو که چرته د آی اېم اېف پروګرام نه ترلاسه کېدی او د بده مرغه ملک ديواليه شوی وی، نو اوس چې د ګرانۍ کچه 40 فيصده ده دا به د 70 نه تر 80 فیصده پورې سېوا شوې وه او په ملک کې به ګډوډی وو