ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ملګرو ملتونو د کډوالو نړېواله ورځ ولمانځله

واشنګټن  - ملګرو ملتونو د اتوار/یکشنبې په ورځ، د کډوالو عالمي ورځ ولمانځله، او دې سره یې د هغو سلګونو میلینو مهاجرو یادونه  وکړه کوم چې د یو بهتره ژوند دپاره یې خپل وطنونه پرېښودلي او د سختو چلېنجونو مقابله یې کړې ده. سږکال د کډوالو نړېواله ورځ په داسې وخت کې لمانځلی کیږي چې د یورپ مخ په زیاتېدونکي شمېر هېوادونه د افغانستان، منځني ختیځ، او افریقې نه راتلونکو پناه غوښتونکو ته خپلې دروازې بندوي. بل اړخ ته ګڼ شمېر کډوال چې تعداد یې نور هم په زیاتېدو دی، کوښښ کوي چې د مرکزي/لاتینې امریکې د هېوادونو نه له سرحدونو تېر شي او امریکې ته راشي. ملګري ملتونه وایي چې خلک پخپله خوښه خپل وطن نه پرېږدي، بلکه د نړې د دوه سوه اتیا (۲۸۰) میلینه مهاجرو اکثره برخه هغه کسان دي چې د جنګ، ظلم، سختې غریبۍ، او د موسمي بدلون د اثراتو له امله کډوالۍ ته مجبوره شوي دي. ډیری کډوال، چې د قانوني لارو تللی نشي، نو د خطرو نه ډکې لارې انتخابوي چې ځانونه نورو ملکونو ته ورسوي. ګڼ شمېر یې په دې لارو کې ځورول کیږي، استحصال کیږي، او یا په دې لارو کې وژل کیږي. د مهاجرت عالمي تنظیم (آئی او اېم) اټکل کوي چې په تېرو اتو کلونو کې د پنځوسو زرو (۵۰۰۰۰) زیات کډوال مړه شوي او زرګونه نور لادرکه شوي دي. د آئی او اېم ډایرکټرجنرل انټونیو ویتوریني وایي چې نړۍ کمزورترینه کسانو ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه ده. ویتوریني زیاتوي: "د هر سفر ترشا، یو شخص شته چې د ژوند قصه یې زمونږ د ژوند د قصې نه کمه نده. سږکال د کډوالو د عالمي ورځې په مناسبت، غواړم ټولو هغو کسانو ته چې خپلو آرمانونو ته د رسېدو په درشل کې مړه شوي او یا لادرکه شوي دي، خراج تحسین وړاندې کړم." بل اړخ ته د صحت د عالمي تنظیم (ډبلیو اېچ او) مشر ټډروس اډهانوم ګېبراييسوس هم دې ته ورته بیان ورکړی دی. هغه ویلي دي چې په ملکونو باندې قانوني او اخلاقي فرض دی چې پرېشانه کسانو سره امداد وکړي او کمزوره کسانو ته تحفظ او د صحت خدمات برابر کړي. د ډبلیو اېچ او مشر زیاته کړې ده: "اکثره کډوال چې د یو بهتره ژوندانه په لټون کې راوتلي دي، په ډېرو کمزورو حالتو کې ژوند کوي. د دوی صحت کمزوری دی او د صحت خدماتو ته لاسرسی نلري." ملګري ملتونه وایي د کډوالو حقونه، بشري حقونه دي او په کار ده چې د تفریقي چلند بغیر یې خیال وساتل شي. د ملګرو ملتونو په وینا، که خلک په جبر کډواله کیږي او یا پخپلې خوښې، په دواړو حالاتو کې د دوی د بشري حقونو خلاف ورزي باید ونشي.

18.12.2022 ډیوه

ارجنټاین د فوټبال نړیوال جام وګټه

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام په پایلوبه کې نن یکشنبه دسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۷) ارجنټاین د پنالټي په شوټونو کې فرانسې ته ماتې ورکړه او د دریم ځل دپاره یې دغه اتلولي خپله کړه.  

18.12.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

18.12.2022 امریکا غږ

 د میسي ارجنټینا فرانس ته په ماتې ورکولو د فټبال نړیوال کپ وګټو

د ۲۰۲۲م کال د فټبال نړیوال کپ فاېنل لوبه کې د یوې سختې او خوندورې مقابلې وروسته ارجنټینا په پینلټیانو فرانس ته ماتې ورکړه او په دریم وار د فټبال ورلډ چمپېن شو. د ارجنټینا لخوا د لوبې پېل په فرانس د تندو حملو سره وشو او د فرانس لوبغاړي یې ډیر کم بال اخستو او د ارجنټینا اړخ ته وړو ته پرېښودل. د لوبې په ۲۳م منټ کې لېون میسي په پلنټۍ لومړی ګول وکړو او د دغې ۱۶ منټه وروسته ډی مریا د مک السټر په یو ښکلي پاس د ارجنټینا لخوا دویم ګول وګړو. د دغې ګول وروسته د فرانس لوبډله د لومړي هاف ختمیدو پورې د فشار لاندې وه او لوبه زیاته د ارجنټینا په قابو کې وه. د دویم هاف یا برخې پېلیدو ورسته د فرانس د لوبډلې لوبه بدله ښکاریده او د ارجنټینا په ګول یې حملې تیزې کړې. د فرانس ایمباپې د لوبې په ۸۰ منټ کې لوبه په بله واړوله او په یو نیم منټ (۹۰) سېکنډه کې یې پرله پسې دوه ګولونه وکړل، د ارجنټینا برتري یې ختمه کړه او لوبه په ۲-۲ برابره شوه. د دواړه ګولونو وروسته که یو خوا د فرانس لوبډلې لوبه نوره هم تنده شوه او د ارجنټینا لوبډله یې د خپل ګول په دفاع کولو مجبوره کړه. د لوبې وخت ختمیدو وروسته په اضافي ۸ منټو کې دواړه لوبډلو په یو بل پرله پسې د ګول کوښښونه وکړل خو دواړه بیا ښه په نره د مخالف ټیم د حملو دفاع وکړه. په دغه ۸ منټو کې هم کومې لوبډلې ګول وه نه کړی شو او لوبه کې د نیم ساعت اضافي وخت ورکړی شو. د اضافي وخت په لومړۍ برخه کې کومې لوبډلې ګول وه نه کړی شو خو د دویمې برخې یا هاف کې د لوبې په ۱۰۸م منټ کې میسي ګول وکړو او لوبه بیرته د ارجنټینا په حق کې شوه. په ۱۱۷ منټ کې بیا فرانس ته بل پینلټي کک مېلاو شو او ایمباپی د فرانس لخوا دریم ګول وکړو او لوبه بیا په ۳-۳ برابر شوه. د اضافي وخت په اخیرو دقیقو کې دواړه لوبډلو په یو بل سختې حملې وکړې خو یوه لوبډله هم په ګول کولو کې کامیابه نه شوه. د دغې وروسته لوبه پینلټيانو ته لاړه. د پینلټیانو په برخه کې د فرانس ایمباپی لومړی ګول وکړو خو د هغه وروسته دواړه لوبغاړو په پینلټیانو ګولونه وه نه کړل شول، بلخوا د ارجنټینا میسي او نورو ملګرو یې په خپلو پلنټیانو ګولونه وکړل او د میسي ارجنټینا د ایمباپی فر انس ته په پېنلټیانو په ۴-۲ ماتې ورکړه او په دریم وال د فټبال نړیوال جام چمپین شو. ارجنټینا او فرانس د دې وړاندې دوه دوه وارې نړیوال کپ ګټلی او د فاېنل لوبې وړاندې چې څنګه اټکل کیدو چې دغه لوبه به خوندوره او سخته وي هم دغه شان وشوه. که څه هم د ارجنټینا لوبډلې په فرانس زیاتې حملې وکړې او په لومړۍ برخه کې لوبه د میسي د ټیم په کنټرول کې وه. په فاېنل لوبه کې د ارجنټینا لوبډلې ۴۲ سلنه برخه بال یا پنډوس د ځان سره ساتلی وو او فرانس بیا ۳۸ سلنه برخه پنډوس لرلو.‌ ارجنټیان د فرانس په ګول په ټوله لوبه کې ۲۰ حملې کړي خو د فرانس د ګول د حملو شمیره بیا د دغې نیم په نیمه کمه یا ۱۰ وه.‌ میسي- د فټبال نړیوال کپ ګتلو لپاره د ارجنټینا خوب! د فټبال د نړۍ تر ټولو مشهور لوبغاړی ليونل مېسي نن د اتوار/یکشنبهې په ورځ خپل دویم، او ممکن ده په اخېري وار، د فټبال نړيوال کپ فاينل لوبه کوي خو د فاینل وړاندې د هر چا نظر په دې دی چې ایا نړيوال کپ به د مېسي تر لاسونو ورسيږي؟ او که نا ددغه ارمان پوره کولو پرته به مېسي دفټبال له لوبې لاس پسر شي؟ د قطر د لوسيل په لوبغالي کې دفرانس په ضد د ارجنټاین ګټه، دمېسي لپاره د نړیوال کپ ګټلو یو داسې چانس وو چې هغه لا د فټبال د یو وتلي لوبغاړي او د افسانې غوندې کيرير کې وړاندې نه وو ترلاسه کړی. د دې کپ د ګټلو سره 35 کلن مېسي په فټبال کې د خپل سیال او د فټبال بل مشهور لوبغاړي37 کلن کرسټيانو رونالډو نه مخکې شو.‌ رونالډوهم کله يو نړيوال جام نه دى ګټلى، خو دواړه د خپل نسل دوه ستر مخالف لوبغاړي ګڼل کيږي. رونالډو د دې نړيوال جام د کوارټر فاينل په پړاو کې له ټورنامنټ څخه وتلى، په دغه مهال هغه ژړلي هم وو. دارجنټينا کوچ لاينل سکېلوني دمېسي په اړه ويلي " هر وخت چې مونږ هغه وينو، هغه مونږ ته دځان او لوبغاړو د ځانګړتیا احساس رابخښي" " دهغه په اړه داسې څه دي چې يوازې دارجنټينا ولس نه بلکې نور خلک يې هم خوښوي " " مونږ دوياړ او امتياز احساس کوؤ چې هغه زمونږ قميص اغوستى " د میسی ځايې، د ډيګو ميراډونا ترڅنګ، چې دارجنټينا يو له دوو ځليدونکو ستورو څخه دى، اوس دڅه وخت لپاره خوندي کړل شوی دى ،خو هغه ته لا تر دې د ميراډونا دلويې کاميابۍ په څير خپل ټيم د نړيوال کپ اعزاز ته رسول لا پاتې دي. ميراډونا دغسې په ميکسيکو کې په کال 1986 کې کړي وو، او مېسي خواوشا شل کاله په بارسيلونا کې د يو باصلاحيته لوبغاړي پهتوګه مخې ته دراتللو وروسته ددغسې کاميابۍ دتکرارولو په هيله پاتې شوی دى. په 2010م کې په جنوبي افريقه کې دميراډونا دکوچ او مېسي د ځليدونکي لوبغاړي په حېث يو مثالي ټيم و، خو ارجنټينا ته دجرمني له لوري په 4-0 سره ماتې ورکړى شوې وه او دکوارټر فاينل په پړاو کې له لوبې بهر شوي و. په کال 2014م کې چې ميسي دخپلې لوبې دعروج کلونو ته ورسيدو نو ارجنټينا په برازيل کې فاينل ته ورسيده. يوځل بيا دوي دجرمني سره مخ شول او د ميسي اړخ بايلونکى ثابت شو چې په اضافي وخت کې يې په 1-0 سره ماتې وخوړه. ليونل مېسي پخپل کيرير کې ريکارډ اووه ځله بيلن ډي اور ايوارډ او يوځل دفيفا دترټولو غوره لوبغاړي ايوارډ ګټلى دى. هغه څلور ځله د اتلولۍ ليګ ټرافۍ په ګډون 11 بيلا بيل اعزازونه او يو ځل کوپا امريکا ټرافي هم ګټلې ده خو دايوارډونو په خانه کې مېسي دنړيوال کپ ټرافۍ ګټلو ته هیله من دی.  

18.12.2022 ډیوه

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

18.12.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

18.12.2022 امریکا غږ

د اشنا د یکشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

18.12.2022 امریکا غږ

پایلوبه؛ د نړۍ د فوټبال د ستوري مسي وروستی نړیوال جام 

د فوټبال د نړۍ مشهور ستوری لیونل مسي به هڅه کوي چې خپلې نړیوالې لوبې د نړیوال کپ په ګټلو پای ته ورسوي.

18.12.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

18.12.2022 امریکا غږ

ایران د افغانستان لپاره نوی سفیر وټاکه 

د ایران دولتي اژانس (ایرنا) د راپور په اساس تهران حسن کاظمي قمي د افغانستان لپاره د ایران نوی سفیر ټاکلی دی. 

18.12.2022 امریکا غږ

په عراق کې په یوې بمي چاودنې کې لږ تر لږه نهه پولیس وژل شوي 

په عراق کې دوو امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، لږ تر لږه نهه عراقي فدرالي پولیس د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۷) وروسته له هغه ووژل شول چې د تیلو بډایه ښار کرکوک په جنوب لویدیځ کې د دوی په کاروان باندې بمي چاودنه وشوه. 

18.12.2022 امریکا غږ

ملګري ملتونه: ښځې د ټولنیزو ستونزو او ننګونو له امله له جنسي ځورونو سره مخ کېږي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي، هره ورځ ښځې او نجونې د ټولنیزو ستونزو او ننګونو له امله له جنسي ځورونو سره مخ کېږي. یوې مېرمن په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې د امنیتي او جنسي ځورونو له امله له خپل بوډا پلار او سپین سرې مور سره اروپا ته قاچاقي سفر پيل کړ. هغه چې د موضوع د حساسیت له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل، په دې خاطر چې ښځه وه، ډېر کله له جنسي ځورونو سره مخ شوې ده. هغې وویل، له همدې امله یې افغانستان پرېښود، خو د قاچاقي سفر پر مهال هم له ورته ځورونو سره مخ شوې ده. نوموړې زیاته کړه: "قاچاقبران بد نظر درته لري، ډېر کله جنسي تېري هم کېږي. دا چې یوه ښځه په قاچاقي لارو سفر کوي، ډېره سخته ده. له ما سره چې یو زوړ پلار او زړه مور او یو وړوکی ماشوم راسره وو، ډېر سخت سفر و او ډېر کله ځورول شوې یم." د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري هم په خپل وروستي راپور کې ویلي دي، ښځې او نجونې د ټولنیزو ستونزو او ننګونو له امله هره ورځ له جنسي ځورونو سره مخ کېږي. په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د جنیسیتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا بنسټ ویلي، ښځې د فقر، شخړو او اقلیمي بدلونونو له امله کډوالې کېږي چې په دې لاره کې له تبعیض او جنسي ځورونو سره مخ کېږي. په راپور کې راغلي چې ډېرې ښځې ځان او کورنیو ته د کاري فرصتونو، زده کړو او ښه ژوند د لټون لپاره کډوالې کېږي. د دې سازمان په وینا، په نړۍ کې د ۲۷۲ میلیونه کډوالو په منځ کې ښځې د بدلون او رهبرۍ بېلګې دي چې د خپلو اصلي هېوادونو ترڅنګ له هغو هېوادونو سره هم مرسته کوي چې په کې ژوند کوي. دا سازمان دغه شان وايي، د ښځو او نارینه و لپاره د کډوالۍ اغېزې متفاوتې وي، خو یو ډول چلند ورسره کېږي او یو ډول قوانین او پالیسۍ پرې تطبیقېږي. د نړیوالو بنسټونو او حکومتونو له ټولو هڅو سره هم کډوال ادعا کوي چې له بېلابېلو توپيري چلندونو او ځورونو سره مخ دي چې د دوی ژوند یې اغېزمن کړی دی.

18.12.2022 ازادي راډیو

د مسي لوی کمیس

د فوټبال نړۍ د وتلي ستوري لیونل مسي مینه والو د هغه په ویاړ یو لوی کمیس جوړ او په ښار کې ځړولی. د مسي او مینه والو لویه هیله یې د نړیوال جام ګټل دي.

18.12.2022 ازادي راډیو

پاکستان کې د وسله والو په برید کې څلور پولیس وژل شوي

د پاکستان د خېبر پښتونخو ایالت په لکي مروت کې نن یکشنبې دسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۷) په یوې امنیتي پوسته باندې وسله  والو برید کړی څلور پولیس وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي. 

18.12.2022 امریکا غږ

اقتصاد پوهان:که عمران خان اسمبلۍ ماتې کړي نو دهیواد اقتصادي وضعیت به نور هم کړکیچن شي

دپاکستان تحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان له لوري دخیبر پښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلیو دماتولو اعلان ته خپل غبرګون کې اقتصادي پوهان په ملک د سیاسي او اقتصادي بې باورۍ زیاتېدو ویرې څرګندوي او وایي که سیاسي بې ثباتي زیاتیږي نو دې سره به د اقتصادي مشکلاتو دسره مخ پاکستان په ستونزو کی نوره هم اضافه وشي. اقتصادي پوهان ویره ښایي چې دسیاسي بې باورۍ زیاتېدو سره به د ایې ایم ایف د پور پروګرام اغیزمن شي او د ملګرو هیوادونو له خوا پاکستان ته راتلونکې مالي مرستې وتړل شي. دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان دولتي بینک وایي هیواد ته د بهر نه راتلونکې پانګونې د وړاندی څخه اغیزمنې شوي او په مقامي توګه د ونډو بازار هم متاثره شوی دی. د پاکستان د مرکزي بینک مشر ډاکټر جمیل احمد قایمه کمیټې ته ویلي د روان مالي کال په دویمه برخه  کې به پاکستان ته د 18نه تر نیولې تر 20 اربو ډالرو پورې مالي مرستې ورکړل شي.  د اقتصاد ماهر او خبر یال مهتاب حیدر وي او ای ډیوه ته ویلي د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف د پور پروګرام دا وخت د ځنډ ښکار دی او د پاکستان د اقتصادی ودې دپاره دا پور ډیر ضروری دی. هغه وایي که سیاسي بې باوري زیاته شي نو د پاکستان اقتصاد به نور هم اغیزمن شي. "دا وخت د ایي ایم ایف د پور پروګرام بحالي تر ټولو مهمه ده،  که صوبایي اسمبلۍ ماتیږي نو اقتصادي بحران به سېوا شي او بله خبره داده چې پاکستان د سعودی عرب څخه د مالي مرستو خواست کړی او نزدې ده چې پاکستان ته مالي مرستې ورکړل شي خو که سیاسي بې ثباتي زیاته شي  نو ددې اثرات به ډیر زیات وي باید چې پاکستان زر تر زره سیاسي بې باوري ختمه کړي" تیره ورځ د پاکستان مرکزي بینک ویلی وؤ د سیاسي بې ثباتۍ له وجې د پاکستان غیر ملکي پانګونې 51 فیصدي کمې شوي او دخزانې وزارت وایي پاکستان ته د روان مالي کال دپاره د 33 اربو ډالره ضرورت دی چې پکې د 22 اربو ډالرو  دغیر ملکي قرضو او واجباتو واپسي هم شامله ده . د اقتصاد ماهر غلام صمد وي او ای ډیوه ته وایي د وړاندې نه غیر ملکي او ملکي پانګونې نه کیږي او بیا پاکستان د قرضو د بوج لاندې دی . هغه وایي راتلونکو دریوؤ میاشتو کې پاکستان ته د 6 نه تر 7 اربو ډالرو ضرورت دی او دا رقم به د سعودي عرب، قطر ،چین او ایي ایم ایف نه ترلاسه کیږي او ددې دپاره د ایي ایم ایف پروګرام ته اړتیا ده . "سعودي ، قطر او چین بیا ایي ایم ایف ته ګوري او نقصان به هله کیږي چې دغه ملګري هیوادونه به انتظار کوي چې پاکستان د سیاسي اړي ګړي څه حل راوباسي نو اقتصاد به زیانمن کیږي" اقتصادي پوهان وایي د مرکزي بینک له خوا د سود 16 فیصدي شرحه او په انټر بینک او پرانستي مارکیټ کې د ډالر دنرخ زیات فرق هم ترسیلات زر او پانګونو ته نقصان رسولی او د روان کال داپریل میاشتې راهسې په پاکستان کې د بې باورۍ دصورتحال له وجې د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف د پور نهم قسط د ځنډ ښکار دی. دوه ورځې وړاندې د عمران خان له خوا د اسمبلیو ماتولو له اعلان وروسته د پاکستان د ونډو بازار 550 درجې غوځیدلی و.

18.12.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more