شاته

په عراق کې په یوې بمي چاودنې کې لږ تر لږه نهه پولیس وژل شوي 

په عراق کې دوو امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، لږ تر لږه نهه عراقي فدرالي پولیس د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۸ (لیندۍ ۲۷) وروسته له هغه ووژل شول چې د تیلو بډایه ښار کرکوک په جنوب لویدیځ کې د دوی په کاروان باندې بمي چاودنه وشوه.

سرچینې وویل، چاودنه د صفرا کلي ته څېرمه شوې، چې د کرکوک په جنوب لوېدیځ ۳۰ کیلومترۍ کې پروت دی. منبع وایي چې په چاودنه کې دوه نور پولیس سخت ټپیان شوي دي.

د عراق صدراعظم محمد شیعه السوداني د برید کوونکو "ترهګرو عناصرو" د لټون امر کړی او د فدرالي پولیسو قوماندان یې د نورو تحقیقاتو لپاره سیمې ته استولی دی.

سمدستي د چاودنې مسولیت کوم کس یا ډلې په غاړه ندی اخستې، خو په سيمه کې د اسلامي دولت (داعش) وسله وال فعاليت لري. عراق د ۲۰۱۷ کال په ډسمبر کې د امریکا په مشرۍ د ایتلافي ځواکونو په مرسته د داعش ډلې پر وړاندې په جګړه کې بریا اعلان کړه. داعش په ۲۰۱۴ د دغه هېواد لویه برخه اشغال کړې وه.

د عراق د پولیسو منصبدارانو ویلي چې د اسلامي دولت وسله وال په دغه برید کې لاس لري او د سړک د غاړې بمونه یې د هغو پولیسو په نښه کولو لپاره کارولي چې په سیمه کې یې ګزمه کوله.

په ۲۰۱۷ کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې له ماتې وروسته د دې ډلې پاتې شونو د عراق په بیلابیلو برخو کې د حکومتي ځواکونو په وړاندې بریدونو او غلچکیو حملو ته مخه کړې ده. د داعش پاتې شوني د عراق په یو شمېر سیمو کې لا هم فعال دي.

داعش په ۲۰۱۹ کال کې د عراق پولې ته څېرمه په سوریه کې هم خپل وروستی مرکز له لاسه ورکړ.

د امریکا په مشرۍ د داعش ضد ایتلاف د تېر کال تر ډسمبر پورې په عراق کې خپل جنګي رول پای ته ورساوه، خو شاوخوا ۲۵۰۰ امریکايي پوځیان لا هم په دغه هېواد کې د روزونکو په توګه پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د روان کال د یو خپور شوي راپور له مخې، د یو لړ ماتو او موانعو سره سره داعش اوس هم کولی شي د ۶۰۰۰ څخه تر ۱۰۰۰۰ پورې جنګیالیو استخدام کړي چې د عراق او سوریې د پولې دواړو غاړو ته بریدونه ترسره کړي.

د عراق د دفاع وزارت ویلي چې د چهارشنبې په ورځ د بغداد په شمال کې پر یو پوځي موټر باندې د سړک د غاړي د بم په چاودنه کې درې عراقي عسکر ووژل شول. خو سره له دې چې پدې سیمه کې د داعش پاتې شوني شتون لري، ددې برید مسولیت سمدستي چا په غاړه ندی اخیستی.

یوې پوځي سرچینې ویلي، تېره میاشت کرکوک ته څېرمه د عراق په شمال کې پر یوه لېرې پرتې پوځي پوسته باندې د ماشیندارې په برید کې څلور سرتېري ووژل. خو سمدستي ددې پېښې پړه هم چا پر غاړه نه ده اخيستې.