شاته

ایران د افغانستان لپاره نوی سفیر وټاکه 

د ایران دولتي اژانس (ایرنا) د راپور په اساس تهران حسن کاظمي قمي د افغانستان لپاره د ایران نوی سفیر ټاکلی دی.

ایران په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته ښاغلي قمي د دغه هېواد لپاره خپل ځانګړی استازی ټاکلی و. حسن کاظمي قمي مخکې په هرات کې د ایران سر کونسل و.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ دي چې نوی سفیر به د سفارت د چارو د پرمخ بیولو تر څنګ په افغانستان کې د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی هم وي.

طالبانو دا یو «ګټور» ګام بللی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد طلوع تلویزون ته ویلي دي‌ چې دا «نوی بدلون به د دواړو هېوادونو لپاره ګټور» وي.

ښاغلي مجاهد زیاته کړه: «موږ په دې اړه کومه ملاحظه نلرو. یو هېواد حق لري چې خپل سفیر بدل رابدل کړي او دا د هغه هېواد کار دی.»

حسن کاظمي قمي له هغه وروسته په افغانستان کې د ایران نوی سفیر وټاکل شو چې مخکني سفیر بهادر امینیان ته منسوب یو غږیز پیغام خپور شو چې طالبانو یې په اړه عکس العمل وښوده.

په دغه غږیز پیغام کې ویل کېږي: «کله چې له افغانستان څخه ستنېږم، فکر کوم له نړۍ څخه وروسته پاتې شوی یم یعنې د بدلونونو له بهیر څخه شاته شوی یم.»

نوموړي په دغه غږیز پیغام کې «طالبان د افغانستان،‌ سیمې او نړۍ لپاره ناورین او لوی مصیبت» ګڼلي‌ دي.

په کابل کې د ایران سفارت دا غږیز پیغام رد کړی او مغرضانه یې بللی چې په خبره یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د خرابولو لپاره خپور شوی دی.

د ایران سفارت په خپل ټویټر کې،‌ چې وروسته یې ډیلیټ کړی و، لیکلي وو چې د «امینیان د ماموریت پای ته رسېدل د افغانستان په اړه هغه ته په منسوب شوي غږیز پیغام پورې هېڅ اړه» نلري.

په کابل کې د ایران سفارت بیا په یو بل ټویټ کې ولیکل: «په افغانستان کې د ایران د ج.ا د سفیر په توګه د ډاکټر امینیان ماموریت ختم شوی او د دپلوماتیک معمول په اساس به له درې کلن خدمت وروسته ایران ته ستنېږي.»

ځینې پخواني امریکایي مقامات وايي چې د افغانستان لپاره د ایران نوی سفیر حسن کاظمي قمي د ایران د سپاه پاسداران غړی دی او د قدس ځواکونو د مخکني قوماندان قاسم سلیماني سره نژدې روابط لري. ایراني چارواکي وايي چې حسن کاظمي قمي په اقتصاد کې لیسانس او په ستراتېژیک مدیریت کې ماستري لري.