ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکې په خېبرپښتونخوا کې د جينکو تعلیمي معيار ښه کولو ته څلور ملينه ډالره مرسته اعلان کړې

په پاکستان کې د امریکې سفارتخانې ویلي، امریکې د خېبرپښتونخوا په لرې پرتو علاقو کې د جينکو د تعليمي معيار ښه کولو دپاره د څلور ملينه ډالرو د پروژې پرانسته کړې ده.

10.12.2022 ډیوه

د بشري حقونو نړیواله ورځ؛ ملګري ملتونه: افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ډېر خراب دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې په دغه هیواد کې د بشري حقونو وضعیت خراب دی او د طالبانو له حکومت څخه یې غوښتي چې ټول هغه اقدامات چې د افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو حقوق محدودي، لغوه کړي.

10.12.2022 امریکا غږ

د پښتو ژبې مشهوره سندر غاړې قمر ګله مړه شوې

د پښتو ژبې مشهوره سندر غاړې قمر ګله د جمعې په ورځ [نهم دسمبر] د کېنېډا په ټورنټو ښار کې په يو روغتون کې مړه شوې ده. د سندر غاړې کورنۍ دغه خبر تاييد کړی دی.

10.12.2022 ډیوه

د امریکا ستره محکمه پدې غور کوي چې غیر قانوني کډوالۍ ته هڅونه جرم وبولي که نه

د متحد ایالاتو سترې محکمې جمعه ډسمبر ۹ (لیندۍ ۱۸) ومنله چې د جمهور رئیس جو بایډن د حکومت هغه غوښتنه اوري چې له مخې یې غیر قانوني کډوالۍ ته د خلکو هڅول جنایي جرم بلل کیږي.

10.12.2022 امریکا غږ

نوښار: سي ټي ډي ويلي د تحریک طالبان پاکستان څلور ترهګر يې وژلي

د خېبرپښتونخوا د سي ټي ډي پوليسو ويلي، د امنیتي ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې يې د تحريک طالبان پاکستان څلور ترهګر وژلي دي. يوه اوونۍ وړاندې په نوښار کې درې پوليس اهلکار په يو بريد کې وژل شوي وو تحریک طالبان پاکستان يې زمه واري منلې وه.

10.12.2022 ډیوه

کاناډا او برتانیې د محسن شکاري د اعدام کولو له کبله په ایران بندیزونه ولګول

یوه ورځ وروسته چې په ایران کې د حکومت ضد لومړنی مظاهره کوونکی اعدام شو، کاناډا او برتانیې په تهران د تازه بندیزونو اعلان وکړ.

10.12.2022 امریکا غږ

کروشیا د نړیوال جام ریکارډ لرونکي برازیل ته ماتې ورکړه

د فوټبال د نړیوال جام په کوارټر فاینل سیالۍ کې کروشیا برازیل ته په پنالتي شوتونو کې ماتې ورکړه.

09.12.2022 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

09.12.2022 امریکا غږ

په بنګله دېش کې به اینده انتخابات په 2024 کې کولی شي

حزب اختلاف په حسین واجد د 2018 په عامو انتخاباتو کې د درغلۍ الزامات پورې کوي او په ورستیو میاشتو کې امریکې او د نورو ملکونو بنګله دېش نه غوښتلي چې اینده انتخابات دې په ازادانه او منصفانه ډول وکړي

09.12.2022 ډیوه

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

09.12.2022 امریکا غږ

د میدانونو نشتوالی؛ د کوټې ځوانان په کاڼو کې لوبې کوي

د بلوچستان په کویټه ښار کې د ځوانانو لپاره د ورزشي لوبغالو د نشتوالي له کبله يو شمېر ځوانان په دښتو کې لوبې کوي. چارواکي وايي دوی هڅه کوي چې ورزشي لوبغالي جوړ کړي، خو ځوانان بیا وایي چې چارواکي سپورټ جدي نه ګڼي او ځوانان یې د نشه یي توکو کندې ته د غورځیدو له خطر سره مخ کړي. سالمین خپلواک - امریکاغږ

09.12.2022 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

09.12.2022 امریکا غږ

پوتین: د اوکراین د شخړې د پای ته رسولو لپاره باید یوه موافقه وشي 

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جمعې په ورځ ډسمبر نهمه (لیندۍ ۱۸) وویل چې بالاخره به په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې موافقې ته اړتیا وي. پوتین دا څرګندونې نهه میاشتې وروسته له هغه کوي چې کرملین په اوکراین کې خپل "ځانګړي پوځي عملیات" پیل کړل.

09.12.2022 امریکا غږ

بلوچستان هايي کورټ د پي ټي ايي سېنېټر اعظم سواتي خلاف د مقدمو ختمولو امر کړی

د اعظم سواتي زوي د پلار پرضد د مقدمو د ختمولو درخواست کړې و. د اعظم سواتي په ضد د کچلاک، حب او په ژوب کې پېنځو سيمو کې مقدمې ثبت  شوي

09.12.2022 ډیوه

د حایل اونیزه خپرونه

په افغانستان کې د ښځو لپاره عدالت تر کومې اندازې پلی کېږي؟ ایا ښځې د افغانستان عدلي او قضايي ادارو ته عادلانه لاسرسی لري؟ د دغو پوښتنو ځوابونه د حایل د دې اوونۍ په خپرونې کې د افغانستان د مخکني حکومت په سترې محکمې کې له ښځو سره د تاوتریخوالي د مخنیوي د برخې له مشرې فوزیه امیني او د ښځو د حقونو د فعالې فروزان داوودزۍ سره په بحث کې واورئ.

09.12.2022 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more