شاته

اقتصاد پوهان:که عمران خان اسمبلۍ ماتې کړي نو دهیواد اقتصادي وضعیت به نور هم کړکیچن شي

دپاکستان تحریک انصاف ګوند دمشر عمران خان له لوري دخیبر پښتونخوا اؤ پنجاب اسمبلیو دماتولو اعلان ته خپل غبرګون کې اقتصادي پوهان په ملک د سیاسي او اقتصادي بې باورۍ زیاتېدو ویرې څرګندوي او وایي که سیاسي بې ثباتي زیاتیږي نو دې سره به د اقتصادي مشکلاتو دسره مخ پاکستان په ستونزو کی نوره هم اضافه وشي.

اقتصادي پوهان ویره ښایي چې دسیاسي بې باورۍ زیاتېدو سره به د ایې ایم ایف د پور پروګرام اغیزمن شي او د ملګرو هیوادونو له خوا پاکستان ته راتلونکې مالي مرستې وتړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستان دولتي بینک وایي هیواد ته د بهر نه راتلونکې پانګونې د وړاندی څخه اغیزمنې شوي او په مقامي توګه د ونډو بازار هم متاثره شوی دی.

د پاکستان د مرکزي بینک مشر ډاکټر جمیل احمد قایمه کمیټې ته ویلي د روان مالي کال په دویمه برخه کې به پاکستان ته د 18نه تر نیولې تر 20 اربو ډالرو پورې مالي مرستې ورکړل شي.

د اقتصاد ماهر او خبر یال مهتاب حیدر وي او ای ډیوه ته ویلي د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف د پور پروګرام دا وخت د ځنډ ښکار دی او د پاکستان د اقتصادی ودې دپاره دا پور ډیر ضروری دی.

هغه وایي که سیاسي بې باوري زیاته شي نو د پاکستان اقتصاد به نور هم اغیزمن شي.

"دا وخت د ایي ایم ایف د پور پروګرام بحالي تر ټولو مهمه ده، که صوبایي اسمبلۍ ماتیږي نو اقتصادي بحران به سېوا شي او بله خبره داده چې پاکستان د سعودی عرب څخه د مالي مرستو خواست کړی او نزدې ده چې پاکستان ته مالي مرستې ورکړل شي خو که سیاسي بې ثباتي زیاته شي نو ددې اثرات به ډیر زیات وي باید چې پاکستان زر تر زره سیاسي بې باوري ختمه کړي"

تیره ورځ د پاکستان مرکزي بینک ویلی وؤ د سیاسي بې ثباتۍ له وجې د پاکستان غیر ملکي پانګونې 51 فیصدي کمې شوي او دخزانې وزارت وایي پاکستان ته د روان مالي کال دپاره د 33 اربو ډالره ضرورت دی چې پکې د 22 اربو ډالرو دغیر ملکي قرضو او واجباتو واپسي هم شامله ده .

د اقتصاد ماهر غلام صمد وي او ای ډیوه ته وایي د وړاندې نه غیر ملکي او ملکي پانګونې نه کیږي او بیا پاکستان د قرضو د بوج لاندې دی .

هغه وایي راتلونکو دریوؤ میاشتو کې پاکستان ته د 6 نه تر 7 اربو ډالرو ضرورت دی او دا رقم به د سعودي عرب، قطر ،چین او ایي ایم ایف نه ترلاسه کیږي او ددې دپاره د ایي ایم ایف پروګرام ته اړتیا ده .

"سعودي ، قطر او چین بیا ایي ایم ایف ته ګوري او نقصان به هله کیږي چې دغه ملګري هیوادونه به انتظار کوي چې پاکستان د سیاسي اړي ګړي څه حل راوباسي نو اقتصاد به زیانمن کیږي"

اقتصادي پوهان وایي د مرکزي بینک له خوا د سود 16 فیصدي شرحه او په انټر بینک او پرانستي مارکیټ کې د ډالر دنرخ زیات فرق هم ترسیلات زر او پانګونو ته نقصان رسولی او د روان کال داپریل میاشتې راهسې په پاکستان کې د بې باورۍ دصورتحال له وجې د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف د پور نهم قسط د ځنډ ښکار دی.

دوه ورځې وړاندې د عمران خان له خوا د اسمبلیو ماتولو له اعلان وروسته د پاکستان د ونډو بازار 550 درجې غوځیدلی و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00