شاته

ملګرو ملتونو د کډوالو نړېواله ورځ ولمانځله

واشنګټن - ملګرو ملتونو د اتوار/یکشنبې په ورځ، د کډوالو عالمي ورځ ولمانځله، او دې سره یې د هغو سلګونو میلینو مهاجرو یادونه وکړه کوم چې د یو بهتره ژوند دپاره یې خپل وطنونه پرېښودلي او د سختو چلېنجونو مقابله یې کړې ده.

سږکال د کډوالو نړېواله ورځ په داسې وخت کې لمانځلی کیږي چې د یورپ مخ په زیاتېدونکي شمېر هېوادونه د افغانستان، منځني ختیځ، او افریقې نه راتلونکو پناه غوښتونکو ته خپلې دروازې بندوي. بل اړخ ته ګڼ شمېر کډوال چې تعداد یې نور هم په زیاتېدو دی، کوښښ کوي چې د مرکزي/لاتینې امریکې د هېوادونو نه له سرحدونو تېر شي او امریکې ته راشي.

ملګري ملتونه وایي چې خلک پخپله خوښه خپل وطن نه پرېږدي، بلکه د نړې د دوه سوه اتیا (۲۸۰) میلینه مهاجرو اکثره برخه هغه کسان دي چې د جنګ، ظلم، سختې غریبۍ، او د موسمي بدلون د اثراتو له امله کډوالۍ ته مجبوره شوي دي.

ډیری کډوال، چې د قانوني لارو تللی نشي، نو د خطرو نه ډکې لارې انتخابوي چې ځانونه نورو ملکونو ته ورسوي. ګڼ شمېر یې په دې لارو کې ځورول کیږي، استحصال کیږي، او یا په دې لارو کې وژل کیږي.

د مهاجرت عالمي تنظیم (آئی او اېم) اټکل کوي چې په تېرو اتو کلونو کې د پنځوسو زرو (۵۰۰۰۰) زیات کډوال مړه شوي او زرګونه نور لادرکه شوي دي.

د آئی او اېم ډایرکټرجنرل انټونیو ویتوریني وایي چې نړۍ کمزورترینه کسانو ته په تحفظ ورکولو کې ناکامه ده. ویتوریني زیاتوي: "د هر سفر ترشا، یو شخص شته چې د ژوند قصه یې زمونږ د ژوند د قصې نه کمه نده. سږکال د کډوالو د عالمي ورځې په مناسبت، غواړم ټولو هغو کسانو ته چې خپلو آرمانونو ته د رسېدو په درشل کې مړه شوي او یا لادرکه شوي دي، خراج تحسین وړاندې کړم."

بل اړخ ته د صحت د عالمي تنظیم (ډبلیو اېچ او) مشر ټډروس اډهانوم ګېبراييسوس هم دې ته ورته بیان ورکړی دی. هغه ویلي دي چې په ملکونو باندې قانوني او اخلاقي فرض دی چې پرېشانه کسانو سره امداد وکړي او کمزوره کسانو ته تحفظ او د صحت خدمات برابر کړي.

د ډبلیو اېچ او مشر زیاته کړې ده: "اکثره کډوال چې د یو بهتره ژوندانه په لټون کې راوتلي دي، په ډېرو کمزورو حالتو کې ژوند کوي. د دوی صحت کمزوری دی او د صحت خدماتو ته لاسرسی نلري."

ملګري ملتونه وایي د کډوالو حقونه، بشري حقونه دي او په کار ده چې د تفریقي چلند بغیر یې خیال وساتل شي. د ملګرو ملتونو په وینا، که خلک په جبر کډواله کیږي او یا پخپلې خوښې، په دواړو حالاتو کې د دوی د بشري حقونو خلاف ورزي باید ونشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00