د قابلو کيسه
هغه مېرمنې چې سوماليا کې له ناوړه شرايطو او وسايلو سره سره د زېږون پر مهال ماشومان او ميندې ژغوري.
۱۰۰ښځې: د پښتونخوا وږمه وايي په کم عمر کې واده د مرګ په څېر دی
د قبایلي سیمې د مومندو پښتنه فعاله پېغله وږمه فېروز وايي، هغه نجونې چې په کم عمر کې ودېږي ژوند یې داسې وی لکه مرګ. هغوی له هر څه پاتې وي، په خپله ماشومه وي، د لوبو او زده کړو وخت یې وي خو کال وروسته یې په غېږ کې ماشوم وي او د پالنې مسولیت یې پر غاړه شي.
محمود خان اڅکزی: د څارګرو ادارو پاکستان نه منم
د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی او پښتون ملتپال محمود خان اڅکزي د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بنسټ ګر خان عبدالصمد خان اڅکزي پر ۴۳م تلین اسلام اباد کې یوې غونډې ته وینا کوله.
کرېکټ: افغان لوبډلې متحدو عربي امارتو ته په ۴۴ منډو ماته ورکړه
د افغانستان او متحده عربي اماراتو تر منځ درېیمه شل اوره لوبه کې افغانستان کوربه هېواد متحده عربي اماراتو ته په ۴۴ منډو ماته ورکړه او د لوبو دا لړۍ یې درې صفر وګټله.
' افغانستان کې له پرمختیا سره هم مهاله نابرابري هم ډېره شوې'
افغانستان کې د عامه هوساینې تازه سروې ښيي چې په دغه هېواد کې له پرمختګونو سره ورته وخت کې د ولایتونو ترمنځ نابرابري هم ډېره شوې ده. د اقتصاد وزارت چارواکي چې دا ارزونه یې کړې وایي؛ باید د متوازنې پراختیا لپاره پلانونه په پام کې ونیول شي
کاناډا کې ۲۴ ساعتونو کې د نشه یي درملو نهه کاروونکي مړه شول
د کاناډا روغتیایي چارواکي وايي؛ د نشه کوونکي درملو له حده ډېر کارولو له امله په وانګوور کې په ۲۴ ساعتونو کې ۹ کسان مړه شوي دي. دغه درمل فنتانیل نومېږي چې یوازې دوه میلي ګرامه کارول یې کولی شي لوی کس ووژني.
"د افغانستان تقاعد ریاست پوځي برخه به هم ډېر ژر کمپیوټري شي"
که څه هم د افغانستان د تقاعد خزانې اداري چارو کمپیوټري کېدو سره د ملکي برخې ستونزې هواري شوي خو پوځي برخه لاهم د پخوا په څېر ده او شاوخوا ۴۰ زره مراجعین یې له ستونزو سره مخ دي.
د عکسونو البوم: د ۲۰۱۶ ''ودانیز هنر'' غوره انځورونو سیالي
د ''ودانیز هنر'' عکسونو د سږ کال دې سیالۍ کې د جایزې اخیستو لپاره ۱۵ انځورونه سیالي کوي، چې د زرګونو عکسونو له منځه غوره شوي دي.
فراه کې ترافیکي پېښې د ۱۴ کسانو ژوند اخیستی
د افغانستان هرات - کندهار پر لویه لار فراه ولایت کې یو مسافر وړونکی بس له یوه ټېلر سره جنګېدلی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۴ کسان پکې وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي.
لندن شاهي روغتون کې د نوزېږو د بدلېدلو وېره پیدا شوې
د لندن د یوه روغتون په زېږنتون کې له هغه وروسته د امنیت ښه کولو سپارښتنه وشوه، چې د مور پلار له خوا 'کور ته د پردي ماشوم' د وړلو اندېښنه پیدا شوه.
د بریتانیا لومړۍ وزیرې پر خبرو د خامنه يي نیوکه
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي د بریتانیا د لومړۍ وزیرې تېرېزا مې پر هغو څرګندونو نیوکه کړې چې ګني ''ایران د منځني ختیځ د امنیت لپاره ګواښ دی'' او دا یې ''بې شرمانه'' خبرې بللې دي
سنډې ټایمز: د بریتانیا استخباراتو په "ترهګرۍ" تورن ته دوی سره د کار وړاندیز کړی
بریتانوۍ ورځپاڼې سنډې ټایمز په یوه مطلب کې لیکلي چې د ترهګریزو فعالیتونو په تور نیول شوي کس ته ددغه هېواد د استخباراتو یوې څانګې ام آی فایف (MI5) د دیرش زره پونډه وړاندیز کړی چې له دوی سره کار وکړي.
له حلب او نورو سیمو زرګونه وګړي لېږدول کېږي
د سوریې حکومت سرچینې او مخالفان وايي، د حکومت او مخالفانو ترمنځ د نوې هوکړې له مخې، د حلب له ختیځ او نورو سیمو زرګونه ولسي وګړي خوندي سیمو ته لېږدول کېږي.
د ستوني بندېدو درملنې نوښتګر هینري هیملیچ ومړ
امریکایی نوښتګر روغتیا پال هینري هیملیچ د ۹۶ کلونو په عمر ومړ. ډاکټر هیملیچ د ستوني بندیدو ښکار کسانو درملنې لپاره ۱۹۷۴ کال کې یو ډول طبي تمرین ایجاد کړ.
کلیک: د تکنالوژۍ له ډګره
د تکنالوژۍ له ډګره تازه خبرونه او معلومات