پاکستان کې د پوهنتون څانګې نوم پر سر ناندرۍ
پاکستان کې د احمديانو يا قاديانو ضد ډلې د حکومت هغې پرېکړې پر وړاندې احتجاج کوي، چې غواړي اسلام اباد کې د قايد اعظم پوهنتون د فزيک ملي مرکز د نوبل جايزې ګټونکي داکټر عبد السلام په نامه کړي.
د زرافې ژويو شمېر کې د ډراماټيکې لوېدا مخنيوی څنګه کېدی شي
ورکې ته نژدې، د زرافې ژويو شمېر کې د ډراماټيکې لوېدا مخنيوی څنګه کېدی شي
بلخ: مالداران وايي پر ځان بسیا کېدای شي
بلخ کې مال ساتونکي وايي که د خپل کاروبار چارو په عصري کولو کې بريالي شول، ولايت يې ښايي د شيدو توليداتو کې پر ځان بسيا شي.
د کرېکټ بورډ نوي مشر د لوبغاړو غوراوي لپاره د خپلواکې کمېټې جوړولو ژمنه وکړه
د افغانستان د کرېکټ بورډ نوی ټاکل شوی مشر شکرالله عاطف مشعل وايي، د لوبغاړو د غوراوي لپاره به خلپواکه کمېټه جوړوي او له لوبغاړو او لوبپوهانو سره د سلا مشورو له لارې به د کرېکټ د پرمختګ لپاره کار کوي.
بالیووډ هند کې د رواني روغتیا موضوع ننګولې
په هند کې رسنۍ او طبي کار کوونکي د یو نوي فلم په ستاینه نه ستړي کېږي. دا ځکه چې په دې فلم کې د رواني روغتیا موضوع راپورته شوې.
له حلب نه د زرګونو محاصره ملکي کسانو وتلو تمه کېږي
سوریې کې حکومت او مخالفان یې وايي، جګړو کې د محاصره شویو کسانو ایستلو لپاره یوه نوې هوکړه شوې. دې وروستیو کې د حلب ښار ختیځ کې د حکومتي ځواکونو له پرلپسې پرمختګ وروسته زرګونه ملکي خلک او وسله وال یاغیان محاصره شوي وو.
د کرېکټ بورډ د مشرتابه بدلون حل لاره ده؟
د افغانستان د کرېکټ بورډ لپاره نوى مشر ټاکل شوى دا په تېرو څو کلونو کې څوويم مشر دى چې دغه بورډ يې لري. ايمل پسرلى دې ته کتنه کوي چې ايا د مشکلاتو حل د مشرتابه په بدلولو کې دی.
''افغانستان کې د سینما حالت اندېښمنونکی دی''
افغانستان کې د سینما او تیاتر چارواکي حکومت هنر ته په نه پاملرنې تورنوي او وايي چې که حکومت دې برخې ته پام ونه کړي، د دوی له غبرګونونو سره به مخامخ شي.
د خوشال خټک غږيز کتاب - ۳۹ مه برخه
د خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره جمعه د افغانستان په وخت د شپې په ١٠ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.
د خوشال خټک غږيز کتاب - ۳۸ مه برخه
د خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره جمعه د افغانستان په وخت د شپې په ١٠ بجو له بي بي سي پښتو راډيو اورېدل کېدای شي.
هېلیري کلنټن ټاکنو کې د ماتې مسوول روسیه وبلله
د امریکا په وروستیو ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند نوماندې هېلیري کلنټن په لومړي ځل د روسیې لخوا هک کول د خپلې ماتې لامل یاد کړ.
په سرطان اخته ماشوم برېډلي د ساندرلېنډ لوبډلې د بریا سمبول شو
یو پنځه کلن ماشوم هلک چې د سرطان بې علاجه ناروغي لري، د چلسي او ساندرلېنډ ترمنځ فوټبال لوبه کې د ساندرلېنډ لوبډلې د بریالیتوب چانس سمبول په توګه راښکاره شو.
واشنګټن پوسټ: صدام حسین امریکایانو ته ویلي و عراق کې ماته خورئ
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د مرکزي استخباراتو سي آی اې دهغه کارکوونکي له قوله چې د عراق له پخواني ولسمشر صدام حسین یې تحقیق کړی ویلي؛ صدام حسین باید د عراق ولسمشر پاتې شوی وای.
د کندهار ولایت ویاند: طالبانو د هوایي ډګر پنځه ښځینه کارکوونکي وژلي
د افغانستان په سوېل کې د کندهار د والي ویاند وایي؛ د طالبانو اړوند وسله والو د کندهار نړیوال هوایي ډګر پنځه ښځینه کارکوونکي په ډزو وژلي دي. طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.
اوباما: پوتین ته مې د امریکا ټاکنو کې د لاسوهنې خبرداری ورکړی و
د امریکا ولسمشر بارک اوباما وایي؛ خپله یې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي و چې د امریکا په ټاکنیزو بهیر کې له لاسوهنې ډډه وکړي. روسیې د کمپیوټرونو هک کولو اړوند تورونه په کلکه رد کړي او له امریکا یې غوښتي چې که په دې برخه کې کوم سند لري وړاندې دې یې کړي.