د نیکه همځولی لمسی
نیکه د لیکوال نصیر احمد احمدي ناول دی. د میرویس نیکه پر هڅو یې کښلی او د تاریخ له مخې یې د هغه ژوند پېښې داستاني کړې دي، دغسې اثر ته تاریخي ناول وايي.
سندرغاړې معشوق سلطان وفات شوه
معشوق سلطان چې دا وخت يې عمر ۶۵ کاله و، د دوشنبې په سهار يې د پېښور په یوه روغتون کې تر اوږدې مودې ناروغۍ وروسته ساه ورکړه.
د هالیووډ افسانوي لوبغاړې ژاژا ګابور په ۹۹ کلنۍ ومړه
د هالیووډ افسانوي او وتلې لوبغاړې ژاژا ګابور د ۹۹ کلونو په عمر مړه شوه. د نوموړې مېړه ویلي چې مېرمن یې د زړه د حملې له کبله مړه شوه.
د استرالیایۍ کریسمس ونه کې یومتر اوږد مار
په استرالیا کې یوې مېرمنې د خپلې کریسمس په ونې کې د یوه متر په اوږدوالي مار موندلی شوی چې کولچه یې وهلې وه.
ټایمز اف انډیا: هند د پاکستان د ګوښه کولو هڅې جاري ساتي
هندۍ ورځپاڼې ټایمز اف انډیا د روسيې او پاکستان د اړیکو په اړه په یوه مطلب کې لیکلي چې له اسلام اباد سره د مسکو د اړیکو په رڼا کې هند نه غواړي چې له روسیې سره خپل اړیکي کمزوري کړي
له ختیځ حلبه د ایستلو لړۍ بیا پیل شوه
ملګرو ملتونو ویلي، د سوریې حلب ښار له ختیځه په بسونو او امبولانسونو کې د ولسي وګړو د ایستلو لړۍ تېره شپه بیا پیل شوې ده.
بان کي مون به د جنوبي کوریا ولسمشرۍ ته کاندید شي؟
د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون داسې نغوته ورکړې، چې ګني ژر به د جنوبي کوریا د ولسمشرۍ لپاره ځان ونوموي. د نوموړي د سرمنشي دنده د روانې دسمبر تر پایه ختمېږي.
د اندونیزیا هوايي ځواک الوتکې لوېدو ۱۳ کسان وژلي
اندونیزیايي چارواکي وايي، ددغه هېواد د هوايي ځواک یوه هیرکولز سي ۱۳۰ ډوله الوتکه د هېواد په ختیځ پاپوا ولایت کې لوېدلې، چې پکې ټول سپاره (۱۳ کسان) وژل شوي دي.
جلال اباد کې د خرما ۲۷۰۰ ونې، خو یوازې ۲۰ منه حاصل
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د متحده عربي اماراتو له خوا د ورکړل شویو خرماوو (کجورو) ونو نه سږ کال حاصل راټول شول. په دې بڼ کې شپږ ډوله خرما کرل شوي.
ترکمن غالۍ
د منځنۍ اسيا هېوادونو يو تر ټولو مهم توليد غالۍ دي.
سیګار: فساد اورپکۍ ته لمن وهي او د افغان دولت واک را کموي
امریکا وايي افغانستان کې د وسله والو مخالفینو او اداري فساد پرضد هڅې یو بل سره تړلي دي، او که غواړئ طالبانو یا داعش پرضد وجنګېږئ نو باید اداري فساد پرضد هم مبارزه وکړئ.
پاکستان پر هندي فلمونو بندیز لرې کړ
پاکستان دوه نیمې میاشتې وړاندې د دغه هېواد په سینماو کې پر هندي فلمونو بندیز لګولی و. هغه وخت د هند او پاکستان ترمنځ اړیکې د کشمیر له پېښې وروسته بېخي زیاتې خرابې شوې وې.
د کندهار پر لویه لار ۱۵ کسان ترافیکي پېښه کې وژل شوي
افغانستان کې د هرات کندهار پر لويه لار د سپرلۍ يو بس له يوه ټېلر سره جنګېدلی، د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۱۵ کسان وژلي.
له حلب ښاره وتلو ته د انتظار شېبې
د ملګرو ملتونو امنيت شورا به نن یکشنبه په دې اړه رايه ورکوي، چې د سوریې حلب ته څارونکي واستوي که څنګه، چې لا تر اوسه یې ختيځو برخو کې زرګونه ملکيان او مخالف جنګيالي بند پاتې دي.
افغانستان کې د تقاعد لپاره سپما
افغانستان کې د تقاعد ادارې چارواکي وايي ډېر ژر به يې سېستم په ټول هېواد کې کمپیوټري شي، او تقاعديان به نور اړ نه وي د خپلو معاشونو لپاره اوونۍ وخت تېر کړي.