له لس زره کلونو را هیسې انسان په لوښو کې سبزي پخوي
وروستي شواهد ښيي، چې نږدې لس زره کاله مخکې خلکو په دېګ کې د غرنۍ سبزۍ او غلې دانې پخول پیل کړل. په لوښو کې د غلو دانو او بوټو پخول د هغه مهال لپاره لوی پرمختګ و.
په نړۍ کې عام، په افغانستان کې خام کاروبار
په افغانستان کې انلاین یا د انټرنېټ پرمټ پېر او پلور ورځ تر بلې د خلکو کورونو ته لار موندلې. د نړۍ ډېرو هېوادونو کې انلاین بازار چټک پرمختګ کړی، خو افغانستان کې ددې کار عمر خام دی.
ایران ۱۰۰ ایربس مسافروړونکې الوتکې پېري
د ایران یوه چارواکي ویلي، تهران له ایربس شرکت سره د ۱۰۰ مسافر وړونکو الوتکو اخیستلو هوکړې ته رسېدلی، چې لومړۍ جوپه به یې د راتلونکي کال لومړیو کې ترلاسه کړي.
بریتانیا کې د ځانوژنې کچه لوړه شوې
د بریتانیا روغتیايي جرګه ګۍ په یوه راپور کې ویل شوي، چې په "نه منونکي ډول" په انګلستان کې ځانوژنو ته د وګړو مخه کول ډېر شوي دي.
بلوچستان: د اماراتو شاهي کورنۍ پر ښکاریانو وسلوال برید شوی
د بلوچستان ایالت په پنجګور ولسوالۍ کې د متحده عربي اماراتو د شاهي کورنۍ د ښکاري غړو په لېږدوونکي کاروان وسلوال برید شوی دی. د دوی په ضد په کچي او کوټه کې مظاهرې هم شوې دي.
'د روسي سفیر وژنه د ناوړه پېښو لړۍ وروستۍ کړۍ ده'
امریکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ په ترکیه کې د روسیې د سفیر د وژنې په اړه یوه مطلب کې لیکي چې دا په تېرو کلونو میاشتو کې په ترکیه کې د ناوړه پېښو د لړۍ وروستۍ کړۍ ده.
د هند یوه لوبغاړي په ازمېښت لوبه کې ۳۰۳ منډې جوړې کړې
د هند کریکټ لوبډلې یو لوبغاړي د برتانیا سیالې کرکټ لوبډلې سره په وروستۍ ازمېښت لوبه کې تر ټولو ډېرې منډې وکړې. کرن نایر د هند دویم لوبغاړی دی چې درې سلیزې جوړوي.
عدلي طب: د مېړه له خوا شړل شوې نجلۍ باکره ده
بي بي سي د عدلي طب له خوا داسې يو سند ترلاسه کړی چې په کې ويل شوي د مېړه له خوا شړل شوې نجلۍ باکره ده. د مروا مېړه نوموړې پر نيمه شپه د پلار کور ته په دې تور ستنه کړې چې ګواکې باکره نه ده او په بدل کې يې د دې ۱۳ کلنې نجلۍ خور له ځان سره بېولې.
د جرمني "لارۍ بريد کې نهه کسان وژل شوي دي"
د جرمني پوليس وايي يوه لارۍ د ګڼې ګوڼې پر مارکېټ ورغلې چې ويل کېږي نهه کسان يې وژلي او شاوخوا ۵۰ تنه نور يې ټپيان کړي ډي.
ويډيو: بريدګر د روسيې پر سفير له ډزو وروسته
ويډيو ښيي چې د ترکيې په پلازمېنه انقره کې يو تن وسله وال د روسيې پر سفير بريد کوي.
د جرمني "لارۍ بريد کې نهه کسان وژل شوي دي"
د جرمني پوليس وايي يوه لارۍ د ګڼې ګوڼې پر مارکېټ ورغلې چې ويل کېږي نهه کسان يې وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي ډي. پېښه په برلين ښار کې رامنځ ته شوې ده.
ترکيه کې د روسيې پر سفير بريد شوی دی
د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د روسيې پر سفير اندري کارلو د يوه انځوريز نندارتونو څخه د ليدلو پر مهال برید شوی دی.
"طالبانو په بادغيس کې يوه مېرمن په ډزو وژلې ده"
د افغانستان شمال لوېديځ کې د بادغيس ولایت چارواکو په دغه ولايت کې د طالبانو له خوا د يوې صحرايي محاکمې په ترڅ کې د يوې مېرمنې د وژلو پېښه تاييد کړې ده.
د عکسونو البوم: د نېپال ژوندۍ الهې
له پېړیو راهیسې په نېپال کې ماشومې نجونې چې ان ځینې له یو کال کم عمره وي، د ژوندي بوت یا کوماري په نوم غوره کېږي او خلک څه چې ان پاچا یې هم عبادت کوي. انځوریز رپوټ یې سحر زند جوړ کړی دی.
د سلمان ملګرې او سني لیون ته د لسګونو میلیونو وړاندیز
د سلمان خان په هکله ویل کېږي ، چې هغه هره خبره د زړه له تله او په اخلاص سره کوي، هغه خبره که د دوستي یا دوښمني وي، که څوک یې د دوښمنۍ حد له وویک اوبرای او د دوستۍ پوښتنه له قطریه کیف وکړي.