BBC
 شاته

فراه کې ترافیکي پېښې د ۱۴ کسانو ژوند اخیستی

د افغانستان هرات - کندهار پر لویه لار فراه ولایت کې یو مسافر وړونکی بس له یوه ټېلر سره جنګېدلی، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږترلږه ۱۴ کسان پکې وژل شوي او ۴۲ نور ټپیان دي.