BBC
 شاته

۱۰۰ښځې: د پښتونخوا وږمه وايي په کم عمر کې واده د مرګ په څېر دی

د قبایلي سیمې د مومندو پښتنه فعاله پېغله وږمه فېروز وايي، هغه نجونې چې په کم عمر کې ودېږي ژوند یې داسې وی لکه مرګ. هغوی له هر څه پاتې وي، په خپله ماشومه وي، د لوبو او زده کړو وخت یې وي خو کال وروسته یې په غېږ کې ماشوم وي او د پالنې مسولیت یې پر غاړه شي.