شعرونه


مور

مور  که دنیا شي مینه ناکه لکه مور له نفرت نه به شي پاکه لکه مورچي خدمت یې وي مقصد په زندګئ کيخوند هم داسي کړي چارواکه لکه موردایوب صبر به ولي هیرومهمالیدلي صبرناکه لکه مورروغ صحت او اوږد عمر ورته غواړهبیا به څوک درته دعا که لکه موروایه وایه اې سیده داسي څوک ده ستا په هر درد چي ژړاکه لکه مور

11.05.2011 محمدالله آرین احمدزی

څلوریزه

څلوریزه رادیکړه شمـله چې لوپټــــــــه یې کړمځــان نه یې چـــــــاپیره لا درنه یې کړمننګ مې د سپیڅــــلي عزت ورکړمـهځان په شــــانې ښکلې پښتنه یې کړمپشتونجار

09.05.2011 محمدالله آرین احمدزی

نوی غزل

نوی غزلنشه،نشه سندرې مې په خيال کې ګرځيدېبېګاه راپسې کور ته وه راغلي ميخانهزنګيږم له بوسې نه په سکڼي،سکڼي ماښام کېدرياب،درياب مې زړه ته بهيدلي ميخانههر څومره که شور دی د پيالو د ماتيدوپه غيږ کې د ريندانو خوبولي ميخانهشرابو کې لندې وې د غزلو جينکۍکوم ژڼي وه په لپو،لپو څښلي ميخانه همځولي ده د نور او د

08.05.2011 محمدالله آرین احمدزی

ګریوان

ګریوان امرالدین سرحدلوڅي پښي ګریوان شکیدلی یوانسان دی نه یې پیژنم خوځوي دیوافغان دیداشوکاری خرین مخ ته یې څی ګوريدی په ګیډه وږی ناست غم یې دځان دیچاودي پوندي ان دلاس زخمونه یې ښکاريغم لړلی جنګ وهلی پریشان دی خپل وطن کې بی وطنه مهاجرشودژوند پیټی یې په لاس کې اوس حیران دیچا ته خلاصه کړی دغم غوټه ای خلکوکوڼ او ړوند ته په ژړا هم په فغان دیدواړه سترګي یې له اوښکو ډکي پک

08.05.2011 محمدالله آرین احمدزی

دژوندلار

دژوندلار هريوځوی مو اسمعيل دئ،ابراهيم دلته هرپلاردیهريو ځوان زمونږ منصوردی،په خنداتللی ترداردیزمونږ هره لورملاله،هره پيغله مو ناهيد دههريو نوم دغيرتونو،هر يونوم دافتخار دیافغان نوم دسر ښندنو،افغان نوم دی دوياړونوپدې نوم کې موعزت دی،پدې نوم کې زمونږوياړدیدمجنون مينه ليلاده، دافغان مينه وطن دیتر ليلا مجنون جاريږي، خوافغان تروطن جاردیزه قيام پدې وياړيږم، چې مې خدای پيدا افغان يم

03.05.2011 محمدالله آرین احمدزی

باران

باران دا د چا د مینې زور دی شونډې وچې ګریوان څيرې ګرځوم کلي په کلي خدایه تاته مې اسره ده ما در وړې پناه تاته ستا له دغو بنده ګانو نوره تمه زما نه شي نور په دې کلي او چم کې

02.05.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل زه ګڼمه سترګه دسبا کتاب جهل به مې وخوري ماته را کتاب ته مې پکې زر ځله يادکړی يې خوندبه کوي ستا په لاس کې دا کتاب هغه شپه له غم څخه وزګاريمه یاوي چې جانان راسره يا کتاب  سر تر بېخه ډک له جفا ګانو يې راشه چې در وښايي وفا کتاب  وايي به چې دا دمهران نښه ده

02.05.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل اوس هغه خلک نه کړي نن سبا  پرګل وېشته چې چا به په دې چم کې کړل پخوا  پرګل وېشته  په زورکې ماهران شول په ټوپک کې ماهران په دې هېوادکې زده نه کړل هېڅ چا پرګل وېشته  پخوا به دې په يوه ګذار ذرې ذرې کړم زه اوس خدای زده ولې؟ نه کوې اشنا پرګل وېشته يوبل ته به مو ډېرې غېږې غېږې خوښۍ ورکړې

01.05.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزلنـشه،نـشه سندره وه ، خــماره وه بېګاهويده راسـره غيږه کې قــراره وه بېګاهلمنه کې را پـرېوتې د خـــورو پلوشېدعا چې مې په لپو کې ايساره وه بېګاهسترګې د رويبار په رڼاګانو کې ويدې وېچې وتي د اشــنا ګـډه لـه ښــاره وه بېګاهتا به چې اشنا پسې حيران،حيران کتلعرش تـــه رسيدلي هغه لاره وه بېګاهپه کاڼو کې شليدلى و تصوير د يو طالبپـ

27.04.2011 محمدالله آرین احمدزی

للو

للو امرالدین سرحد د تاریخ که هره پاڼه چالوستلیدافغان دننګ هنداره یې لیدلیله وطن سره دمینی لوړاحساس یېپه للو کې له خپل میندو ېې زده کړیدمیرویس اواحمد شاه په ترانو کېپت او ننګ یې په ماغزوکې ځای نیولی«»«»که په خیټه یویې موړوي بل یې وږیدهیواد دفاع ته هر یو دی غښتلیدا مړی به دواړه وچه خوری په لار کېخپلي خ

26.04.2011 محمدالله آرین احمدزی

ټپيزې

د فريداحمدتسکين څو ښکلې ټپيزې او غزل ټپيزې ستاهرنظرذرې ذرې کړم خوشحالي نشته شوګيرې کړم هره شيبه ځان ته ښيرې کړم بيلتانه وسوم غم ايرې کړم رضادباد ده چې پر هرلوري مې وړينه « « « رخساريې سپين سالويې توردی جوړيې دشنوبنګړيوشوردی پرمايې بل

26.04.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل اوس یې هغه خوندونه نشته دی ،خندا نه کوياوس چې ما وویني غصه شي ،ناز ادا نه کويمادرته نه وېل بیا به ژاړې، خو تا نه منلهښکلي د ډمو خوي کوي اړو وفا نه کويلکه مرۍ باندې چې څوک دواړه لاسونه زور کړيزړه مې دا ستا له درده غلی شي درزا نه کويزیړ مازدیګر دې راته وویل ځوانیمرګ شې ګلهزیړ مازدیګر کې څوک په چا پسې ښیرا نه کويدا چې د ژوند په هره لاره کې ټکرې خورمهدا مې جوړ مور راته له زړه

25.04.2011 محمدالله آرین احمدزی

مینه لمبې زیږوي

مينه لمبې زيږوي نن د آسمان په لمند جنت حورې د سپوږمۍ د غيږېد سرو لمبو لمن کېد خپلو اوښکو په مهينو پرخود آسمان مخې ته د تورو،توروداطلسي او د وريښمينو وريځو تور حجابونه د حيا خورويچې ېې سپوږمۍ ورته د لوېې مينې څه افسانې اوروي نن د ارمان په غيږئې مينه لمبې زيږويمينه لمبې زيږوينن مې کتلې شنې لمن ته د يزدان د مينې چې ېې د پيغلې وړانګېد صورت اور ک

24.04.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل ما که له تا نه د یوې شپې خوشحالي وړې ده تا هم له ما څخه ګلاب ګلاب ځواني وړې ده  راځه چې کینو فیصله به په دریمګړي وکړو چې ما له تا ، که تا له مانه زندګي  وړې ده په دې پوهیږم چې ول

17.04.2011 محمدالله آرین احمدزی

رسوامينه

رسوامينهګل مې شکولو،ماوې تا پرې خوښاله کړمګل شوپاڼې پاڼې،په اغزو مې ګوتې څيرې کړېتش لاس ګرانې،ستاليدوته،ستاکو څې ته درغلمستاديدن ونه شو،ستاسو سپو مې جامې څيرې کړېبر،دکوڅې سر کې،رقيبانو را ايسار کړمهدغوقصابانومې له ځانه ،غوښې څيرې کړېخلک شول راټول،له رقيبانوېې راخلاص کړمهځمادپرهرټپ ته يې،ځماواړه شملې څيرې کړېوينوکې لت پت،څيرې ګريوان چې کورته راغلمهمورپلار،په مادواړو له غوسې نه سترګې

14.04.2011 محمدالله آرین احمدزی

مورې ته راته ژوندۍ واى

دوستانو مورنۍ مینه داسې یوه پدیده ده چې بیا ځلې یې څوک لاس ته نه شي راوړی په وړوکوالي کې د مور رحم او د ماشوم نازونه او په  غټوالي کې د مور دعاوې او سپيڅلې مینه، ډيری د ژوند لوړو پوړیو ته رسولي دي، ما چې د آزمون صیب دا نظم ولوست، راته د مورنۍ مینې بیلابیل ډولونه را یاد شول، دې شعر کې د مور د نه شتون ډير ارمان شوی دی او د ارمان ژبه شاعرانه او ډيره روانه ده، دا شعر دې ټولو هغو دوستانو ته ډالۍ وي کوم چې خپلې میندې له لاسه ورکړي دي یانې میندو یې له دوی سره مخه ښه

13.04.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل/ طالب منګلهغه ښکلى مې په زړه کې غځېدلىد شيدو سنيد يې په خوله کې غځېدليد شرابو په جامونو کې يې شونډېد جنت په دروازه کې غځېدلىد خوږو شاتو کسې يې ډکې څښليد سندرو په وياله کې غځېدلىد کوثر له خونده ډکې سپينې سترګېخيال د ستورو په ډيوه کې غځېدلىد تمبې له شاه يې راکړه سپينه غاړهچې وجود مې په نشه کې غځېدلىطالب منګل

02.04.2011 محمدالله آرین احمدزی

د طالب منګل یو ښکلی نظم

نظم سلام،سلام تاته به ياد وي کنه په توره شپه کې د مچکو اواز له ديوالونو نه به بېرته راغى د مستو پېغلو د چکچکو اواز   زه او ته يو بل ته حيران وګورو خرپ شي له شونډو نه بوسه پورته شي جذب

30.03.2011 محمدالله آرین احمدزی

دمينې شعار

دمينې شعارلاترڅوبه ،په شا وړو دکرکې بار بياراشئ پورته کړو،دمينې خوږشعاربيادنفرت له خزان ،واړه کډې بارکړوټول دمينې په لار ورشو،تربهاربيادورورۍ اومينې،ښکلی دود رواج کړوله ځان ليرې کړو،نفرت او انزجار بياکرکې مونږته،غټ تورتم کورته راوړیچه په مينه داتورتم کړو،روڼ سهاربياکرکې واړه،دمرګونو په لار بوتلوخو په مينه به پيداکړو،دژوند لاربيامينه خوږنعمت دخدای،کرکه غضب دهخ

29.03.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل راوپس شـــول ارمانونه ، دريــــــــــــابونهښـــــــکلومه دې لاســــــــونه ، دريابونهپه مــــــــاښام کې پاڼې،پاڼې راسره ويســــــتا دسترګو کتابونه ، دريـــــــــــابونهلکه څاڅکى مې له سترګونه رخصت شوېدريــــابونه ، دريــــــــابونه ، دريــــــابونهبې امکانه رڼاګانې درســــــــــــــــــره ديکه بليږي څراغونه ، دريابــــــــــــــــونهد نغمو او د سنـــــــــــدرو په درياب ک

26.03.2011 محمدالله آرین احمدزی

سپرليه!

سپرليه!خدای دې راولي په مونږ دخوښۍ کال بيا چه نه جنګ وي،نه جګړه وي،نه جنجال بيا ته سپرليه دلته ديرش کاله ،رانغلې زمونږ واخله پس له ديرش کاله احوال بيا دلته بيا له خوښۍ ډک، سپرليه راشه چه ځوانان اوځوانی ګډزانګي په ټال بيا دخوښيو زولۍ ډکه، مونږ ته راوړه چه پرې مونږه خفه زړونه کړو، خوشال بيا که راځې سپرليه، داسې سوله راوړه چه راټول شي په خپل کور،ټول هيوادوال بيا چه دا

24.03.2011 محمدالله آرین احمدزی

دې نوي کال له راشه

دې نوي کال له راشه سلام سلام ائ بې وفا جانانههيله ده روغ جوړ سلامت اوسېږېزه به دعا درته هر وخت کومهخير که هرڅومره ملامت اوسېږې----بعد له سلامه ائ بې غوره يارهباور دې وشه ته مي ډير ياديږېهره صحنه مي په ليمو کې اوسېپه خدای قسم چي هيڅ مي نه هيريږې----ته رانه لاړې زه دې پريښودلمزړه مي داستا له درده ديرژړليددې تاوان به درنه اخلم ضرورسترګو مې ستا لارو ته ډير کتلي----

19.03.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل  ښه ډیر راته سپرلیه غوړیدلی ګلان راوړه یو څوپه زړه داغلي ځوریدلی ګلان راوړه چې عشق په کې سکروټه او لمبې په کې ښکلا وي  ګلاب غوندې په سور اور لمبیدلي ګلان راوړه  د تاندو تنکۍ هیلو د غوټیو خندا ګانې

19.03.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل بيرته راستون نه شوم د ځان ، تپوس مې هم ونه کړ  يواځې پرېښودم جانان ، تپوس مې هم ونه کړ  زما په زړه کې يې خو ستا په زړه څنګه يمه  له تانه دغه يو اسان ، تپوس مې هم ونه کړ

19.03.2011 محمدالله آرین احمدزی

سپرلۍ نه ده

سپرلۍ نه ده ساړه ولاړو،هواښه شوه،وخت بهاردئونې شنې شوې،غوټۍ ګل شوې،جوړسينګاردئخوپه خوارولس ،سپرلۍ راغلئ نه دئدلته مرګ دئ، دلته چوردئ،دلته ډاردئسپرلۍ هغه دی چه زړونه پکې خوښ شيدخفګان نه ډک ،سرونه پکې خوښ شيدولس مړې ارزوګانې،راژوندئ شيغمځپلي ولسونه پکې خوښ شيچه ېې ډکه له خوښيو زولۍ نه دههسې نوم ېې دسپرلي دی،سپرلۍ نه دهپه مونږ شپه او ورځ،بمونه راوريږيله اسمانه سره تندرونه را وريږي

19.03.2011 محمدالله آرین احمدزی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more