شعرونه


غــزل

غــزلد شـوخ فـطرت تـللې شـېبې ته ناست یما وس دې یـــادونو مـقـبرې ته ناست یمله مـودو پس مې یـو دسمال را واخیستســتا دیارۍ یــوې نـښـانې ته ناســت یمپه ګل میـیـن مــزاج مې نه بـد لــېــږېزاهـده هــرڅـــوکه تـوبې ته ناسـت یمد ځوانۍ څـانګې مې په ځــان را ماتېد فـــراق داسـې زلـزلې ته ناســت یـمخدایه ! لــه ټول جهـان دې نه یــم خــبرد سـتــرګو داســــې پیـمانې ته ناست یمجــانــان به مـــا که زه جـــانان

22.01.2012 محمدالله آرین احمدزی

غـزل

غـزل راغلې قـــدمونه دې شـمېـرې جنۍ ته وا زلــــزلې راویـښـــــوې جنۍ پروت دې د کاکُل ترسـیورې لاندې یم ړنګې دي د عـطــروسلــسلې جنۍ تا دخپل سینګارپه شوق کې ډوبې کړې ټولې ایــیـنې شوې خولې خولې جنۍ ژوند له تورو خــــاورو ټوکېدلی دی ژوند بېرته دی خاورې او ایرې جنۍ ټـول رنګونه

25.12.2011 محمدالله آرین احمدزی

د طالب منګل دوه غبرګې غزلې

غزل تاو مې چې له تانه کړل لاسونه پرېشان ولې دې په مخ کې شول رنګونه پرېشان بيا دې شولې سترګې په محفل کې باراني بيا د فلسفو ټول کتابونه پرېشان تا راته د زړه خبره ډېره ورسته وکړه تاته به نور نه ليږم خطونه پرېشان شول بيا دوه مين سره په غېږو کې ويده کلي کې بليږي څراغونه پرېشان ته چې وايې ښه نه يې طالبه ليونيه!! ساتمه له ځان سره ر

15.12.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

 غزل مينــــــــــــه مې په زړه باندې درنه راغلهچټه لکه پېغلـــــــــــــــــــــــه پښتنه راغلهپټه مې حجاب کې دايمــــــــــــــــان کړلهستره مې عزت کې لوپټــــــــــــــــه راغلهچغې د غرور پـــــــــــــــه کې غیرت وهيغوره پښتنو نه چې ټپــــــــــــــــــــه راغلهخرپ ئې زما د زړه له کبه وکړلـــــــــــــــوستا د مينې جــــــــــــوشه چې څپه راغلهخلاصې مې کړې سترګې د دعـا ځولۍ

24.11.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزلدخوږمن زړونو درمان وم خو اوس نه یمډیر شتمن وم ډیر ودان وم خو اوس نه یم دشملې سوری مي وو په ټولو سیموپه آسیا کي یو لوی خان وم خو اوس نه یم دالفت په میکده کي مي ژوندون ووله نفرت سره ډیر وران وم خو اوس نه یم اوس چي ګرزم دملنګ خړه جامه کيمیر د ښکلو د کاروان وم خو اوس نه یمدمظلوم چیغي ته غوږداحمدشاه ومهم دبل او هم دځان وم خو اوس نه یم زه

15.11.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزليو مختصر شانتې کتاب يې دومره ډېره نه يېلا حافظې ته مې راځې لا خو مې هېره نه يېپه هغه شپه په خوب نيولو سترګو خوب نه راځيپه کومه شپه چې مې په زړه کې ته راتيره نه يېبالا دې ښکل کړل د بدرنګې زمانې مخونهته د خپل حسن په جذبو کې لا راګېره نه يېزه چې له درده ستا په مخ کې غلى ودريدمهزنده ګۍ ته رانه د مرګ په شان چاپيره نه يېتاته درلاندې يمه تا نه مې ساه ټوله نه کړهځمکې که ته مې له قد

13.11.2011 محمدالله آرین احمدزی

اختره ورشه

اختره ورشهاخترورشه هغه کورته څی غمونه ګالي دجګړي اورکښې سوځیدلي ملهمونه غواړي خوری هره ورځ په سرسوکان دغلګروله خوامین په خاوره٬دپردیومات لاسونه غواړيڅې دکنډروریې ورمات کړدلغتوپه زوردیرغلګرودي عمل نه ځوابونه غواړيځواب خونشته نه به ووینی هیڅکله له دوي دعاقلانو پوخ نظرنه دلیلونه غواړينه مونکریځي ولیدلي دماشوم په لاسوداژړغونې وچي شونډي لږ نازونه غواړي اخترراشه درته وکړورښتیانۍ نن کیسيله اوښکوډک دغه

04.11.2011 محمدالله آرین احمدزی

دتریاکوجګړي

دتریاکوجګړي کروندي په چرسو شني شويدتریاکو پیل جګړي شوي خلک مری دجنګ په اورکښېژوند مونشته په خپل کورکښېجګړي جوړي دسیسي کړیزمونږه روغي پښي راپری کړيقدرت پیل شو دبی باکونرخ شو پورته دتریاکوفابریکي دي د«مورفینو»نغری تود د «هیروینو»داسې حال دی په وطن کښېټول ویده چرسیان چمن کښېټول ککړخیرن پیرن ديداددي خاوری زامن ديمورو پلار یی غم لړليله اولاده ځوریدليډیرخیرن پراته پله ل

27.10.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزلکله چي وکړي څوک دوعا ماته رایاده شي مورچیرته چي ووینم ښکلا ماته رایاده شي مورکله چي مور سره ماشوم په پالي پالي درومي له خولې مي اوځي بسم الله ماته رایاده شي مورلکه یتیم دیوال ته کینمه ډیر وژاړمهپردي وطن کي یم تنها ماته رایاده شي مورها نصیحت هغه خبري په کتاب کي لولمهغې وې کړي لا پخواماته رایاده شي مورسید په شعر کي دمورکئ سره خواله وکړلهخکه خو شین شوم له ژړا ماته رایا

24.10.2011 محمدالله آرین احمدزی

نوى غزل

 نوى غزلدستا له سترګو نه چې سود راټولولى نه شمد کايناتو دا ســــــــــــرود راټولولى نه شمبې پامه غيږه دې لاليه ما له څله راکړهپــــــه خپلو لپو کې وجود راټولولى نه شمچې ته مې ښکل کړې نو له هغې ورسته داسې وشولپه وچو شونډو کې مې درود راټولولى نه شمستا په ورستۍ رخصت کې دومره مې ژاړلي ګلېپه خپلو سترګو کې مې رود راټولولى نه شمتا به راټول کړمه د رازخيال به دې وساتمهطالبه تا له

17.10.2011 محمدالله آرین احمدزی

سانګې

سانګې  د دې خلکو په هجوم کې آ  سپیـن ږیري ته لـږ ځیر شه آ  چې خـړ څادریې تاودی آ  چې زېړ زبېښلی ناست دی آ  چې آس له نظرتېرکړي هـرې سانګې ته په ځیرشي بې اختیاره یې خوله ښورې

03.10.2011 محمدالله آرین احمدزی

تورپیکۍ

تورپیکۍ امرالدین سرحدکوچیان تیر شول له کابلهتور پیکۍ به وینم کلهکوچۍ پیغلي مخکې تلليپه نری غږ یې ویليپښتني خوږي سندريلکه سپیني مرغلريکډي راغلي له ذابلهتور پیکۍ به وینم کلهکډي باردی په اوښانواوږد مزل دی دکوچیانودری څلور واړه جونګیان ديرمه ساتي دری یې سپیان دينه ستړیږي له مزلهتور پیکۍ به وینم کلهپه صورت پښتنه ښکلی

02.10.2011 محمدالله آرین احمدزی

ای شهیده!

امرالدین سرحد :داروښا د داکترنجیب الله دشهادت د پنځهلسمي کالیزی په مناسبتما راوړي نن ګلان له لرې کليپه پاک نیت مې ستا په کبر غوړوليزه چې گورم دی کبرو ته هرې خواتهرنگا رنگ جنډ ی هرچادي ځړوليستادکبر په زیږو خاورو د پاسهښکلي ښکلي سره ګلان دي راشنه شويای شهیده!نورڅه نه لرم بیان کړمدوطن د درد کیسې دي

27.09.2011 محمدالله آرین احمدزی

د طالب منګل نوى غزل

غزل جام د زهرو مې په ټول وجود کې مات دىله پخوا نه مې اوس درد په زړه کې زيات دىرڼاګانې مې په سترګو کې شليدلينن مې خداى سره د اوښکو ملاقات دىد سندرو سپين مخونه مې ښکل نه کړلراټول کړى مې په لپو کې خيرات دىچې له خپلې زنده ګۍ نه بهر نه شومدا مې ستا له زنده ګۍ سره نجات دىطالب منګل

26.09.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل په کرکه خېلوکې له مينې ډک ډک زړونه لري څه بختوردي په تياروکې څراغونه لري زه به دچا ،چا دزړه ملهم دزړه پټۍ شمه دلته خو هرسړی بلابلا دردونه لري زه چې ستايل دمحبت اودجامونو کوم شېخه په کوم کتاب کې دي چې عذابونه لري د

18.09.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل له هيلو ډکې مې لېمې وې خو تا ونه ليدې جامو د اوښکو کې ويدې وې خو تا ونه ليدې په هديره د محبت کې مې ځلانده اوښکې په هر مزار بلې ډيوې وې خو تا ونه ليدې په څه هنر مې پکې ځاى و د وفا رنګونه روڼې هندارې مې جذبې وې خو تا ونه ليدې مه يې په عمر راشمېره چې بې له تا تېرې شوې د زنکدن ترخې شېبې وې خو تا ونه ليدې مرګ مې که ستا په مخ تړلې وې درڅې د سترګو خلاصې د زړه مې دروازې وې خو تا ونه ليدې

14.09.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل یوه هیله ده ښایسته ده لکه مینهد دردونو یو شیبه ده لکه مینهد آسمان د ستورو خونو کې ده پټهتل ځلیږي خو خپه ده لکه مینهرنګ ېې نشته، ده سپیڅلې لکه پرخهتړمو اوښکو یو څپه ده لکه مینههر احساس ورته د زړه په سترګو ژاړيد شاعر د درد ټپه ده لکه مینهد بیلتون د سرو لمبو په جام کې لامبيد غمجن زړګي نشه ده لکه مینهد ارمان د سمندر تر غاړې ناستهپه سرو سترګو رحیمه ده لکه مینه

12.09.2011 محمدالله آرین احمدزی

مسافـر

مسافـر سید فخرالدین هاشمي ګوره ! څنګه درنه کوږ شوم د روزګار ســــــــېلۍ وهلی نه مې ستا هیله زرغون کړه نه مې خپل ژوندون بسیا کړ زلمــــــــــیــتوب بلا وهلی مســــــــــافـر یم لاس تړلی څه په ورکو لارو سر یم له خپل ړنګ کلې بهـر یم هلته ژوند و چا تریخ ک

08.09.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل نن مې د سترګو په نظر کې نه یې که ته د کلي په ګودر کې نه یې یاخو زما په سترګو بد لګیږي یا خو جوړ ته په پیښور کې نه یې قسم دې نور مې په کې زړه ډوبیږي ته چې په ښکلي مازدیګر کې نه یې اوس مې جانانه دومره نه یادیږې اوس د دې ښار هریو منظر کې نه یې

04.09.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل هغه چي ښار پرې ښایسته وو له دې ښاره واووتځلانده ستوری د اسمان وو له مداره واووتما له مودو ورته نیولې وه یو چا ته لارههغه سړی زما په مخکي په دې لاره واووتاول مئین وو اوس شاعر هم شو ترې لاس ومنځيسید خو سم د کار سړی وو، اوس له کاره واووتدجدای خزان مي مړاوي کړل دزړه ګلونهکنډر کنډر زړه مي د وصل له بهاره واووتچا چي د زوی دعا کوله خیر یې نه غوښتلونافر

03.09.2011 محمدالله آرین احمدزی

اختر

د«آرین ویبلاک »نومیالی اوپیژندل شوي اوپه ماګران سایت ټولوچلونکو ته دکوچنی اخترمبارکی وړاندی کوم. اخترمومبارک شه!لمړی هیله می ستاسو روغتیااو بیا دافغانستانټولوخلکوته سوله ازادی اوسرلوړی غواړم. اخترښه مو مبارک نن وړاخترښه له روزوسرهلمونځ٬اوږده نفلونه دی قبول شی طراوسرهګوندی دپاک نیت روزه سبب شی ګناه وبښيپاک الله قبول کړي زمونږه عذرله توبوسرهغواړوموږاخترڅی ټول وګ

29.08.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل که مقتول دی که قاتل دی هغه زه یم چي لګیا په دې باطل دی هغه زه یم دنیاوالو اورلړوني رانه جوړدی خو بیا هم که څوک غافل دی هغه زه یم ورور وژني خو په هیڅ مزهب کي نشته په دې کسب چي قایل دی هغه زه یم دجنت ټیکیدارانو پریکړه وکړه ددوزخ که څوک قابل دی هغه زه یم له الفت نه مي دزړه سمندر ډک دی پروت چي تږی په ساحل دی هغه زه یم له قابیل نه دې خبر

26.08.2011 محمدالله آرین احمدزی

غزل

غزل پکتياکې بلاډېرې دي باغچې دګلابونو اخترته به دروړمه څوغونچې دګلابونو  ترڅوچې دټوپک شپيلۍ بدمرغه ورکه نشي ترهغې به سوزيږي ګلدرې دګلابونو  دازړه به درته اورشي دچنارپه شان به سوزې که ښخې په وجود دې شوې لمبې دګلابونو  داځکه چې اشنامې پکې ناسته پاسته کړې خوشبوځي د دې

24.08.2011 محمدالله آرین احمدزی

سترګي

سترګي که می سترګي ستاپه خواباندی کږي شويمین زړه کې می دسترګو انګازي شويیونری غږ می له غوږه تیرو بیر شودبرښنا په څیراسمان کې ګونګوسي شوي خیال دمینی دی په ماباندي غږ وکړ توري وریځي دسپوږمۍ په مخ رڼي شوي یونظردی دخیالونو په ما راغیزمادبڼ دونو وچي پاڼي شني شويهیلي سپړی دغوټیو تنکي پاڼیدموسکا شونډو په څیرپه خنداسري شويسرحد نه لری انځوردمینی خیال میپه لیدویې داغیار سترګي ړندي شوي

20.08.2011 محمدالله آرین احمدزی

ټګ ریبار

ټګ ریبارد رنګونو له بازاره څه دې راوړلراته ووایه له یاره څه دې راوړلد لاس نښه چې جانان درکړه تا څه کړهته هم ټګ شولې ریباره څه دې راوړلنن خو راشه یو څه غوړې کیسې وکړهد ښایسته ؤ له بنډاره څه دې راوړلملنګان په انتظار درته ولاړ ديد شاهانو له درباره څه دې راوړلله مودو وروسته راپیښ شولې نېکملهته چې راغلې په دې لاره څه دې راوړل

16.08.2011 محمدالله آرین احمدزی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more