سپرليه!
خدای دې راولي په مونږ دخوښۍ کال بيا
چه نه جنګ وي،نه جګړه وي،نه جنجال بيا
ته سپرليه دلته ديرش کاله ،رانغلې
زمونږ واخله پس له ديرش کاله احوال بيا
دلته بيا له خوښۍ ډک، سپرليه راشه
چه ځوانان اوځوانی ګډزانګي په ټال بيا
دخوښيو زولۍ ډکه، مونږ ته راوړه
چه پرې مونږه خفه زړونه کړو، خوشال بيا
که راځې سپرليه، داسې سوله راوړه
چه راټول شي په خپل کور،ټول هيوادوال بيا
چه داوران،ويجاړوطن،بيرته ودان کړو
چه دسيالوسره کړو،ځانونه سيال بيا
دوحدت لاسونه بيا يو بل ته ور کړو
چه دښمن ته ورپه برخه کړو ،زوال بيا
چه ټول ګډ په وړاندې ولاړشو،ترمنزله
چه همت ته مو حيران شي،نړيوال بيا
دقيام دزړه ډير ستر ارمان دی ،خدايه
چه په برخه دافغان شي،استقلال بيا
الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني
دنوروز ورځ کال ١٣٩٠
23.03.2011
- محمدالله آرین احمدزی
څلور موسمه(نثري ټوټه)
د محمدالله ارین احمدزي لیکنه
په دې ټول پوهیږي چې یو کال ۱۲ میاشتې دی. یو کال څلور موسمه لري چې پسرلی یې پيل، دوبۍ او منۍ یې منځنۍ او ژمۍ یې هم پای دی. د پسرلي موسم داسې وي چې هرڅه یې نوي وي، د بیلګې په ډول په وچه تیږه هم یو بوټی را شین شوی وي، سهار اسمان شین وي غرمه مهال باران وریږي او مازدیګر بیا بیرته اسمان شین وي او ځای ځای پکې وریځې ښکاري. دوبي کې بیا ګرمي وي...
26.03.2011
- محمدالله آرین احمدزی
غزل راوپس شـــول ارمانونه ، دريــــــــــــابونهښـــــــکلومه دې لاســــــــونه ، دريابونهپه مــــــــاښام کې پاڼې،پاڼې راسره ويســــــتا دسترګو کتابونه ، دريـــــــــــابونهلکه څاڅکى مې له سترګونه رخصت شوېدريــــابونه ، دريــــــــابونه ، دريــــــابونهبې امکانه رڼاګانې درســــــــــــــــــره ديکه بليږي څراغونه ، دريابــــــــــــــــونهد نغمو او د سنـــــــــــدرو په درياب ک...