غزل

 ښه ډیر راته سپرلیه غوړیدلی ګلان راوړه

یو څوپه زړه داغلي ځوریدلی ګلان راوړه

چې عشق په کې سکروټه او لمبې په کې ښکلا وي

 ګلاب غوندې په سور اور لمبیدلي ګلان راوړه

 د تاندو تنکۍ هیلو د غوټیو خندا ګانې

ټوکیږي چې وږمې په کې سپیڅلی ګلان راوړه

د زړه سترګه چې خوږ ورله د د اوښکو په خنجر وي

ِغاټول په څیر سینه کې داغیدلي ګلان راوړه

آیت مې د مسکا شه سپارې د مینې راکړه

پرهر ته دغمونو خندیدلي ګلان راوړه