د وردګــو ولایـت نــه تـازه خـبـرونـه


ميدان وردګ: په کابل باندې دتوغولو په موخه ځای پرځای شوي مزايل کشف شول.

  دمیدان وردګو ولایت دملي امنیت ریاست دکارکوونکو په نه ستړې کیدونکو هلو ځلو پرون ناوخته  دکابل اړونده دارغندي په سیمه کې (۱۳) مزایل مرمۍ چې دوسلوالو مخالفینو لخوا په ډیر مهارت سره  په کابل باندې دتوغولو په موخه ځاي پرځای شوې وی کشف او ترلاسه کړې.   همدارنګه دیوبل خبر له مخې د نوموړې ریاست کارکوونکو  لخوا دجلریز ولسوالۍ  د زیولاتو  په سیمه کې د یو لړ اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې&nbs

10.01.2012 لیمه وردګ

میدان وردګ: د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

دمیدان وردګو ولایت په مرکز میدانښآر کې د اداري اصلاحاتو د درې پوړیزه ودانۍدوه لکو امریکایي ډالرو په لګښت دلایت والي محمد حلیم فدایي،داداري اصلاحاتواوملکی خدمتونودکمیسیون لوې مشر ډاکتراحمد مشاهد او ورسره پلاوي، دولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان او قومي مشرانو لخوا دپټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شول   غونډې ته ښاغلي والي محمد حلیم فدایي په خپلو خبروکې  اداري اصلاحات او ملکي خدمتونه  دانسانانو د فکر جوړونې اصلي مرکز وبال

10.01.2012 لیمه وردګ

ميدان وردګ:دملي امنيت رياست لخوا نيول شوې وسلې او مهمات ډاياک ته وسپارل شول.

دمیدان وردګو ولایت دملي امنیت ریاست لخوا دچاڼیزو عملیاتو پرمهال نیول شوې وسلې او مهات نن دولایت مرستیال علي احمد خاشعي او دملي امنیت ریس ښاغلي سالارزي لخوا دډایاک ( بې وسلې کولو کمیسیون ) مسولینو ته وسپارل شول. دنوموړې ریاست لخوا دیوې میاشتې په جریان کې  دمیدان وردګو ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې  کوم چاڼیز عملیات ترسره  شوې وو پکې(۱۸) بېلابېل مهمات چې  یولس(۱۱) میله کلاشینکوفونه،  دچاودیدونکو توکو (۵) ډکې بوشکې، دټ

10.01.2012 لیمه وردګ

میدان وردګ: دترافیکي پیښې له امله دیوې ښځې او ماشوم ژوند واخیست

دمیدان وردګو ولایت  ویاند شاهد الله شاهد  بینوا ویب پاڼې ته وویل چې پرون مازیکر ناوخته دسید اباد ولسوالۍ د عزیز کلا تر څيرمه  دیو ټانګر او کرولا موټر  ټکر وکړو چې له امله  یې په کرولاء موټر کې  یوه ښځه او یو ماشوم مړه شول، دپیښې وروسته د ټانکر موټر چلوونکي دسیمې څخه تښتیدلې دی خو دشاهد په وینا چې پيښه دپول

10.01.2012 لیمه وردګ

میدان وردګ: دکرنیزو توکوزیرمتون او دشیدو راټولو مرکز پرانیستل شو.

په دې ولایت کې دکرنۍ او مالدارۍ په برخو کې دلاسته راوړنو او شته ستونزو اوننګونو  دحل او همدارنګه په دې ولایت کې دکرنیزو توکو دزیرمتون او د ولایت په کچه دمالدارانو څخه دشیدو راټولو لو اساسي مرکز  چې دترکي دوست هېواد په مالي مرسته جوړ شوې دي  دکرنې او مالدارۍ وزیر محمد اصف رحیمي، په کابل کې دترکي سفیر بساط اوزترک، دولایت والي محمد حلیم فدایي او ددې ولایت دمشرانو لخوا پرانیستل شول. ښاغلي فدایي  دکرنې او مالدارۍ په

10.01.2012 لیمه وردګ

دمیدان وردګ: دنرخ په ولسوالۍ کې (۱۵) کیلومتره سړک ګټې اخیستنې ته چمتو شو

غونډې ته ښاغلي والي  په خپلو خبرو کې  دسړکونو دجوړولو او په اړه وویل( موږ  دسړکونو په جوړولو کې دپیسو دکموالي او دظرفیتونو دټیټوالي ستونزه نلرو بلکې لوې ګواښ هغه دوسلوالو لخوا دټولنیزو پروژو دپلې  کولو مخه نیول  او دسړکونو جوړولو وروسته بیا دسیمې داوسیدونکو لخوا دنوموړو جوړو شوو سړکونو او  پروژو ساتنې ته نه پاملرنه ده) ښاغلي فدایي وویل(  هېواد د مور حیثیت لري او سړکونه او ټول ګټې شمتنۍ یې دغړې او اندامونه دي او سا

10.01.2012 لیمه وردګ

میدان وردګ: د هوا پيژندنې دستګاه د(۱۶۵) زرو ډالرو په ارزښت جوړه شوه

دهوا پیژندنې( میترولوژې) نوموړې  دستګاه داوبو او بریښنا وزارت  لخوا او دنړیوال بانګ په مالي مرسته د(۱۶۵) زرو امریکایي ډالرو په ارزښت دولایت والي محمد حلیم فدایي او ددې ولایت داړونده ادارو مسولینو لخوا پرانیستل شوه.   داوبو دلګولو ریس  انجنینر محمد انور جلال په وینا نوموړې دستګاه دڅلورو برخو څخه جوړې شوې چې پکې ددبادونو دجهت اوسرعت اندازه کول،دباران داورښت اټکل کول،دهوا دلوندوالي

10.01.2012 لیمه وردګ

ميدان وردګ: دوه وسله وال ونيول شوه

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړ، چې په میدان‌وردګو ولایت کې د دولت دوه تنه وسله‌وال مخالفین ونیول شول.

10.01.2012 لیمه وردګ

ميدانښار: د پارك د جوړولو چاري پيل شوې

دمیدان وردګو ولایت په مرکز میدانښآر کې  دڅه کم پنځه میلیونو افغانیو په لګښت دیو پارک جوړولو چارې پیل شوې.

10.01.2012 لیمه وردګ

په میدانښآر کې د(۴۰) تنو زده کوونکو لپاره دانټرشیف ښوونیز پروګرام پیل شو

ددې ولایت  هغه زده کوونکي چې د دولسم ټولکي څخه دفراغت وروسته  د  لوړ و زده کړو موسسو او  مرکزونوکې  د ځينو ستونزه له امله ندي جذب شوې دوۍ ته دکار دپیداکیدو په موخه دامریکا دپرختیایي ادارې  لخوا ددې ولایت (۴۰) تنو زده کوونکو ته چې ۲۰ تنه یې نارینه او ۲۰ یې ښځينه دي دانټرشیف پروګرام د(۹) نهو میاشتو لپاره پیل شوچې  نوموړو زده کوونکو ته به زده کړو سربېره دمیاشتۍ (۴۰۰۰) افغانۍ هم ورکوي  ددغه پروګ

10.01.2012 لیمه وردګ

میدان وردګ دتوپ دښتې دپولیسو اکاډمۍ څخه (264) تنه پولیس فارغ شول

 ښاغلي والي  په خپلو خبرو کې له پولیسو وغوښتل چې دسترو سرښندونو سره سره باید دښو اخلاقو، ښه چلندسره دولسونو په زړونو کې ځای پيداکړئ که چیرته دا کار مو وکړو نو بیا به دنړۍ دنورو پولیسو په څير تاسو به هم دیوې لښتې او  ډنډې سره پرته دکومې اسلحې  په کلیو او بانډو کې تګ راتګ وکړئ. دتوپ دښتې پولیسو روزنیز مرکز مشر پوهنمل جلال الدین جلال نوموړې روزنیز مرکز دهېواد په کچه دپولیسو په برخه کې لومړی ستر مرکز یاد کړه چې اوسمهال په هر

10.01.2012 لیمه وردګ

دمیدان وردګ:په سیداباد کې داوبو دسمبالښت پروژه دپنځو لکه ډالرو په ارزښت پیل شوه

په هېواد او په ځانګړې ډول په میدان وردګو ولایت کې د ورستیو وچکالیو له امله په سیمه کې اوبو کچه ټیټه شوې  نو په همدې موخه د ولایتي چارواکو لخوا دامریکا دکرنې وزارت داستازو سره دشته ستونزې دحل په موخه  بحثونه پیل شول چې بالاخره نوموړو داوبو دتنظیم، داوبو دکچې دلوړولو، دخاورو دتخریب، دسیلابونو دمخنوي ، داوبو واړه ذخیروي بندونه  جوړول او د دښتو او غرونو دشنه کولو په موخه  د اوبو دمنابعو دسمون او تنظیم (واټر شیټ  منجمنټ پروګرام )ترنامه لا

10.01.2012 لیمه وردګ

ميدان وردګ : ټرافيكي پېښي ۸ تنو ته مرګ ژوبله واړول

دميدان وردګو ولايت دسيداباد ولسوالۍ دسالارو د پتنګ په سيمه کې نن سهار په ۹ بجو د دوه سراچو موټرو دټکر له امله يوه ښځه مړه، د دريو ښځو په ګډونه ۷ تنه ټپيا شول.

10.01.2012 لیمه وردګ

د جغتو د سيمه ايزي شورا مرستيال ووژل شو

ناپيژاندو وسله والو د ميدان وردګو ولايت د جغتو ولسوالۍ د سيمه ايزي شورا مرستيال په ډزو سره وواژه .

10.01.2012 لیمه وردګ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more