دمیدان وردګو ولایت په مرکز میدانښآر کې دڅه کم پنځه میلیونو افغانیو په لګښت دیو پارک جوړولو چارې پیل شوې.
دمیدانښآر ښاروالۍ ( ۴۴۲۲۵۴۰ ) افغانیو په مالي لګښت دسولې پارک جوولو چارې دولایت والي محمد حلیم فدایي، دولایتي شورا ریس محمد حضرت جانان، دسرپرست ښاروال انجینیر محمود او ددې ښار دهټېوالو لخوا دجوړولو چارې دپټۍ په پریکولو سره پیل شوې.
محمد حلیم فدایي دنوموړې پارک جوړول دښار دهټیوالو او اوسیدونکو لپاره دتفریح یو مناسب ځای وباله او زیاته یې کړه چې دنوموړې پارک په جوړیدو سره به دښار په ښکلا او بڼه کې فوق العاده تغیر رامنځته شي.
د سرپرست ښاروال انجینیر محمود په ویناء نوموړې پارک د ښاروالۍ دانکشافي بودجې څخه د(۴۴۲۲۵۴۰) لكو افغانیو په لګښت دښار اوسیدونکو او هټیوالو لپاره دخدمتونو دعرضه کولو په موخه په (۱۲۰۰۰) زره جریبه ځمکه کې په اساسي ډول په (۴) میاشتو کې جوړیږي .
بینوا څخه مننه