ددې ولایت  هغه زده کوونکي چې د دولسم ټولکي څخه دفراغت وروسته  د  لوړ و زده کړو موسسو او  مرکزونوکې  د ځينو ستونزه له امله ندي جذب شوې دوۍ ته دکار دپیداکیدو په موخه دامریکا دپرختیایي ادارې  لخوا ددې ولایت (۴۰) تنو زده کوونکو ته چې ۲۰ تنه یې نارینه او ۲۰ یې ښځينه دي دانټرشیف پروګرام د(۹) نهو میاشتو لپاره پیل شوچې  نوموړو زده کوونکو ته به زده کړو سربېره دمیاشتۍ (۴۰۰۰) افغانۍ هم ورکوي

 ددغه پروګرام  په لومړیو  ۶ شپږ میاشتو کې به  نوموړو زده کوونکو ته په اداره، مالي برخو، منجمنټ او کمپوټرزده کړې په  نظري ډول زده کړې ورکړل شي او ورسته به د ۳ درې میاشتو لپاره په دولتي ادارو کې  عملي زده کړې ورکړل شي.

دولایت والي نوموړې پروګرام د هغه ځوانانو ته لپاره خورا  اړین وبللو چې لوړو زده کړو ته یې خراب اقتصادي وضعیت له امله لاره نده پیداکړې نوموړې  امریکایي دپرمختیایي ادارې څخه مننه وکړه او ترې هیله وکړه چې نوموړو زده کوونکو ته اړین موضوعات چې دتنکنالوژۍ، کمپیوټر او انټرنیټ  په اړه  زده کړې ورکړې  ، ښاغلي والي  ژمنه وکړه چې دنوموړو زده کووونکو ته به  دیاد پروګرام دپای وروسته په دولتي ادارو کې دجذب او کار کولو لومړیتوب حق ورکوي او په  رسمي دندو به یې ګوماري.

په دغې پروګرام کې شاملو زده کوونکو دنوموړې پروګرام  دپیل څخه خوښې وښوده او هم یې  دولایت والي څخه مننه وکړه چې پدې ولایت کې یې دځوانانو دبوختیاوو په موخه په هره برخه کې دوخت اړتیا سره سم یې داسې پروګرامونه په لاره اچولې چې یو زیات شمیر ځوانان پکې مصروف شوې دي.

بینوا څخه مننه