ښاغلي والي په خپلو خبرو کې له پولیسو وغوښتل چې دسترو سرښندونو سره سره باید دښو اخلاقو، ښه چلندسره دولسونو په زړونو کې ځای پيداکړئ که چیرته دا کار مو وکړو نو بیا به دنړۍ دنورو پولیسو په څير تاسو به هم دیوې لښتې او ډنډې سره پرته دکومې اسلحې په کلیو او بانډو کې تګ راتګ وکړئ.
دتوپ دښتې پولیسو روزنیز مرکز مشر پوهنمل جلال الدین جلال نوموړې روزنیز مرکز دهېواد په کچه دپولیسو په برخه کې لومړی ستر مرکز یاد کړه چې اوسمهال په هربرخه کې پکې (۱۸۰۰) تنه پولیسو ته د(۵۰۰) کورنیو او بهرنیو استادانو لخوا په مسلکي او تخنیکي برخه کې دنړیوالو معیارونو سره پولیسو ته زده کړې ورکول کیږي او نومړې مرکز په یوځل د(۳۰۰۰) تنو پولیسو د روزلو وړتیا لري چې په ۲۰۱۲ زیږدیز کال کې به نوموړې ارقامو ته ورسیږي، ښاغلي جلال دانتقال دپروسې دښه بریالیتوب په موخه پدې مرکز کې ورکړل شوې تشکیل پوره کول، په نومړې مرکز کې دښوونکو او زده کوونکو لپاره دکابل بانک دڅانګې پرانیستل او توپ دښته کې دپولیسو لپاره دښارګوټي دجوړول غوښتنه وکړه.
دیادونې وړ ده چې دسیداباد دتوپ دښتې دپولیسو روزنیز مرکز دنړیوالو د (۱۱۰) میلیونه ډالرو په مالي لګښت په (۳۰۰) جریبه ځمکه کې دجوړیدو چارې په ۱۳۸۸ لمریز کال کې پیل چې اوسمهال یې د(۹۰٪) سلنو ودانیو کار بشپړ شوې دپاتو کار په کړندی توګه روان دی چې ورسره سم په دې روزنیز مرکز کې(۱۸۰۰) تنو زده کوونکو ته د(۵۰۰) دافغان او بهرنیو هېوادونو لکه فرانسې، رومانیا، چک او امریکا يي ښوونکو لخوا زده کړې ورکول کیږي.
بینوا څخه مننه