په هېواد او په ځانګړې ډول په میدان وردګو ولایت کې د ورستیو وچکالیو له امله په سیمه کې اوبو کچه ټیټه شوې  نو په همدې موخه د ولایتي چارواکو لخوا دامریکا دکرنې وزارت داستازو سره دشته ستونزې دحل په موخه  بحثونه پیل شول چې بالاخره نوموړو داوبو دتنظیم، داوبو دکچې دلوړولو، دخاورو دتخریب، دسیلابونو دمخنوي ، داوبو واړه ذخیروي بندونه  جوړول او د دښتو او غرونو دشنه کولو په موخه  د اوبو دمنابعو دسمون او تنظیم (واټر شیټ  منجمنټ پروګرام )ترنامه لاندې په سیداباد ولسوالۍ کې نوموړې پروژه منظوره شوه او دپیل چارې یې دمیدان وردګو والي محمد حلیم فدایي، د ولاتي شورا ریس محمد حضرت جانان ،دملي امنیت ریس سالار زی، ولسوال ډاکتر مسلم او ددې ولسوالۍ اوسیدونکو لخوا رسما پیل شوې.

نوموړې پروژه  دسیداباد ولسوالۍ دحیدر خیلو په سیمه کې په (۹) میاشتو کې په (۱۵) کیلو متر مربع ځمکه کې دامریکا دکرنې وزارت دپنځو(۵) لکو ډالرو په مالي لګښت  چې هر ورځ به پکې دسیمې (۵۰۰) تنو ځوانانو ته پکې دکار زمینه برابره شي  پیل شوه.

دیادونې وړ ده چې په  نژدې راتلوونکي کې به هم په نرخ ولسوالۍ کې هم  داوبو سبمالښت او تنظیم پروژه   دا ډول پروژه پیل شي.

بینوا څخه مننه