دمیدان وردګو ولایت دملي امنیت ریاست لخوا دچاڼیزو عملیاتو پرمهال نیول شوې وسلې او مهات نن دولایت مرستیال علي احمد خاشعي او دملي امنیت ریس ښاغلي سالارزي لخوا دډایاک ( بې وسلې کولو کمیسیون ) مسولینو ته وسپارل شول.
دنوموړې ریاست لخوا دیوې میاشتې په جریان کې دمیدان وردګو ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې کوم چاڼیز عملیات ترسره شوې وو پکې(۱۸) بېلابېل مهمات چې یولس(۱۱) میله کلاشینکوفونه، دچاودیدونکو توکو (۵) ډکې بوشکې، دټانک ضد ماینونه،په لس ګونو دراکیټ مرمۍ، دلرې ویشتونکي توپ مرمۍ او په سل ګونه دهوان مرمۍ او سرګلولې پکې شاملې وی چې یوټن او څلور سوه کیلو ګرامه وزن لري دبې وسلې کولو کمیسیون ته وسپارل شول.
دیوبل خبر له مخې دمیدان وردګو ولایت دملي امنیت منسوبینو او ددې ولایت دعامې ر وغتیا ریاست په ګډو هڅو په دې ولایت کې (۸۸۸۱) قلمه تاریخي تیرې درمل او تاریخ تیرې خوارکي توکي د درملتونو او هټيو څخه ترلاسه شوې وو لمنځه یوړل.
بینوا څخه مننه