رحمت
زما نوم رحمت ولي او تخلص مې دیوان دی، د پلار نوم مې عمر خان دی او د ولایت کندز، ولسوالۍ قلعه ذال، صافي کوټ څخه يم.
مکتب مې نه دی ويلی خو له کتابونو څخه مې دومره زړه کړه کړې چې ليک او لوست ورباندې کولی شم، نور مې تاسو ووينئ چا دا زما ليکنې دي.
ټول عمر مې په پاکستان کراچۍ کې تير کړی دی، او اوس په کابل کې اوسېږم.
د کمپيوټر په پروګرامونو کې Adobe Photoshop, Ulead Video Studio, 3Ds Max, Ms Word ياد لرم، او د پښتو کتابونو، مجلو تيز ترين کمپوزنګ کولی شم، په انټرنيټ کې تیز سرچينګ کولی شم.
لنډې کيسې
لنډه کيسه: منى بدنام هوئى، رحمت ديوان
لنډه کيسه منى بدنام هوئى رحمت ديوان دې ښار ته د رڼاګانو ښار وايى. د رڼا ګانو د ښار په يوه سيمه کښې زۀ هم په يوه کوڅه کښې ژوند کوم. زمونږ په دې کوڅه کښې پښتانۀ او پنجابيان ګډ اوسېږى، زمونږ د کوڅې م
د قيامت ورځ، لنډه کيسه
لنډه کيسه دقيامت ورځ ارشد خليل مازيګرى هم د ښايست دويم نوم دى او بيا دا مازيګر چې د كلي مازيګر وي نود جهان ښايستونه،نندارې او منظرونه ورته لوګى شه – د ښايستونو په دغه منظر نامه كې چې د چوتې دوه ياران سره همراز او همنوا
روټۍ
روټۍ سردار جمال کمال چې نن د لوې لاهور په لوې ښار کښې روان وۀ اؤ د ښار په رنګينو ئې نظر يخولو کله به ئې اوچتو اوچتو ښائسته بلډنګونو ته پام شو او کله به ئې ښائسته ښائسته پارکونو ته. دغه وخت دغه ښکلاګانو ددۀ د نظر وړاندې ګډاګانې کولې او بيا دغه ګډاګانې ددۀ د زړۀ دنيا ته ښکته لاړې او ددۀ زړۀ ئې وتښنوۀ. ددۀ جمالياتى ذوق ئې راوپاروۀ او بيا دغه جماليات
مینه یا کرکه
مینه یا کرکه لیکوال: خلیل جبران ژباړن: رحمت دیوان ښځې سړي ته ويل: ((زه له تاسره مینه لرم)) سړي ویل: ((دا زما ارمان دی چې زه ستا د مینې قابل شم!)) بیا ښځې ویل: ((نو ولې ستا ماسره مینه نشته؟)) سړي ښځې ته وکتل خو څه يې ونه ويل. په دې ښځې چغې شروع کړې: ((زه له تانه کرکه کوم..............
ژوندى مړى // لنډه کيسه
لنډه کيسه ژوندى مړى ډاکټر محمد زبېر حسرت زهـ چې حجرې ته ننوتم نو داسې مې محسوس کړه لکه په حجره سيلۍ راغې وى. چمن زيړ زبېښلے او بوټى وچ کړس بى ګلونو د وچو غنو ډک ولاړ وو. يو خوا بل خوا مې وکتل خو څوک مې هم په نظر رانهـ غلهـ. زړهـ کښې مې وې چې ځه خو د نمازديګر وخت دے مشران به نمانځهـ له تلى وى او کشران
سرونټ روم // لنډه کيسه
لنډه کيسه سرونټ روم سليم بنګش اوس زما د بچو ودونه هم شوي دي - هغوئ پۀ ښو ښو کارونو لګېدلي دي - اوس د هغو هم بچي دي _زما لوئې کور اوس پۀ مونږ ورکوټے شوے دے – بچو رانه د مېلمنو پۀ کمرې هم قبضه کړي ده - ماته هغه اهميت هم نۀ راکوي ،خو زۀ ورته حاجت هم نۀ لرم –دا شکر دے چې پنشن مې دے - ما
شيشکه // لنډه کيسه
لنډه کيسه شيشکه ډاکټر محمد زبېر حسرت شريف خان يو سوړ اسويلے اوکړهـ لکه چې د زړهـ ټول بړاس ئے د يو اسويلى کښې ايستے وى. او بيا د څو لحظو خاموشئ نه پس ګويانه شهـ. "زما د ژوند نه جهنم جوړونکے بل څوک نهـ زما خپله مور وه چې د مينے په ځائے ئې نفرتونه راکړهـ او زهـ ئې يواځ
شرارت // لنډه کيسه
لنډه کيسه شرارت ډاکټر محمد زبېر حسرت زما پښې د ساحل په شګو کښې ښخي.وى او زهـ په ډوبو او ښخو قدمونو سمندر پله او د خپلو غرونو غرونو اوښانو اوښانو غورځنګونو سره زما په لورى راروان دے او ډېره زر ده چې د سمندر دا خالى لاسونه ما د يوې مينه ناکې مور غوندې خپله غېږه کښې قلار ون
خورکۍ
خورکۍ رحمت ديوان د هغه نوم محمد جمال وه، زمونږ د کوڅې په اخري سر کې يې کور وو، ما به اکثر هغه ليدۀ، خو داسې ډېرې خبرې به مې ورسره نه کولې، څو څو ځل يې ماته هم ډېر بيانونه کړي وو، او هر وخت به يې خلکو ته د دين په باره کې خبرې کولې. کله کله به چې زۀ د سهار لمونځ ته جما
معتبر خان/ لنډه کيسه
معتبر خان رحمت ديوان معتبر خان زمونږ د علاقې يو ډېر معتبر سړئ وۀ هغه خلکو د دې علاقې مشر ټاکلى وو، په هره مسئله، جرګه او پېښه کې به هغه شريک و، د هغۀ د فېصلې نه بغير به چا فېصله نه کوله، د خلکو هره فېصله به يې کوله او هره لانجه به يې ورله هواروله، هر چا به يې احترام کوو، مشرانو کشرانو به يې ډېر عزت کاوه. نن د لويې اختر ورځ وه، د ا
استغفرالله
استغفرالله رحمت ديوان زه له کوټه سنګي څخه پنځمې حوزې ته او له پنځمې حوزې څخه کوټه سنګي ته هره ورځ ځم راځم. نن هم د معمول پشان زه په پنځمه حوزه کې د موټر په تمه ولاړ وم، بس راغی، وروښتم، روان شو، بس کې خالي چوکۍ نه وه، کومه چې عموماً نه وي، ځکه چې تر اوسه پورې پکې ما خالي چوکۍ ونه ليده، خير له وره سره خواته ودريدم، د وره سره چې کومه اولنۍ چوکۍ وه نو په هغې
بازارۍ
بازارۍ رحمت ديوان هغه زمونږ پر کوڅه کې اوسېده، ما چې کله په اول ځل ولېده نو زړه يې رانه يووړ، ډېره ښايسته جلۍ وه، په ونه او ښايست دواړو کې يې ثاني نه و، دومره ښايست خدای ورکړی و چې داسې ښکلې جلۍ تر ننه مخکې ما نه وه ليدلې. داسې نه چې زه لونډ وم، ما خپله ښځه هم درلودله، او ډېره مينه مې ورسره وه، ځکه چې زما په نصيب کې هم ډېره ښايسته مېرمن
فرق
فرق رحمت دیوان ما وويل:په ما او په هغه کې د اسمان او مځکې هومره فرق دیده وويل:ولې څوک وۍ چې په تا او هغه کې فرق دی، ته هم انسان يې او هغه هم انسان دی، فرق د څه دیما وويل:او انسان دی، زه هم انسان يم، خو، فرق په انسانانو کې دی، په ټول اشرف المخلوقاتو کې فرق شته، څوک مالدار، څوک غريب، څوک خان، څوک ملنګ، څوک پير، څوک موټروان، څوک ډا
کنجره
کنجره رحمت دیوان ما چې څرنګ د خپل کور ور خلاص کړ، نو هغه مې وليده چې په کوڅه کې راروانه وه.وې خندل ما هم د خندا ځواب په خندا کې ورکړ، هماغه تور کالي ي
د سرو زرو هګۍ
د سرو زرو هګۍ ژباړن: رحمت ديوان يو ډېر لالچي سړی وو، هغه به تل دا چورت واهه چې د هغه سره ډېر مال دولت وي، او ټول عمر يې په همدې چورتونو کې روان و. يوه ورځ دا سړی يو پټي ته لاړ، هلته ته يې وکتل چې د پټي يوې غاړې ته چرګه ناسته ده، هغه اخوا ديخوا وکتل او غوښتل يې چې چرګه ونيسي، چرګې ټوپ کړل او ليرې کېناسته، هغه په چرګې پسې منډه وهله خو ناڅاپه يې په هاغه ځای سترګې ولګېدې چې چرته چرګه ناسته وه، دا څه دلته خو د
يو ګل خاورې شو ((رښتيني کيسه))
يو ګل خاورې شو ((رښتيني کيسه)) ليکوال: رحمت ديوان د کوټ مومن څخه لس کيلو متره مغرب اړخ ته حويلي ويانا للياني نومې يو کلی دی، په دې کلي کې عبدالقدوس نومي ماشوم چې د پنځو کلنو په عمر کې و، د ټولو وروڼو، خويندو نه کشر و او د مور و پلار د سترګو تور ، درې مياشتې مخکې په مکتب کې داخل شوی و، او پلار به د ټولو نه نيازبين زوی پخپله په سايکل باندې مکتب ته بوته، له مکتب څخه چې به راغی نو د کور کار به ورله وروڼو او خويندو کوو، غريبي وه خو ژو
لمونځ قايم کړئ ((ژباړه))
ليکواله: روحه ممتاز ژباړن: رحمت ديوان "عايشې! پاڅېږه د لمونځ وخت ختمېږي" د عايشې مور د ډېر وخت نه هغه پاڅوله. عايشه، اقصی، علي او شعيب څلور خوندې وروڼه و، عايشه په اووم، اقصی په پنځم او علي په دوېم جماعت کې سبق وويلو. شعيب اوس ډېر وړوکی و، ځکه مکتب ته نه تلو، د دوۍ مور به هر سهار يو غږ کوو نو دواړه خور ورور به پاڅېدل خو عايشې به هره ورځ قضا لمونځ کاوه. نن هم عايشه پوره اووه بجې پاڅېده چې د لمونځ وخت ختم شوی وو. مور چې ورته بدې رد
ليونی
د اوړي سخته ګرمي وه، د لمر سپوږمۍ په سر ولاړه وه، د ډېرې ګرمۍ له لاسه ځناور هم پاځاب و، هغه په ځنګل کې پروت و، د هغې کالي هم ټول شلېدلي و، هغه ډېر په بد حال کې و، د کاليو مخکنۍ لمن يې نه وه، شاتنۍ لمن يې نيمه نه وه، يوه پاينڅه يې هم شلېدلې وه. ناڅاپه هغه راوېښ شو، يوه دردناکه چغه يې له خولې څخه راووته او منډه يې کړه. هغې منډې وهلې او چغې يې وهلې، په هغې پسې يوه ايره وه، د څه ايره وه له هغې نه هغه پخپله هم نه و خبر، خو هغه ايرېدو، ډېر ايرېدو، له ورځې نه ايرېدو
يو پرون، يو نن ((ژباړه))
ليکوال: قاضى محمد عمران ژباړن: رحمت ديوان "مېرمنو او ښاغلو! غور وکړئ، پاکستان انټرنيشنل الوتکه PK892 هانګ کانګ د تګ لپاره تياره ده، مسافرو ته درخواست دى چې الوتکې ته ځان ورسوي." "ليډيز اينډ جنټلمين! يوراټينشن پليز..................!!! هوايي اډه يو داسې ځاى دى چې دلته ملاويدل او جداکيدل هره ورځ ليدلى شي، خو د تګ راتګ خلکو ته زياتره دا خيال نه وي چې د هوايي اډې د لاوډسپيکر په اعل
مونږ يې تر کلونو خندولو ((ژباړه))
ليکواله: نسرين ژباړن: رحمت ديوان دا پېښه ليکلو باندې خندا زما د خولې نه نۀ وځي. بس د دوه ساعتونو د ناستې او خبرو نه داسې غلط فهمي جوړه شوه چې تر کلونو کلونو پورې يې مونږ خندولو اوس چې زمونږ د خاندان دوه درې کسان چرته هم کيني نو د دې پېښې په وويلو باندې خلک خندوي. کيسه داسې ده چې زما مشر تره چې د شپېتو کالو نه هم لپاسه دى اچانک دا فيصله وکړه چې زه دوېم وادۀ کوم. د هغې اولنۍ ښځه کلونه مخکې مړه وه. د هغې ښځې نه يې يو ماشوم پات
نن ستا واده دى ((ژباړه))
ليکوال: عزيز خان ژباړن: رحمت ديوان زه د ماشوم والي نه ډېره چاقه وم. شکل او صورت مې هم خاص نه دى. د کوم حده پورې ګوزاره يې کوله. ماته د خپلې دې کمزورۍ کله پته نه وه لګېدلې، ځکه چې زما پلار د ډېره وون يو غټ وکيل و. زه د دې يوازينۍ لور يم، د وړوکوالي نه يې زه ډېره نازولې ساتلې يم. بابا به زه غټو غټو محفلونو ته بوتلم. د هغې په وجه باندې به زما ډېره ستاينه کېده، او ما به پته نشته ځان څۀ ګاڼه. پاکستان ته د راتګ نه بعد هم د بابا حالات ډېر ښه و. دلته راتګ
ناوخته دې کړو ((ژباړه))
ليکوال: عزيز خان ژباړن: رحمت دیوان زمونږ د کوڅې مخې ته يو دوکان و. په دې کې زمونږ يو ملګرى محمد زمان کېناستو. کله چې دا دوکان ورکوټى غوندې و نو زمان هم ورکوټى و، هغه چې به د مکتب نه راغى نو پر دوکان کې به کېناستو. د دې پلار به د دوکان سره د دې مينه چې وليده نو ډېر به خوشحالېدو. هغه به دوکان ده ته پرېښود او کور ته به لاړ. چې غټ شو هم دا يې کار و. هغه به خپل ډېر وخت دوکان ته ورکوو. دا د پرچون دوکان و چې په ارام ارام ډېر زياد مشهور شو. د زمان اخلاق ډ
سترګې ((ژباړه))
ليکوال: سعادت حسن منټو ژباړن: رحمت ديوان د دې په ټول بدن کې ددې سترګې زما خوښې وې. دا سترګې بلکل همداسې وې لکه په تورتم کې چې د موتر سايکل ګروپونه وي، کوم چې سړى د ټولو نه مخکې ويني، تاسو دا خيال مه کوۍ چې هغه ډيرې ښايسته سترګې وې. بلکل نه، زه په ښايسته او بدرنګ کې فرق کولى شم خو بخښنه غواړم، د دې سترګو په باره کې صرف دومره ويلى شم چې هغه ښايسته نه وې خو د دې باوجود هم په هغو کې ډيره شوخي وه. زما او ددې سترګو لي
وړه خبره ((ژباړه))
په ميز باندې څو شليدلي، زاړه، بويناک کتابونه خواره واره پراته و. د رضيې نظر به وار په وار دې کتابونو ته اوختو او د ډيرې غصې نه به يې وينه ايشېدله. هغه د خپل ځان سره لګيا شوه: "پته نشته دا څنګه خلک دي، نوي کتابونه په زوره باندې يوسي او په داسې حال کې يې راواپس کړي. زړه مې غواړي چې دې ټولو کتابونو ته اور ورته کړم." "او هو، دا چاته په قهر يې؟" کوثر کوټې ته د راننوتو پر وخت کې اوېل. د دې پر لاس کې يو غټ نوى کتاب و. رضيې په ترخه ځواب
زما ښځه ((ژباړه))
زه مالداره، زما پلار مالداره، زما نيکه مالداره غرض دا چې د يوې پيړۍ نه په مونږ کې مالداري راروانه ده. د دې نه مخکې پته نشته چې مونږ څۀ وو او د راروان وخت پته هم راته نشته چې مونږ به څۀ يو. زه ښايسته، زما مور ښايسته، زما پلار ښايسته، زمونږ ټول خاندان ښايسته او ښايسته هم داسې چې خلک راته بس ګوري. مونږ فوځي پيشه يو او د غالب په شعر: سو پشت سے هے پيشه آبا سپه گرى له دې امله زه جاهل، زما