ليکواله: روحه ممتاز
ژباړن: رحمت ديوان
"عايشې! پاڅېږه د لمونځ وخت ختمېږي" د عايشې مور د ډېر وخت نه هغه پاڅوله.
عايشه، اقصی، علي او شعيب څلور خوندې وروڼه و، عايشه په اووم، اقصی په پنځم او علي په دوېم جماعت کې سبق وويلو. شعيب اوس ډېر وړوکی و، ځکه مکتب ته نه تلو، د دوۍ مور به هر سهار يو غږ کوو نو دواړه خور ورور به پاڅېدل خو عايشې به هره ورځ قضا لمونځ کاوه. نن هم عايشه پوره اووه بجې پاڅېده چې د لمونځ وخت ختم شوی وو. مور چې ورته بدې ردې وويلې نو وې وويل: "مورې خوب دومره ډېر وي، سترګې مې نه خلاصېږي".
مور وويل: "لمونځ د خوب نه ښه دی، ته د شيطان په خبرو کې راځې، د قيامت په ورځ به له ټولو نه مخکې د لمونځ تپوس کېږي".
اقصی وويل: "زمونږ ښوونکې هم دا وويل چې لمونځ د سترګو رڼا ده، د لمونځ کولو سره زړه ته ارام رسي". د دې مور د دې په ښه کې ښه وکړه او ورته يې وويل: "ژمنه وکړه چې بيا به لمونځ نه قضا کی".
عايشې ورسره ژمنه وکړه چې انشاء الله بيا به هغه کله هم لمونځ نه قضا کوي، او بيا يې د مکتب لپاره تياري ونيوله، او کله چې مکتب ته د تګ لپاره بهر ته راووتل نو بهر يوه جلۍ ولاړه وه ژړل يې، دې اقصی ته غږ کړ، دواړو خورګانو له دې څخه د ژړا پوښتنه وکړه نو هغې وويل: "زه په خپل کور کې ځانته اوسېږم، نن شپه ما په خوب کې ولېدل چې زه پر يو ځای کې ولاړه يم او يوه ښځه ماته د لمونځ کولو وۍ، نو زه ترې مخ بلې خواته اړوم او ورته ووايم، صرف د لمونځ کولو نه هيڅ هم نه کېږي او روانېږم نو ناڅاپه زما مخې له د اور کنده راځي او زه هغې ته ولېږم، بيا زه د مرستې لپاره چغې کووم خو څوک زما غږ نه اوري، البته يو غږ راځي چې "دا د لمونځ نه کولو جزا ده"، همدې ساعت کې زه له خوبه راوېښه شوم". دا ويلو سره هغه نوره هم په تېز غږ باندې ژاړي.
دا اورېدو سره دواړو خويندو دا غلې کړه او عايشې له خدای څخه دعا وغوښته "ياالله! ماته د پابندۍ سره د لمونځ کولو توفيق راکړې".
دواړو خويندو په مکتب کې خپلو ملګرو ته ټوله پېښه واوروله او هغو هم د لمونځ کولو ژمنه وکړه، عايشه د الله پاک څخه شکر وويسته چې د دا ټول يې د شيطان له شر څخه وساتل.