د اوړي سخته ګرمي وه، د لمر سپوږمۍ په سر ولاړه وه، د ډېرې ګرمۍ له لاسه ځناور هم پاځاب و، هغه په ځنګل کې پروت و، د هغې کالي هم ټول شلېدلي و، هغه ډېر په بد حال کې و، د کاليو مخکنۍ لمن يې نه وه، شاتنۍ لمن يې نيمه نه وه، يوه پاينڅه يې هم شلېدلې وه.

ناڅاپه هغه راوېښ شو، يوه دردناکه چغه يې له خولې څخه راووته او منډه يې کړه. هغې منډې وهلې او چغې يې وهلې، په هغې پسې يوه ايره وه، د څه ايره وه له هغې نه هغه پخپله هم نه و خبر، خو هغه ايرېدو، ډېر ايرېدو، له ورځې نه ايرېدو، له رڼا نه ايرېدو، له خپل ځانه ايرېدو، د دې کاينات د هر شي نه ايرېدو، هغه چې به انسان ليدو نو ډېر سخت به ايرېدو، ځکه خو هغه له يوې مېاشت څخه په دې ځنګلو کې ګرځېدو، کله به يې يو خواته منډې وهلې او چغې به يې وهلې، او کله بل خوا.

 +++

 سليم او شازيه له يو بل سره ډېره مينه لرله، د سليم دا ارمان و چې هغه شازيه په سره ډولۍ کې خپل کور ته راولي، خپله ناوې ترې جوړه کړي او د خپل ژوند ملګرې ترې جوړه کړي. سليم شازيه د پوهنتون له وخت څخه پېژندله او هغې ته يې ويلي و چې زه له تا سره واده کول غواړم، خو شازيه ورته څه ځواب نه و ورکړی.

د شازيه ارمان و چې هغه مالداره شي، او د يو مالدار سړي سره واده وکړي، چې له هغې سره خپل غټ کور وي، ګاډی وي، پيسې وي، او هغه بهرنو هېوادونو ته چکر له بوځي.

خو د سليم دا ارمان نه و، هغه خو شازيه په سره ډولۍ کې خپل کور ته راوسته، او بس هم دغه ارمان يې و.

وخت تېرېدو، سليم او شازيه درسونه خلاص کړل، شازيه په يو دفتر کې نوکره شوه او سليم لا په وظيفه پسې ګرځېد. شازيه چې په کوم دفتر کې کار کاوه، د دې دفتر مشر چې ګل پتين نومېده، يو ډېر ظالم سړی و، خو د هغې شازيه خوښه شوه، او شازيه له يې معاش هم زيات کړو، او د نورو کارکوونکو نه يې ورته پاملرنه هم زياته کوله.

+++

 د هغه څخه لار ورکه وه، چې چرته لاړ شي، هيڅ په ځان نه پوهېده، چې څه وکړي، خو يوه منډه وه چې هغې وهله، او کله کله به يې ورسره چغې هم شروع کړې. هغه روان و او تر هغې پورې روان و چې کله د هغې ښپو د نور تګ توان پرېښود، نو هغه پر يوه ځای کې راولوېد، او په هماغه ځای باندې بېهوښه شو.

کله چې هغه په هوښ کې راغی نو هغه ولېد چې ډېر ماشومان د هغې نه راتاؤ دي او ګوري ورته، په دې کې يو هلک چې ډېر وران کاری و نورو وړو ته اويل چې ليونی دی وې ولۍ او نورو ماشومانو په لاسو کې کاڼي راواخيستل او هغه يې ورباندې اوويشتو، هغه منډه کړه او يو ځل بيا په نامعلومه لور باندې په منډه روان شو، ماشومانو هم ورپسې يو ځای پورې منډه وکړه او هغه يې په کاڼو باندې ډېر اوويشتو، خو هغه په منډه کې ډېر تېز و، نو ماشومان يې شاته پرېښوستل، او منډې يې وهلې. کله چې په هغه کې د نورې منډې توان پاتې نشو نو د سړک يوې غاړې ته څملاستو.

 +++

 د ګل پتين نه نور صبر ونشو او هغه يوه ورځ شازيه خپل دفتر ته راوغوښته. شازيه چې کله د هغه دفتر ته راغله نو هغه ورته په چوکۍ د کېناستلو وويل او بيا يې ورته خبره په سپينو سپينو ټکو کې وکړه، ورته يې ويل:

"شازيې! ته زما خوښه يې"

شازيه چې دا خبره واورېده نو حېرانه شوه چې د دفتر مشر يې څه وۍ، خو د دفتر مشر ورته بيا وويل:

"شازيې! زه غواړم له تا سره واده وکړه، او په حقه حلاله نکاح کې دې خپل کور ته په سره ډولۍ کې راوړم، نو که ستا خوښه يې ته ماته اووايه"

شازيې ورته په حېرانو سترګو کتل، خو په ژبه يې څه نه ويل. بيا يې چې ساه لږه صيي شوه نو ورته يې ويل:

"صيب! دا تاسو څه وايۍ، ما خو کله هم داسې چورت نه و وهلی"

"ما ته پته ده چې تا به داسې چورت نه وي وهلی، خو زه وايم چې ته اوس داسې چورت اووهه، کو زما سره دې واده وکړو نو د دې شرکت به ته خاونده شې، اوس ته په بس کې کور ته ځې، بيا به ته په خپل ګاډي کې کور ته ځې، اوس ته دلته يوه نوکره يې او بيا به ته د دې ځای مشره يې، ښه چورت پرې اووهه، زه په تا باندې زور نه راوړم، زه تاله درې ورځې وخت درکوم، دا درې ورځې ستا رخصتي شوه، کو دې زما خبره خوښه شوه، نو صيي ده په درېمه ورځ باندې ماته زنګ اووهه، او که خوښه دې نشوه نو بيا ستا نوکري خلاصه شوه ته دلته نوره مه راځه"

شازيه ورته "ښه" وکړل او له دفتر څخه راووته. کله چې هغه کور ته راورسېده نو په کوټه کې څملاسته او په دې خبرو باندې يې ډېر چورت اووهه، خو هيڅ يې مغزو کار نه کاوه، د ماسخوتن ډوډۍ څخه وروسته يې بيا هم په دې خبره باندې چورت اووهه او تر سهاره پورې يې چورت اوواهه، کله به ورته ګل پتين ښکارېده، بد شکله د پوښ عمر سړی، او د هغې دولت به ورته ښکارېده، او کله به يې سليم په چورت کې راغی، د هغې مينه به يې راياده شوه، او بيا به يې د هغې غريبۍ ته وکتل چې تر اوسه پورې يې چرته وظيفه هم نه وه پېدا کړې. اخر سهار يې دا فيصله وکړه چې که هر څه يې خو خپله وظيفه نشي پرېښوستلی، او د ګل پتين هغه خبرې به ورته رايادې شوې، ګاډی، کور او د دفتر خاونده، نو هغه وپتېيله چې د ګل پتين سره به واده کوي، او داسې به يې هغه ارمانونه پوره شي چې هغې ليدل، هغه به دولتمنده شي، د هغې سره به خپل ګاډی، کور او يو شرکت وي.

سهار هغې ګل پتين ته زنګ اووهه چې زه له تا سره واده کوم، ګل پتين ورته د ماښام ليدلو لپاره اويل او يو رستورانت يې ورته وښود چې هلته به ماښام ته راشې.

 +++

 هغه وږی شو، خېټې يې ډوډۍ غوښته، نو له هغې ځای څخه راپاڅېدو او د سړک پر غاړه باندې روان شو، تر څو يو داسې شی پېدا کړي چې د خېټې اور ورباندې مړ کړي.

هغه د انګورو يو باغ وليد، هغې باغ ته ورغی په باغ کې څوک نه و،او په انګورو باندې شروع وکړه، چې ښه يې ورباندې ځان موړ کړو نو بيا له هغې ځای څخه روان شو.

هغه د سړک پر غاړه باندې روان و، مخې له يې د پوليسو يو ګاډی راغی، هغوۍ ده ته غږ کړ:

"يه هلکه دې خوا راشه"

ده چې د پوليسو غږ واورېد نو منډه يې کړه، د پوليسو ورباندې شک راغی چې ګنې ترهګر  دی، او يا ورسره پوډر، چرس وغيره دي، نو هغوۍ هم ورپسې منډه کړه، او لږ ساعت پس هغه لاندې و او پوليسو ورته لتې، سوکان نيولي و.

پوليسو له هغه نه ډېر څه وپوښتل چې، څوک يې ته، ولې دې منډه کړه، وغيره وغيره خو هغې د هيڅ ځواب ورنکړو، بس هغې خپلو چغو له زور ورکړی و، بيا غلی شو او په قلاره کېناست، پوليسو هغه پاڅاؤ او خپل ځان سره يې زندان ته بوتلو، هلته چې يې د هغه په باره کې پوره معلومات واخيستل او ډاکترانو ته يې وښود نو پوهه شو چې دا خو ليونی دی، هغو وپتېيله چې دا به د ليونو ځای ته ليږو، هغه يې د ليونو ځای ته واستاوه.

 +++

 سليم د شازيه په نومره باندې زنګونه وهل خو شازيه به د سليم زنګ ته ځواب نه ورکوو، او لږ ساعت پس به يې موبايل هم ګل شو، سليم ډېر پرېښانه شو چې شازيه زما زنګ ته ځواب ولې نه راکوي. يوه ورځ تېره شوه بله تېره شوه خو د شازيه موبايل ګل و، بله ورځ هغه د شازيه کور ته لاړی خو هلته هم شازيه نه وه، بيا هغه د شازيه يوې ملګرې ته زنګ اووهه، له بلې لورې نه غږ راغی:

"سلام سليمه! څنګه يې"

"ښه يم"

"له غږ څخه خو دې داسې ښکاري چې په کومه ستونزه کې يې، خو ريښتيا د شازيه په دې کار باندې ښپه شوې"

"په کوم کار؟ "

"ماته دې د ځان نه ساده جوړ کړو او که نه په ريښتيا ترې نه يې خبر؟ "

"سپوږمۍ! زه پخپله د درې ورځو څخه د هغې نومرې ته زنګ وهم خو هغه ځواب نه راکوي، او په کور کې هم نشته، ما ويل چې کومه ستونزه ورته نه وي پېښه شوي، نو ځکه مې تاته زنګ اووهه چې تاته خو به يې پته نه وي"

"ښه نو ته د شازيه او د ګل پتين د واده څخه نه يې خبر؟ "

په ډېرې حېرانتيا سره ورته سليم وويل: "دا څه وی سپوږمۍ، ته ريښتيا وی؟"

"او، زه ريښتيا وايم، د شازيه او ګل پتين سبا واده دی"

دې خبرې اورېدو سره د سليم غږ پرېوت، له بل خوا نه ورته سپوږمۍ ډېرې چغې وکړې خو ده ځواب ورنکړ، له سليم نه خپل ځان هم ورک شوی و، هغه په چورت کې لاړی چې شازيه له ما سره څه وکړل، له بلې خوا نه سپوږمۍ موبايل قطع کړ. سليم په هم دې چورتونو کې روان و او نور يې زړه نه غوښتل چې په دې نړۍ کې ژوند وکړي، هغه له ځان سره وپتېيله چې کور ته به ځي او ځان وژنه به کيي، خو په لار کې هغه شازيه ولېده، چې د ګل پتين سره د يوه مارکيټ نه راووته او د ګاډي په لور روان و، هغه خواته ورغی، شازيه ته يې وويل:

"شازيې! دا زه څه اورم، چې ته د ګل پتين سره واده کی"

شازيه د سليم د پېژندلو څخه انکار وکړ.

"څوک يې ته؟ "

"شازيې! ته ما نه پېژنې، زه ستا سليم تا چې ما سره د واده لوظ کړی و، زه هماغه سليم يم، تا چې به زه د خپل ټول عمر ملګری ګڼلم، زه هماغه سليم يم، ما او تا چې به د راتلونکي خوبونه ليدل، زه هماغه سليم يم، ته ما ولې نه پېژنې، شازيې زه سليم يم، سليم"

"او، ښه دې پېژنم، خواره ستا سره څه دي چې زه به ستا سره واده کوم، تر اوسه پورې دې ځانته کومه وظيفه هم نده پېدا کړې، نو ته به ما څنګه وساتې، ته خو په ما باندې خپل ځان ساتې، اوس زه شازيه نه يم، اوس زه شازيه پتين يم، بيا زما مخې له رانشې کو زما مخې له راغلې نو چې زما نه ګيله ونکړې"

ګل پتين هغه له ديکه ورکړه او له مخې نه يې اخوا کړو، په هغې کې ساه نه وه، رنګ يې زيړ و، په سترګو يې تورتم و، او دا خبره يې له خولې څخه راووته چې: شازيې! زه به لتا څخه نوره کومه ګيله وکړم.

 +++

 د ليونيو پر ځای کې د هغې درې مېاشتې شوې وې. هغه دلته نور هم ليونی شوی و، هغه غوښتل چې له دې ځای څخه وتښتي، خو هغې داسې کومه لار پېدا نکړه، او ټوله شپه او ورځ به يې هم دا چورتونه وهل چې له دې ځای څخه به څنګ تښتم.

او بيا هغه ورځ هم راغله چې هغه د ليونيو له ځای څخه وتښتېدو، هغې د يوه دېواله خواته يوه ونه صيي کړې وه، هغه چورت وهلی و چې که په دې ونه باندې وخيژم او بل خواته ټوپ کړم نو له دې ځای څخه به خلاص شم، او بيا همداسې وشو، هغه په ونه باندې وخوت او بهر يې ټوپ کړ، او له دې ځای څخه وتښتېدو.

هغه ډېر سرګردانه او پرېښانه ګرځېدو، هغې ته هيڅ پته نه لګېده چې چرته لاړ شي، څه وکړي، هغې ته د هيڅ احساس نه و، هغه به کله يوې لورې ته او کله بلې لورې ته په غور غور سره کتل، لکه په دې لورو کې چې ترې څه ورک شوي وي، خو هيڅ نه پوهېده چې څه ترې ورک شوي دي، هغه په يو نامعلوم شي پسې ګرځېدو، هغه چشی و، هغه ده ته پخپله هم نه وه پته، خو هغه د يو چشي لټون کاوه، هغه يو چشی کتل چې له هغه څخه ورک شوی و.

 +++

 د سليم زړه مات شوی و، هغه د شازيه بېوفايۍ ليونی کړی و، هغه غوښتل چې مالدار شي، ډېر دولت ولري، خو هغه هيڅ يوه لور نه موندله، هغه د يوې اونۍ نه په دې چورتونو کې پروت و، له خپل کور څخه هم بهر ته نه و راووتی، هغه د ژوند تېرولو مقصد بايلودلی و، هغه ته هيڅ يوه لور نه معلومېدله چې خپل ژوند د څه لپاره او د چا لپاره تېر کړي.

بل خوا شازيه د ګل پتين سره واده کړی و، دوه اونۍ خو شازيه له خپل خاوند سره ښې تېرې کړې، خو له هغې نه بعد شازيه ته د هغې قهر پته ولګېده، شازيه د خپلې يوې ملګرې سره د هغې کور ته تلې وه، ماښام چې کور ته راغله نو ګل پتين ورته ډېر په قهر و:

"چرته ورکه وې، د مټېزې لورې؟"

"دا څه وی ګله، تا ماته ښکنځل وکړل"

"او، تاته مې وکړل، چرته تلې وې؟"

"زه د خپلې يوې ملګرې کره تلې وم"

"څه دې کول؟ "

"هسې"

"تا زما نه تپوس کړی و؟ "

"په دې کې د تپوس څه خبره ده؟ "

"د تپوس خبره نشته؟ " دا وويلو سره يې شازيه ته يوه کلکه سپېړه ورکړه، شازيه ورته وويل:

"دا څه کی ګله، تا ماله سپېړه راکړه، ستا دومره جرت" نور نو ګل پتين ورباندې شروع وکړه، لتې، سوکان او څه څه يې ورباندې وکړل، شازيه يې ټوله وينې وينې کړله، او په کوټه کې يې بنده کړله.

شازيه چې د ګل پتين دا څهره ولېده نو هکه پکه پاتې شوه، تر څه وخته پورې خو هغه بې حاله پرته وه، تر څو چې هغه په خپل حال کې راغله نو بيا يې چورت اووهه چې دا مې څومره غټه غلطي کړې ده، ما خو خپل ځان پخپله دوزخ ته غورځولی دی، خپله مې خپل ژوند تباه کړی دی. بيا ورته د سليم خيال راغی، د هغې مينه ورته راياده شوه، نوره سلګو ونېوله، تر سهاره پورې يې وژړل، خو دلته داسې څوک نه و چې د هغې ژړا يې اورېدلی شوی، څلورو خواو ته دېوالونه و، او پر مېانځ کې يې شازيه پرته وه.

بله ورځ چې ګل پتين راغی او شازيه يې له کوټې څخه راووېسته، نو شازيه ترې د طلاق غوښتنه وکړه، په دې خبره باندې ګل پتين له نور قهر هم ورغی، او شازيه يې دې ځل د مرګ په حال اووهله، او په کوټه کې بنده کړه، نوکرانو ته يې اويل چې دې له ډوډۍ ورنکړۍ.

سليم نه د ځآن نه خبر و او نه د شازيه نه خبر و چې په هغې باندې څه تيريږي. د هغې چې کله چورت برابر شو نو هغه بيا په وظيفه پسې اووت، هغه ډېرو شرکتونو ته لاړ خو د هغې قسمت اوده و، په هر ځای کې به ورته وظيفه په لاس نه ورتله.

تر يوې هفتې پورې ګل پتين شازيه وهله او شازيه به ترې د طلاق غوښتنه کوله، خو ګل پتين هغه له کوټې څخه بهر ته نه پرېښوسته، او په کوټه کې به يې وهله تر څو د طلاق خبرې نه واوړي، خو شازيه د طلاق ټکي نه وانه خوتله، او بيا يوه شپه ګل پتين د هغې د مرګ اراده وکړه، په دې شپه باندې هغه شازيه د ښپو او لاسونو څخه په کټ پورې وتړله، چاړه يې پسې راواخيسته، او شازيه له يې ورباندې داغونه ورکول شروع کړل، تر څو هغه د شازيه له چغو څخه خوند واخلي او په داسې دردناک مرګ باندې يې مړه کړي چې بيا د هغې روح ته هم سکون ملاؤ نشي. ګل پتين د شازيه له بدن څخه ډېر ځايونه په چاړه باندې غوڅ کړل، هغه يې ډېره وځوروله، هغې ته يې داسې سخته ورسوله چې د هغې په اورېدو باندې هم خلک اېريږي، او يو هغه ظالم و چې د هغې له چغو او درد څخه يې خوند اخيسته، هغه د شازيه بدن ټول پرې پرې کوو، او شازيه درد ناکې چغې وهلې، هن تر دوولس بجو پورې ګل پتين دا شی کوو چې تر څو شازيه له دې نړۍ څخه بلې نړۍ ته لاړه. ګل پتين هغه شپه په شپه باندې له خپل کور څخه لرې کړه.

سهار خلکو يو نامعلومه نجلۍ ولېده، په ډېر دردناک مرګ باندې چا مړه کړې وه، پوليسو چې د هغې پلټنه وکړه نو هغه د ګل پتين ښځه وه، پوليسو ګل پتين ته خبر واستاوه، ګل پتين چې دا خبر واورېد نو پوليسو ته يې اويل چې زما ښځه له دوه ورځو څخه ورکه وه، ما عاريضه هم ليکلې وه، اوس يې زه په دې حال باندې وينم، دا چې چا وژلې ده زه به هغه هم د مرګ خولې ته رسوم.

کله چې سليم د شازيه له مرګ څخه خبر شو، نو هغه په ريښتيا ليونی شو، په لورو کوڅو کې يې منډې وهلې او چغې به يې وهلې، کالي يې ټول شليدلي و، نه ورته خپل کور معلوم او نه خپل خپلوان، بس په يو طرف به روان و، له ځانه نه و خبر، هغه د شازيه مرګ ليونی کړو.

 +++

 هغه په بازار کې کله ښکته ګرځېدو او کله پورته، هغه اوس له خلکو څخه نه اېرېدو، هغه اوس له چا نه هم نه اېرېدو، په خپل ځان کې مست و، کله به يې منډې وهلې، کله به چرته سرګردانه ناست و، کله به يې خندل او کله به يې چغې وهلې، يوې کراچۍ ته يې خيال شو، په کراچۍ کې سرې سرې مڼې پرتې وې، دا له سړک دې غاړې ته ولاړ و، ورمنډه يې کړه، ناڅآپه هغه د يو موټر مخې ته راغی، ډرايور بريک باندې ښپه کېښوسته، خو له هغې نه مخکې يې هغه د موټر يښته کړی و، د هغې د خولې نه يوه اخري چغه اووته: "شازيه".

 د جوزا ۲۲مه، ۱۳۸۹ لمريز