رحمت
زما نوم رحمت ولي او تخلص مې دیوان دی، د پلار نوم مې عمر خان دی او د ولایت کندز، ولسوالۍ قلعه ذال، صافي کوټ څخه يم.
مکتب مې نه دی ويلی خو له کتابونو څخه مې دومره زړه کړه کړې چې ليک او لوست ورباندې کولی شم، نور مې تاسو ووينئ چا دا زما ليکنې دي.
ټول عمر مې په پاکستان کراچۍ کې تير کړی دی، او اوس په کابل کې اوسېږم.
د کمپيوټر په پروګرامونو کې Adobe Photoshop, Ulead Video Studio, 3Ds Max, Ms Word ياد لرم، او د پښتو کتابونو، مجلو تيز ترين کمپوزنګ کولی شم، په انټرنيټ کې تیز سرچينګ کولی شم.
لنډې کيسې
يو بل خيراتي زيات شو
د هغې عمر ډېر کم و، خو په دې مجبوره شوی و چې اوس په کار پسې ګرځېدو، هغه ته خپل پلار ډېر غصه شوی و، او هغې له کوره د تښتېدو اراده کړې وه، هغه ته يو ملګري د خپل تښتېدو کيسه کړې وه نو دا هم له کوره وتښتېدو، يو څه وخت يې په باجوړ کې له خپلوانو کره تېر کړو، يوه ورځ ورته چا پېغور ورکړو او له هغه ځای نه هغه پېښور ته د تګ لپاره روان شو. يو فلاينکوچ والا ته يې وويل چې ما له ځان سره يوسه، هغه ته دا پته نه وه چې دا چرته ځي خو هغه ويل چې دا لار پېښور ته تلې ده نو زه تر ي
مینې بدعمله کړم
زه د يوې غرېبې کورنۍ سره تعلق لرم له دې امله زه د ماشوم والي نه په کارونو کې بوخت يم. کله چې زه کراچۍ ته په کار پسې راغلم نو دلته زما يو څو کليوالو يو کور په کرايه نيولى و او حجره يې ترېنه جوړه کړې وه، زه هم د هغو سره په حجره کې دېره شوم. هغو به د دياړۍ کار کوو نو ما هم ورسره د دياړۍ کار شروع کړو. دوه کاله بعد هغه ټول کلي ته لاړل او زه په حجره کې يوازې پاتې شوم. د حجرې په ګاونډ کې ټول کورونه و. په دې کورونو کې په يو کور کې پري اوسېدله. ما او پري د يو بل سره مينه در
مینه
ليلا او مجنون دوه داسې عاشقان و چې د يو بل لپاره يې ځانونه خاورې کړل. يو چې به خوږېدو نو بل ته به هم درد رسېده. د ليلا او مجنون نه بعد شيرينۍ فرهاد، نمرو خان محمد او داسې نور ډېر عاشقان تير شوي دي چې د يو بل سره يې د زړه د تله مينه کوله. خو نن سبا هغه مينه نشته، نن سبا خلک مينه صرف د هوس لپاره کوي، تر څو يو هلک او يوه نجلۍ څو شپې رنګيني کړې. زه نن تاسو ته د يو هلک او نجلۍ همداسې کيسه کوم چې دواړو د يو بل سره تړون څرنګه جوړ کړو. په شهرنو کې روان وم، د يو برګرو د دوک
مرسل ګل
زه نن تاسو ته د مرسل ګل په اړه څه معلومات نه درکوم، ځکه چې ماته پخپله هم د دې په اړه څه معلومات نشته، خو زه تاسو ته د مرسل ګل په اړه باندې يوه کيسه کوم. کيسه داسې ده چې زما وراره ته يې په مکتب کې ويلي و چې د يو ګل په اړه باندې مقاله وليکه او په کوم ګل چې مقاله ليکي نو هغه ګل هم درسره راوړه، زه د يکشنبې په ورځ باندې په ګل پسې لاړم، په سېلو کې د ګلونو او بوټو پلورنځۍ دي، ما ويل چې له هغه ځای نه به ورته کوم ښايسته ګل راوړم (ګلونه خو ټول ښايسته دي، خو ما پکې کوم ځآنګړی
مرسته
زه د سړک پر غاړه باندې روان وم، کباب راسره په لاس کې و او د ډوډيو اخيستو اراده مې وه. ناڅاپه مې يو هلک خواته تېرېدو نو هغه راته ويل، مسافر استم يک زره مدد می کونی، خو زه د هغې نه تېر شوی وم، د سړک بلې غاړې ته چې راواخوتم نو واپس مې ورپسې شاته وکتل، د ګروپونو په تېزه رڼا کې مې وليدو، ځوان هلک و، په غېږ کې ورسره يوه وړه ماشومه وه، او يوه پيغله نجلۍ هم ورسره وه، چې شنه بورقعه يې په سر وه خو مخکنی طرف يې پورته کړی نو مخ يې ښکارېده. اوږد مخ يې، چې د غريبۍ له لاسه يې د مخ مونه نوره هم بدر
کبرجن
"بچيه! کبر ونکړې، ما کبر کړى و، اوس راته ګوره دا حال مې دى" بابا د ډېر درد نه په ډک غږ باندې راته اويل. دا بابا چې رفيق الله نوميده، ړوند و، خيرات به يې غوښتو، زما د پلار خواله به راته او ورسره به ناست و. هغه ماته د خپل ژوند کيسه کوله، ويل يې: "بچيه! زما ژوند په ځوانۍ کې ډېر ښه و، په بنارس کې زما د کالو غټ دوکان و چې د لکونو روپو کالي پکې پراته و. په فريد کالونۍ کې مې درې کورونه و، په يو کې به خپله او
کاندیدان
له ډېرو ورځو څخه په کار پسې ګرځېدم، تر څو ځانته کار پيدا کړم، چې خپل ضروريات ورباندې پخپله پوره کړم. نور کارونه مې داسې صيي نه و زده، خو د کتابونو په کمپوزنګ کې ډېره تکړه يم، ډېر کتابونه مې کمپوزنګ کړي دي، غوښتل مې چې تر څو ځانته د کمپوزنګ کار برابر کړم، نو ځکه له ډېرو ورځو څخه ګرځېدم، دهمزنګ، سينما پامير، کارته پروان، چوک، کوټه سنګي، چار راهي صدارت او دا خوا و شا ټول ځايونه مې وکتل او په هر ځای کې چې به مې مطبعه ليده نو ورتلم به، له هغو سره به مې خبره کوله ک
فوجي
فوجي (فوځي) په خېټه کې دې بچي. فوجي زمونږ سره کار کاوه. د فوجي خپل نوم څه و د هغې نه زه هم نه وم خبر، خو هغه به خلکو په فوجي نوم باندې یاداوو. فوجي په تن باندې چاق و، خېټه یې ډېره غټه وه، خولۍ به یې په سر وه، چاینه چپلکې به یې په ښپو وې. هغه به زمونږ سره د وریژو کار کوو، هره غرمه به یې ډوډۍ له مونږ سره خوړله، له غرمې نه بعد به یې د ورېژو رېړۍ (کراچۍ) روانه کړه او G-25 سټاپ (چوک) ته به روان شو. درې کیلو ورېژې به یې وړلې
زه ولسمشر...!!!
ما چې به د دې ملک حالات ليدل، نو ړزه به مې ډور ځورېدو، دا چاودنې، دا جنګونه، دا غريبي، دا د اولس ستونزې، داسې ډېرې ستونزې په افغانستان کې شته، بلکه افغانستان ټول د ستونزو څخه ډک دی. دا مات سړکونه، دا وران وېجاړ کورونه، دا بېکاره خلک، دا د روغتونونو نشتوالی، د فابريکو نشتوالی او داسې نورې ډېرې ستونزې. زما زړه به يې دې ته هڅو چې د خپل اولس لپاره د خپل ملک لپاره يو څه وکړم، خو څنګه يې وکړم، په دې نه پوهېدم. له دوستانو سره چې مې دا خبرې شريکې کړ
د درواغو انجام
عاطف يو ذهين او معصوم ماشوم و، خو په دې کې يوه بدي وه چې ډېر زيات درواغ به يې ويل. اوس خو يې دا عادت دومره پوښ شوی و چې په وړو وړو خبرو باندې به يې درواغ ويل. اوس د پرون خبره واخلئ، د رضيه خاله نه پيسې ورکې شوې وې، عاطف په ډېرې تادۍ سره چرته په څه کار پسې روان و. رضيه خاله ترې پوښتنه وکړه نو ده ورته د بشيرا نوم واخيست. هغه ته پته وه چې د رضيه خاله او د بشيرا يو بل سره نه لګي. هغه خو لاړ خو د رضيه خاله او بشيرا په مېانځ کې داسې جنګ تود شو چې خدای مو ترې ساته. خبره وهلو ټکولو ته ورسېد
د احسان بدله ((ژباړه))
احمد او عطا دوه ورونه په يو مکتب کې درس وئ، احمد په درېم ټولګي کې او عطا په دوېم ټولګي کې دی، دواړه ډېر ښه ماشومان دي، د مشرانو ادب کيي او په مکتب کې چې ورته ښوونکې څه وۍ نو ښه په شوق سره يې اوري او عمل ورباندې کيي. يوه ورځ د رخصتۍ نه بعد دواړه کور ته روان و. په لاره کې يې يو سپی ولېدو چې د ولږې او تندې له لاسه بې حاله شوی و، د دې ژبه بهر ته راوتې وه، احمد عطا ته اويل: وروره! اوګوره سپی څومره کمزوری ښکاري. عطا ورته ويل: او داسې ښکاري لکه چې
خیراتي
په دې ورځو کې ما په اين پور اډه (د بسونو اډه) کې د ورېژو کار کاوه. ما به سهار په ريړۍ (کراچۍ) کې ورېژې راوړلې او غرمه به واپس کور ته تلم. د لسو يوولسو بجو په وخت کې به يو خيراتي زما خواته هره ورځ راته، ما به ورته روپۍ دوه روپۍ ورکولې. دوه ورځې هغه رانغلى، په دوېمه ورځ باندې چې ما ريړۍ (کراچۍ) روانه کړې وه او کور ته روان وم. د فقير کالونۍ نه به زه په کوڅو کوڅو کې کور ته تلم. د اولې کوڅې نه چې تېر شوم، دوېمې کوڅې کې يو کور ته خلک راغونډ و
باغ وحش
د جمعې په ورځ باندې سينما پامير ته روان وم، ملي بس له خلکو څخه ډک و، زه هم پکې ولاړ وم، کله چې بس باغ وحش ته ورسېد، نو نيمايي خلک له بس څخه کوز شول، چوکۍ خالي شوې نو زه هم په يوې چوکۍ باندې کېناستم، نو چې بهر ته مې خيال وکړو، د باغ وحش په وره باندې دومره ګڼه وه چې سم د ميږانو پشانې ورته دا خلک ولاړ و ټکټ اخيستلو لپاره، زه هم ورکوز شوم، نيم ساعت په دې ګڼه کې زه هم ولاړ وم او د نيم ساعت نه پس د ټکټ پر اخيستو کې بريالی شوم. دننه چې ننوتم نو اول خو مې ټول باغ وحش وکتو،
توکاڼې
زما په زړه کې هم دغه يو ارمان و، ما له خدای څخه هم دا غوښتل، ما څه غوښتل، ما خپل جانان غوښتو، ما خپل ځان غوښتو، ما د خپل ځان لپاره يوه ناوې غوښته، دا زما په ژوند کې ډېر غټ ارمان و. ما د خپل ارمان پوره کولو لپاره د خپلې مور سره ډېر جنګونه وکړل، له خپلو وروڼو سره مې جنګونه وکړل او هن تر دې پورې چې ما خپل پلار ته هم اويل چې ما له واده وکړه، خو په قسمت کې به مې واده نه و، نو تر ډېره وخته پورې زه د واده په ارمان ناست وم. او بيا هاغه ورځ هم راغله چې زما