"بچيه! کبر ونکړې، ما کبر کړى و، اوس راته ګوره دا حال مې دى"
بابا د ډېر درد نه په ډک غږ باندې راته اويل.
دا بابا چې رفيق الله نوميده، ړوند و، خيرات به يې غوښتو، زما د پلار خواله به راته او ورسره به ناست و. هغه ماته د خپل ژوند کيسه کوله، ويل يې:
"بچيه! زما ژوند په ځوانۍ کې ډېر ښه و، په بنارس کې زما د کالو غټ دوکان و چې د لکونو روپو کالي پکې پراته و. په فريد کالونۍ کې مې درې کورونه و، په يو کې به خپله اوسيدم او دوه مې په کرايه ورکړي و.
يوه ورځ يو ملګري د ځان سره اشتماع ته بوتلم. هلته د دعا نه بعد يو سړى چې توره ږيره، سپينه خولۍ، سپين څادر او سپين کالي يې په غاړه و، پاڅيد او ټولو خلکو ته يې اويل چې زما لور ځوانه شوې ده او کو په تاسو کې کوم ناواده کس وي نو لاس دې پورته کړي چې زه يې د ځان سره بوځم او د خپلې لور نکاح ورسره وتړم. چا لاس پورته نکړو، زما ملګري ماته اويل چې لاس پورته کړه خو ماته شرم راته چې څنګه په دې دومره خلکو کې زه لاس پورته کړم او ورته اووايم چې ماته يې نکاح کړه. بالاخره هغه ملګري مې زما لاس ونيوه او پورته يې کړ، هغه سړى زما خواله راغى او زما نه يې زما د نوم پوښتنه وکړه ما ورته خپل نوم وښود، هغه هم ماته خپل نوم وښود او زه يې د ځان سره کور ته بوتلم. هلته يې راته د خپلې لور سره نکاح وتړله، ډوډۍ مو وخوړه او رخصت يې کړم. ښځه مې د ځان سره کړه او بس ته وختم، کور ته چې راورسيدم نو ټول خلک راته حيران و، چې دا ښځه دې له کومه راوسته، ما ورته ټوله کيسه وکړه خلک نور هم حيران شول.
څو مياشتې بعد زمونږ پر کوڅه کې سواتيان خلک اوسيدل. د هغو پر کور کې يوه جلۍ وه هغې راپسې ځواب راواستاوه چې ته زما خوښ يې او ما د خپل مور او پلار نه اوغواړه. ما په هغې پسې مرکه ولېږله، ټول رضا شو خو د هغې ورونه نا رضا و. ويل يې چې ستا يوه ښځه شته مونږ تاله خپله خور نه درکوو. ما هغو ته پنځوس زره روپۍ پټې ورکړې او هغوۍ مې هم رضا کړل، دوېم وادۀ مې هم وکړو، يوې ښځې له مې يو کور ورکړ او بلې ښځې له مې بل کور ورکړ. ډېر خوشحاله وم، ډېر ښه ژوند مې تېراوه.
يوه ورځ د دوکان نه راروان، دلته چې د بس نه ښکته شوم نو يو خيراتي مې مخې له راغلى او سوال يې رانه وکړ. ما له قهر راغى چې دې مردار ته اوګوره چې زما نه سوال کوي، لته مې ورته ورکړه هغه غريب اخوا ولويد، زړه مې ورباندې درد ونکړ، خپل کور ته ترېنه روان شوم.
سهار چې راپاڅېدم نو څه راته ښکاريدل نه، د سترګو نه مې رڼا تلې وه، ړوند شوى وم. ډېر علاج مې وکړ خو هيڅ فايده يې ونکړه. غټو غټو روغتونونو ته لاړم خو د سترګو رڼا مې واپس رانغله. زما سره په دوکان کې يو مزدور کار کاوه، هغه د دوکان نه ټول مال شپه په شپه تښتولى و. کورونه مې هم رانه تربورانو په دهوکه باندې واخيستل. خالي لاسونه پاتې شوم، هر څه مې له لاسه لاړ.
بيا مې دوه کوره په کرايه راونېول، په يو کور کې مې يوه ښځه اوسيږي او په بل کې مې بله ښځه اوسيږي. سهار د کوره راووځم او تر ماښامه پورې خيرات غونډوم. ماښام کې يې بيا نيمايي کړم، نيمې يوې ښځې له ورکړم او نيمې بلې ښځې له ورکړم، همداسې د ژوند شپې ورځې سبا کوم.
بچيه! زما يوه خبره ياد وساته، کبر ونکړې، کبرجن خداى شرمولى دى، کبرجن خداى غرک کړى دى، لکه زه چې يې غرک کړم. بچيه! کله هم کبر ونکړې، زما حال ته اوګوره، زما دا حال د کبر له لاسه دى."
هغه بابا ماته نصيحتونه کول، د خپل تېر وخت په يادېدو باندې يې له سترګو نه اوښکې روانې وې. او همدغه يوه خبره يې بيا بيا تکراروله چې "بچيه! کبر ونکړې"
"کبر ونکړې"
د حمل ٢١مه، ١٣٨٩