لنډه کيسه
منى بدنام هوئى
رحمت ديوان
دې ښار ته د رڼاګانو ښار وايى.
د رڼا ګانو د ښار په يوه سيمه کښې زۀ هم په يوه کوڅه کښې ژوند کوم.
زمونږ په دې کوڅه کښې پښتانۀ او پنجابيان ګډ اوسېږى، زمونږ د کوڅې مشر چې خان جي نومېږى، د پاخۀ عمر سړے دے، په ږيره کښې يې سپين لګېدلي، سپينې جامې اغوندى او سپين پټکے په سره وى، د کوڅې په ميانځ کښې يې کور دے، ډېر نېک او ايماندار سړى دے، د خلقو ډېر خوښ، ډېر مونځ ګزاره او په شرعى لحاظ پوره دے.
زمونږ کور ته چې کوم مخامخ کور دے، په دې کښې پنجابيان اوسېږى، يو سړے، يوه ښځه او د دوى پينځه بچى چې مشرۍ دواړه پکښې جينکۍ دى، مشره نورين او کشره سلمٰى.
څنګه چې نورين جنګيالۍ ده او په کوڅه کښې ترې د هر چا زړۀ بد دے، توره سکڼۍ او بد خويه جينۍ ده نو د هغې برعکس سلمٰى ډېره ښايسته ده، غټې غټې تورې سترګې، سرې سرې شونډې، په قد پوره، سره سره اننګى، اوږدې تورې زلفې چې د لوپټې نه يې ښکته ځنګېږى او هاغه څه چې د حسن دپاره پکارېږى او سلمٰى د ځان خيال هم ډېر ساتى، ډېره شوخه ده.
سلمٰى يوه ښه زړې او ازاد خياله جينۍ ده چې زما ياد دى نو تراوسه يې چاته ضرر نه دے رسولے، اوسه پورې ما هغه چاسره په جنګ نه ده ليدلې او نه مې ورله د چا د خلې نه غېبت اوريدلے دے، په هر چا يې زړۀ خوږېږى او تر خپله وسه يې مرسته هم کوى.
په سلمٰى باندې ډېرو هلکانو زړونه بائيللى دى، هر څوک ورپسې خپل زړۀ په تلى کښې ګرځوى، زۀ هم ورته اوبۀ اوبۀ کېږم، خو سلمٰى په ډېر احتياط ګرځى، چا له هم خپل زړۀ نه ورکوى.
زۀ خو سلمٰى اکثر وينم، ځکه چې مونږ کره هر وخت ناسته وى، زما ورسره ګپ شپ هم ازاد دے، زۀ ورته کله کله وايم:
"سلمٰى! تم پر تو بهت لړکے مرتے هين، ليکن تهمارے دل مين کون هے؟".
د مخ رنګ يې بدل شى، په قار کښې راته وايى:
"بکواس نه کر، ورنه مين تجهے چپل سے مارونگى".
بيا يې چې قار سوړ شى، راته لګيا شى:
"مين جسے چاهونگى، وه لاکهون مين ايک هوگا" او داسې د خپل زړۀ د اوسېدونکى صفتونه راته شروع کړى. سلمٰى چې يو ځل لګيا شى نو د چا پلار به يې غلې کړى،نه ستړې کېږى او نه ورسره خبرې ختمېږى چې ډېر ترې نه پوزې له راشم نو په قار کښې ورته وايم:
"سلمٰى! اب بس بهى کرون، باتين کررهى هون، که بهيچ رهى هون"
يو دم غلى شى، بيا هماغسې په قار کښې راته ځواب راکړى:
"بشير!خود کو اتنا بړا نا سمجهـ، مجهـ پر لاکهون لړکے مرتے هين، ليکن مين اپنى باتين تيرے سے شيئر کرتين هون"
زۀ ورته زر ووايم:
"تو مين کيا کرو، ميرے کان کيون کهارهى هون"
په قار کښې پاڅېږى، زمکې له يوه لته ورکړى او زۀ داسې محسوس کړم چې دا لته يې زما زړۀ له ورکړى وى، بيا يې د مخ رنګ بدل شى، په غمژنه لهجه کښې راته ووايى:
"بشير! کاش تم مجهے سمجهـ سکتے"
او په منډه خپل کور ته روانه شى، که بيا ورته ډېرې نعرې وکړم خو شاته نه ګورى، زۀ د خپل ځان سره وګوڼېږم "سلمٰى! واقعى چې زۀ په تا نه پوهېږم".
ګلى به ماته اکثر وئيل چې دا جينۍ په تا مئينه ده، ما به ورته وئيل چې دا هم زۀ درته لګيا يم ګنې که ما درته څه نه وئيلے تاته څه پته وه، خو ګلى به راته زر ووئيل:
"زۀ درباندې پوهېږم"
ما که به ورته هر څه وئيل خو ګلے به زما نه نۀ قلارېده او هر وخت به يې راسره د سلمٰى په حقله خبرې کولې.
د ژوند ورځې شپې داسې تېرېدې او يوه ورځ راته سلمٰى وئيل:
"بشير! کيا مين تجهے اچهى لگتى هون؟"
په دې وئيلو يې زۀ حېران کړم، دومره ښايسته جينۍ به د چا نه خوښېږى، ما ورته وئيل:
"سلمٰى! مجهـ سے کيون مزاق کررهى هون، تمهے کون ناپسند کريگا، تو، تو سب کو اچهى لگتى هے، تجهے سب چاهتے هين، مين بهى تجهے بهت پسند کرتا هون".
او بيا يې ماته وئيل چې ته زما خوښ يې، زما په زړۀ کښې چې څوک دے، هغه هم ته يې، ما هغه پوهه کړه چې ته هم زما خوښه يې خو زما او ستا تر ميانځه ډېر لوې دېوال دے، زۀ پښتون يم او تۀ پنجابۍ ، زما او ستا مور او پلار به دا هېڅکله هم ونه منى، ځکه چې دا کم علمه خلق دى،دوى په ذات او طبقو پسې ګرځى، دوى د خپلو نه علاوه د نورو خلقو سره خپلوى نه کوى، په دې خبرو هغه خفه شوه، بيا به مونږ کره نه راتله.
يوه ورځ ما مور ته ووئيل چې ماله سلمٰى وغواړه، په دې خبره مې مور ډېره زياته په قار شوه او ډېرې بدې ردې يې راته ووئيلې.
اوس به کله کله ما سلمٰى ليده خو چې زۀ به يې وليدم نو ډېر په قار به يې رانه مخ واړولو، هغه به اوس اکثر د خانى جى کره تلله، د خان جى يوه لور وه او د سلمٰى سره يې ډېره جوړه وه. د خان جى په حقله مې د ګلى نه اورېدلى وو چې صيي سړے نۀ دے خو خان جى د کړۀ وړۀ نه بد سړے نه ښکارېده.
او نن چې زۀ د کار نه راروان وم، په کوڅه کښې مې ډېره ګڼه ګوڼه وليده، د سلمٰى دوى د کور خوا نه تر د خان جى دوى د کوره پورې کوڅه ډکه وه، يو موټر پوليس هم په کوڅه کښې ولاړ وو، ماته ياد شى تراوسه پورې زمونږ کوڅې ته پوليس نۀ وو راغلى، دا اول ځل وو چې ما دلته پوليس وليدل، ناڅاپه زما نظر په خان جى پرېوت، خان جى د پوليسو په ميانځ کښې ولاړ وۀ، ګلے مې هم وليد چې يوې غاړې ته ولاړ وۀ، ما د هغه نه پوښتنه وکړه چې څه چل شوے دے، هغه زۀ د دې ګڼې نه يوې غاړې ته کړم او بيا يې راته وئيل:
"منى بدنام هوئى، ډارلنگ تيرے ليئے"
او زۀ يې د سترګو په اشارو پوهه شوم، ما د هغه سترګو پسې سترګې وزغلولې او چې زما نظر لاړ نو د خان جى په بدرنګه څهره ودرېده چې سر يې له شرمه ښکته نيولے وه او ماته د خان جى پۀ حقله د ګلى خبره راياده شوه.