ليکوال: عزيز خان
ژباړن: رحمت دیوان
زمونږ د کوڅې مخې ته يو دوکان و. په دې کې زمونږ يو ملګرى محمد زمان کېناستو. کله چې دا دوکان ورکوټى غوندې و نو زمان هم ورکوټى و، هغه چې به د مکتب نه راغى نو پر دوکان کې به کېناستو. د دې پلار به د دوکان سره د دې مينه چې وليده نو ډېر به خوشحالېدو. هغه به دوکان ده ته پرېښود او کور ته به لاړ. چې غټ شو هم دا يې کار و. هغه به خپل ډېر وخت دوکان ته ورکوو. دا د پرچون دوکان و چې په ارام ارام ډېر زياد مشهور شو. د زمان اخلاق ډېر ښه و. هغه به د اتوار پر ورځ هم دوکان بېرته کوو، ځکه يې اخستونکي هم ورځ په ورځ زياتېدل. محمد زمان به پنځه وخته مونځ په جومات کې د جمعې سره کوو. د ټولو يې دا عادت ډېر خوښ و، کله چې به د دې همزولو خپل بېکاره وخت هسې چټي تېراو نو زمان به خپل بېکاره وخت په عبادت کې تېراوه.
دا د تېر اختر پېښه ده. د زمان د واده نېټه اېښودلې شوې وه او د اختر نه بعد يې نکاح وه. د دې په کور کې تياري شروع وه. د اختر په درېمه ورځ مونږ څو ملګرو ټهټهـ ته د سېل پروګرام جوړ کړو. زمونږ د دې پروګرام د کوڅې نورو هلکانو ته پته ولګېده، مونږ د دې پروګرام د پټ ساتلو پوره کوښښ کړى و. خو چې راز پاتې نشو نو مونږ د کوڅې د نورو هلکانو د تګ په اړه چورت اوواهه او کله چې دا پروګرام برابر شو نو دوويشت هلکان برابر شوي وو. مونږ بس ونيو، چې کله ټولې تيارۍ پوره شوې نو مونږ ته په لاره کې د زمان مشر ورور مخې له راغى. هغه وپوښتل چې مونږ د دومره تيارۍ سره چرته روان يو. نو زما ملګري سعد ورته اويل چې مونږ ټول ټهټهـ ته روان يو سېل له. هغه اويل چې زما وړوکى ورور زمان هم درسره بوځئ. هغه چرته ځي راځي نه. هر وخت پر دوکان کې ناست وي. په دې بانه باندې به هغه سېل هم وکړي. مونږ يو هلک دوکان ته ولېږو او هغه ته مو اويل چې ورته اووايه چې زر راشه، مونږ روانېږو. هغه هلک لږ ساعت بعد واپس راغى. هغه اويل چې زمان سېل دپاره تګ نه انکار وکړو، ځکه چې د هغې مور هغې پسې ځواب رالېږلى و چې د وادۀ د کالو ګنډلو دپاره يې ځان سره خياط ته بوځي. د زمان ورور اويل: "تاسو ودرېږئ زه يې رالېږم. هغه به ستاسو سره سېل ته ضرور ځي. د وادۀ د کالو دپاره به د مور سره زه د هغې د ناپ دپاره لاړشم. د وادۀ نه بعد به هغه په ډېرو لانجو کې ډوب شي، بيا به د ملګرو سره د سېل وخت ورسره نه وي."
د زمان ورور يو هلک د ځان سره دوکان ته بوتلو. زمان ته يې اويل چې ته د سېل دپاره د دوې سره لاړ شه. زه به دوکان کې کېنم او د مور سره به خياط ته هم لاړ شم. زمان ځواب ورکړ: "ورور جانه! زما زړه نه غواړي" ورور ورته ځواب ورکړ: "زړه چې دې کله ستړى وي نو سېل ورته ضروري وي". لنډه دا چې د زمان ورور هغه زمونږ سره تګ ته تيار کړو. زمان د بس په اخري چوکۍ باندې کېناست. ټولو د دې په راتګ باندې يوه تېزه چغه اوواله او تنګول راتنګول يې شروع کړل.
زمان هم د ساده توب څادر لرې کړو او داسې مست شو چې مونږ ټول ورته ګوته په خوله پاتي شو. په دې پسې د کړو يوې يوې خبرې ځواب يې راکړ. د دې په ځوابونو باندې زمونږ پر بس کې د خنداګانو طوفان راغلى و. لاره کې دا ټوقې ټقالې روانې وې. ټهټهـ رارسېدو کې پنځلس دقيقې پاتې وې چې زمان پاڅېدو او د بس مخکيني ورۀ ته لاړ. هلته يو هلک ولاړ و. زمان هغه شاته راکښ کړو او ورته يې اويل: "بس دى ډېر خوند دې واغستو، اوس به لږ خوند زه هم واخلم". هغه هلک هم ضدي و. ځاى پرېښودو ته تيار نه وو. زما ملګري سعد هغه هلک ته اويل: "ياره لرې شه، ته خو به داسې خوندونه ډېر واخلې خو زمونږ د زمان دا اولنى او اخرنى ځل دى". ټول واړه په خندا شو. هغه هلک د خپل ځاى نه اخوا شو. زمان هلته ودرېد. په دې وخت کې يو بل بس زمونږ د بس نه مخکې کېدو. ډراېور واپس د هغې نه مخکې کېدو خو توله ترېنه خطا شوه، بس خام سړک ته کوز شو او همغلته چپه شو. د هلکانو د خندا غږونه په چغو کې بدل شو. دا هر څۀ داسې اچانک وشو چې چاته يې پته هم ونلګېده چې څۀ وشو. هر خواته چغې شروع شوې. هلکان چې پر ځان پوهه شو چې روغ يو نو د بس نه د وتلو کوښښونه يې شروع کړل. د اخوا دېخوا اوسيدونکې راجمعه شول. هغو هم زمونږ مرسته وکړه. درې هلکان ډېر ټپيان شوي و. نور لږ لږ خوګ و خو په دې شور او غوبل کې چاته د زمان خيال رانغى. ټولو خپل خپل ځانونه کتل. د هغې ځاى اوسېدونکو د بس سيده کولو کوښښ وکړ. څنګه چې د الله اکبر د نعرې سره بس سيده شو نو يو ځل بيا ټولو چغې کړې. د بس ښکته محمد زمان مړ پروت و. هغې ته پر کتلو باندې مونږ ته پته ولګېده چې هغه اوس زمونږ نه ډېر لرې تللاى دى. مونږ ټولو نه خپل زخمونه هېر شول او د ده پر غم کې مو ژړلې. د هغه ځاى اوسېدونکو زمونږ ډېره مرسته وکړه او روغتون ته يې ورسولو. د هغې ځاى نه مونږ د زمان دوکان ته زنګ اوواهه او د دې پيښې خبر مو ورکړ. د زمان ورور وپوښتل چې ټول ښه خو ياست. مونږ کې دومره حوصله نه وه چې د زمان په اړه مو ورته ويلى وى. بس دومره مو ورته اويل چې زر روغتون ته ځان راورسوه. هغه راته اويل چې زمان ته اووايه چې ما خياط ته ويلي دي چې ماښام راشه او د زمان ناپ يوسه. هغه دې بېغمه شي د هغې کالي به په وخت باندې تيار شي.
دا خبرې اورېدلو سره ما په مشکله خپلې چغې رايسارې کړې او موبايل مې بند کړ. درې نيم ساعته بعد هغه روغتون ته راغى. ټولو ته يې تسلي ورکوله چې خير شو. اوس همت وکړئ، واړه ماړه زخمونه دي ښه به شي، بيا يې د زمان پوښتنه وکړه. ما هغه د ډاکتر خواته بوتلو. ډاکتر هغه د مړو ځاى ته بوتلو، چرته چې زمان د مرګ په خوب اودۀ و. د زمان ورور په حيرانۍ سره کله مونږ ته او کله زمان ته کتل او کله چې ورباندې دا حقيقت ښکاره شو نو هغه په داسې حال شو چې د هغې حال وېلو ته زما حوصله نه کيږي. هغه ماته بلکل ليونى ښکاره شو. ده ورور په زوره باندې سېل ته لېږلى و. ده ته څۀ پته وه چې دا خپل ورور د مرګ پر لار باندې ليږي. د دې نه د بعد حالات هم ډېر زړه دردونکي و. په کوڅه کې چغې جوړې وې. زمونږ کور ته رسيدلو سره ټوله کوڅه د دې کور ته راجمعه شوه. ټولو مونږ ته غاړې راکولې او ژړل يې. د دې پيښې د ټولو نه دردونکى ځاى دا و چې د زمان مړى يې پر داليز کې ايښى و او د هغې مور د لېونو پشانتې هغه ښکلو. په همدې وخت کې هغه خياط راغى، چا چې د دې د وادۀ د کالو ناپ اخيستلو. هغه حيرانه ولاړ و چې د زمان ورور هغه ولېدو. هغه ورته د لېونو پشانتې ورغاړې وتو او په ژړا کې يې ورته اويل: "ياره ناوخته دې کړو، اوس خو د کفن ګنډلو وخت دى."
کله چې هم دا منظر زما سترګو ته راځي، زه حيرانه پاتې شم. د زمان ورور دا په زوره ليګل، د زمان اچانک هغه هلک د هغې ځاى نه اخوا کول او پخپله هلته ودرېدل، لکه چې هر څۀ د بره نه ليکل شوي وو او چې هغې اخري منظر ته چورت وهمه نو په سينه کې مې زړه بوټ راووځي.
د حمل ١٢مه، ١٣٨٩