د بـــــاران په ژبه


دباران په ژبه پینځمه برخه

کتل څوک چې دنړۍ په ښېګړو او بدګړو کې فرشتې او شیطانان ویني زړه یې د معرفت او روح یې له مینې او عاطفې څخه تشیږي . دحقیقت نړۍ دحقیقت نړۍ یوه عجیبه هینداره ده چې انسان پکې خپل نفس کوچنی او سپک ویني . ښکلا ښکلا هغه راز دي چې زمونږ روح ته مالوم دی او تر اغیزو لاندې یې وده کوي؛ خو زمونږ فکرونه ورته ګوته په غاښ دی او هڅه کوي

15.10.2006 okhka

دباران په ژبه څلورمه برخه

مينه او ژوند مينه هغه هوش او ځيركتيا ده چې مرګ او ژوند دواړه رانغاړي او ور څخه دوه خوبونه چې له ژوندون څخه حيرانوونكي او د مرګ څخه ژور وي مينځ ته راوړي .مينه هغه فطري كمزورتيا ده چې له لومړني انسان څخه مو په ميراث ګټلې ده .ژوند ، دښكلې او جادوګرې ښځې په څېر دی چې زمونږ زړونه دځان پلو ته كاږي، ارواګانو ته مو دوكه وركوي او وجدان مو د وعدو په پړوني كې نغاړي .مينه چې له يوې ښځې سره د يوه نارينه زړه نښلوي له ارادې څخه پورته كار دی .

15.10.2006 okhka

دباران په ژبه درېیمه برخه

حق او ښكلا په ژوندون كې مې يواځې دوه مسلې ارزښتناكې وموندلې :ښكلا او حق ، ښكلا چې د عاشقانو په زړونو كې ده او حق چې د كارګرانو په مټو كې دي . يادوونه خلك په ډار او وېرې سره دطاعون او په نارو سورو ، ډنګ او ډونګ سره دسكندر ، قيصر او ناپليون څخه يادوونه كوي. هڅوونه ډېر ځله ديو چا هڅوونې او تشويقوو

15.10.2006 okhka

دباران په ژبه دویمه برخه

مینه يو له بل سره مينه وكړئ خو مينه تر يو شي پورې مه ځانګړې كوئ بلكههغه دخپلو ارواګانو دساحلونو تر مينځ يو څپانده سمندر وبولئ. شعر او نظم شعر دبرېښنا ځلا او نظم د خبرو ترتيب دي. نو د حيرانۍ ځاي نه دي چې خلك په هغو کې له اېښودل شوي ترتيب سره مينه لري ،نه د برېښنا له ځلا سره چې په اسمانونو كې وي. تېروتنه هېڅكله له ت

15.10.2006 okhka

دباران په زبه لومړۍ برخه

یادښت :دا لیکنه  ټکی په ټکی د باران په ژبه کتاب څخه را اخیستل شوې چې د جبران خلیل جبران غوره ویناوې پکې راغونډې شوې دي . یادشوی کتاب چې دډاکټر عبدالحمید بهیج قلم پرې ستومانه شوی د دانش خپرند

15.10.2006 okhka

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more