مینه
يو له بل سره مينه وكړئ خو مينه تر يو شي پورې مه ځانګړې كوئ بلكه
هغه دخپلو ارواګانو دساحلونو تر مينځ يو څپانده سمندر وبولئ.
شعر او نظم
شعر دبرېښنا ځلا او نظم د خبرو ترتيب دي. نو د حيرانۍ ځاي نه دي چې خلك په هغو کې له اېښودل شوي ترتيب سره مينه لري ،نه د برېښنا له ځلا سره چې په اسمانونو كې وي.
تېروتنه
هېڅكله له تېروتنو څخه پاك نه يم غږېدلی ځكه فكر او آند مې د مجرداتو له نړۍ او وينا مې د اقتباس له دنيا ګۍ څخه سرچينه اخلي.
يادوونه
يادوونه د هيلو دكاروان د مخې خنډ دي.
عيب
دخلكو عيبونو ته پاملرنه زمونږ تر ټولو لوي عيب دي.
مينه
له مینې په تش زړه پسې لالهانده منډې ترړې د دوړو دزرو او بڅرکو درانیولو مانا لرې .
ښځه
په ښځو زړه سوی دهغوي سپكاوی او دټولنې نا خوالې پرې تپل ور سره ظلم دي خو له مېرمنو سره نياو په هغو شيانو خوښي ده چې خداي پرې لورولي دي.
مينه
مينه لا پايه اړتيا ده.
ريښتينولي
يواځې ريښتيني كسان ، ريښتيني كسان تائيدوي.
مېرمن
ديوې ميرمنې دپېژندلو له پاره د خندا په مهال دهغې شونډو ته پام بس دي.
نارينه
كه ديوه نارينه د ګوګل راز پېژندل غواړئ نو دغصې په مهال يې دسترګو سپينوالي ته پام وكړئ.
دملتونو هنر
راز ساتنه د مصريانو هنر دي.
هوډ دكلدانيانو هنر دي.
نظم او همغږي د يونانيانو هنر دي.
درناوی كول د چينايانو هنر دي.
ستونزې زغمل د يهودانو هنر دي.
ځان ښودنه او مبالغه د عربانو هنر دي.
سينګار او شيك پوشي دايرانيانو هنر دي.
دقت او ظرافت د فرانسويانو هنر دي.
ښكلا د ايټالو يانو هنر دي.
لوړپروازي د جرمنيانو هنر دي.
تر ټولو غوره كسان
ترټولو غوره كسان له وګړو څخه تر ټولو ليرې كسان دي.
پوهنه او دين
پوهنه او دين تل سره پخلا وي خو پوهنه او مذهب هيڅكله.
شتون
كه شتون له ناشتون څخه ښه نه واي هېڅكله به مينځ ته نه واي راغلی.
آند
كله چي احساس مړاوی شي په آند او فكر اوړي.
انسان پيژندنه
كه يو څوك په ريښتيني ډول پيژندل غواړئ دهغه شتو ته مه ګورئ بلكه هغه څه ته پام وكړئ چي هغه يې تږی او لېواله دي.
وړويني
څوك چې نژدې او كوچني رنځونه تل ويني دلويو او ليرې رنځونو په ليدنه كې له ستونزې سره مخامخ كېږي.
ستاينه
ستاينه مي د ستايونكي په مخ كې خجالتوي خو ستايونكی مې دټولې نړۍپه وړاندې كبرجنوي.
ژوندون
ټول دژوندون په ډګركې په جګړه لګيايو ، څوك مو په امرونو او څوك مو دهغو په پلي كولو بوخت دي.
روح
روح هغه اور دي چې جسم يې ايرې دي.
پټ آرام
ټولې پېښې په خپل مناسب وخت كې مينځ ته را ځي چې په دې څرګند حقيقت كې يو ډول پټ آرامښت پروت دي.
قلم
قلم پاچاهي عصا يا لكړه ده خو ليكوال پاچاهان څومره كم دي.
حيله
حيله په پيل كي بريالۍ خو په پاي كې ناكامه وي.
تظاهر
آيا هغه سړی چې په ښكلو ښكلو كلموكې خپلې موخې او هوډونه پټوي دهغې مېرمنې په څېر نه دي چې خپله ناوړه بڼه په سينګار سره پټوي؟
ونه
هغوي ونې چي دژوندون نښې دي غوڅوي تر څو كاغذ ور څخه جوړ او خپل حماقت پكې انځور كړي.
پوهنه
دخپلې ناپوهۍ په لاملونو پوهېدنه پوهنه ده.
پتنګ
كه مصري اهرامونه او دنيويارك آسمان څكي ودانۍ نه واي پتنګان به په بڼونو كې الوتل او د پرخې څاڅكي به په وښو كې ځلېدل.
بڼ او نغمه
څه ډول به د بڼ نغمې ته غوږ كېږدو ،مونږ چې لا تر اوسه دتمدن زوږ نه شو سهلاي او هضمولاي.
تر ټولو غوره
تر ټولو غوره كس هغه دي چي دستاينې په مهال خجالت او دبدوينې په وخت خاموش پاتې شي.
درد
له مينې ،درك،او مسؤليت سره درد يو ځاي وي،خو دا درد ډېر خوږ وي.
مرګ او ژوند
خوښي نيم ژوند او خواشيني نيم مرګ دي.
عشق
هغه كيميا ګر چېرته دي چې دخپل ځان له عنصرونو څخه يو مقدار لورينه،درناوی،شوق، صبر ،سوز ،حيرت او بخښنه راواخلي بيا يي سره یوځاي كړي تر څو داسي ګوهر ورڅخه جوړشي چې د عشق نوم ورباندې كېښودل شي.
هڅوونې ته اړتيا
څوك چې ديوه ښكلي او غوره كار دتر سره كولو له پاره هڅوونې او تشويق ته اړتيا لري هيڅكله به غوره او ښكلی كار ونه كړي.
ناوړه پوهاوي
ډير ځله يو ناوړه پوهاوی د دوه روحونو تر مينځ تر ټولو نژدې لاره وي.
يواځېتوب
ځواكمن كسان په يواځېتوب كې وده كوي خو ناتوانه كسان پكې مړه كېږي.
له خلكو سره مينه
ويل كېږي چاچې ځان وپېژاند ټول خلك يې وپېژندل خوزه وايم: چاچې له خلكو سره مينه وكړه ځان يې وپېژاند.
پوستكی او مغز
هېڅكله مې ترخه شراب نه دي څښلي مګر په بېخ كې يې شات را وتلي دي. هېڅكله په يو ستوغه غونډۍ نه يم ختلي مګر داچي شنې دښتې ته رسېدلی يم. هېڅكله مې يو دوست دسپوږمۍ په رڼا كې نه دي ورك كړي مګر داچې دسپېدو په رڼا كې مې موندلی دي.دګوګل ډير دردونه اوآهونه مې دصبر او زغم په پړوني كې ونغښتل تر څو اجر اوثواب وګټم ، خو كله مې چې دا پړونی ور څخه ليرې كړ درد په خوښۍ او آه په خندا بدل شوی وو. ژوندون له ظاهري چارو سره تړاو نه لري بلكه له پټو هغو سره اوبدل شوی دي.انسانان دمخونو له مخې نه بلكه د زړونو له مخې پېژندل كيږي .دين هم هغه څه نه دي چې په نمزدكونو او جوماتونو كې وي هلته يې يواځې دودونه اوقوانين په ځای كېږي ،بلكه دين په روحونو كې پټ او د نيت په ګوهر پسولل شوی دي.
شهرت
شهرت هغه دروند پېټی دي چې خلك يې ديوه وتلي شخص په اوږو باروي تر څو د هغه عزم او هوډ پرې وآزمويي ،نو كه دا پېټی يې وزغملو او ويې لېږدولو له اتلانو څخه اوكه پاتې راغي له منافقانو او دجالانو څخه ګڼل كېږي .
خوش بيني او بدبيني
خوشبين ګل ويني نه اغزی ، خو بد بين اغزی ويني نه ګل .
سقراط او سكندر
كله چې يو څوك سقراط نه شي درك كولاي په سكندر مين كيږي اوكله چې د ويرجيل آندونه ورته سخت شي بيا قيصر ته مخه كوي ، كله چې د لا پلاس په افكارو ونه پوهيږي ناپيليون ته ټوپ وهي .خو حيران يم چې لا تر اوسه مي داسې څوك نه دي ليدلي چې له يوې خوا له سكندر، قيصر او ناپليون سره مينه ولري او له بلې خوا ګوګل يې له ذلت او خوارۍڅخه ډك نه وي.
انسان او وسايل
انسانان وسايل جوړوي او واكمني پرې كوي خو ورورو وسايل پر دوي بر لاسي كېږي چې دا چاره په بادار باندي دغلام دباداريدو دپېښې په څېرده.
د....پيل
تمدن هغه مهال پيل شو چې انسان دلومړي ځل له پاره د ځمكې نس څيرې او هلته يې تخم خښ كړ. دين هغه مهال پيل شوچې انسان هغه تخمونو ته دلمر په پاملرنې وپوهېد. هنر هغه مهال پيل شو چې انسان دمنني اودرناوي له پاره لمر په نغمو كي وستايه . خو فلسفه هغه مهال پيل شوه چې انسان د ځمكې غله دانه دمړښت تر كچې وخوړله.
انساني ا رزښت
انساني ارزښت دهغو په لاسونو په پنځوول شوو شيانو كې دي (كه څه هم كم وي) نه دهغوي په لاسونو په راغونډيدونكو توكيو كې(كه څه هم ډېر وي) .
اړتيا
له اړتيا څخه لوړه ښتمني نه شته .
بېلتون
دمحبت تر ټولو ژور اغېز يواځې د بېلتون په شېبه كي پېژندل كېږي .
بنديز
په مذهبونو كې ډار ، بنديز او مخنيوی له يوه بغاوت څخه زيان اړوونكی دي
خوب
حيران يم چې له مرګ څخه په ډار خو خوب ته ليواله يو، ځكه چې په خوب كې ښكلي ښكلي خوبونه وجودلري.
رخه
ځينې وختونه په مړي پسې خواشيني او خفګان درخې او كينې يو ډول وي.
ستوري
دپخوانيو وختونو ستوري ولوېدل خو رڼا يې هماغسې په ځاي پاتې ده .همداراز دپخوانيو مهالونو ډير لويان له نړۍ څخه كډه شول خو اغېز يې ترنن پورې شته دي.
خپلواكي
هغوي د وينا او ليكنې دخپلواكۍ غوښتنه كوي خو نه دليكلو او نه د ويلو له پاره څه لري.
تړاو
واك او لورينه سره تړاو لري
پاي
هغه څوك چې دخپل ګاونډي په جنازه كې خپلې تر ټولو ښكلې جامې واغوندي دخپل زوي په واده كې به هم خپل تر ټولو زاړه كالي واغوندي.
ناشوني
بېړا ، سيمرغ او وفادار دوست له ناشونو شيانو څخه نه دي،دا ټول مې د خپلو ګاونډيانو په مينځ كې موندلي دي.
وداني
وداني په دوه شيانو كي ده: له ځمكې څخه ګټه اخيستنه او د هغې ددرآمد ويشنه.
نياوګر او لوروونكی
دخلكو زړونو ته تر ټولو نژدې كس نياوګر (عادل) دي، خو د خداي زړه ته بيا تر ټولو نژدي هغه لوروونكې(مهربان)دي.
بې پروايي
بې پروايي، يا له لېونتوب يا له نابغه توب سره يو ځاي وي.
شعر او وينا
شعر د ګوګل اور دي او وينا دواورې ټوټې. نو څه ډول به اور او واوره سره يو ځاي شي؟
پند
هغه موړ څه ډول دكاڼي زړه لري چي وږي ته ده لوږې د درد د زغملو پند وايي؟
يوشان والی
سندر بول نه شي كولاي په چا د خوښۍ كوډي وكړي،مګر داچې په ده د خوښۍ كوډې شوې وي.
وړتيا
كله چې خپل ګاونډي ته د خپل دردمن زړه راز سپړﺉ په حقيقت كې دزړه يو ټوټه وركوﺉ . نو كه هغه په خټه پوخ وي منندوي به مووي او كه نه په تا به ديوه كوچني ګمان وكړي.
پرمختيا
پرمختيا د تير مهال كيسو ته نه وايي بلكه په راتلونكي پسې ځغاسته او خوځښت دي.
ريښتيا
هغه ريښتيا چې ګلكې او دليل ته اړتيا ولري نيم ريښتيا ګڼل کېږي.
ما لېري كړئ
ما له هغه حكمت څخه چې ژړا نه كوي ، له هغې فلسفې څخه چې خندا نه كوي او له هغه ځواك څخه چې دماشومانو په وړاندې سر نه ټيټوي، ليرې كړئ.
دخلكو په مينځ كې
دخلكو په مينځ كې داسې قاتلان شته چې هېڅكله يې يو څاڅكی وينه هم نه ده تويې كړې ، داسې لوټماران او غله شته چې هېڅكله يې غلا نه ده كړې او داسې دروغجن شته چې تل يې ريښتيا ويلي دي .
محاسبه
كه خپل پروني يادښت ته د وګورې و به پوهېږې چې اوس هم د خلكو پوروړی يې.
سر چينه
نرمښت او لورينه دځواك او ارادې له نښو څخه شمېرل كيږي نه د كمزورۍ او ټمبلۍ څخه .
متمدن او نا متمدن
كله چې يو نامتمدن وږی شي ، له ونې څخه مېوه پټوي او بيا يې خوري خو كله چي متمدن وږی شي مېوه له هغه چا څخه رانيسي چې له ونې څخه يې غلا كړي وي .
هنر
هنر دڅرګندو پېژندل شوو چارو څخه دپټو نا پېژندل شوو هغو په لوري يو ګام دي .
دهغه امت په حال افسوس دي چې.....
دهغه امت په حال افسوس دي چې له دين څخه مذهب ، له بېديا څخه كوڅې او له حكمت څخه منطق ته رجوع وكړي .
دهغه امت په حال افسوس دي چې هغه جامې چې د دوي په لاسونو نه وي اوبدل شوې اغوندي او هغه خواړه خوري چې دوي نه وي كرلې .
د هغه مغلوب امت په حال افسوس دي چې دخپل قاتل ورښمينې جامې كمال او دهغه ٍُتندي ښكلا ګڼي .
دهغه امت په حال افسوس دي چې په خوب كې له ظلم څخه بېزار او په ويښه ورته تسليم وي .
دهغه امت په حال افسوس دي چې دجنازو تر شا خپل غږ پورته كوي او د هديرې په مينځ كې وياړي او يواځې هغه مهال سرغړاوی كوي چي غاړې يې دتورې لاندې او ددار په سر باندې راشي.
دهغه امت په حال افسوس دي چې سياست يې چل ، فلسفه يې كوډې او صنعت يې مونتاژګري وي .
دهغه امت په حال افسوس دي چې خپلو اتلانو ته په سازونو او سندرو هركلی وايي او په نارو سورو يې بدرګه كوي تر څوپه همدې ډول دبل اتل هركلي ته ولاړ شي .
دهغه امت په حال افسوس دي چې عقلمن يې ګونګی ، ځواكمن يې ړوند او مشكلكشا يې زياتې خبرې كوونكی او اپلتې ويونكی وي.
دهغه امت په حال افسوس دي چې هره كورنۍ يې امت وي.
كره او دقيق
ما دقيق او كره بولي ، ځكه چې دوي ته د غلبيل له سوريو څخه ګورم .
پوهنه
پوهنه په تاسې كې تخم كري نه داچې هغه په تاسې كې شني .
عادت او مخالفت
په بېړه خوراك كوي خو په ورو ورو تګ ، نو ولې په پښو خوراك نه كوي او په لاسونو تګ .
حماسه
حماسه هغه اورشيندی دي چې په څوكه يې د شك بوټي نه شنه كېږي .
هوډ
وياله په چټكۍ سره د سيند په لور بهېږي ، كه مخې ته يې ژرنده روغه وي او كه ناروغه .
وحې
وحې هغه ده چې دخپل وجود د كل په جز سره دكل يو جز وګوري .
ښكلي
ښكلي مو زنداني كوي خو ډير ښكلي را څخه غلامان جوړوي .
دمومن شك
كله چې يو مومن د زمري په عدالت د ګيدړ چل پياوړی وويني دژوندون په عدالت شكمن كېږي .
غلامان
غلامان د پاچاهانو د پېغور داغونه دي .
خپلواكي
ماته وايي چې كله يو غلام ويده ووینې هغه مه راويښوه ځكه كېداي شي د خپلواكۍ خوب به ويني .خو زه وايم : هغه را ويښوم او دخپلواكۍ خبرې ورته كووم .
كركه
له هغه ټولنې څخه كركه لرم چې ُتندي اتلولي او نرمي ډار بولي . له هغه چا څخه بېزار يم چې زياتې خبرې پوهنه ، خاموشي ناپوهي او ظاهر جوړوونه هنر ګڼي .
د بخښنې خوند
ځينې مې د امانت ادا كولو ته هڅوي تر څو د بخښنې له خوند څخه برخمن شي .
هنر
هنر ، دنويو څېرو د پنځوونې له پاره د شخص د داخل او د طبيعت دمنظرو تر مينځ يووالی دي .
ځان ستاينه
ځان ستاينه هغه هنداره ده چې كه يو څوك ورته ډېر وګوري خپل پټ ذات به وويني او دځان وژنې په لوري به ګام واخلي .
ناوړه
هغه څه چې ناوړه ګڼو ، له پټو چارو سره د څرګندو چارو خيانت دي .
ذلت
د زړه سوي وړ هغه كس دي چې له يوې خوا د يو چا په ستاينه پيل كوي او له بلې خوا ورڅخه د لورينې هيله لري .
كينه
دكينه ګرو خاموشي ، بغاوت او پاڅون دي .
نېك عمله
نېك عمله هغه كس دي چې ځان دخلكو له عيبونو څخه پاك نه ګڼي .
وحدت الوجود
كله چې يو څوك په وحدت الوجود وپوهيږي ، ويني چې دخلكو په مينځ كي پيغمبر او په ونو كې ميوه سره توپير نه لري .
غلامي
انسانان دژوندون غلامان دي ، هغه غلامان چې ورځ په خوارۍ او ذلت او شپه په اوښكو او دزړه په وينو سره تېروي . دلومړني انسان دپنځېدو اوه زره كاله كېږي خو لا تر اوسه مو د سر ځوړو غلامانو او اتكړۍ په لاس زندانيانو پرته څوك نه دي ليدلي .
دځمكې ختيز او لويديز ته ولاړم او د ژوندون په روښانه سيوري كي مې طواف وكړ ، خلك مې وليدل چې له غارونو څخه قصرونو ته راغلي وو خو هماغسې تر پيټو لاندي سر ځوړي او دبتانو په وړاندې اتكړۍ په لاس ګونډې وهلي وو .
له بابله تر پاريسه او له نينوا تر نيوياركه پورې مې انسان وڅاره خو په دې لا پايه بېديا كې مې دده د ګامونو تر څنګه د ځنځيرونو خاپونه وليدل .ماڼيو او معبدونو ته ننوتم د تاجونو او تختونو او تربيونونو په وړاندي ودرېدم ، كارګر دسوداګر ، سوداګر د سرتېري ، سرتېری د حاكم ، حاكم د پاچا ، پاچا د كاهن او كاهن دبت غلام وو هغه بت چې له خاورو څخه شيطان جوړكړی او دمړو دكوپړيو پر سريې درولی دي .
بشري نسلونه مي د ګنګا له ساحلونو څخه د فرات تر ساحلونو ، دنيل تر وروستي تم ځايه ، دسينا تر غره ، د آتن تر ډګرونو ، د روم تر كليساګانو، دقسطنطنينې تر واټونو ، او دلندن تر اسمان څكو ودانيو پوري وڅارل ، ومې ليدل چې په هر ځاي كې غلامي دعظمت او جلال له ستوري سره يو ځاي حركت كوي ، خلك دهغې په قربانځايونو كي پېغلوټې او جنكيانې قرباني كوي او بيا د الهې نو م وركوي ، بيايې په درناوي دعطرونو اوشرابو پيالې كړنګوي او د پاچا په نامه يې يادوي ، ورپسي دهغي له پاره جګړه كوي او دا كار وطن پالنه بولي ،دهغې ارادې او خوښۍ ته غاړه ايږدي او په ځمكه يې د خداي سيوری ګڼي ، دې وګړو د ورورولۍ او مساوات تر نامه لاندې خپل كورونه سوځول اونړول او بلاخره دهغې په لار كې يې دپيسو او سوداګرۍ په نوم هڅې اوكوښښونه كوول .
خپلواكي
كله چي دنسلونو له څارلو ستومانه شووم او دملتونو كاروان ته له كتلو آزرده او خواشيني شووم ، په يو ګوښه كې يواځې كېناستم هلته چې دپخوانيو خيالونه پټ دي او دراتلونكو ارواګاني ويدې دي .
هلته مې يوه ډنګره څېره وليدله چي يواځې روانه وه او لمر ته ځير وه ، ورڅخه مې وپوښتل چې :څوك يې او نوم دڅه دي ؟ ويې ويل : نوم مې خپلواكي دي . ومې ويل : بچيان د چيرته دي ؟ ويې ويل : يو په دار خيژول شوی ، بل ليونی شوی ، او بل هېچكله نړۍ ته نه دي راغلی .
تاريخ
تاريخ يواځې دهغه كسانو په ذهن كې تكراريږي چې په تاريخ نه پوهيږي .
يادوونه
هغه څوك چي خپل غوره كار درې ځلې ياد كړي دخداي په وړاندې خپل اجر له لاسه وركوي .
وياړ
عجبا !ستا له سمندر څخه يې اخلي او په خپلو ويالو وياړي .
خپلواك
خپلواك هغه ځوك دي چې دغلامانو پيټي ته په ورين تندي اوږه وركوي .
ښكلا
ښكلا په ښكلا مين زړه كې دليدونكي د سترګو په پرتله ډيره ښكلي ده .
ايمان
زه دمومنانو له ډلې څخه يم خو په هغه ټولنه كې ايمان څه ډول دي چې دالف ليلی كيسې لولي مګر د حلاج او ابن عربي په اړه په هيڅ نه پوهيږي او د بلعبك په كنډوالو وياړكوي ، خو دسر ياني افرامو يا دمشقي يوحنا په يوه ټكي هم نه پوهيږي .
ژباړه
خبرې مانا لري مګر داچې په خصلتونو سره وژباړل شي .
شرحه
شرحې ته اړتيا دمتن په كمزورتيا تر ټولو غوره دليل دي .
ايمان
ايمان له دليل او برهان څخه لوړ قلبي معرفت دي .
دپرخې څاڅكی
دسمندر په راز هغه مهال وپوهېدم چې دپرخې په څاڅكي كې مې ډېر چرت وواهه .
عقلانيت
چېرته دي هغه كس چې دخپل عادت او عاطفې پر خلاف خپل عقلانيت خوندي وساتي .
دوستي
كه غريب يې ، له هغه چا سره دوستي مه كوه چي خلك دشتمنۍ په كچه سنجوي .