حق او ښكلا
په ژوندون كې مې يواځې دوه مسلې ارزښتناكې وموندلې :ښكلا او حق ، ښكلا چې د عاشقانو په زړونو كې ده او حق چې د كارګرانو په مټو كې دي .
يادوونه
خلك په ډار او وېرې سره دطاعون او په نارو سورو ، ډنګ او ډونګ سره دسكندر ، قيصر او ناپليون څخه يادوونه كوي.
هڅوونه
ډېر ځله ديو چا هڅوونې او تشويقوونې له يو كار څخه منصرف كړی يم .
دزړه سوي وړ
هغه كس ډېر دزړه سوي وړدي چې په داسې حال كې د وريځې غوښتنه كوي چې په خپله په خټو او چكړو كې غرق وي .
تر ټولو كوچنی كس
په خلكوكي تر ټولو كوچنی كس هغه دي چې خپل خوبونه په طلايي او نقره يي ژبه ژباړي .
ژر باوري
بې عقله كړتو ته وويل شول چې خبرې د رغوونكې او خوښي بخښونكې دي خاموش شو او د طبابت ادعا يې وكړه .
عجيبه خلك
دهغه چا په اړه څه ووايم چې كله يې مخ ښكل كړم څپېړه را كوي او كله چې يې په څپېړه ووهم پښې مې ښكلوي .
شرم
دشرم اوحيا اغېز دښكلا جاذبې ته نژدې دی .
تر ټولو نژدې كس
خداي ته تر ټولو نژدې كس ، خلكو ته تر ټولو نژدې هغه دی .
واده
واده ژوند يا مرګ دی ، مينځني حد نه لري .
ماليرې كړئ
ما له هغه چا څخه ليرې كړئ چې وايي: زه لكه شمعه ځان ويلې كووم تر څو خلك مې له رڼا څخه ګټه من شي ، خو ما هغه چا ته نژدې كړئ چې احساس كوي تل دخلكو له رڼا څخه ګټه اخلي .
غلامي
غلامي له جسم څخه دمخه په فكر كې ځاي نيسي .
مخنيوی
هېځكله مې ديو كار د تر سره كولو په لار كې چا مخه نه ده نيولې مګر داچې پوهېدلی يم هغه ډېر ځله دا كار تجربه كړی او پكې پاتې راغلی دی .
له تور څخه ډار
ځينې ټوكو ته هم نه خاندي تر څو ټوكمار پرې دبې عقل ګمان ونه كړي .
دخدای نور
زه كوڼ يم او ته ګونګ ، نو را ځه چې دواړه دخدای په نور يو بل ته وګورو .
ګومان
ځينې ګومان كوي چې كله زه سترګې پټې كړم تر څو هغوي ونه وينم ، دهغوي سپكاوی كووم .
فكر
څه ډول به يو څوك ګردي آندونه ولري په داسې حال كې چې د څلور كونجه سر څښتن وي .
دين او مذهب
متدين مذهب نه لري ، او د مذهب خاوند دين .
دليل
زما دليل ناپوه قانع كولای شي او د حكيم دليل ما . خو هغه چې عقل يې دحكمت او ناپوهۍ په مينځ كې ټالونه خوري نه ما قانع كولای شي اونه زه هغه .
موخه
كه له دين څخه موخه ثواب ، له هېوادپالنې څخه ګټه او له پوهنې څخه ځان لوي غوښتنه وي نو بيا خپلواكه دنياپال ، مخلص بې وطنه او متواضع ناپوهه ماته را وبخښۍ .
اورېدل
ځينې خلك په غوږونو سره اورېدل كوي ، ځينې په ګېډوسره ، ځينې په خپلو جيبونو سره او ځينې بيا هېڅكله اورېدل نه كوي .
سفنجي روح
دځينو ارواګانې دسفنج په څېر دي يو څاڅكی ور څخه نه څاڅي مګر داچې په هماغه اندازه بېر ته وزبېښي .
دژوندون زړه
كله چې د ژوندون زړه ته ورسېږې ، پوهېږې چې له ګناهكارانو څخه غوره او له پيغمبرانو څخه ټيټ نه يې .
دملتونو رنځ
هغه كسان دملتونو رنځ بلل كېږي چې يوه دانه نه كري ، يوه ډبره له لارې څخه نه ليرې كوي او يو تارنه اوبي خو په سياست بوخت وي .
سينګار
سينګار په خپله ناوړه بڼه اقرار دي .
سكوت
وايي سكوت درضايت نښه ده ، هوكې ! په سكوت كې انكار ، سرغړاوی او سپكاوی هم پروت دی .
پيوستون او بېلتون
نه، پيوستون يا وصال يوځای والی دی اونه ،بېلتون ليرې والی .
خوار
هغه چې د بې وطنۍ له مخې خوار دی له خپل همنوع سره مينه پيداكولای شي خو هغه چې د فكر او آند له مخې خوار دی ملګری او مونس نه شي موندلای .
حقيقت
حقيقت د وحې زېږنده دی خو ناندرﺉ او بحثونه ور څخه خلك ليرې كوي .
ګناه
هغه كس چې ستا ناكړې ګناه بخښي په حقيقت كي خپله كړې ګناه بخښي .
لوړپروازي
لوړپروازي هم يو ډول كار دی .
تقوا
تقوا ، كل ته دجز تسليمېدلو ته وايي .
واټن
د عاقلانو او ليونيانو تر مينځ واټن د غڼې د تار له پنډوالي څخه كم دی .
هدف
دخلكو په مينځ كې داسې كسان هم شته چې خوند يواځې د درد په پلټنه كې مومي او داسې هم شته چې ځانونه يواځې د مرداريو او كثافتونو په پلټنه پسې وينځي .
خجالت
داوسنيو ختيځوالو دخجالت لاملونه د پخوانيو هغو له آثارو څخه غوره نه دی .
ډار او شوق
له دوزخ څخه ډار خپله دوزخ او دجنت له پاره شوق په خپله جنت دی .
بدلون
كه له فصلونو سره بدلون ومومو ، فصلونه هېڅكله مونږته بدلون نه رابخښي .
غل
دګل غل ډېر سپك اوبې برخې غل دی خو د بڼ هغه ډېر ستايلی اوښاغلی .
قاتل
دجسم قاتل دخپل قتل له كبله قصاص كيږي خود روح قاتل ، نه .
دوستي او بېزاري
په ادبياتو كې له دريو شيانو سره مينه لري : تقليد ، مسخه كېدنه او ابهام .
عدالت
دخلكو عدالت دواورې په څېر دی چې دلمر د وړانګو په لګېدو سره ويلې كيږي .
شاعر
شاعر ، دزنبق ګل دی چې په بېديا كې ټوكيږي .
مبالغه
په يوه كار كې د شك له پاره تر ټولو غوره دليل ، دهغه په ثابتوونه كې مبالغه ده .
شر
كه د دوه شرونو تر مينځ دغوراوي واك دركړل شي ظاهري هغه غوره كړه ـكه څه هم لوي وي ـ نه پټ هغه ـكه څه هم كوچنی وي ـ..
بشري پوهنه
بشري پوهنه په زرغونو او شنو دښتو كې دسپوږمۍ په څېر ده چې کله لمر ورباندې را وخېژي له مينځه ځي .
ورته والی
څومره ورته دی هغه كس چې كتابونه لولي او يادوي یې ترڅو كتاب وليكي له هغه چا سره چي پور اخلي تر څو پور پرې ادا كړي .
بې پرواتوب
زما ستاينه يې وكړه هيڅ مي ورنه كړل ، بد يې را پسې وويل په بي پرواتوب مې ولمانځه تر دې چې خلك خندا وا خيستل .
ليرې والی
ما له هغه چا څخه ليرې كړﺉ چې ريښتيا دنېش وهلو له پاره وايي ، ښه چلند خو ناوړه نيت لري او دنورو دعيبونو په پلټلو كې خپل لوی والی ويني .
دسيند آواز
آيا دسيند آواز دهغه په ساحل يا هغه ته دغوږنيوونكو په زړونو كې پای ته رسيږي ؟
عشق
عشق دخلكو په مينځ كې ډولونه او قسمونه لري چې تر ټولو ډېر دچمن هغه ګياووته ورته دی چې نه غوټۍ لري او نه ميوه .
نوښت
نوښت مې له طوطي څخه زده كړی دی .
له ژونديو سره مينه
له ژونديو سره زمونږ په مينې باندې تر ټولو غوره دليل په مړيو باندې زمونږ خفګان دی .
حقيقت
هغه حقيقت چې له بحث او څيړنې څخه زيږېدلی وي باطل ته نژدې دی .
هك پكوونكې چاره
هك پكوونكې اوهیښونکې نه ده چې مونږ د خپلو پلويانو په پر تله خپل مخالفان ډير يادوو؟
كمال
كله چې انسان د بشپړتيا او كمال په لوري ګام اخلي ، احساس كوي چې لا پايه چاپيريال دی ،بې ساحله سمندر دی ، تل بل شوی اوردی ، تل ځلانده نور دی ، باد دی كه ولګېږي او كه نه ، وريځ ده چې بريښي او باران وروي ، ونه ده چې په پسرلي كې غوټۍ كوي او په مني كې پاڼې تويوي .
زړه سوی
دزړه سوي او لورينو شيدې را باندې څښي ، خو اي كاش پوهېدلاي چې له زيږون څخه دمخه له شيدو څخه اخيستل شوی يم .
فلسفه
فلسفه د دوه ټكو ترمينځ د ترټولو لنډې لارې پنځوونه ده .
سپما
آيا سپما به نه وي چې حكومتونه ليونيانو ته د ليونتونونو په ځای عاقلانوته كلاګانې جوړې كړي ؟
ددروازې دسرليكنه
دكور ددروازې په سر مي وليكل:„ تقليد بهر پرېږده او بيا دننه راشه“ ،نو پس له هغې مې پوښتنې اولیدنې ته هېڅوک رانه غلل .
دژوندون قانون
حتي دژوندون قانونونه هم دژوندون د قانونونو تابع دی .
دوجود اصل
اي نفسه ! كه يو ناپوه ووايې : روح دجسم په څېر ده او له مينځه ځي او هرهغه شی چې له مينځه لاړ شي را ستنېدنه نه لري ؛ نوورته ووايه : ګلونه له مينځه ځي خو دانې یې په ځای پاتې كېږي چې دا دوجود اصل دی .
ستاينه
دځينو ستاينه سپكاوي ته څومره ورته وي!؟
زړورتوب
زړورتوب مې دخپل ملت له ټمبلۍ څخه زده كړی دی .
دژوندون خندا
ژوندون مو هر سهار او ماښام مخونه ښكلوي خو له سهاره تر ماښامه پورې مو په لاس ته راوړنو باندې خنداګانې كوي .
خپلواكي
ماته وويل شول چې : «كه هر چا يو توری دروښود د هغه غلام كېږې » له دې كبله خپلواكه او آزاد ناپوه پاتې شوم .
ښځه
ښځې ته هغه مهال غوږ ونيسه چې تاته ګوري ، نه هغه مهال چې له تا سره خبرې كوي .
دښكلا حقيقت
دښكلا له حقيقت څخه پرته چې مطلق دي ټول حقيقتونه نسبي دی.
طوفان
څوك به د سيند زوږ ته غوږ كېږدي هغه مهال چې طوفان خبري كوي؟
ژوند
دهغه چا له پاره ژوند څومره سخت دی چې دمرګ غوښتونكی وي خو په خپلو مينه والو دلورينې له پاره ژوندی وي .
پېژندنه
كه غواړې دَرې ووينې غرونو ته وخېژه ، كه غواړې په وريځ وپوهېږې سترګې پټې كړه او چرت ووهه .
فيلسوف ډوله
فيلسوف ډوله كس هغه هيندارې ته چې تصوير ښيي خو په خپله يې نه ويني ،او غار ته چې غږونه منعكس كوي خو په خپله يې نه اوري ورته دی.
شاعر
شاعر هغه كس دي چې كله يې يوه قصيده ولولې احساس وكړې چې تر ټولو غوره بيتونه يې لا تر اوسه نه دي ويل شوي .
ظلم
كه دتاك له غورې څخه شراب وغواړو ظلم دي .
غفلت
آيا داسې څوك شته چې د سمندر په تل كې په دومره خوښۍ او آرامۍ سره حركت وكړي چې ته به وايې په بڼ كې چكر وهي ؟
ګومان
آيا ګومان كوئ چې دظاهري چارو په شاربلو سره به د باطني چارو په درك بريالي شئ ، او يا داچې دشرابو خوند به يواځې دپيالې په ليدلو وپيژنئ؟
جسم
دجسم او روح تر منځ اړيكه شته ده ، خو دجسم او دهغه دچاپېريال تر منځ تړاو دی .
يو دين
كه دينونه د مذهبي او ټولنيزو زائدو څخه پاك كړو ، يواځې يو دين به ومومو .
دخداي نور
که څوك دخدای په نور مونږ ته وګوري زمونږ دشته والي په حقيقت به په روښانه ډول وپوهېږي .
حقيقت
خداي (ج) د حقيقت له پاره ګڼ شمېر دروازې پنځولې دی نو که څوك په ايماني لاسونو دا دروازې وټكوي ورته پرانستل كېږي .
يووالي
ګل او د ګل بوي سره يو دی . هغه ړوند چې دګل له رنګ او بڼې څخه منكر دي او وايي : «ګل په هوا كې تيت شوی بوي دی » ، دهغه يخ وهلي په څېر دي چې وايي : «ګل يواځې بڼه او رنګ دی ».
اشتياق
ټول انسانان شوق او اشتیاق لري آن ترداسې کچه چې همدا شوق او اشتیاق یې له سترګو ظاهري پردې څيرلای شي ترڅو دخپل ذات ننداره وکړي .هغه كس چي خپل ذات وويني دژوندون مجرد ګوهر به وويني . هر ذات هماغه دژوندون مجرد ګوهر دي .
دانسان وجود
هغه څه چې وجودلري ، ستا په باطن كي شته والی لري او هر هغه څه چې ستا په باطن كې شتون لري وجودهم لري.نو بيا دلرې او نژدې ، دلوړو او ټيټو يا دكوچنيو او لويو شيانو ترمنځ واټن نشته .داوبو په يوه څاڅكي كې د سيندونو ټول رازونه شته دی او دخوځښتونو په يوه خوځښت كې د نړۍ دټولو نظامونو او خوځښتونو فكرموجود دي .
دلمر څېره
که د مني په موسم کې هر زړی په ځمكه كې شيندل كيږي خو هغه په خپل وار دپوستكي په ليرې كيدو ،دپاڼو، غوټيو او ميوو په جوړيدو كې ځان ته لارې چارې لري .نو كه هر څومره دا لارې چارې سره توپير ولري ، د ټولو زړو او دانو مقصد يو دي او هغه دلمر د څيرې په وړاندې دريدنګ دي .
بقا
ستاسې ژوندون پاي نه لري او تاسې د ټولو شيانو په بقاء سره باقي ياست .
دبقا دليل
هر موجود باقي دي او د موجود وجود هم دهغه په بقاء دليل دي .
دانسان باطن
خداي پاك دهر چا په باطن كې يو پيغمبرته ځاي ور كړی دی تر څو مو نور او رڼا ته ورسوي ، خوځينې كسان له ځان څخه بهر ژوندون لټوي حال داچې ژوندون ددوي دننه دي مګر هغوي نه پوهيږي .
ناتواني
نفساني هنداره يواځې هغه شيان ښودلاي شي چې مخې ته يې وي ، او كه له دې پرته د نورو شيانو دښودلو هڅه وكړي نه یې شي كولای .
آرام سمندرګی چې په خپل تل كې غرونه ، ونې او وريځې نه لري نو تاسي ته یې هم نه شي ښودلاي او كه له دې پرته څه وغواړي نه یې شي كولای .
رڼا د يوه داسي شي سيوری نه شي جوړولاي چي وجود نه لري او كه له دې پرته يې زړه نور څه وغواړي نه یې شي كولاي .
ايمان
په يوه شي ايمان دهماغه شي پيژندنه ده ، مؤمن په خپل باطني بصيرت سره داسې شيان ويني چې ډير څېړونكي او شنونكي يې دسر په سترګونه شي ليدلاي او دهغه باطني فكر داسي شيان درك كولاي شي چي هغوي يې په خپل اكتسابي فكر سره اټكل نه شي كولاي .
مؤمن ، قدسي حقيقتونه په داسې حواسو سره آزمويي چې د ټولو وګړو له حواسو سره توپير لري او هغه داسې ټينګ او كلك ديوال بولي چي په څنګ کې يې دخوځښت په مهال وايې: « داښار دروازه نه لري ».
مؤمن ټوله شپه او ورځ ژوند كوي خو نامؤمن يواځې يو څو ثانيې . دهغه چا ژوند څومره سخت دي چې لاسونه دځان او ټولې نړۍ په مخ كې پورته كو ي خو يواځې دلاس دورغوي كرښې ويني او څومره درحم وړدي هغه كس چي لمر ته څټ ور اړوي او يواځي د ځمكي په مخ دهغه سيوری ويني .
ای كاش
ای كاش بې ګله او ميوې شنډه ونه او بوټی واي ځكه د ميوې نه وركونې څخه د ميوې وركونې درد ډير سخت دی .
ای كاش! هغه وچ كوهی واي چې خلكو ډبرې پكې اچولاي ځكه تر هغه چينې ډير ښه دي چې پريمانه اوبه ولري خو خلك يې له څنګ سره تږي ګرځي .
ای كاش! ورسته درګه يا نی واي چې خلكو تر پښولاندې كولاي ځكه دهغه چا په كور كې د نقره يي مزو لرونكي ګيتار څخه ښه دی چې دغږوونکي ګوتې يې غوڅې او د كوربنو غوږونه یې كاڼه وي .
لاره
هغه څوك چې د خپلو دردونو معبد يا نمزدك ته لاره نه شي موندلای ، ددوستۍ خونې ته دې هم نه شي بېولای .
ژوندون
ټول ژوندون هغه څه دی چې مونږ يې په خپلې روح سره آزمايو . ټول وجود په هغه شيانو كې دي چې مونږ يې پيژنو ،په تر سره كولويې بوخت یو ، هغوته خوښېږو او يا ورڅخه ژاړو .
د خبرو ځواك
دخلكو په منځ كې د دوديزو خبرو ځواك د بشري احساس او درك څخه تېری نه كوي . خو په روح كې له درك څخه لوړ او له احساس څخه ظريف شی وجود لري ، چې حیران یم څه ډول به په خبرو كې ونغښتل شي ؟
واټن
په ژوندون كې داسې واټنونه شته دي چې زمونږ روح يې وهي خو په هغه زماني معيارونویې نه شو سنجولای چې انساني دماغ رامنځ ته كړي دی .
د ايمان مېوه
څوك چي په ژوندانه شكمن وي ګيلې او شكايتونه كوي . زه مؤمن يم له دي امله د ژوندانه د جام په هر غړپ كې د شته تريخوالي په ګټورتيا ايمان لرم ، د هغه غشو په ښكلا ايمان لرم چي سينه مي غلبېل غلبېل كوي ، او د هغه اوسپنيزو ګوتو په مهربانۍ ايمان لرم چي د زړه پردي مي څيرې كوي .
د خلكو ډولونه
زما په شريعت كې خلك په څلور ډوله دي :
يو هغه چې په ژوند لعنت وايي ، بل هغه چې د ژوند درناوی كوي او بل هغه چې دژوندانه په اړه فكر كوي . له لومړۍ ډلې سره دهغې د نابختيارۍ ، له دوهمې سره دهغې د ځوانمردۍ او له دريمې ډلې سره د هغې د درك او پوهې له كبله مينه لرم .
يواځيتوب
زه يواځې يم او په يواځيتوب كې تنهايي او ډار دردونكی وي ، خو يواځيتوب مې هڅوي چې له رازونو د ډك داسې ټاټوبي په اړه فكر وكړم چې لاتراوسه يې نه پېژنم ، او دخوبونو او خيالونو نيلی مې دهغه ليرې پرتې سيمې په لور وځغلوم چې لاتر اوسه مې نه ده ليدلې .
غربت
زه غريب يم او په نړۍ كې داسې څوك نه شته چې زما د زړه په ژبه وپوهېږي .
زه شاعر يم او هغه څه چې دژوندون په ګوتو ګډوډېږي او ژوندون ته نظم وربخښي سمووم ، له دې كبله زه غريب او يواځې يم او تر هغه مهاله به همداسې وم تر څو مرګ مې په خپلو وزرونو خپل ټاټوبي ته بوځي .
شاعر
شاعر د ځانګړو ځانګړنو لرونكی الوتونكی دی چې له خپلې لوړې نړۍ څخه د نغمه ويونكي په توګه دې نړۍ ته راستول شوی او راغلی دی ، كه درناوی يې ونه كړو خپل وزرونه به وڅنډي او په الوتو الوتو به خپل هېواد ته ستون شي .
هيله
كه په ځمكه د غنمو يو وږی وای ، يوه وږي ماشوم به راشكولی وای اوزما په وسيله به يې له ځان څخه د مرګ سيوری شړلای وای .
ختيز وال
حيران يم چې ختيز وال په خپلو ځينو داسې ارزښتونو ټينګ ولاړ دي چې د نورو توكمونو دعادتونو اودودونو دسيورو له ډلې څخه شمېرل كېږي .
خپلواكي
په كوچنيو كارونو كې فردي خپلواكي تل د هنري او صنعتي خپلواكۍ تر ګورت لاندې وي .
سيند
سيند نه ويده كېږي چې دا ويښتوب یې دهغه روح له پاره تسل دي چې نه ويده كېږي .
ژوند ، مينه ، ښكلا
له مينې پرته ژوندون د بې مېوې ونې په شان دی ؛ د ښكلا څخه پرته مينه د بې بويه ګل او بې دانې مېوې په څېر دي
؛ ژوند ، ښكلا ، او مينه په يوه خپلواكه او مطلق ذات كې درې اصلونه دي چې نه بدلون مومي او نه بېلتون .
خپلواكه ملت
هغه ملت چې ارواګانې او عقلونه يې غلامان وي په جامو او عادتونو كې یې خپلواکي ناشونې ده .
ژوند ، خپلواكي ، حق
له سر غړاوي پرته ژوند په بي او بو او ګياه ټکنده وچه بېديا كې د پسرلي نه لرونكو فصلونو غوندې دي . ژوند ، سرغړاوی او حق په يوه ذات كې درې نه بېلېدونكي اصلونه دي .
له خپلواكۍ پرته ژوند د بي روحه جسم او له فكر څخه پرته خپلواكي د پرېشانه روح په څېر دي . ژوند ، خپلواكي او فكر په يوه ذات كې درې ازلي او ابدي اصلونه دي .
مينه ، سرغړاوي ،خپلواكى
مينه او پكې پنځېدلي شيان ، سرغړاوی او پكې مينځ ته راغلي توكي او خپلواكي او پكې روزل شوي شيان د الهي تجلي ګانو څخه دی .
اوښكې او وينې
په وينو كې نكهت او په اوښكو كې حلاوت دی .
دزړه لارښوونې
زړه را ته وويل هغه څه چې د خلكو بدايشي ښه وګڼم .
زړه را زده كړل چې مينه د مين نه، بلكه دمعشوق ځانګړنه ده.
زړه را وښوده چې هغه غږته غوږ ونيسم چې له ژبې څخه نه وي راوتلی .
زړه را ته وويل چې محسوس دمعقول نيمايي دي .
زړه راته وښوده چې هر ناشنا او خطرناك غږته هركلی ووايم .
زړه را زده كړل چې وخت د«پرون داسې واو سبابه داسې وي» په تله ونه تلم .
زړه را ته وويل چې ځای تر دې ځايه محدود نه كړم .
زړه را وښوده هغه مهال چې ښاريان ويده وي زه بايد ويښ وم.
زړه را ته وويل چې له شوكمارانو څخه غوره او له واكمنا نو څخه ناوړه نه يم .
زړه را زده كړل چې زما دلارې مشال زما نه دي او زما په خوله غږېدونكې نغمې زما په ګوګل كې نه دي جوړې شوې.