مينه او ژوند

مينه هغه هوش او ځيركتيا ده چې مرګ او ژوند دواړه رانغاړي او ور څخه دوه خوبونه چې له ژوندون څخه حيرانوونكي او د مرګ څخه ژور وي مينځ ته راوړي .
مينه هغه فطري كمزورتيا ده چې له لومړني انسان څخه مو په ميراث ګټلې ده .
ژوند ، دښكلې او جادوګرې ښځې په څېر دی چې زمونږ زړونه دځان پلو ته كاږي، ارواګانو ته مو دوكه وركوي او وجدان مو د وعدو په پړوني كې نغاړي .
مينه چې له يوې ښځې سره د يوه نارينه زړه نښلوي له ارادې څخه پورته كار دی .
مينه زمونږ له وجود سره يو ځای هغه  اراده ده چې د تېر مهال اوراتلونكي مهال له توكمونو  سره زمونږ څه رنګوالی نښلوي .
مينه ، د قبر په آرامتيا كې د جسم سوكالي او د ابديت په تل كې د نفس خونديتوب دی .
مينه آسماني معرفت دی چې زمونږ بصيرت په داسې ډول نوراني كوي چې شيان په هغه ډول وويني چې خدای يې ويني .
مينه هغه له رازونو سره يو ځاي وړانګه ده چې دحساس ذات له تل څخه را پورته كېږي او دهغه شاوخوا روښانه كوي تر څو نړۍ په يوه چمنزار كې د روان كاروان په توګه وويني .
ژوند هغه مېرمن ده چې دخپلو مينانو په اوښكو كې لامبووهي او دهغوي په وينو ځان خوش بويه كوی .
ژوند يوه خيرنه خو ښكلې ښځه ده چې كه څوك يې خيرنتيا وويني له ښكلا څخه يې بيزاره كېږي .

تاوتریخوالی

آيا خوشونت او تاوتریخوالی له خپل ټول ناوړتوب سره بيا هم  له نرمۍ اولطافت سره يو ځای د خباثت څخه غوره نه دی ؟

ختيز

زه د ختيز له پاره په سر خاورې بادوم ځكه چې د جنازې په وړاندې نڅا او پايكوبي  مطلق لېونتوب دي .
زه د ختيزوالو په سر ژاړم ځكه په ناروغيو خندا مركب جهل دي . زه دهغه په زړه پورو سيمو له پاره وير كوم ځكه د غم په وړاندي چيغې او نارې سورې بې عقلتوب دي .

افراط

زه افراطي يم ځكه هغه كسان چې د حق په څرګندولو كې له اعتدال څخه كار اخلي نيم حق بيانوي او نيم نور دخلكو د خبرو او ګومانونو د ډار له كبله پټوي .

حكمت

د حكمت نښه داده چې كمزوری شخص هغه مهال خاموشوي چې په بدن كې یې پټ ځواك په خبرو راشي .

زمونږ مهال

مونږ په داسې مهال كې ژوند كوو چې تر ټولو كوچني كسان يې د پخوا مهالونو له  لويانو څخه لوي دي .

پوهنه

پوهنه د عقل ژوند دی او په تدريجي ډول خپل خاوند د علمي تجربو څخه عقلي نظريوته او له هغه ځايه معنوي احساس ته او په پاي كي خداي ته رسوي .


غزالي او آګوستين

د غزالي او آګوستين ترمينځ معنوي اړيكه شته والی لري .دواړه د مذهبي او ټولنيزو توپيرونو سره سره د يوه واحد اصل ورته منظرې دي او هغه اصل يو دننی باور دی چې خپل خاوند د ظاهري چارو څخه معقولو هغو او له فلسفې څخه الهياتو ته كاږي .

دژوند هڅه

ډيرې ونې هغه مهال چې په سيوري كې وي دژوند له پاره هڅه كوي خو هغه مهال چې دلمر رڼا ته ولېږدېږي مړاوې كېږي او له مينځه ځي .

دژوند ګوهر

مونږ تل په ملغلرو بوخت يو ته به وايې چې ملغلرې ټول هغه څه دي چې دژوند له سمندر څخه په لاس راځي .

فـــــرياد

آيا دهغه چاپه حال ژړا او فرياد په كار نه دي چي د ژوندون دعرش په وړاندې ودرېږي او بيا پرته له دې چې له ټنډې څخه يې يو څاڅكي خوله او يا له زړه څخه يې يو څاڅكي وينه تويې شي له هغه څخه منصرف کېږي؟

ژبــــــــــه

ژبه ديوه ملت دابتكار او يا ټولنيزې پېژندګلوۍ نښه ده ، كله چې د ابتكار ځواك ويده شي ژبه له خوځښت څخه لويږي په داسې حال كې چې په درېدلو كې شاته پاتې توب او په شاته پاتې توب كې مرګ او له مينځه توب نغشتی دی .

دژوند پايله

دانسان ژوندون هغه لوي كاروان دی چې تل مخ په وړاندې يون كوي چې له شا څخه يې زرينې دوړې پورته كېږي كوم چې دژوندون د واټ په پولو كې ژبې ، واكمنۍ او مذهبونه جوړوي .

زړه چاودون

زړه چاودون د هرې ټولنې او پرګنې پای دی . زړه چاودون هماغه د ُچرت په بڼه ځنكدن او دخوب په بنه مرګ دی .


خوا خوږي

هغه خواخوږي څومره ناوړه ده چې له يوه پلوه ډبرې او خښتې ږدي او له بل پلوه ديوالونه نړوي . څومره ناوړه عاطفه ده چې ګل كري او ځنګل سوځوي .

شاعر

ديوې ژبې دژوندي ساتلو ترټولو پياوړې وسېله دشاعر په زړه او دهغه په ګوتو كې ده .
شاعر دژبې پلار او مور شمېرل كېږي ، چېرته چې هغه ځي ژبه هم ورسره درومي او چېرته چې تم كېږي ژبه هم ورسره ودرېږي ، كله چې كوم شاعر له نړۍ سترګې پټوي په قبر يې ژبه ترهغه مهاله ژاړي ترڅويو بل شاعر پيداشي او ددې لاس ونيسي .

مړ ژواندی

ته ډارن يې او له دې لامله دژوندون د توپان په وړاندې انسانان لړزانده وينې او ګومان كوې چې هغوي ژوندي دي په داسې حال كې چې هغوي آن دزيږون له مهاله مړه دي او لا څوك يې خښولوته نه دي پيداشوي او دځمكې په سر پاتې شوي دي چې بويونه يې پورته كېږي .


مړ او ژوندی

مړى دتوپان په وړاندې وېريږي خو ژوندی دی چې دهغه له خوځښت سره په خوځښت راځي او له درېدوسره يې تم كېږي .

لوي انسان

لوي انسان ته څه مه بښئ بلكه له هغه څخه يې وا خلئ او په دې ډول دهغه درناوى وكړئ .

عبادت

هيښونكي او حیرانونکي خلك شته چې د خپل نفس عبادت كوي په داسې حال كې چې نفسونه يې له مردارۍ پرته نورڅه نه لري .

دروح راز

دروح دننه داسې پټ رازونه شتون لري چې ګومانونه او شكونه يې نه شي ښكاره كولی .

الوتونكي او انسانان

الوتونکي له انسانانو څخه ښه دي ځکه انسانان په خپل ځان دګمارل شوو قانونونو او دودونو په سیوري کې ژوند کوي خو الوتونکي دهغه ټولیز او بشپړقانون تر چتر لاندې ژوند کوي چې ځمکه دلمر په چاپېر څرخوي .

باوراوکړن

باور يوشی دي خو په هغه عمل کول بل څه . ډېر خلک ددریاب په څېر خبرې کوي خو ژوند یې د ډنډ په شان وي .ډېر خلک خپل سرونه دغرونو څوکو ته رسوي خو ځانونه یې دغارونو په تیارو کې پټ او خوندي کړي وي .

عبادت

عبادت ته یواځیتوب او خلوت اړین دي .

لمونځ

لمونځ دزړه سندره او سرود دي چې زوږ یې دخداي ترعرش پورې رسیږي او هغه مهال چې خپل اوج ته ورسیږي په زرګونو فریادونه او آهونه ورسره یو ځاي کېږي .

جسم او روح

خدای ، پاک او سپېڅلي جسمونه دروح معبدونه او نمزدکونه ګرځولي دي نو پرمونږ دي چې دا نمزدکونه خوندي ، پاک او پیاوړي کړو ترڅو دهغه الهي استازي دراتګ وړتیا ومومي .

ولې یواځیتوب ؟

له یواځیتوب سره مینه لرم :
۱ـ ترڅو دهغه کسانو مخونه ونه وینم چې ځانونه پلوري او په بیه یې ترځان ارزانه توکونه رانیسي .
۲ـ ترڅو هغه کبرجنې میرمنې ونه وینم چې په سترګو او وریځو سره په خلکو ملنډې وهي ، په شونډو زرموخیزه موسکاوې کوي ، خو په زړونو کې یې له یوه هدف څخه زیات څه نه وي .
۳ـ ترڅو دهغه کسانو مل نه شم چې دعلم خوبونه ویني او په هغه کې ځان تر وروستۍ پوړۍ رسېدلی بولي خو په ويښه یې سترګې يواځې د حقیقت د سیوري دلیدلو توان لري خو دوي ګمان کوي چې دهغه بشپړ ګوهر یې ترلاسه کړی دی .
۴ـ ځکه چې دهغه زورځواک کارونکي شخص له چلند څخه ستومانه شوی یم چې نرمښت یوډول کمزورتیا ، جوړجاړی یو رنګه ډار او لويي غوښتنه يو شان کبر بولي .
۵ـ ځکه دداسې شتمنو له ناستې پاستې ستړی شوی یم چې ګومان کوي لمر ، سپوږمۍ او ستوري ددوي له نړۍ او زېرمتونونو څخه را خېژي .
۶ـ ځکه چې دداسې سیاستوالو څخه زړتوری شوی یم چې د خلکو له هیلو سره لوبې کوي ، دهغوي په مخ او سترګو کې زرینې دوړې جوړوي او په غوږونو کې یې دلغتونو سندرې بولي .
۷ـ ځکه دهغه کاهنانو څخه کرکه لرم چې پندونه او وعظونو کوي خو عمل ورباندې نه کوي او له خلکو څخه دهغه څه هیله لري چې له ځان څخه یې نه لري .
۸ـ ځکه د چا له لاس څخه مې څه نه دي اخیستي مګر دا چې بیه مې یې له زړه څخه ورکړې ده .
۹ـ ځکه دتمدن او پرمختګ له هغه ودانیو اوګامونو څخه خوابدی او آزرده شوی یم چې دخلکو په سرونو یې بنسټونه اېښودل شوي وي .
۱۰ـ ځکه چې په یواځیتوب کې ژوند ، روح ، فکر، زړه او جسم وي .
۱۱ـ ځکه په یواځیتوب کې دلمر له رڼا ، دګلونو د خوږو وږمو او د اوبوله شڼهار څخه ګټه اخلم .
۱۲ـ داچې دځمکې درازونو د پېژندلو او دخداي عرش ته دنژدې کېدلو په لټه کې یم .
اې کاش
اې کاش پوهېدلی چې زرګونه کلونه وروسته به د ځمکې په مخ داسې ډله پيداشي چې په روحانیت او حقانیت سره به ژوند وکړي .

دانسانانو خټه

انسانان له یوې خټې او طبیعت څخه جوړ دي ؛ ځینې یې یواځې په ظاهري چارو او بهرنیو ښکارندو کې چې باور پرې نه شي کېداي سره تو پير لري .

بدلون نه منل

ریا به ریا وي که څه هم نو کان واخلي ؛ خیانت به خیانت وي که څه هم نرم او پاسته لاسونه ولري ؛ دروغ به ریښتیا نه شي که څه هم د وریښمینې جامې واغوندي او په بنګلو کې ژوند وکړي ؛ چل او دوکه به په امانت او سمون وانه وړي که څه هم په اورګاډي کې خوځښت وکړي او په الوتکو کې اوج ته ورسیږي ؛ جرم او ګناه به په غوراوي او فضیلت وانه وړي که هرڅو په پوهنځیو او کار خانو کې وګرځي . غلامي او مریتوب به مریتوب وي که هرڅو خپله بڼه واړوي او ښکلې جامې واغوندي او غلامي به غلامي وي که څه هم ځان آزاد وبولي .

شعر

شعر دهغه موسکا سپیڅلې مجسمه روح ده چې زړونه ژوندي کوي یا هغه فریاد دي چې اوښکې له سترګو څخه غلا او تښتوي .
اي دشعر الهې دهغو ګناهونه وبخښه چې په خپلو بابولالو سره تاته نژدې کېږي خو دخپل ځان او روح په شرافت او ښکلو فکرونو سره ستا لمانځنه نه کوي .
اي ریشتینو شاعرانو ! تاسې بیا مونږ وبخښۍ چې مونږ په نوې نړۍ کې دمادیاتو لاره نیولې او شعر زمونږ په وړاندې لاس په لاس کیدونکې ماده ده او په روح سره مو نه دي درک کړی .

عشق

عشق د مرګ په څېر هرڅه ته بدلون ورکوي .

څه ووایم ؟

هغه چاته څه ووایم چې له مانه پیسې پور کوي تر څو پرې توره واخلي او له ماسره پرې مبارزه وکړي ؟

دښمن

یوه دښمن راته وویل :« له خپل دښمن سره مینه وکړه » ، خبره مې یې ومنله او له خپل نفس سره مې دوستي پیل کړه .

جوړ جاړی

تور سپین ته وویل : که توربخن شې جوړ جاړی درسره کولای شم.

ارزښت

هغه کسان څومره ډېر دي چې دهرشي بیه پېژني خو دهر شي ارزښت نه پېژني .

پېښ لړ

دهرچا تاریخچه او پیښ لړ دهغه په ټنډه لیکل شوی دی خو په داسې ژبه چې يواځې هغه کسان یې لوستلی شي چې الهام ورته شوی وي .

مور

دمور څیره دې راوښیه تر څو وپوهیږم چې څوک یې ؟

آزادي

دهغه چا آزادي چې په خپله آزادۍ خوښ دی یو ډول غلامي ده .

غصه

دځینو غصه دنورو له لطف اولورینې څخه ښه ده .

ناخوښي

په هغه شیانو د خلکوناخوښي چې نه یې پیژني خوندورو خوړوته دزړه نه کیدو مانا لري .

زیاتې خبرې کول

زیاتې خبرې کول عیب نه بلکه ناروغي ده .

هنر

هنر نه یواځې له دیني او ټولنیزو دودونو او عادتونو سره بلکه زمونږ د ژوند له ټولو ټولنیزو اړخونو سره یوځاي دي .

دملتونو مرګ

هغه پخواني ملتونه چې دنویو هغو له لاس ته راوړنو څخه ګټه نه ترلاسه کوي له ادبي پلوه مري او له مانوي اړخه له منځه ځي .

هنرمند

هنرمند په خپل هیواد او ټاټوبي او خپلو خپلوانو کې پردی او تنها دي ؛ حق هم په دې نړۍ کې پردی او یواځې  دي . کله چې خلک لویدیز ته مخه کوي هنرمند ختیز ته منډه کوي .
که دچا خوښیږي او که نه خو هنرمند له قانون څخه پورته او لوړدي .

موسیقي

موسیقي دروح ژبه ده ؛ بلکه یو سیال دي چې د غږونکي او اورېدونکي د روحونو ترمنځ بهیږي .

هنر

هنر، په آزاده فضا کې الوتلی او د پرواز په حال کې الوتونکی دي کله یې چې زړه وغواړي ځمکې ته راځي او د ځمکې په مخ هېڅ توان او قدرت نه شته چې په هغه کې بدلون راولي یا ورته بریدونه وټاکي .
هنر، هغه لوړه روح ده چې پلورل او پیرودل کیداي نه شي او ختیزوال باید په دې بشپړ حقیقت وپوهیږي .
خو زمونږ په منځ کې هنرمندان ـ چې شمیر یې له لالونو څخه کم دي ـ باید ځانونوته په درنه سترګه وګوري ؛ ځکه دوي هغه جامونو ته ورته دي چې خداي پاک له اسماني شرابو څخه ډک کړي وي .

باطن

انسان چې کله عادل وي ظلم او نادودې یې نه شي ځورولاي او که په حقه وي له منځه یې نه شي وړلاي .ځکه سقراط په خندانه خوله دزهروګوټ نوش کړ او سټیفان په خوښۍ سره سنګسار شو ؛ خو دا باطن دي چې ورسره مخالفت کوو او مونږ له منځه وړي .

ښاري او کلیوال

مونږ له کلیوالو څخه شتمن یو خوهغوي له مونږ څخه قدرمن دي ځکه مونږ ډېر کرو خو هیڅ نه ریبو مګر هغوي هغه څه چې کري ریبي . مونږ د خپلو هیلو غلامان یو او هغوي د خپل قناعت بچیان دي .

هغه ورځې

آیا داسې ورځې به راشي چې طبیعت پکې ښوونکی ، انسانیت پکې کتاب او ژوندون پکې ښونځی وي ؟
آیا هغه ورځې به راشي! ؟

دګل بوي

کولاي شې ګل تر پښه لاندې لیت په لیت کړې خو بوي یې له منځه نه شې وړلاي ؟

د ښځې نېکمرغي

ښځه دنارینه په لورینې او صبر او زغم سره نه شي نېکمرغه کیداي بلکه دهغې نېکمرغي په هغه مینه کې نغښتې ده چې دهغې روح د نارینه له روح سره نښلوي او دژوندانه په ډګر کې دواړوته دیوه جسم بڼه ورکوي .

مینه

مینه دخداي په امر زمونږ روح ته راځي نه د بشریت دغوښتنې له مخې .

نېکمرغي

آسمان نه غواړي چې څوک دې بدبخته وي ځکه چې د ټولو انسانانو په خټه کې یې نېکمرغۍ ته لیوالتیا ايښې ده او دانسان په نېکمرغۍ سره خدای ستایل کېږي .
آیا روا ده چې ښځه دخپل میړه په بد بختۍ کې خپلې ښیګړې وپلټي ؟
آیا جایز ده چې نارینه د خپل میړه عواطف یرغمل کړي ترڅو خوشبخته پاتې شي ؟

 

مرګ

واښه د خاورې توکي او عنصرونه را زبیښي او ژوي او پسونه بیا واښه خوري ، لیوه بیا پسونه داړي ، خوکرکدن لیوان وژني اما زمری بیادکرکدنې ښکار ته ناست دي او په پاي کې مرګ د زمري ژوند ته د پاي ټکی ایږدي . آیا داسې توان شته چې په مرګ زور شي او د تېریو او ظلمونو دې لړۍ ته د ابدي عدالت بڼه ورکړي ؟

راتلونکی

راتلونکی به د حق او روح په برخه وي .

دانسان لاس

یوه لاس د خوارۍ او ذلت په لوري کش کړم خو بل نجات راکړ ؛ انسان څومره بې رحمه او مهربان دی .

ريښتینی نور

ریښتینی نور هغه دي چې د انسان له دننه څخه را پورته شي او دنفس رازونه نفس ته وښیي او هغه په ژوندون باندې خوښ او دروح په نوم سندربول کړي .

حقیقت

حقیقت د ستوري په څېر دي چې يواځې دشپې دتیارې په ترڅ کې ښکاره کیږي .
حقیقت په نړۍ کې د ټولو ښکلو چارو په څېر دی .
حقیقت هغه پټه عاطفه او مینه ده چې مونږ په خپل ژوند خوښۍ او نورو ته دهمداسې خوښیو دغوښتلو له پاره اړ کوي .

ناسم باورونه او درواغجن احساسات

هغه ټولې لارښونې او باورونه ناسم دي چې انسان په خپل ژوندانه کې بدبخته ښیي او هغه احساسات هم دروغ دي چې انسان د ناهیلۍ ، بدبختۍ، او غم په لوري کاږي . ځکه انسان باید د ځمکې په مخ نیکمرغه وي او د نیکمرغۍ لارې وپیژني .هغه کس چې د آسمانونو ملکوت په خپل دې ژوند کې ونه ویني هیڅکله به یې په راتلونکي ژوند کې هم ونه ويني ځکه مونږ دې نړۍ ته د رټل شوو تبعیدیانو په څېر نه یو راغلي بلکې د نا پوهه ماشومانو په څېر راغلي یو ترڅو د ژوند له ښکلاو او دهغه له رازونو ، دروح له ټولیزو عبادتونو او دهغو له راتلونکو رازونو او اسرارو څخه خبر شو .

 

له خلکو سره ناسته پاسته

ولې له خلکو څخه لیرې کیږۍ ، په داسې حال کې چې خداي پاک دانسان اوبشر په بڼه نړۍ ته راوستلي یاست ، نو که دهغه خلکو څخه چې د ژوند په کاروان کې یون کوي غوره یاستﺉ نو هغوي ته ورشی او خبرورکړﺉ او که هغوي غوره وي نوبیا ورشی او له هغوي څخه یې زده کړﺉ .

د ښځې زړه

د حساسې ښځې له زړه څخه د بشریت نېکمرغي سرچینه اخلي او دهغې د شریف نفس له عواطفو څخه دهغوي عواطف او احساسات پنځېږي .

تر ټولو ښکلي او غوره

دخلکو په منځ کې ترلاسه کېدونکي دردونه او غمونه له هغو څخه لیرې په یواځیتوب کې د خوندونو او آرامیو څخه ښه دي .
هغه لورینه چې په مټ یې دخپلوانو او دوستانو زړونه ترلاسه کولاي شو ترهغه فضیلت غوره ده چې د صومعې په کونج کې ترلاسه کېداي شي .
دیوه مجرم ، کمزوري او بې واکه په غوږ کې ویل کیدونکی تسلیت په معبد کې دلوستل کېدونکو اوږدو دعاګانو څخه غوره دي.

ژوند

مګر ژوند له دیندارۍ او وفادارۍ څخه بېل دي ؟ مګر مونږ د سوکالۍ او سختۍ ترمنیڅ د ژمي او دوبي په منځ کې دونو په څېر نه یو ؟

بچیان

خداي تاسې ته لورانې او زامن درکړي دي ترڅو هغوي د حق په لاره کې وروزﺉ ، زړونه یې د ژوند په نغمو مست کړﺉ او دژوندون خوښۍ ورته د ارزښتناک میراث په توګه پرېږدﺉ ؛ نو څه ډول آرامښت مومۍ په داسې حال کې چې هغوي د ژوندون په لویه لار کې د ړندو او په ځمکه باندې د نابلدو او پردیو په توګه پرېږدﺉ .
مګر یو پلار چې خپل آزاد او خپلواکه بچی غلام خوشی کړي هغه پلارته ورته نه دي چې بچی یې ورڅخه ډوډۍ غواړي او دی ورته په لاس کې ډبره ورکوي ؟
مګر د بڼ مرغیانې مو نه دې لیدلې چې خپلو بچوڼو ته پرواز ور زده کوي ؟ خو تاسې څه ډول خپلو ماشومانو ته د ولچکو او زولانو اچول زده کوﺉ ؟
آیا نه مو دي لیدلي چې د بیابان ګلونه خپل تخمونه د لمر تودوخې ته سپاري  خو تاسې څه ډول خپل بچیان سړې تيارې ته اچوﺉ؟


اې آزادۍ!

دخپل وجود له تل څخه تاته نارې وهو ، نو اې آزادۍ لږ خو مونږته هم غوږ ونیسه ؛ د دې ظلم خانې له څنډو څخه مو ستا په لور لاسونه اوږده کړي دي نو زمونږ مرستې ته راودانګه .
د خپل ژوندون په کنګلونو او واورو د پاسه تاته په سجده پراته یو ، نو په مونږ رحم وکړه .
اوس ستا د برمه ډک عرش په وړاندې ولاړ یو له ځانو نو څخه مو د پلرونو په وینو لړلې جامې تاو کړې ، ويښتان مو دهغوي دقبرونو په خاورو سینګار کړي دي او هغه تورې مو له ځان سره را لیږدولې دي چې د هغوي ګوګلونه یې شلولي دي او هغه نیزې مو پورته کړې دي چې دهغوي په زړونو ننوتلې دي او دهغه چا په څېر نارې سورې او فریاد کوو چې چیغو او غلبلویې ستونی شلولی وي ؛او دهغه چا په څیر زارۍ کوو چې زاریو یې د زندان دظلمونو تورې خونې ډکې کړې وي او هغه دعاګانې لولو چې دهغوي دزړه له سوز او زوږ سره یوځاي وي . نو بیا اې آزادۍ مونږ ته غوږ ونیسه .

اې آزادۍ !

د فقر او ‌ذلت په سیوري کې د جوړو شوو غارونو په څنډو کې ستا په وړاندې سینې دربیږي .
دهغه کورونو په کونجونو کې چې د ناپوهۍ او جهل په تورتم کې ودان شوي دي ډیرې سترګې ستالوري ته دي .
په ښوونځیو او پوهنځیو کې ناهیلی ځوان له تاسره خواله کوي ،په جوماتونو او کلیسا ګانو کې تردوړو لاندې کتابونه ستا مرسته غواړي ، او په محکمو او ټولنو کې هېرشوي قانونونه ستا لارې څاري .
زمونږ په تنګو کوڅو کې سوداګر خپل ژوندون پلوري ترڅو بیه یې هغه لونډو او لنډغرو غلو ته ورکړي مګر څوک  نه شته چې ورته نصیحت وکړي ، په تنده ځپلو او وچو بیدیاوو او پټیو کې بزګر په خپلو نوکانو سره د ځمکې نس څېرې کوي ترڅو دزړه وینې پکې وکري او په خپلو اوښکو یې اوبه کړي او یواځې اغزي ورڅخه ترلاسه کړي خو څوک نه شته چې  ورزده یې کړي ؛ زمونږ په دښتو او بیابانونو کې کوچیان پښه یبل ، بربنډ او وږي تږي ګرځي خو څوک نه شته چې رحم پرې وکړي.
اې آزادۍ : خبرې وکړه او مونږ ته یې راوښیه !

اې آزادۍ !

دهماغه پیل څخه دشپې تیارې په مونږ خیمه درولې ده سپېدې به کله چوي ؟
زمونږ جسمونه له یوه زندان څخه بل ته لیږدیږي او نسلونه نسلونه په مونږ باندې له خندلو سره یوځاي تېریېږي ترڅو به دا ملنډې زغمو ؟
ورمیږونه مو له یوه جغ څخه ترهغه درانه بل ته وړل کیږي ، دنړۍټول خلک راپورې خاندي ترکومه به مو دې خنداګانو ته غوږنیولاي وي ؟
دفرعون له منګولو د بخت نصرتر خپړو ، د سکندر له پنجو د هردوت تر تورو ، د نرون له سوکانو د شیطان تر غاښونو ؛ څه وخت به د مرګ منګولو ته رسیږو ترڅو د عدم له آرامۍ خوند واخلو ؟
زمونږ له مټو څخه یې دخپلو خدایانو دلویۍ  له پاره د نمزدکونو او معبدونو پایې جوړې کړې دي ، زمونږ د جسمونو په زور یې دخپلو نومونو د تل پاتې کیدو په خاطر اهرامونه جوړ کړي دي .
ترکومه به بنګلې او برجونه جوړو او په خپله به په غارونو او سمڅو کې ژوند کوو ؟
ترکومه به وریښمن او وړۍ اوبو او خپله به شلېدلې او زړې جامې اغوندو ؟

 اې آزادۍ !

 په خپلو خبیثو او ناوړه دوکو سره یې مونږ ډلې ډلې ، توکم توکم ، او پښت پښت اوبیا یې سره دښمنان کړلو نو ترڅو به د ایرو په څېر ددې بې رحمه توپان په مخ کې پراته وو چې دوړې مو تراسمانه پورته کړي ؟ او د وږو زمریانو په څېر به ددې خوسا مړزګې په شاوخوا ژوند کوو ؟
اې آزادۍ مونږ ته غوږ ونیسه ، اي دآتن نجلۍ په مونږ رحم وکړه ، اې دروم خورلڼې مونږ ته نجات راکړه ، اې د موسی ملګرې له مونږ سره مرسته وکړه او اې د اشعیا شهۍ مونږ ته لارښونه وکړه او اې د یوحنا ناوکۍ!

مرګ او دوستي

زه له مرګ سره مینه لرم ځکه ماته دداسې انسانانو څخه نجات راکوي چې ما د ځان نه بولي دا له دې کبله چې زه هغه څه چې د فرشتو څخه اورم د بشریت په ژبه ژباړم .

عشق او ثروت

ثروت د انساني اړتیاوو او شونیتاوو خو عشق د نېکمرغۍ او رڼا سرچینه ده .

محبت

په طبیعت او پنځون کې مې خورا ډیر فکر وکړ خو داسې څه مې پکې ونه موندل چې بریدونه او پاي ونه لري ؛ په پیسو وانه خیستل شي ؛ هغه څه چې د مني اوښکې یې له منځه یونه وړاي شي او د ژمي غمونه یې کور ړنګ نه کړاي شي ؛ هغه څه چې د سویس کانال یې ونه پنځولاي شي ؛هغه څه چې زغم و لري په پسرلي کې ژوندی شي او په دوبي کې میوه ورکړي هغه څه چې محبت باله شي .

ښکلا

ښکلا هغه حقیقت دي چې د شک او ګومان سره ټکر لري ، هغه نور دي چې تاسې د ناروا تیارو څخه خوندي کوي .اي د آدم بچیانو د پسرلي په ښکلا ګانو او د سپیدو په چاودیدو کې فکر وکړﺉ ؛ ښکلا دفکر کونکو په برخه وي .

باز

بازان یو د بل ښکار نه کوي

غواړم چې ...

غواړم د مړاوي او زړ ماتي ژوندون په ځاي په مینه مړشم .
غواړم چې د زړه له تله د عشق او ښکلا وږی وم .

دژوندون پیل او پاي

ژوند له رحم څخه نه پیل کیږي او نه هم په قبر سره پاي ته رسیږي .
داڅوکلونه چې د ځمکې په سر ژوند کوو ، یواځې د ازلي او ابدي ژوندون يوه شیبه او لحظه ده .
دنړۍ په سر ژوند او په هغه کې ټول شیان دهغه هوښیارۍ او بیدارۍ په څنګ کې چې د «ډارونکي مرګ» په نوم یې یادوو یو خوب دي .
خو هغه هرڅه چې وینو او ترسره کویې د خداي په تل پاتې نړۍ کې تل پاتې او باقي دي .

حیرت

صبر او زغم وکړه چې حیرت د پوهنې پیل دي .

مینه

یواځې ابدیت مینه خوندي کولاي شي ځکه سره ورته والی لري .

پېر پلور

څوک به  د سروزرو د یوې کوټې په بیه یواځې د ښکلا فکر راباندې وپلوري ؟
څوک دی چې د محبت او مینې دیوې ذرې په بدل له ماڅخه یو موټی ملغلرې واخلي ؟
څوک به ښکلا لیدونکې سترګې را وبخښي ترڅو خپلې ټولې خزانې او شتمنۍ ورکړم ؟

ثروت

ثروت هم د مینې په شان دي که چا ورباندې بخیلي وکړه مړ کیږي او بخښونکی یې ژوندی کیږي .

اې زړه !

ته او عشق یو لاسی زبرځواک یاست او زه او ماده سره بیل خوارځواکي یو نو د پیاوړي او کمزوري ترمنځ شخړه به ترڅومره وغځیږي؟
ته او نیکمرغي د غره په څوکه ناست یاست او زه او بدبختي په ژورغالو کې نو آیا د لوړ او ټیټ ترمنځ دیدار شونی دی ؟
ته او ښکلا په رڼا او روښنایۍ کې یاستۍ او زه او ناپوهي په تیاره کې نو رڼا او تیاره سره ګډېداي شي ؟
اي نفسه !ته د آخرت له رارسېدو دمخه خوښۍ کوې خو په ژوندانه کې دا جسم له ژوندونه  په تنګ دی .
اي نفسه ! ته خو په بېړه د ابدیت په لوري ځې خو دا جسم په نرمۍ سره د فنا په لوري یون کوي . نه ته سوکه کېږې او نه هغه بېړه کولاي شي او دا دبد بختۍنهایت دی .
ته د اسمان د جاذبې لاندې د اسمان په لوري پورته کیږې خو دا جسم د ځمکې د جا‌ذبې تراغیز لاندې مخ کښته ځي . نه  له هغه سره خواخوږي ښکاره کوې او نه هغه تاته مبارکي وايي . دا هماغه دښمني او نفرت دی .
اې زړه ! ته په په خپل حکمت سره بډایه یې او دا جسم په خپله خټه کې بې وزله او غریب دي ، نه ته جوړ جاړی کوې او نه د هغه پیروي کوي ؛ چې دا دبدبختۍ اوج دی .

قدسي روح

د ورېدونکو واورو ، تخته وریځو او تیزو سیلیواو بادونو  هخوا یو ټولیزه قدسي روح پرته ده چې د ځمکو او غونډیو له آړتیاوو څخه خبره ده .

ډار

اې خلکو تاسې له هرڅه آن له خپلو ځانونو څخه ډارېږﺉ . له آسمانه چې د امنیت سرچینه ده او له طبیعت څخه چې د ارامښت مقر دي ډاریږﺉ .له خدایه هم ډاریږﺉ او هغه ته غصه او کرکه منسوبوﺉ. نو که خداي مینه او رحمت نه وي نو بيا څه شی دي ؟

ژوند

هغه ځمکه چې اغزي یې ګلونه ځوروي د ژوند کولو وړتیا نه لري .

محبت

محبت مختلفې بڼې لري : یوشیبه یې حکمت وي ، یوه شیبه یې عدالت او بلاخره یوه شیبه یې هم هیله او آرزو وي .

آدم او حوا

هغه ښځه چې آدم یې په خپل زور او دهغه په کمزورۍ سره له جنت څخه بهر کړ ما په خپلې مهربانۍ او زما څخه په پیروۍ بیرته جنت ته ستنوي .

پټ ځواک

ددې نړۍ د ټولو تېریو هخوا ، د مادې هخوا ، له آسمانونو هخوا او دهرڅه هخوا یو ځواک دي چې ټول سر ترپایه عدالت ، مهرباني او محبت دي .

د ژوند مانا

په دې ژوند کې یوه مانا نغښتې چې مرګ یې نه شي پټولاي ؛ خو دا مانا به کله انسان ته روښانه شي ؟ هغه وخت چې نفس یې د خاورو له بند څخه خلاص شي .

محبت

انسانان د واورې په څېر په سړې او یخې مادې پورې نښلېدلي دي خو زه سپیڅلې وړانګې غواړم هغه وړانګې چې زما په سینه ولګیږي ما تېر کړي او ماوخوري ؛ ځکه وپوهېدم ماده انسان د ارامۍ او بې دردۍ په لوري کاږي او محبت دي چې هغه په درد او غم سره ژوندی کوي .

ترټولو ناوړه کور

 هغه کور چې اړ او محتاجو کسانو ته په ډوډۍ ورکونه او چوپړ کې ناغېړي کوي د ړنګولو او له منځه وړلو له پاره تر ټولو وړ کور دي .

انسانیت

انسانیت د ځمکې په سر الهي روح ده .هغه الوهیت چې د ملتونو ترمنځ حرکت کوي او له محبت څخه خبرې کوي او دژوند لارو ګودروته نغوته کوي خو خلک يې په لارښونو او خبرو پورې ملنډې وهي .هغه خبرې او لارښونې چې پرون یې له سقراط او مسیح څخه اورېدلې وې خوپه بدل کې یې یو  په دار خېژولی او بل یې مسموم کړی وو .


اې وروره له تا سره مینه لرم

ته زما ورور یې دواړه دېوې سپیڅلې او کلي روح  بچیان یو ته زما په څېر یې ځکه دواړه د داسې جسم زندانیان یو چې له یوې خاورې څخه پنځېدلی دی .
ته مې د ژوندون په لاره کې  ملګری  اود وریځو هخوا  د پټ حقیقت د څرنګوالي په درک کې مرستندوي یې .
هرڅه چې زما په اړه غواړې ووایه ځکه سبا ستا په اړه قضاوت کوي او ستا خبرې به دهغه په وړاندې ښه او څرګند لاسوندونه او دهغه د عدالت په مقابل کې غوره دلایل وي .
لاسونو او پښوته مې اتکړۍ واچوه او د زندان تیاروته مې بوزه ، خو ته نه شې کولاي زما فکر زنداني کړې ځکه هغه  په فضا کې د چلېدونکې وږمې په شان آزاد دي او برېدونه او اندازه نه لري .
ته زما ورور یې او په ما ګران یې ؛ ستا په جومات کې سجده کوم ، ستا په معبد کې رکوع کوم او ستا په کلیسا کې دعا لولم . زه او ته دیوه دين بچیان یو هغه دين چې روح یې بولو .

ځینې خلک

ځنیې خلک د ډار له مخې سویې ، ځینې د چل او دوکې له مخې ګیدړې او ځینې دخپل خباثت او زهرجنتوب له مخې مار ته ورته دي .خو ډېر کم کسان د سویې په شان نورته ضرر نه رسوي ، د ګیدړ غوندې بیداره وي او د مار په څېر حکمت لري . ځینې خلک د خوګانو په څېر ناولي دي خو غوښې یې نه خوړلې کیږي . ځینې بیا د غواګانو او میښانو په څیر زیږه او لوي دي خو له پوستکي څخه یې ګټه نه اخیستله کیږي او ځینې خو د خره په شان بې عقله دي اما په دې توپیر چې په دوه پښو ګرځي او ځینې د طاووس په ډول کبرجن دي مګر بڼکې یې عاریتي وي .

عجیبه انسانان

څه عجیبه ده چې ځینې خلک په یوه وخت کې هم په سقراط مین وي او په نیچه . هم د اګوستین پلوي کوي او هم د ولتر او ژان ژاک روسو لیکنې په سرګرځوي .
یو ځل مې هغه د واده په ناسته کې ولید چې خلکو یې په چاپېر سندرې ویلې او شراب یې څښل او ده په بړه ورته د هملت شکسپیر تراژیدیکې کیسې لوستلې !
بل ځل مې په یوه لويه جنازه کې ولید چې ډیر خلک یې په څنګ کې ځوړند سر او وچې شونډې روان وو او ده په ډیر فصاحت سره ورته دابونواس خمریات او د ابن فارض غزلونه ویل !

خوب او ویښه

هغه څه چې په خوب کې راغونډیږي په ويښه تیتیږي .

ځان پېژندنه

دحکمت بنسټ په ځان پېژندنه ولاړ دي . خو غوږ ونیسۍ هغه چاته چې وايي ځان یې پیژندلی دي :
« زما ونه لنډۍ ده ؛ ناپلیون او ویکتور هوګو هم همداسې وو».
«زما تندی پراخه نه دي ؛ سقراط او سپینوزا هم زما په شان وو ».
«زه آرامه یم ؛ شکسپیر هم آرامه وو».
« پزه مې اوږده او یوه لوري ته کږه ده، دولتر او واشنګټن پزه هم همداسې وه ».
«یوه سترګه مې رنځ لري آخر دبولوس او نیچه سترګه هم روغه نه وه ».
«زما خوله لویه ده ، لاندینۍ شونډه مې پڼده ده ؛ شیسرون او څوارلسم لویي هم همداسې وو ».
«پنډ ورمېږ لرم ؛ هانیبال او انتونیوس هم د پنډ ورمېږ څښتن وو ».
«غومبوري مې راوتلي خو سترغلي مې ننوتلي دي ؛ لافیت او لینکن هم عیناً همداسې وو ».
«ولي مې کاږه دي ؛ اسحاق ادیب هم همداسې وو ».
«ډډ لاسونه او لنډې ګوتې لرم ؛بلایک او دانتون هم همداسې لاسونه لرل ».
«په وجود ډنګر او کمزوری یم په داسې حال کې چې اکثره پوهان همداسې وي ».
«عجیبه ده چې نه لیکل کولاي شم او نه لوستل مګر دا چې د قهوې یوه پیاله مې په څنګ کې نه وي بالزاک هم همداسې وو».
«د تولستوي او ماکسیم ګورکې په شان له چوپانانو او ملنګانو سره ناسته پاسته خوند راکوي ».
« د بتهوون او ولټ واټمن په شان ډېر ځله داسې یوه یا دوه ورځې را باندې راځي چې مخ  او لاسونه نه وینځم ».
«آه ! د ښځو په اړه خبرونه او دهغوي دهغه کارونو کیسې مې په غوږونو خوږې لګیږي چې دخپلو مېړونو په نشتون کې یې ترسره کوي ؛ پوکا چیو او ریبالې هم داخوند ترلاسه کاوه ».
بیا یوڅه خاموش شو او یوه شیبه یې سترګې پټې کړې او بیایې وویل :
هوکې ! دحکمت بنسټ په ځان پېژندنه ولاړ دي او زه په بشپړ ډول ځان پېژنم .
د سقراط څخه تر پوکاچیو پورې د نړۍ له پوهانو سره ملګری شوی یم خو اوس نه پوهېږم هغه لوي کار چې ترسره یې کړم کوم یو دي ؟
هوکې ! دحکمت بنسټ ځان پېژندنه ده ، آیا ته هم ځان پېژنې ؟

تجربه

تجرته هغه معیار دي چې په مټ یې خداي د بشري نفس توان ازمویي ، هغه تله ده چې دروح د درنښت او سپکوالي کچ ټاکي .