کتل
څوک چې دنړۍ په ښېګړو او بدګړو کې فرشتې او شیطانان ویني زړه یې د معرفت او روح یې له مینې او عاطفې څخه تشیږي .
دحقیقت نړۍ
دحقیقت نړۍ یوه عجیبه هینداره ده چې انسان پکې خپل نفس کوچنی او سپک ویني .
ښکلا
ښکلا هغه راز دي چې زمونږ روح ته مالوم دی او تر اغیزو لاندې یې وده کوي؛ خو زمونږ فکرونه ورته ګوته په غاښ دی او هڅه کوي چې بریدونه ورته وټاکي او د لغتونو په قالب کې یې رابند کړي خو نه شي کولی .
ښکلا نه لېدل کېدونکی سیال دی چې د لیدونکي او لیدل کېدونکي د عواطفو ترمنځ بهیږي .
محبت
محبت په دې نړۍ کې یواځنۍ خپلواکي ده چې روح داسې لوړو پوړیو او مقامونو ته رسوي چې بشري قانونونه او دودونه نه شي ورختلاي او د طبیعت قانونونه او احکام ورباندې واک نه شي چلولاي .
نابغه ګان
نابغاګان ډېر بې وزلي او بیچارګان دي ځکه هر څومره یې چې روح مخ پورته ځي په هماغه کچ داوښکو په پړونو کې نغښتل کیږي .
دخداي دښمن
زه له تاسې څخه بېزار یم ځکه تاسې له عظمت او لویۍ څخه بېزار یاست .
زه تاسې ته په سپک نظر ګورم ځکه تاسې ځانونو ته په سپک نظر ګورﺉ .
زه ستاسې دښمن یم ځکه تاسې دخداي دښمنان یاست خو نه پوهېږﺉ.
وحدت
ددې نړۍ هر لوی او ښکلی شی دانسان دننه دیوه فکر یا یوه حس څخه سرچینه اخلي .
نن چې دپخوانیو خلکو دکړنو هراړخ وینو په حقیقت کې له ظهورڅخه دمخه دیوه نارینه په عقل کې یو نغښتی فکر او آند دي یا هم دیو ې مېر منې په ګوګل کې یوه لطیفه عاطفه ده .
هغه لوړې لارښونې چې دبشریت د ژوند تګلوری یې اړولی دي هغه شعري باوردي چې دداسې نابغه په سر کې را پنځېدلی دي چې په خپل نبوغ سره له خپل چاپېریال څخه ګوښی او بېل شوی دی .
پوهاوی
څومره ناپوه دي هغه کسان چې محبت د او ږدمهالي ګډ ژوند او ملګرتیا پایله بولي بلکه محبت د روحي پوهاوي او تفاهم زېږنده دی .
که دا تفاهم په یوه لحظه کې منځ ته رانه شي په یوه کال ، او حتی یوه پښت کې هم نه شي راتلای .
زړښت او ځواني
لکه څه ډول چې سهار له شپې سره خبرې نه کوي مست او خندان ځوان له مړاوي زاړه سره مینه نه شي کولاي .
لمر
کښت دلمر په تودوخه کې ژوندی کېږي او وده کوي او بېرته دلمر په تودوخه کې وچېږي او له منځه ځي .
ميراث
په ډېرو ځایونو کې د پلرونو شتمنۍ د بچیانو دبدبختۍ تومنه جوړوي ؛ هغه پراخې زېرمې چې د پلرونو په هڅو او د میندو په حرص سره پنځېدلې د وارثانو له پاره په تیارو او تنګو زندانونو اوړي .
هغه د پیسو په بڼه لویه الهه چې چې خلک یې عبادت کوي په یوه داسې ډارونکي شیطان اوړي چې روحونه ځوروي او زړونه وژني .
مینه
مینه له ناپوهۍ سره نه یوځاي کېږي .
ښځه
ښځه په تېر کې د نیکمرغۍ پالونکې خو اوس د بدبختې سر مشره ده .
ښځه په تېر کې ړنده وه او په رڼا ورځ به خوځېده خو اوس بینا ده او په تکو تورو شپو کې حرکت کوي .
ښځه په تېر کې په خپلې کمې پوهې سره ښکلې ، په سادګۍ سره درنه او کمزورۍ سره پیاوړې وه خو اوس په خپل هنر سره ناوړه ، په هوښيارۍ سره لنډنظرې او پوهې سره له زړه څخه لیرې ده .
غمجنه روح
غمجنه روح په خلوت او یواځیتوب کې آرامښت مومي نو له دې کبله له خلکو څخه ځان لېرې ساتي ؛ لکه ټپي شوې هوسۍ چې له نورو هوسیو څخه ځان ګوښی کوي او په یوه غارکې پټیږی ترڅو روغه یا مړه شي .
ټیکاو
غمونه او ويرونه ګالل یا د مصیبتونو اودردونو په وړاندې ټیکاو په خوندي او آرامه ځای کې له ښویدو او رغړېدو څڅه ښه دی .
د شمعې په شاوخوا د سوځېدو له پاره ځارېدونکی او څرخیدنکی پتنګ په تیاره او تنګ غارکې په ارامې او سوکالۍ سره دژوند کونکي ړانده موږک څخه ښه دی .
هغه زړی او تخم چې د ژمي سړوخې او د موسمونو دادلون بدلون کړاونه ونه ګالي د ځمکې د زړه د څېرې کولو توان او د پسرلي دخوښیو او ښکلاوو د لیدو توان نه لري .
مور
دانسان دشونډو په واسطه جوړېدونکی ترټولو خوږشی دمور ویی دي او په وجود کې تر ټولو ښکلی او زړه راښکونکی غږ « اي مورې » دی.
مور هغه کوچنی لغت دي چې له هیلې ، عشق او لورینې ډک دی .
مور په بشري زړه کې تر ټولو خوږ او مزه دار او له لطافت څخه ډک شی دی .
په ژوند کې مور هرڅه ده .
مور د لورینې ، نرمښت ، زړه سوي او زدکړې سرچینه ده .
څوک چې خپله مور له لاسه ورکړي په حقیقت کې یې هغه سینه چې ده به ورباندې دسکون له پاره سر ایښوده ، هغه لاسونه چې دده له پاره به تل په دعا پورته وو او هغه سترګې چې تل به یې دده لارې څارلې له لاسه ورکړې دي .
الهي خوښه
بشري اراده دخداي خوښه نه شي اړولاي ؛ لکه څه ډول چې ستوري پېژندونکي د ستورو تګلوری نه شي بدلولاي .
د ښځې حقیقت
لیکوالان او شاعران هڅه کوي ترڅو دښځې په حقیقت وپوهیږي خو تراوسه نه دي توانېدلي دهغې دزړه رازونه او دسینې سرونه وسپړي ځکه هغوي د شهوت له سترګیو ورته ګوري او یواځې دښځې دبدن کرښې او خطونه ویني .
ښځه
نارینه لويي ، سرلوړي او شهوت اخلي خو شځیه یې بیه ورکوي .
دروح نجات
کله چې روح په اورسره وسېځله شي او په اوښکو ولمبوله شي له عیبونو او ننګونو څخه پورته کېږي او دبندګۍ او هغه دودونو او قانونونو څخه نجات پیداکوي چې د بشري زړه د احساساتو او عواطفو له پاره وضع شوي دي، او په لوړسر د الهي عرش په وړاندې ودریږي .
ناتواني
اویا پیړۍکېږي چې انساني ټولنه د ناوړه قانونو پیروي کوي خو تراوسه د تل پاتې او اسماني قانونونو ماناګانې نه شي درک کولی.انساني سترګې دتتو څراغونو رڼا ګانو ته په کتو سره روږدې شوې دي خو دلمر رڼا ته په کتو نه دي توانېدلې .
زنداني
هغه مظلوم زنداني چې د زندان دیولونه غار کولاي او ړنګولای شي او دا کار ونه کړي ډارن دي .
آیا ...
آیا خداي مونږ ته دژوند روح ددې له پاره رابخښلې ده چې دمرګ تر ګامونو لاندې یې راولو ؟
آیا مونږ ته یې خپلواکي راکړې چې د غلامۍ تر سیوري لاندې یې ځاي په ځاي کړو ؟
مقابله
هغه کس چې دخپلې روح بل شوی اور وژني له آسمان سره چې دا اوریې بل کړی مقابله کوي .
دظالم ملګری
هغه څوک چې په ظلم صبر کوي او ځان نه خوځوي د باطل ملګری او دبې ګناه خلکو د وینو په تویولو کې شریک دي .
عشق
عشق هغه قیمت بها زیرمه ده چې خداي پاک یې یواځې په هغه لویو زړونو کې چې د امانت ساتنې وړتیا لري ایږدي .
محبت
هغه مینه چې د ځوانۍ دغفلت او هوښیارۍ په مهال پنځیږي ددیدار تږې وي خو هغه محبت چې د بې نهایتۍ په لمن کې زیږي ، دشپې له رازونو سره همراز وي ، له ابدیت پرته په څه نه راضي کېږي او په ناباقي شیانو بسنه نه کوي یواځې د الوهیت په وړاندې د درېدو وړتیا لري .
اخلاص
اخلاص ټولو کارونوته ښکلا او درنښت وربخښي .
مېوه
په غار کې شنه کېدونکې ونه میوه نه ورکوي .
میراث
بلبل په ققس کې ځاله نه جوړوي ، ترڅو خپلو بچیانو ته غلامي په میراث پرې نه ږدي .
مونږ او تاسې
مونږ دغم بچیان یو او تاسې دخوښۍ.
غم دخداي سیوری دي چې د ناوړه زړه په ګاونډ کې ځاي نه نیسي . غم دومره لوي دي چې کوچني روحونه یې دزغملو توان نه لري .
مونږ ژاړو ، ځکه هرڅوک چې یو ځل په اوښکو غسل وکړي د تل له پاره پاکېږي .
مونږ پیغمبران ، شاعران او هنرمندان یو . مونږ دخپل زړه له تنستې څخه فرشتو ته جامې اوبو ، او دزړه له وینو څخه مو دهغوي جامونه ورډکوو .
مونږ ژاړو او له نارو او غلبلو څخه مو ګلونه او خاښلې او د چینو داوبو شړهار مستیږي ، مونږ ژاړو او اوښکې مو دژوندون په زړګوټي کې په سپېدو کې د شپې د لیمو څخه د پرخې د څاڅکو د لوېدو او وریدو په څېر وریږي .مونږ به خود ژاړ ځکه د کونډو او یتیمانو اوښکې وینو ، د بې وزلو او مظلومانو فریادونه او نارې سورې اورو او بیا هم ځکه ژاړو چې روح مو دجسم له لاسه له خداي څخه بیله شوې ده .
تاسې خاندﺉ ځکه د ناپوهۍ او جهل سره په ګډ ژوند کې آرام مومۍ په داسې حال کې چې د ناپوهۍ کورګی هینداره نه لري چې تاسې پکې خپل مخونه وونیۍ .تاسې خو به خود خاندﺉ چې د خندا کټهار مو د انسانانو د کوپړیو د ماتېدو له خپرهار ، د ولچکو اوزولانو د شرنګهار او د زندانونو د غالمغال سره یوځاي کیږي .
تاسو خاندﺉ او د خندانو شونډو له سوښکیو څخه مو ملنډې د مارچیچلو په ټپونو نور زهر تویوي .
تاسو وخاندﺉ ځکه د سروزرو ځلاوینۍ ، اویواځې د پیالو کړنګهار اورﺉ .
تاسو باید وخاندﺉ ځکه جسم مو د خاورې سره په ګډ ژوند کې آرامه او سوکاله دي .
ډار
مګر له فقر څخه ډار ، په خپله فقر نه دي ؟
ګټور کار
هغه څوک چې د ګټورو چارو د ترسره کولو له پاره له ژوند سره مینه لري ژوند هم خپل زړه ورته پرانیزي او هغه ترټولو پټ او ژور رازونه ورته ښکاره کوي .
پرون او سبا
پرون ، دنن خاطره او سبا دنن خوب دي .
دعا
په ربړو او سختیو کې دعاګانې کوې ؛ مګر څومره به ښه واي چې د خوښۍ او سوکالۍ په مهال دې هم دعاګانې کولاي .
ښه اوبد
شاید وپوښتې چې څه ډول ښه او ناوړه خوندونه نومیرلای شم نو بڼ ته ولاړشه هلته به زده کړې چې دشاتو مچۍ د ګلانو په زبېښلو کې خپل خوند ترلاسه کوي او ګل خپلې خوږې د شاتو مچۍ ته وړاندې کوي . دشاتو مچۍ باور لري چې ګل د ژوند سرچینه دي او ګل ایمان لري چې د شاتو مچۍ د محبت پیغامراوړنکې ده .
دشاتو مچۍ او ګل دواړه باور لري چې د خوند منل او وړاندې کول هغه دوه اړتیاوې دي چې له شته والي پرته یې چاره نه شته .
اړتیاوې
د انسان اړتیاوې بدلون مومي خو محبت او مینه یې تغیر نه شي منلاي .
د فکرونو ټکر
ستاسې دمشرۍ او لویۍ په لورې پام کوﺉ خو زه د سلامتۍ ، اشتیاق او خپلواکې په لوري لیوال یم .
تاسې غواړۍ چې د اوږدو لقبونو او نومونو څښتنان شۍ خو زه غواړم چې ګټور خدمت کونکی وم .
ستاسې په فکر غل ، مجرم ، قاتل او باغي دي خو زما په آند غل د محتکر محٌصول دي ،مجرم د ظالم د اخلاقو پایله ده ، قاتل د مقتول هم لاسی دي او باغي د تورې لاس ته راوړنه ده .
ستاسې له سترګو ماهر ، هنرمند ، استاد ، نابغه او فیلسوف دي خو زما له سترګو دوست ، عاشق ، مخلص ، صادق او فداکار دی .
ستاسې له آنده کافر، مشرک ، دهري ، بلواګر او زندیق دي خو زما په فکر سرګردان ، متحیر ، کمزوری ، ړوند او عقلاني او روحي یتیم دی .
ستاسې په فکر د ملتونو شتون او پیژندنه په سیاست ، ګوندونو ، کانفرانسونو او راپورونو سره مالومیږي خو زما له آنده ملتونه په کار کار او کار سره پېژندل کېږي ؛ کار په پټیو ، باغونو ، ځنګلونو ، کتابخونو ، او چاپ خونو کې .
خاطره او یادګار
خاطره او یادګار په خپله یو ډول دیدار دی .
هنر
هنر د ابدیت په لوري د طبیعت له خوا پورته کېدونکی ګام دی .
مالګه
په مالګه کې سپېڅلی او حېرانونکی ځواک دي په داسې حال کې چې مالګه هم زمونږ په اوښکو او دریابونو کې شتون لري .
لوي انسان
لوي انسان دوه زړونه لري :هغه زړه چې دردمند دي او هغه چې فکر کوي .
کینه ګر
کینه ګر ماستايي په داسې حال کې چې په خپله خبر نه دي .
باد
کله چې خپل رازونه باد ته وایې نو که هغه یې ونو ته ورسوي مه یې ملامتوه .
رغبت اوبې پا مي
رغبت نیمايي ژوندون او بې پامي نیم مرګ دی .
دنیا
کله چې غم یا خوښي زیاته شي دنیا د سړي په سترګو کې بې ارزښته کیږي .
دزړه راز
زمونږ دزړه په رازونو يواځې هغه کسان پوهېږي چې له رازونو ډک زړونه لري .
ریښتینی پاچا
ریښتینی پاچا هغه کس دی چې دملنګانو په زړونو کې خپل تاج اوتخت پیداکړي .
حق
هغه کس چې حق ته غوږ ایږدي له هغه کس څخه کم نه دي چې حق بیانوي .
عالم او شاعر
دشاعر او عالم ترمنځ شین بڼ دی ، که عالم ورڅخه تېر شي شاعرکېږي او که شاعر ورڅخه تېر شي پیغمبرکېږي .
مرګ
کله چې دژوند په ټولو رازونو وپوهېږې د مرګ لیواله کېږي ځکه مرګ هم دژوند يو راز دی .
شرم او حیا
په حیا او شرم کې شکست او ماته په ادعاکې تر توفیق غوره ده .
ښکلا
له ښکلا پرته نه دین شته او نه پوهه.
شهرت
ريښه غوټۍ ده خو شهرت یې نه خوښیږي .
دانسان دننه
که کهکشان مې دوجود دننه نه واي څه ډول به مې هغه لېدلای او پېژندلاي واي .
خیال
دخیال له ځواک او قوې پرته پوهان بې ګوډره او تلې قصابانو ته ورته دي .
دطبیعت جهاد
دطبیعت جهاد دنظم په لورې هماغه بې نظمۍ او اشتیاق ته وايي .
ریښتینی خپلواک
ریښتینی خپلواک هغه کس دي چې په زغم او مننې سره په ځنځېرونو کې دبند غلام پیټی لېږدوي .
دبشریت تربیون
دبشریت تربیون دهغه آرامه زړه دي نه دهغه حراف عقل.
ګناه
ګناه د اړتیا بل نوم دي او د ناروغۍ دنښو نښانو څخه یوه ده .
حکمت
دحکمت غوښتنه ده چې ګوډ د دښمن په سر خپله لکړه ماته نه کړي .
سپکوالی
څومره سپک یم په داسې حال کې چه ژوند راته سره زر راکوي او زه تاته سپین هغه درکوم خو ته ماته د بخښونکي په سترګه ګورې .
زندان
مونږ ټول زندانیان يو خو څوک په پنجرو لرونکو زندانونو کې او څوک په بې پنجرو هغو کې .
مېلمه
که مېلمه نه واي کورونه به په قبرونو اوښتي واي .
چل
چل کله ناکله بریالی کېږي خو تل له ناکامۍ سره مخامخ وي .
بډایتوب او غریبتوب
د بډاي او غریب ترمنځ توپیر یواځې یوه ورځ لوږه او یو ساعت تنده ده .
مینه
مینه یوه نوراني کلمه ده چې په نوراني لاس په نوراني پاڼه لیکله کېږي .
دنارینه تېرېدنه
هغه نارینه چې د ښځې د کوچنیو تېروتنو څخه نه تېریږي دهغې له ډېرو ښیګړو او فضیلتونو څخه بې برخې کېږي .
ښکلا
ښکلا په ژوند کې زمونږ دټولو ورکه ده .
شعر
فکر ،تل دشعر دلارې خنډ دی .
شعر هغه حکمت دي چې په زړه کوډې کوي .
حکمت ، هغه شعر دي چې د فکر نغمې ته ترنم بخښي .
شعر هغه نظر نه دي چې په لغتونو او ویو سره وویل شي بلکه هغه نغمه ده چې د زخمي زړونو یا خندانو شونډانو څخه پورته کېږي .
بې هیوده ژوند نه کول
باخبر اوسۍ چې مونږ بې هیوده ژوند نه دي کړی ، نو بیا ولې مو له هډوکو څخه څلي جوړیږي ؟
حق
حق دوه کسانو ته اړتیا لري یو هغه ته چې بیان یې کړي او بل هغه ته چې پرې وپوهیږي .
ښونځی
ډېر ښونځي د هینداره لرونکو کړکیو په شان دي چې مونږ ورڅخه حقیقت لیدلاي شو مګر له حقیقت څخه مو بېلوي .
ذاتي او اکتسابي
سکوت ذاتي او زیاتې خبرې کول اکتسابي دي .
انسانیت
انسانیت، دنور دریاب دي چې د ازل له درو څخه د ابد دسمندر په لور حرکت کوي .
یادښت:
درنو لوستونکو!
له څوکلونو را په دیخوا د جبران خلیل جبران له لیکنو سره اشنایم او کله ناکله چې د څیړنې له ستونزمن کار څخه ستومانه شم په لوستو یې ستوماني ماتوم . دجبران له رازونو ډکې سپینې خبرې مې خوښېږي که څه هم له ځینو سره یې جوړنه یم . له دې لامله مې غوره وبلله چې تاسوته یې هم ستاسې په ژبه ورسوم . خوباید ووایم چې کتاب مې له فارسي ژباړلی دی کوم چې ښاغلي دوکتور سید حسن سیدي پرې قلم ستومانه کړی دی .
دوکتور عبدالحمید بهیج