استاد سعيد نفيسي
 

 

 زما شهۍ !
 دا چې د زړه لومړنی پیغام په دې دوه کلمو سره پیلووم بخښنه غواړم . کېدای شي په راتلونکي کې د «زماګرانه» او« زما کعبه» وبولم او یاهم تردې له لوړو کلمو څخه کار واخلم او یا هم حتی په خپل نامه دې ياده کړم .
دا سریزه  به بس وي چــې وپوهېږې دڅه له پاره درته دا لیک لیکم؟!
څلور ساعته دمخه راته هېڅ وې ، نه دې زما په ژوند کې ونډه لرله او نه دې زما په زړه کې ځای ؛ خو احساس کوم چې له دې وروسته ته یې او زه او زه یم او ته .
آه ! زړونه څومره زر او له سریزې پرته بایلل کېږي !!!
نن شپه دې د دوهم ځل له پاره وینم مګر نه پوهېږم چې هغه سادګان چېرته دی چې ددوستۍ او مینې له پاره پرله پسې لیده کاته اړین بولي ؟ هغوي چې به یې د یوځل کتلو په ترڅ کې په زړه تښتونې او دیوه چا په ګوتو کې دهغه په لویدنې باور نه درلود څه شوی دی ؟
څلور میاشتې دمخه چې دلومړي ځل له پاره مې بې تابه سترګې ستا په ښکلي مخ ولګېدې ته یوه ناغوړېدلې غوټۍ وې ؛ خو آه ! کله دې بڼوال ليدلی چې په څومره مینه او رحم ناسپړلو غوټیو ته لاس ورِغځوي؟
په لومړني لیدن کې مې له کتلو پرته نور جرأت نه لرلو که څه هم په ځیرځیر مې درته نه شوای کتلی یواځې د سترګو له کونجونو مې لیــدلې ؛ خو آیا دا بس نه وه چې تش دلیــــدو اجازه مې لرله ؟!
نه پوهېږم هغه انګړ چې ددوهم ځل له پاره د پکې وینم زما په ژوندون کې به کوم مقام لري؟ مګر مجبوریم چې  خپل نمزدک او دمینې معبد یې وګڼم ؛ هلته چې زما دزړه خانقاده ، هلته چې ستا زړه تښتونکو تورو سترګو لومړۍ پلا بې سېکه کړی وم.
هوکې ؛په دې څلورو میاشتو کې د څومره توپیر کړی دی؟ د پټ طبیعتي ځواک او پیاوړی الهي قدرت دی، چې دا ښاپېرۍ په څومره چټکتیا سره زړونه یرغملوي ؛ ته ګوره چې پرون یې ماشومانه لوبې کولې خو نن په څومره آستادۍ زړونه تښتوي.
څلور ساعته دمخه ته هم نه وې خبره چې په یوه ګوښه کې د ډېرو مودو ویده زړه خپل کړې ؟ ریښتیا ووایه چې پوهېدې دا کاربه ترسره کړې ؟
لا چې هغه انګړته نه وې راغلې زړه مې راسره و خو خبر نه وم چې په یوه کاته به یې پردی کړم .
آه ! هغه شېبه ازلي او ابدې شېبه وه چې همدلته وه .
زماګرانې ! څه کولی شم ؛ په ګوګل دننه بلوا سریزه نه غواړي ؛ بل شوی اور ببوزي او پوکي ته اړنه دی ؛ سکروټې دي چې په خپله سوځېږي ؛ خپل په خپله رابرسېره کېدونکی ټپ دی ؛ مګر داسکروټې باید نه وای بلې شوې ؛ خو چاره څه ده  اوس یې راته ټول ګوګل لولپه کړی؛ نور نو د هېڅ شي پروا نه لرم .
ته پوهېږې ؛ که څلور ساعته دمخه راته چا دمینې خبرې کړې وای په کټ کټ به مې ورپورې خندلي وای خو اوس په خپله پرې اخته شوم او دې نړیوال درد په خپلو تاوجنو سکروټو کې راګېرکړم .
څلور ساعته وشول چې له ســــترګو څخه مې پـــنا شوې یې -خدای وکـــړي زما او ستا د نالیدو او لیرې والي وخـــت نور ونه غځــېږي- او ځان ته ددې جملو په لیکلو سره تسل ورکوم . خلکو ته د طبیعت له خوا ورکړل شوي ذوقونه او قریحې دهغوي تر ټولو غوره هڅونکي او دهغوي د پټ ټپ ټوکرونکي دي .
څه فکر کوې ! زړه بایللی هنرمند به بې موخې موسیقي غږوي؟ زړه سپارلی سندربول به بېهوده سندرې وايي ؟ او زړورکی شاعربه بې دلیله شعر وايي ؟ نو زه هم ددې کرښو له لیکلو څخه خوند اخلم .
مګر نه پوهېږم چې دا لیک به په څه شان تر تا رسوم ؟ … همدلته به یې کېږدم چېرته چې دې تورو سترګو ستا په لوري کاږلی او تورکاکل دې مجذوب کړی وم نو هیله لرم چې دالیک به هم ترخپله ځایه ورسوي .
اې بې ورحه جسمونو چې لاتراوسه زما په ژوند کې ونډه لرﺉ تاسې ته زېری درکوم چې تردې وروسته به مو ملګری په انسان وژونکو تورو سترګومین وي . تاسې دې خبروﺉ چې تر دې وروسته به زما دسوځنده آهونو په تاونو کې دهغه مشکینو څڼو وږمې مومۍ .
زماګرانې !
نه پوهېږم چې ستا کورنۍ به ما په څه شان ومني ؟ ریښتیا راته ووایه چې ددې ناڅاپي پېښې اټکل دې کولی شوای ؟ مګر کېدای شي یو دلبر چې پوهیږي یو زړه یې ښکار کړی دی د خپل مین د خاموشو سترګو په کتو دهغو په مانا ونه پوهېږي ؟
که یوځل په هنداره کې ځان ته وګورې هرومرو به وپوهېږې چې زما سترګو درته څه ویل .
نه یم خبر چې دالیک به در ورسېږي او که نه ؟ خو دومره ویلی شم چې دا جملې دتا له پاره لیکم .
پوهېږم چې تردې وروسته به ډېر لیکونه ولیکم ، خو دومره هم پوهېږم چې زما ټول لیکونه به دهغه رنګارنګ زګېرویو ژباړه وي چې زما له خولې او زړه څخه به یې واورې.
دمینې په ډګر کې تجربه نه لرم خو دنړۍ له پېدايښت څخه تر نن پورې مې د بې شمېره مینانو له زړه بوګنونکو کیسو څخه دومره زده کړي دي چې ددې کوچنۍ جملې لیکل او ویل چې « له تاسره مینه لرم » څومره اوښکې او فریادونه غواړي .