یادښت :دا لیکنه ټکی په ټکی د باران په ژبه کتاب څخه را اخیستل شوې چې د جبران خلیل جبران غوره ویناوې پکې راغونډې شوې دي . یادشوی کتاب چې دډاکټر عبدالحمید بهیج قلم پرې ستومانه شوی د دانش خپرندویې ټولنې له خوا په ۱۰۰۰ ټوکه کې چاپ شوی دی .
دجبران خليل جبران ژوندليك
جبران په ۱۸۸۳زكال کې د لبنان په شمال كې د «بشري» نومي كلي په يوه منځنۍ كورنۍ كې ديوه غصه ناک اوشرابي پلار په كور كې نړۍ ته سترګې و غړولې . وايي چي يوه ورځ يې پلار دومره شراب څـښليوو چي كور ته يې بې سده راورساوه او د بلې ورځې تر سهاره بې خوده وو.خو مور يې كامله چې د«خوري سټیفان» لوروه دپلار په خلاف يوه ويښه او فعاله ميرمن وه چې دجبران له پلار سره ترواده دمخه د حنا عبدالسلام رحمه كونډه وه او دا چې كړيدلې او دتجربې خاونده وه له دې كبله يې د بچيانو په ځانګړي ډول د جبران په روزنه كې پام وړ رول لوباوه .جبران په خپله ډير ځله دخپلې مور دروزنې او كار پوهۍ په اړه ګړيدلی دی . او ويل به یې : هغه مې د ژوند چاپيريال شهۍوه؛ په ماشومتوب كي يې پوهولی وم چې ددواړو ترمینڅ اړیکه دوستانه، له مینې ډکه او دوه اړخیزه ده. مور هغه يواځينی هیښونکی موجود دی چې په ټول ژوند كې مې پېژندلی دی .
دجبران پلار چې دماليې په اداره كې كار کوي د بډې خوړنې له كبله زندان ته ځي او له دې كبله يې ټوله شتمني كنګل كېږي .مور يې د ډيرو كړاونو په ګاللو سره بريالۍ كېږي چې هغه را خوشی كړي . مګر دا پېښه دكلي په تړلي چاپېريال كې د جبران د تراژيديكو احساساتو په لاملونو کې شاملیږي او د هر ډول واكمنيو په وړاندې د سرغړاوي په بڼه یې په اثارو كې ښكاره كېږي .وايي چې جبران به ډيره قهوه څښله او زيات سګرټ يې څكول ،له دې كبله په ځای ده چې ډيرعصبي مزاجه كس ور څخه جوړشو او شراب څښنې ته يې لاس واچولو ، په يوه ليك كې خپل دوست ميخايل نعيمه ته دخپلو دردونو په اړه خبرې كوي چې دده د جسمي ناروغيو څخه څرګندونه كوي . دبيلګې په ډول ځان د موسيقۍ هغه آلې ته ورته بولي چې مزي او تارونه يې شلېدلي وي او د داسې پياوړي چا په لاس كې وي چې د پردېسۍ او له ميني تشي نغمې پرې غږوي. چې ګمان کېږي له همدې امله يې له ۴۸ كلونو څخه زيات ژوند ونه كړ .
دجبران ماشومتوب د «بشری» په كلي كي تېر شوو.هغه ښكلی،زرغون او شين كلی چې دده دپنځون پال حس په پالنه كې يې اغېزلرلو.د «بشری» چاپېريال دنګو دنګو غرونو چې پرېمانه مستې او رڼې چينې يې لرلې او ژورو درو چي په سر به يې سپينې وريځې تاويدلې نيولی وو. جبران دهغه كلي له ښكلو منظرو ، ونو او بوټو سره مينه لرله . په كلي كې يو سپيڅلی زيارت ووچې «قاديشان»يې باله چې په سرياڼي ژبه كې سپېڅلي ته وايې .په ځوانۍ كي به جبران دكلي په شاوخوا غرونو خاته او په هغه ځای كې به ديو څو شېبو له پاره خاموش او چوپ كېناسته او دغرونو په دنګو دنګو څوكو كې دمرغيو چڼهار ته به غوږ وو. ددې مهال (چي شاوخوا ۱۵ كلن وو) خيالونه او آندونه به يې دښوونځي په كتابچه كې ليكل .داټول له هغه سيمې او دهغې له ساده وګړو سره دده دمينې لامل وګرځېدل په داسې ډول چې اغېز يې دده په ټولو آثارو كي جوت دی . دده كيسې معمولاً دهمدې انځورونو تر اغيز لاندې راغلې دی . دسارې په توګه د «مرتا البانيه» په كيسه كې چې د «عرائس المروج» په ټولګه كې راغلې دلبنان په شمال كې د « بان» له كلي څخه ګړيږي .
په ماشومتوب كې جبران د پلار دسختګيرۍ له امله ګوښه خوښی شو او ډير مهال به يې د «مار سر كيس » په نمزدك كې نقاشي كوله .يوه ورځ يې د يوه لوي چا انځور په داسې حالت كې جوړ كړی وو چې پلاريې ورته سوټی نيولی.البته جبران د خپل پلار دا سخت ګيري نعمت ګاڼه او ويل به يې : په ژوند كې د دريو شيانو پوروړی يم : مورمې چې خپلواكه يې پريښودم ، بيا مې مور چې په هغې او دهغې په كار ايمان لرم ،او پلار مې چې ديوه مبارز كس روح يې راكې ويښه كړه .
په پینځه كلنۍ كې ښوونځي ته لاړ . دوبی به د خپل بابا سټیفان سره په كلي كې او سېده او هلته د ايټالوي راهبانو سره چې له ځان سره يې هنري انځورونه او نقاشۍ را وړې وې بلدشو چې په ليدو يې جبران په هنر او نقاشۍ مين شو . دامین توب و چې له همدې ماشومتوب څخه آن د ښوونځي په ديوالونوانځورونه وکاږي . نقاشۍ ته دزياتې پاملرنې له كبله به يې د ښوونكي خبروته غوږ نه نيوه او ظاهراً يو بي نظمي خوښوونكی زده كوونكی بلل كېده . خو د ظاهر په خلاف ، ډير ذكي او دښوونځي دقانونونو نه پلي كوونكي وو.
په يولس كلنۍ كې له يوه پیاوړي ناورین سره مخامخ شو چې په ټول ژوند يې اغيزور وښانده .پلاريې د بډې خوړنې په جرم زندان ته ځي او د تنګسې او غريبۍ له كبله مجبوراً له لبنان څخه چې دی ورسره خورا مينه لري او هېڅكله يې هغه ښكلې منظرې او ښكلي خلك نه شي هيرولای كډه كوي .مور يې په ۱۸۸۴ ز. كال كې خپل څلور زامن له ځان سره د امريكا د بوسټون ښار ته بيايي او هلته د چينايانو په غريب مېشته سيمه كې په ژوند پيل كوي .دا سيمه ددې ښار تر ټولو كوچنۍ او پخوانۍ هغه وه چې د هر دين او نژاد وګړي به پكې اوسيدل .دوي كليسا ته څېرمه په يوه كوچني اپارتمان كې ژوند كاوه . په ۱۸۹۷ ز. كال كې جبران بيرته لبنان ته ستون او د «الحكمه » په ښوونځي كې د فرانسوي او عربي ژبې په زده كړه بوخت شو .خو دهغه څلوركاله زده كړې په اړه چې د الحكمه په ښوونځي كي يې كوي وايي : دخدای شكر دی چې د صرفو ، نحوې ، معاني ،بيان ، عروضو او قافيې له جنجال څخه خلاص شوم .جبران له نقاشۍ اوپنځوون سره دخورا مينې له امله له وچو او بې روحه درسونو سره ليوالتيا نه لرله . ښوونكي په هماغه كوچينتوب او د تحصيل په مهال په نقاشۍ كې دده وړتيا ته متوجه شول او يوه شتمن ته چې«هولاندای»نومېده او ځوان هنرمندان به يې هڅول وروپېژاند او هغه هم جبران ته زيات پام كاوه .
جبران عامه كتابتون ته ډیر تله راتله او د و ليام بلايك په نوم دانګريز شاعر او هنرمند انځورونه يې وكښل چې د «هولاندای » د حيرانتيا لامل وګرځېدل له دې کبله هولاندای په ۱۸۸۹ كال كې يو نندارتون جوړ كړ چې ډيره برخه يې د جبران نقاشيو نيولې وه . په ۱۸۹۸ كې له بوسټون څخه بيروت ته ستون شو او د پلار دليدو له پاره بشری ته ورغی خو په ليدویې وپوهېد چې هغه ډير زر سپين ږيری شوی دی .جبران چې د فرانسوي او عربي ژبو د زده كړې له پاره هلته تللی وو د الحكمه په ښوونځي كې شامل شو خو داچې په انګريزۍ او نقاشۍ ښه پوهېده په لومړي ټولګي كې له داسې كسانو سره د عربي ژبې زده كړه ورته سخته پریوته چې له ده څخه يې دپوهې او تجربې كچه ټيټه وه .له دې امله د ښوونځي د بيان ښوونكي خوري يوسف ته ورغی او خپله ستونزه يې ورسره شريكه كړه ، خوري ورته وويل : سړی بايد په زينه كې پوړۍ په پوړۍ پورته لاړشي . جبران په غرور سره ځواب وركړ : هو ! مګر استاد نه پوهېږي چې الوتونكي د الوتنې له پاره د زينې پروا نه لري .
خوري يوسف چي دده وړتيا او حاضر ځوابۍ ته يې پام شوی وو د سپېڅلي كتاب په څېر يې يوشمېر كتابونه دلوستنې په موخه جبران ته وسپارل.
خوري له جبران سره دخپلو خبرواترو په اړه ماروين عبود ته داسې كيسه كوي : «كله چې مې احساس وكړ دپاخه حكمت لرونكي ځوان په وجود كې د څرګند عقلانيت په وړاندې ولاړيم ، ولړزېدم . كله چې به مې په درس وركولو پيل كاوه ، هغه به د نغوتې ګوته دغوږ شاته كېښوده او په نورو ګوتو به يې شونډې ونيولې او په ځير ځير به يې راته كتل . كه درس به يې خوښ شو تر پايه به يې ورته غوږ ايښود او كه نه په سپين كاغذ به يې نقاشي كوله او يا به يې انګريزي جملې ليكلي .»
هغه مهم مطالب چي د الحكمه په ښوونځي كې يې لوستل او مينه يې ورسره لرله كليله او دمنه ، الاغاني ، دمتنبي ديوان او سپېڅلی كتاب وو.
دتحصيلي كال په پای كې بشري ته راغی ترڅو اوړی له خپل پلار سره تېر كړي؛خو كله چي بېرته الحكمه ته راستون شو ، د عربي د زده كړې تر پای ته رسولو دمخه يې دخپلې خور سلطانې دمړينې خواشينوونكی خبر واوريد او بوسټون ته ستون شو .له دې وروسته جبران وو او دغمونو طوفانونه . موريې هم دده دورور پطرس په څير د سل ناروغۍ له كبله له نړۍ سترګې پټې كړې .
دمور ، خور او ورور غمونو دده په روحيه سخت اغېز وښانده . تر داسې كچه يې وكړاوه چې آن له پښو يې وغورځاوه . دمور دمړينې په اړه به يې ويل : زه له دې كبله نه ژاړم چې مورمې وه ، بلكه هغه زما ملګرې اويوه پوهه او هوښياره ميرمن وه . هغه ښكلې او سپېڅلې كلمه چې په ژبه يې را وستلای شم د «مور » كلمه ده. هغه كلمه چې له هيلو، مينې او لورينې څخه ډكه ده . ما ددې په بايلنې سره په غم كې تسليت ، په نا هيلۍ كې هيله او په ناتوانۍ كې توان له لاسه وركړ ، هغه د مهربانۍ، لطف او بخښنې سرچينه وه ، ما دخپل ځان ژغورونكی لاس له لاسه وركړ . په دې بهير كې جبران د بوسټون په ښاركې يو نندارتون جوړكړ چې د ډيرو دحيرانتيا لامل وګرځېد . دنندارچيانو په ډله كې يوه ميرمن وه چې وروسته بيا د جبران د ډيروهيلو د پوره كېدو لامل وګرځېدله . دا ميرمن ماري هاسكل نومېده چې له جبران څخه لس كاله مشره او د فرهنګي شخصيت څښتنه وه .
جبران يواځې په نقاشۍ زړه سوړ نه كړ ، بلكه په ليكوالۍ يې پيل وكړ . د امين الغريب په نوم له ورځپاڼه ليكونكي سره بلد شو چې د المهاجر اونيزه يې خپروله ، هغه له جبران څخه د مقالو د ليكلو غوښتنه وكړه .په ۱۹۰۴ كال كي يې خپله لومړي مقاله د «رويا» په نوم وليكله او وروسته يې د «رسائل النار » په نوم دمقالو يوه لړۍ خپره كړه .
مخالفين يې ادبي او هنري چټكې ودې ته ګوته په غاښ وو خو دی چې په ځان باوري ، لوي وزري ، او همتناك وو خپلې لارې ته يې ادامه وركوله . جبران د پخوا په شان د كورنۍ ديواځينۍ پاتې شوې غړې «مريانا » سره چې دده خور كېدله په يوه داسې خوار كور كې اوسېده چې كله نا كله به يې داجارې پيسې هم نه شواي پرې كولاي . چا ورته وويل : د پورونو د پرې كولو له پاره خپلې نقاشۍ وپلوره .هغه په غصې سره ځواب وركړ : هنر نه ارزانه كيږي .
جبران غوښتل پاريس ته ولاړ شي او د نقاشۍ دوره پوره كړي له دې امله د ماري هاسكل په مرسته پاريس ته ځي . په ۱۹۰۹ كي په پاريس كې د ښكلو هنرونو يوه ښوونځي ته ځي خو له ښوونكي سره د نظر د توپير په خاطر درس پرېږدي او په همدي كال كې له اګرست رودان سره آشنا كيږي او رودان هغه ويليام بلايك ته وروپېژني .
په ۱۹۱۱كې نيويارك ته راځي او دژوند تر پايه هلته ميشت كيږي .په نيويارك كي د امين الريحاني په مرسته له هغې لبنانۍ مبارزې ډلې سره اړيكې پيداكوي چې د عثماني تركانو له واكمنۍ څخه د لبنان د خپلواكۍ له پاره هڅې كوي او په دې توګه د هنري او فرهنګي كارونو په څنګ كې سياسي فعاليتونو ته لاس اچوي او په دې ډول هغوي ته سياسي مقالې ليكلي . د جبران په آثارو كې ډيره پاملرنه ټولنيزو ستونزو ته شوې ده . ظلم ، تبعيض ، پاټكيز واټن ، د ښځو حقونه ، سياسي زورواكي ، د مسيحي روحانيونو په مټ ديني استبداد او ...دده د ليكنو لويې موضوع ګانې جوړوي . جبران د بشر په چاپېر له بندونو څخه د نجات او خلاصون او د آندونو د بيان له پاره ادبیات ښه وسيله بولي ، او له بل پلوه دخپل چاپيريال د ټولنيزو _ سياسي ستونزو په اړه هم بي تفاوته نه پاتې کېږي له دي امله نړي واله جګړه او د لبنان په وګړو د عثماني تركانو تېری وو چې په ده يې د «مات اهلي» مقاله ليكلي . البته جبران يواځې په ليكلو بسنه نه كوي بلكه له مالي پلوه هم د لبنان له وګړو سره مرسته كوي .
د جبران د شخصيت په اړه قضاوت ډير سخت دي . ځينو ګوتنيوونكو هغه ته د يوه ناانډول كس په سترګه كتلي او ځينو بيا په ژوندانه كې د ثابتې عقيدې لرونكی او ټينګ شخصيت بللی دي .ځينو د نيچه پلوي ګڼلی او ځينو نورو د عرفاني _ تصوفي مسلك لرونكی اديب . د مارون عبود له آنده انساني او مادي عشق هغه نغمه ده چي تل به د جبران په ژبه زمزمه كېدله .له غوښې او هډوكو سره مينه هغه محور دي چې دژوند ژرنده ور باندي چور ليږي .حنا الفا خوري وايي : جبران د نيچه له آثارو سره د بلد والي له امله په هغه سخت مين وو . فاخوري باور لري چې په دې بهير كې جبران ددوه آندونو ترمنځ سرګردانه وو :
۱ـ هغه شخصيت چې د قدرت جوړښت تر نیوکې لاندې راولي او د دیني باورونو په ضد بغاوت کو ي.
۲ـ هغه شخصيت چي په هيلو پسي روان وي او د ژوند څخه له خوند اخيستلو سره مينه لري .
ښايي دا ډول قضاوتونه به د ځان په اړه د جبران په خبرو او يا د نورو چارو په اړه دده په ليكنو پورې تړاو ولري .حنا الفا خوري وايي : جبران ځانته په خطاب كې وايي : اي جبرانه ! خپل عشق او مينه د د شهوت څخه ځار كړه ؛ اې جبرانه ! ته د خبرو په ناروغۍ اخته يې ځكه ته په هغه بشري كمزورۍ باندې چې ستا په وجود كې يې حلول كړی دي شرمېږې او اوس غواړې چې هغه ته د ښكلو خبرو او ډول ډول خوښيو جامې واغوندې . ښكلې خبرې د ښكلا تر پولو پوري بدرنګي نه شي بيولاي ، او ناتوانۍ ته د توانايۍ رنګ نه شي وركولاي . خو په عين وخت كې فاخوري دده په اړه بيا داسې نظر څرګندوي : جبران يو ټولنيز ليكوال دي ، هغه په ټولنه كې ډير داسې عيبونه او خرافات ويني چې ډير خلك يې نه شي ليدلاي .
خو جبران په خپله په يوه ليك كي چي ماري هاسكل ته يې ليكلی داسې وايي :
• يواځې د خاموشۍ او چوپتيا په مينځ كې كار كوم ، كار كوم او كار كوم .
• آبي رنګ مې په زړه پورې او خوښ دي .
• په پنځوون كي راته تر ټولو ګران شی طوفان دي .
• مورمې ، هغه حيرانوونكی موجود دي چې په ژوندانه كې مې پيژندلی دي .
• له خلكوسره زياته مينه لرم خو هغوي ته نه نيژدې كېږم .
• نوښت زما يواځينۍ ځانګړنه ده .
په يوه بل ليك كي يوسف الحويك ته داسې وايي :
• په شتمنۍ باندې دې دخداي لعنت وي چي څه رنګه يې دانسان او دهغه د هيلو په منځ كې مورچل نيولی دي .
• له هغه څه څخه چې تر اوسه مي ليكلي دي راضي نه يم .
• اي يوسفه ! له تا څخه دمخه به مړ شم خو هيله لرم چې د قبر په سر مي يو زمري واچوې چې وغوريږي .
جبران په اسانۍ سره نه شي پيژندل كېداي ؛ هغه يو ټولنيز نقاد دي چي باور لري خلك دناوړه ګمانونو او خرافاتو په منځ كي راګير شوي دي . كه څه هم عيسوي دي خو د مسيحيت ډير دودونه چې د انسان د روح د الوتنې مخه نيسي تر نيوكې لاندې راولي . دهغه له پاره بشر مهم دي او دټولنيزو ځنځيرونو او زولانو څخه د بشر ژغورل دهر متفكر او پوه تر ټولو ارزښتناكه دنده بولي . له دې كبله یې دليكنو ډول تر داسې کچه سمبوليك دي چې سړی يې په بنسټ دده په اړه قضاوت نه شي كولاي . خو د نورو متفكرانو په آند ـ خداي مه كړه ـ دی «نبي القرن العشرين»دي . دده تر مړينې وروسته يې د مار سركيس د نمزدك په دروازه ليكلي :« دلته زمونږ د پيغمبر جبران زيارت دي ». جبران له دين او ديني دودونو سره خورا مينه لرله خو دا چې له خبرو څخه يې څرګندېږي هغه په دينونو باور نه لرلو چې کېداي شي موخه يې هغه خرافاتي او له غلطو ګمانونو ډك دينونه وي . كنه د ريښتني دين سخت پابند وو او دا خوي يې له خپلې مور څخه زده كړی وو ، وايې چي له هماغه كوچينتوب څخه يې له ديني دودونو سره ليوالتيا لرله . په عين وخت كي د مارون عبود په څېر كسان دده په اړه وايي : په ادبياتو كې فيلسوف دي او دجبران ادبيات فلسفه جوړوي ، دا دوه عنصرونه دده په خبروكې داسې سره ګډدي چې ته به وايې لكه د يوه ګل رنګ او بوي چې وي .
هنري جېمز وايي : اي د جبران هيوادوالو ! او اي دجبران هم زبانانو ! ډيری امريكايان چې ټول ژوند يې د مادياتو او ډالرو راغوډولو ته ځانګړی کړی وي په پاي كي د لبنان نابغه ته په درناوي سر ځوړندوي او دده دروح او باورونو عظمت ته تسليميږي .
ميخايل نعيمه وايي : كله چې د جبران له مړينې يو كال وروسته ختيز ته راغلم ، وپوهيدم چې دوست مې په يوه كيسه او اسطوره بدل شوی دي .
دجبران آثار
په عربي ژبه :
۱ـ الاجنحه امتكسره : ۱۹۱۲، قاهره .
۲ـ الارواح التمرده : ۱۹۲۲ ، قاهره .
۳ـ البدائع والطرائف :۱۹۲۳ ، قاهره .
۴ـ دجبران ديوان : د داود سليمان راغونډونه ، ۱۹۴۵ ، موصل .
۵ـ دمعه و ابتسامه ، ۱۹۲۳ ، قاهره .
۶ـ رسائل جبران ، ۱۹۵۲، بيروت .
۷ـ عرائس المروج ، ۱۹۲۲ ، قاهره .
۸ـ العواصف ، ۱۹۲۰، قاهره .
۹ـ كلمات جبران ، د انطوينوس بشير راغونډونه ، قاهره .
۱۰ـ ماورا الخيال ، د محمد عبدالفتاح راغونډونه ، قاهره .
۱۱ـ مع عالم الادب ، الكتابه والسفر ، دمحمد زكي الدين راغونډونه ، ۱۹۲۴ قاهره .
۱۲ـ مناجاه الارواح ، دنعيف عثمان شاكر راغونډونه ، ۱۹۲۶ ، قاهره .
۱۳ـ من اعماق القلوب ، قاهره .
۱۴ـ المواكب ، ۱۹۲۳ .
۱۵ـ الموسيقي ، ۱۹۵۴ ، قاهره .
په انګريزي ژبه :
۱ـ The Madman 1918.
۲ ـ The Forerunner 1920.
۳ـ The Prophet 1924 .
۴ـ Sand and Foam 1926 .
۵ـ Jesus the son of man 1928 .
۶ـ The Earth Gods 1913 .
۷ ـ The Wanderer 1932 .
۸ـ The Garden of the Prophet 1933.