یادښت :یوه ورځ ناڅاپه په انټرنټ کې له یوه چاسره چې ځان یې د یوه اورپايي هېواد دیوې پېغلې په توګه را وپیژاند آشنا شوم . که څه هم تردم ګړۍ پورې مې ورڅخه دهېڅ پوښتنه نه ده کړې او نه پوهېږم چې څوک ده انس ده که جن ، فرشته ده اوکه د شیطان سکه خورلڼه نردی او که ښځه مګر یواځې دومره پوهېږم چې دیوه ریښتوني انسان په توګه یې باید ټولو پوښتنو ته ځواب ورکړم . دا لیکنه مې هم دهمدې د ډېر ټینګار څخه وروسته ولیکله او دادي ستاسې له پاره یې دژوند لیک په توګه ټکی په ټکی وړاندې کوم:
ناویلې خبرې
ګرانې تر هرڅه دمخه مې ښې هیلې او پېرزوینې ومنه !
له لوي خدای څخه هیله کوم چې ددوه لویو پـېـټـیو د زغملو توان دروبخښي ؛ لومړی زما د اوږده او ستومانه کونکي لیک دلوستلو او دوهــم ددې لیک ترشا زما د تت، ناوړه او بېهوده ژوندون د اروایز اغیز .
له ښونځې تر پوهنتونه مې خورا ډېرې آزموینې ورکړې ـ که څه هم ټول ژوندون آزموینه دي ـ خو دې آزموینې چې ته یې له ما څخه اخلې یوڅه ترهولې یم . په ريښتیا هم چې د ځان په اړه لیکل څه اسان کار نه دی . له ناچارۍ هیندارې ته ناست یم او له خپل تصویر سره خبرې کوم ؛ نه پوهېږم چې تصویر او هینداره به هم کله ناکله دورغ وايي او که نه ، مګر انځور ګری خو په درواغ ویلو کې ځانګړی مهارت لري .
دزیږون کال په دې نه لیکم چې چاته یې څه ګټه رسېږي ، که بیاهم څوک یې کوم نجومي ته زما دپال کتو په موخه ښکاره کوي نو په پال ایمان نه لرم . نړۍ ته مې په داسې کورنۍ کې سترګې غړولي چې د سیمه ییزو دودونو او تربګنۍ له لاسه یوې بلې لرې پرتې پردۍ سیمې ته کډه شوې وه ؛ د ژوند له لومړنۍ سانده مې د ټوپکو په ډزو بدرګه شوه ؛ په دې مانا چې نړۍ ته په راتګ مې تر هر څه دمخه د ټوپک غږ چې د کرکې شعاردی اورېدلی دی . دا هغه مهال دی چې د افغانستان په خاوره د نړۍ دوه سترو ځواکونو یوبل ته ښکرونه تمبه کړې و . سپیڅلې جګړه پیل شوه اود پلار ټټر مې د جګړې په مورچل کې غلبېل غلبېل شو ، زه چې په خبرو سم نه وم راغلی تر دومره اغېز لاندې راغلم چې دهغه درد څړیکې اوس هم احساسوم. زمونږ کورنۍ پاکستان ته مهاجره شوه ، هلته چې د نورو دهیلو او آرمانونو له پاره د پاکو او سپېڅلو ځوانانو د غوښو وریتولو بازارونه جوړ شوي وو. په همداسې یوه چاپېر یال کې مې وده کوله ، ددې انسان وزمه خلکو پندونه مې اورېدل ...
لا د ښونځي نه وم چې مجلې او اخبارونه مې لوستل او کله به مې چې د یوه انسان په لاس د بل انسان د وژنې ، یرغملونې او ځورونې خبر لوست د شپې به خوب نه راتله ؛ له هماغه ماشومتوب څخه مې زړه له یوه ګونګ درد څخه خوږېده .
ښه مې په یاد دي چې کله مې په پېښور کې د افغانستان دیوه روڼ اندي او فلسفی انسان ډاکټر بهاالدین مجروح د ترور کېدو خبر ولوست دوه ورځې مې ډوډۍ ونه خوړه مګر په دې هم نه پوهېدم چې له مجروح سره زما څه دی ، زه ولې ورباندې دومره دردېدلی یم .
ډېر شوخ وم او تل به مې له ماشومانه لوبو سره خپله لیوالتیا څرګندوله مګر مورمې چې ماته له اسمانه رانازله شوې فرشته ښکارېدله راڅخه په تنګ شوه او زما د شوخیو څخه یې دخپلو غوږونو د آرامولو په موخه له کوره وشړلم ، زه هم چې په کوڅه کې له همځولو شرمېدم چې ولې یې له کوره راشړلی یم له ناچارۍ زمونږ کورو ته څېرمه ښونځي ته ورغلم په ښونځي کې سرښونکي نه شاملولم او دلیل یې داوو چې ته کوچنی یې مګر زما د ډېر ټینګار په ترڅ کې په ښونځي کې شامل شوم .
دا درییم ټولګی دی ، کتاب لوستلی شم خو املا نه شم لیکلای ، ښونکی را څخه پرله پسې پوښتنې کوي خو زه یې ځواب نه شم ویلای ، هغه دتوت یوه لمده لښته را اخلي او په لاسونو مې د ډېرو وهلو له لاسه پولۍ ودریږي .
کورته راځم ، ښه وږی شوی یم ، مګر دمور زړه مې لا نه دی سوړ شوی ، ډوډۍ نه راکوي زمونږ په کور کې د پرتې زړې خیمې په مږوي مې وهي . زه له ډېره درده خورا چیغې وهم ګاونډیان راخبریږي مګر زه لاهم وهل وخورم .
له دې پېښې څخه چې پلار خبریږي هغه هم ما ملامتوي بیا هم وهل ټوکل زما په برخه له ازله لیکل شوي دی .
له هغه ماشومتو ب څخه نه پوهېږم چې ولې د ټولو بد ایشم ، ولې د نورو کورنیو د ماشومانو په څېر نه نازېږم ، ښونکی ماته په غصه دي ، ګاونډی ماته داړې چیچي ، پلار او مور ماته سوټی په لاس ولاړدي ...
په ښونځي کې د استاد خبرو ته غوږ نه ږدم ځکه د هغه کلیشه یي خبرو چې له اورېدو څخه یې نور زما غوږونه ستومانه شوي وو کرکه لرم . تل استاد ته وایم چې ایا په نړۍ کې داسې څوک شته چې یو بل ته د ترخې خبرې په ځاي له مینې ډکه خبره وکړي ، داسې انسانان هم شته چې دمینې په مذهب وي .
اوس نو د څلورم ټولګي زدکونکی یم له وهلو ټوکلو او ترټلو سره روږدی یم ، دومره ډېر هم نه خوږېږم او د زیاتو کنځلو تر اورېدو ورسته دا پرله پسې تکراریدونکی کار او دخپل برخلیک برخه بولم . له ښوونکي څخه پوښتنه کوم «چې په نړۍ کې د مینې په نوم دین شته دی ؟» . ښوونکی د ځواب راکولو په ځای فوراً سر ښوونکي ته ورځي او هغه مې هم په دې تور چې خدای مکړه زما له اسلام سره مینه کمه شوې د سلو لښتو په وهلو محکوموي هغه هم د ټول ښونځي په مخ کې .
اوس نو شپږم ټولګي ته رارسېدلی یم او په ښونځي کې د یوه بې دینه او بې لارې زدکونکي په توګه خورا نوم لرم . ټول زما له نامه کرکه لري ولې چې زه مینه غواړم او دمینې دین او دوی مینه نه پېژني او نه هم زما خبرې او هغه څه درک کولای شي چې زه یې په ګوګل کې له ځان سره ګرځوم ، ورباندې ژوندی یم او دخپلې روح غذا یې بولم .
یوه ورځ د ناوړه لیک بڼې په جرم د پلار له اړخه سخت وهل کېږم ، یوې تنها خونې ته په داسې حال کې ځم چې اودس مې هم کړی دی ، لوی خدای ته چې باور مې وو هغه دی چې یواځې مینه پیژني او له وهلو ټوکلو څخه کرکه لري په لمانځه ودریږم او تر لمانځه ادا کولو وروسته په هماغه ځاي ویده کیږم . او یو ډېر حېرانونکی خوب وینم او له خوب څخه تر راویښېدو وروسته ګورم چې کاملا مې خط دیوه ښکلي خطاط په شان زده دی .
دامهال په ښونځي کې د کوچني خطاط په نو م لږ څه قدر پیدا کوم خو چې کله بیا هم هغه ددوي په ګومان زړې ببولالې وغږوم نو د ټولو په زړونو کې راته اور بلیږي .
اوس نو له هیواد څخه سرې لښکرې وتلي د شوروي لاسپوڅی حکومت نسکور شوی او مجاهدین بریالي شوی دی د پخوا په شان اخبارونه لولم ، را ډیوګانې اورم او چرتونه وهم . اوس نو له انسانیت او شرافت څخه داسې بربنډ تیري وینم چې هره ګړۍ له خدایه د مرګ غوښتنه کوم . کله نا کله د ځان وژنې هڅه کوم . خو خدای تر دم مهاله ژوندی ساتلی یم . له ډېره ګورمه لیکوالۍ ته پناه وروړم ، لیکل کوم او د کاغذ له سپین مخ سره خبرې، هغه مخ چې هرڅه ورته وایم په ډېر ورین تندي یې منی او نه، راته نه وايي . دردونه مې لږ لږ کمیږي ځکه کاغذ راته هغه لومړنی څوک ګرځي چې زما په خبرو پوهیږي او زما سره ملګرتیا کوي .
دا مهال کابل پوهنتون ته راغلی یم په لاره کې په خامه سرک د ۱۲ ساعته مزل څخه وروسته سخت ستومانه شوی یم په دې کږه وږه لاره کې هر کاڼي او هر بوټي راته ژړلي دي ، سخت ژمی دي واوره وریږي ، سختې سړوخې نیولی یم ځکه په تن باندې یواځې یو نری کمیس لرم او بل څه د اغوستو له پاره نه لرم . د طالبانو دمهال دیوه وزیر پوښتنه کوم هغه چې په کولتوري او فرهنګي چارو کې ځان ورته پنډت ښکاري ، دروازه یې ور ډبوم خو د ستاندویانو له خوایې سخت رټل کېږم ، مګر څه وکړم له سړوخې او نابلدۍ څخه هېچېرې نه شم تلای ، په سپینو سترګو شپه سبا کوم . سهار دوخته کابل پوهنتون ته پیاده ځم ځکه د لارې کرایه راسره نه شته ، په پوهنتون کې سختې ناخوالې وینم داسې ناخوالې چې انځورول یې دهغه غم یو ځل بیا تازه کول بولم . په ټول پوهنتون کې مې داسې شنه ونه چې د طبیعت نښه ده ونه لېده چې د مرمیو له لاسه سورۍ سورۍ شوې نه وي . د ښځو دويښتانو یوه بوجۍ مې دخاورو اخځلو په داسې یوه امبار کې ومینده چې د اسلام په نوم ورڅخه د اتلانو په زمانه کې شلول شوي وو . دانسانانو داسې ټوکر ټوکر جسدونه چې ....
اوس نو زه یم چې ژوندی یم ! په څه د پاسه شپږویشت کلن ژوند کې مې یوه ورځ هم مینه او مینه او مینه نه ده لیدلې . هغه څه چې زه یې خپل دین ، مذهب او هرڅه بولم .
• اوس مې یواځیتوب ډېر خوښیږی او هغه د جبران خلیل جبران خبره ځکه چې :
۱ـ ترڅو دهغه کسانو مخونه ونه وینم چې ځانونه پلوري او په بیه یې ترځان ارزانه توکونه رانیسي .
۲ـ ترڅو هغه کبرجنې میرمنې ونه وینم چې په سترګو او وریځو سره په خلکو ملنډې وهي ، په شونډو زرموخیزه موسکاوې کوي ، خو په زړونو کې یې له یوه هدف څخه زیات څه نه وي .
۳ـ ترڅو دهغه کسانو مل نه شم چې دعلم خوبونه ویني او په هغه کې ځان تر وروستۍ پوړۍ رسېدلی بولي خو په ويښه یې سترګې يواځې د حقیقت د سیوري دلیدلو توان لري خو دوي ګمان کوي چې دهغه بشپړ ګوهر یې ترلاسه کړی دی .
۴ـ ځکه چې دهغه زورځواک کارونکي شخص له چلند څخه ستومانه شوی یم چې نرمښت یوډول کمزورتیا ، جوړجاړی یو رنګه ډار او لويي غوښتنه يو شان کبر بولي .
۵ـ ځکه دداسې شتمنو له ناستې پاستې ستړی شوی یم چې ګومان کوي لمر ، سپوږمۍ او ستوري ددوي له نړۍ او زېرمتونونو څخه را خېژي .
۶ـ ځکه چې دداسې سیاستوالو څخه زړتوری شوی یم چې د خلکو له هیلو سره لوبې کوي ، دهغوي په مخ او سترګو کې زرینې دوړې جوړوي او په غوږونو کې یې دلغتونو سندرې بولي .
۷ـ ځکه دهغه کاهنانو څخه کرکه لرم چې پندونه او وعظونو کوي خو عمل ورباندې نه کوي او له خلکو څخه دهغه څه هیله لري چې له ځان څخه یې نه لري .
۸ـ ځکه د چا له لاس څخه مې څه نه دي اخیستي مګر دا چې بیه مې یې له زړه څخه ورکړې ده .
۹ـ ځکه دتمدن او پرمختګ له هغه ودانیو اوګامونو څخه خوابدی او آزرده شوی یم چې دخلکو په سرونو یې بنسټونه اېښودل شوي وي .
۱۰ـ ځکه چې په یواځیتوب کې ژوند ، روح ، فکر، زړه او جسم وي .
۱۱ـ ځکه په یواځیتوب کې دلمر له رڼا ، دګلونو د خوږو وږمو او د اوبوله شڼهار څخه ګټه اخلم .
۱۲ـ داچې دځمکې درازونو د پېژندلو او دخداي عرش ته دنژدې کېدلو په لټه کې یم .
• په ژوند کې راته څلور شیان ډیر ګران دي او ورباندې ایمان لرم :
۱ ـ مینه چې ورته د خپل دین په سترګه ګورم .
۲ ـ خپلواکي چې تر نن مهاله مې ور پسې سترګې ووتې .
۳ـ ريښتینولي او صداقت چې لا تراوسه مې په ډېرو کمو خلکو کې لیدلی دی او زه یې د خپل مذهب په توګه پیژنم .
۴ـ وفـــــــا چې ورڅخه ارزښتناک او مهم شی نه شته .
• د ځمکې دمخ هیڅ رنګ مې نه خو ښیږي ځکه له رنګ څخه کرکه لرم او رنګ ته دهغه څه په سترګه ګورم چې د حقیقت مخ پټوي .
• تر ټولو زیات وخت له کتاب سره تېروم ، هغه څه چې تل ریښتیا وايي او تل راسره ملګرتیا کوی .
• په مسلمانو پوهانو کې د حضرت امام محمد غزالي لیکنې په ډېره مینه لولم ځکه هغه هم دمینې په مذهب دی او هرځل یې چې لیکنې لولم د اوښکو په بهېدو یې بدرګه کوم .
• دنړۍ په نورو لیکوالو کې مې جبران خلیل جبران خوښ دی که څه هم ټولې خبرې یې نه منم .
• په موسیقۍ کې یواځې د افغانستان د وتلي سندرغاړي ډاکټر صادق فطرت ناشناس له سندرو سره مستېږم .
• له خوړو سره چندان مینه نه لرم که څه هم د جسم له پاره ډېر اړین دي مګر تر څو مې چې روح نه وي مړه شوې د جسم په اړه فکر نه کوم .
• هیڅکله مې د ښو جامو دلرلو هیله نه ده کړې ؛ هیڅکله مې د ښه کور له پاره خوبونه نه دي لیدلي او هېڅکله مې هم د موټر لرلو له پاره طالع نه دي کتلي .
• هیڅکله مې د ځان له پاره حتی یو ه شیبه هم ژوند نه دی کړی بلکه تل راسره د نورو فکر دی .
• هیڅکله مې مینې ته چې زه یې خپل دين بولم له مادي پلوه نه دي کتلي بلکه مینه مې له مادې څخه پورته داسې شی بللی چې د انځورولو له پاره یې په پرېکنده توګه کلمات نه شته .
• له خپل هیواد سره لیونۍ مینه لرم ، خپله ژبه راته خورا ګرانه ده او خدای خبر چې پردۍ ژبې به مې زده وي او کنه، خو هیڅکله هم په هیواد دننه له چاسره په پردۍ ژبه نه یم ګړېدلی . که کله مجبورشم چې مقابل پلو زما په ژبه بوی هم نه وړي نو بیا ورسره قصداً ګوډه ماته انګریزي وایم ځکه له خپلې ژبې سره مې ژمنه کړې چې هېڅکله به یې نه هېروم او نه به هم نورته ورباندې ګرانښت ورکوم .
• د خپل زړه د بړاس له لیکلو سره ډېر خوښ وم ځکه کېدای شی یوه ورځ ورڅخه څوک ګټه پورته کړي چې په دې لړ کې مې لاتر اوسه ۱۴ کتابونه لیکلی چې له هغه ډلې څخه یواځې د چاپ شوهغو نومونه یادوم :
۱ـ بهیج طبي سیند ( Bahij’s Medical Dictionary ) :په ۲۰۰۰ ټوکه کې چاپ شوی طبی قاموس دی چې متن یې څه د پاسه ۱۲۰۰ مخونه لري .
۲ـ بهیج سیاسي قاموس ( Bahij’s Political Dictionary ) : په ۱۰۰۰ ټوکه کې چاپ شوی قاموس دي چې ۴۱۱ مخونه لري او د افغانستان دکولتور وزارت له اړخه دهیواد د خپلواکې د ۸۷ مې کلیزې په ویاړ په ترسره شوی کانکور کې د ادبي او فرهنګي څیړنو په برخه کې لومړۍ جایزه ترلاسه کړه .
۳ـ انګلیسی ـ پښتو فلسفي قاموس ( English - Pashto Philosophical Dictionary ) : په ۱۰۰۰ ټوکونو کې چاپ شوی سیند دی چې ۳۲۲ مخونه لري او په ۱۳۸۴ لمریز کال کې دهیواد دخپلواکۍ د ۸۶ مې کلیزې په ویاړ دفرهنګ او کلتور دوزارت له اړخه په جوړ شوي ادبي کانکور کې د څېړنې په برخه کې لومړۍ جایزه وګټله .
۴ـ طبي ترمنیولوژي ( Medical Terminology ) : په ۱۰۰۰ ټوکونو کې چاپ شوې طبي نومونپوهنه ده چې۳۶۰ مخونه لري .
۵ـ د باران په ژبه : د جبران خلیل جبران د غوره ویناو غورچاڼ دی چې په ۱۰۰۰ ټوکونو کې چاپ شوی دی .
۶ـ د دولسم ټولګي له پاره د ریاضي دتمرینونو حل
۷ـ د یولسم ټولګي له پاره د مثلثات دتمرینونو حل
۸ ـ د یولسم ټولګی له پاره د ریاضي دتمرینونو حل
۹ـ بهیج پښتوـ انګليسي قاموس (Bahij’s Pashto-English Dictionary )
په پای کې باید یاده کړم چې :
د نړۍ یو تر ټولو ناوړه انسان یم ، هرچیرته دخلکو را څخه کرکه کیږي ، د ټولو بد ایشم ، ملا له ما څخه ناکراردی ، مور پلار په بل ځای کې سر ټکوي ، ښونکي او ملګري را څخه بېل ژاړي ، کلیوال او عام وګړي را پورې خاندي یوا ځې کوچنی ماشومان دي چې له ما سره جوړدي کله چې په لاره تېریږم له دوي سره په ستړی مشۍ او روغبړ باندې مې هره ورځ ډېر وخت تېریږي زه له دوی سره جوړیم او دوی له ماسره مینه لري .
په ټوله نړۍ کې د کرکې او توپیر دورکېدو په هیله
عبدالحمید بهیج
۱۰/ سپټمبر/ ۲۰۰۶