د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د هېواد خونړۍ پېښې او د امریکا او پاکستان ګډ مانور

سرلوڅ مرادزی 13.01.2017 18:54

په کندهار، کابل او هلمند کې وروستۍ تروریستي پېښې چې هغو کې د یو زیات شمېرملکي کسانو په ګډون لسګونه تنه ووژل او نور په لس ګونو تنه ټپیان شول، د افغانوژنې د روانې لړۍ یوه ډېره خونړۍ او بېرحمه برخه ده چې مجرمین يي باید خامخا په ګوته او مجازات شي!
د هېواد امنیت شورا کې د ولسمشر سلاکار ښاغلي حنیف اتمر چې د وروستۍ پېښې د څېړنې لپاره د یوه پلاوی په مشرۍ کندهار ته تللی، وايی د کابل او هلمند د وروستیو ځانمرګو بریدونو په څېر د کندهار چاودنې مسؤولیت هم د طالبانو پرغاړه دی.نوموړی زیاتوي د کندهار د وروستي برید سپیناوی د افغان حکومت لپاره خورا مهم دی او رېښه به یې پیدا کوي. نوموړي دا هم ویلي«لومړنۍ نښې نښانې ښۍ، دغه برید له هېواد نه بهر زموږ د بهرنیو دښمنانو په ملاتړ تنظیم او زموږ پر هېوادوالواو ډېرو درنو میلمنو ترسره شوی.BBC »
د کندهار د امنیي قومندان جنرال رازق هم وايی«د کندهار برید د طالبانو او حقاني شبکې ستر هدف وو»
دا هم ویل کیږي دغه برید کې له داسې چاودېدونکو توکو کار اخیستل شوی چې افغانستان کې مخینه نه لري. دا چې طالبان داسې وسلې له کومه کوي، یوه بله مهمه پوښتنه ده چې کشفي امنیتي سرچیني او استخبارات يی باید ځواب ورکړي.
که څه هم درېواړه تروریستي پېښې په نړیواله کچه وغندل شوې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مارک ټونر هم د افغانستان د حکومت دا ادعا تایيد کړه خو په بدله بڼه چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې د ترهګرو خوندي ځالې شته چې له امله یې ترهګر په افغانستان کې دننه بريدونه کولى شي.
دا چې امریکا وايي، په قبایلي سیمو کې د ترهګرو خوندي ځالې او بیا دا چې امریکا باور لري او دا مني چې« د پاکستان د قبايلي سيمو د لرې والي او د پوځ د تکتيکي محدودیتونو له امله اسلام آباد په قبايلي سيمو کې د ټولو ترهګرو د خوندي ځالو په له مينځه وړلو کې له ستونزو سره مخامخ دی. اشنا رادیو» د خواشینۍ او غندنې وړ څرګندونه ده او دلته په دې لیکنه کې همدا ټکي د لا سپناوي او ښه څرګندتیا لپاره تر بحث لاندې نیول شوی دی.
په یوه بل تازه خبر کې لولو چې افغانستان کې د دغو تروریستي پېښو لږ وروسته او له هغو سره په تړاو، د پاکستان لوی درستیز ډګرجنرال قمر جاوید باجوه او په افغانستان کې د« غوڅ ملاتړ ماموریت» عمومي امریکايي قومندان جنرال جان نیکلسون، د ډیورڼډ د تپلې کرښې پورې غاړه بویه د طالبانو په وړاندې د پاکستاني پوځ د ضرب غضب عملیاتو پایلې په ګډه ننداره کړې دي. جان نیکلسون د ترهګرو په وړاندې د پاکستاني پوځ د عملیاتو ستاینه هم کړې او د جنرال باجوه دا لاپې يي هم اورېدلي چې باجوه ورته د ترهګرو سره په جګړه کې د پاکستاني پوځ تلفات او بې شمېره قربانۍ په ګوته کړي.
د کندهار، کابل او هلمند د وروستیو تروریستي پېښو سره هممهال چې نه یوازې افغانستان، بلکې ټوله نړۍ يي ولړزوله او له ملامتیا يي اسلام اباد ځان نه شي خلاصولای، پاکستاني چارواکو ځکه په افغانستان کې لوړامریکايي پوځي چارواکي خپل هېواد ته وغوښت او د درواغجو عملیاتو راپور يی د رسنیو په مخ کې ورته وړاندې کړ چې پایلې يي د تروریزم له غښتلتیا او پیاوړتیا پرته نور څه نه تر سترګو کیږي.
امریکايي چارواکو ته د تروریزم په وړاندې د درواغجنوعملیاتو راپور په داسې مهال نه یوازې د پاکستان په وړاندې د افغانانو غوسه نه شي سړولای، بلکې دا چې امریکا هم په داسې مهال د اسلام تر څنګ دریږي او د هغوی د درواغجنو راپورونو ستاینه کوي او تروریزم سره په جګړه کې پاکستاني تلفاتو او تاوانونو ته چې هیڅ نه دي پېښ شوي، غوږ نیسي او د تایید سر ورسره ښوروي، د ځان په وړاندې د افغانانو غوسه څو چنده کوي او د دوستۍ او ملاتړ په لاپو يي لا بې باوره کوي!
په کندهار کې افغاني پلاوی او په ټوله کې افغاني مسول چارواکي په دغو او نورو ورته تروریستي پېښو کې د اسلام اباد ښکاره لاس ویني او په دې اړه مستند لاسوندونه د رسنیو په ګډون وړاندې کوي، خو امریکا په داسې مهال هم د اسلام اباد د واکمنو ترڅنګ لېدل کیږي او د دې چارواکو د مکر اوښکو سره یوځای اوښکې تویوي!
که د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مارک ټونر دا خبره « د پاکستان د قبايلي سيمو د لرې والي او د پوځ د تکتيکي محدودیتونو له امله اسلام آباد په قبايلي سيمو کې د ټولو ترهګرو د خوندي ځالو په له مينځه وړلو کې له ستونزو سره مخامخ دی.» چې د وروستیو پېښو په تړاو يي کړې هم را راوسپړو، د حقیقت اصلي منځپانګه نه بیانوي او د هغې له بیان څخه په ډ ډه تیریږي. حقیقت دا دی چې ترهګر د ډیورنډ پورې غاړه قبایلې سیمو کې پخپلسر نه اوسیږي، هلته پخپلسر نه روزل او نه وسلوال کیږي. دا چې ویل کیږي په وروستی برید کې له داسې چاودېدونکو توکو کار اخیستل شوی چې افغانستان کې مخینه نه لري، دا توکي په قبایلي سیمو کې ترهګر له کومه کوي؟
افغانستان څه چې ټوله نړۍ وايي د ترهګرو ملاتړی د پاکستان پوځ او د هغه هېواد خونړۍ ISI ده، خو امریکا بیا هم په قبایلو کې نښتې ده!
د خواشینۍ او د غندنې وړ ده چې امریکا د پاکستاني پوځ او استخباراتو ستاینه کوي او بې دفاع او بې ګنا قبایل چې د نړۍ د سترو لوبو او مافیها بېخبره ساتل شوي، د هر ډول سزا وړ ګني.
خو امریکا باید هېره نکړي، که قبایلو کې ترهګر دېره دي یا په کویټه، کراچۍ، اسلام اباد او د پاکستان په نورو ښارونو کې، سازمان ورکونکی، روزونکی او جنګوونکي يي پاکستاني پوځ او ای ای ایس ای ده!
تو لعنت دې په دغسې منصفۍ شه
چې له حقه و باطل و ته ګذر کړي.
رحمان بابا
پای