د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نجات څلی، د هویت پر دښمانو کلک ګوزار!

سرلوڅ مرادزی 19.10.2016 17:37

د ۱۳۹۵ کال د تلي میاشتې په ۲۳ مه، د کابل حضوري چمن په لمن او د تاریخي بالاحصار په غیږ کې د نجات د څلي چې په ۱۳۵۷ کال د یوه خاین ذهن او له افغاني تاریخه د یو شمېر بېخبره کسانو په لاس ړنګ شوی وو، د بیا احیا ډبره کېښودل شوه. د نجات څلی چې له نومه يي څرګنده ده، افغانانو ۸۷ کاله مخکې د سقاوي تیاره پیر د پای په جشن او خوښۍ کې په همدې ځای کې درولي وو. د نجات دا تاریخي ورځ به هرکال لمانځل کېده او د څلي کتو به یوخوا د سقاویانو د ملي خیانت، تورتم او جهالت د پير کیسه راغبرګوله، خو بلخوا به يي له دې پیره د نجات او ژغورنګ تاریخ د لېدونکو په ذهن کې انځوروه!
که د افغانستان د پلازمېنې کابلښار په بله څنډه کې د خپلواکۍ څلي له بهرني انګریزی ښکېلاکه د افغانانو د خپلواکۍ مېړانه بیانوي، په لاهورۍ دروازه کې د نجات څلې په کور دننه، له سقاوي تاړاکه افغان راتلونکو نسلونو ته د ژغورنګ پند او درس ورکوي.
دواړه څلي یو له ښکېلاک او بلواکۍ څخه او بل له غلواکۍ او چورواکۍ څخه چې یود بل مکمل دي، د نجات او ژغورنګ نښه او سیمبول ګڼل کېدای شي!
هغو لاسونه چې په ۱۳۷۵ کال يي د نجات څلی ړنګ کړ، بیخي هغو لاسونو ته ورته دی چې د ۲۰۰۱ کال د مارچ میاشت کې يي د بامیانو دوه بتان، هر یو صلصل او شاهمامه والوځول. همداسې که مخکې لاړ شو جاسوسي کړیو د شینوارو د قوم په نوم په جلال اباد کې د سراج العمارت ماڼۍ او بڼ وران کړ او په ۱۹۹۲ کلونو کې جهادي مافیا پخپلمنځي جګړو کې د خپلواکۍ بل سیمبول د غازي امان الله خان د لاس یادګار، د دارالامان ماڼۍ کنډواله کړه او د کابلښار يي د ډبرې پير ته ورستون کړ. په پورته څلور واړه پېښو او یا دا شان نورو ورانیو کې، دښمن خپله پټ او په کمین کې ناست دی؛ خو د بېخبره، جاهلو او بړیڅو افغانانو په لاس يی داسې پېښې ترسره کړې او له بده مرغه هغه بیا بیا تکراریږي!
هغه کسانو چې خپلو لارویانو او پلویانو ته يي په غوږ کې ورڅڅوله، ګنې د نجات څلی يي یوازې د اعلیحضرت غازي محمد نادرخان په کورنۍ پورې د تړاو او د هغه له کورنۍ څخه په غچ کې يي وران کړی، خپلو پلویانو ته يي درواغ ویلي وو. دا څلی د یوې ټاکلې کورنۍ او حتی قوم څلی نه دی، هغه له سقاوي تورې دورې څخه چې سیوری يي پر ټول هېواد او د افغانستان پر ټولو ولسونو یوشان پریوتي وو، د نجات څلی وو. نن هم د دې څلي د بیا ودانۍ په مهال، نوي سقاویان داسې ډنډورې خپروي چې ګنې دا څلې د یوې کورنۍ او یا ټاکلي قوم میراث دی، په داسې حال کې چې سقاوي طاعون د افغانستان ټول وروڼه قومونه په یوه شان ځپلي. سقاوي وبا د ټولو افغانانو دروازې ته په یوه وخت کې ولاړه وه او دې افت د غازي امان الله خان په مشرۍ د خپلواکۍ د غورځنګ، ټولې بریاوي او لاسته راوړنې چې هغه نه په یوې کورنۍ او نه په یوه قوم پورې تړلي دي، بلکې د ټول ملت ګډ ویاړ دی، په ډېر لږ وخت یوازې ۹ میاشتو کې یو په بل پسې جارو کړي.
سقاویانو تر هرڅه مخکې لکه په ۱۹۹۰کلونو کې د رباني د واکمنۍ پشان، کابلښار چې هلته یوازې پښتانه نه، بلکې د افغانستان ټول قومونه په ګډه اوسېدل، په وینو کې ولمباوه. بلخوا د نجات څلی د خپلواکۍ د څلي په مقابل کې چې ځني پردیپال يي انګیري نه دی جوړ شوی، بلکې هغه د خپلواکۍ د څلي بشپړونکی دی.
نن هم د نجات څلي د بیا ودانۍ د پیل په مهال، د نویو سقاویانو غبرګون د ۹۰ کلونو مخکې سقاویانو تر اندتوګې او غبرګون کم نه دی. سقاویان که څه هم د پخوا پشان یوه کوچنۍ ډلګۍ ده؛ خو له بېلا بېلو لارو، لمسونو او پارونو کار اخلي. ځیني سقاویان هڅه کوي چې د بې پریتوب له دریځه یو شمېر بدګڼې اوتاوانونه په نجات څلي پورې غوټه کړي او یا هغه د سقاو د ورستو هډوکو د بیا خښولو د خندنۍ ډرامې سره پرتله او یوشان وبولي. دوی هڅه کوي لومړی دواړه پېښې یوشان وځلوي او د نجات څلي ته هم د کورنۍ او ټاکلي قوم نوم ورکړي او بیا ورو ورو هغه د خلکو په ذهن کې ځايي کړي.
د سقاویانو د داسې غبرګون یوه بېلګه، د ۸ صبح په یوه تازه لیکنه کې په بشپړه بڼه بیان شوې ده. هلته لولو:«اگر به‌خاکسپاری حبیب‌الله کلکانی مانور سیاسی- هویتی نیروهای نزدیک به جمعیت و هویت‌طلبان تاجیک است، اعمار مجدد «منار نجات» نیز پاسخ نیروهای سیاسی- قومی نزدیک ارگ و احزاب سیاسی پشتونگرا درکابل است. در ماهیت این دو حرکت، تفاوتی وجود ندارد؛ هر دو جریان می‌کوشند که از پایگاه قومی جریان سیاسی و هویتی جانب مقابل را به‌چالش بکشند: حبیب‌الله کلکانی در تقابل با نادرخان و ‌محمدگل خان مومند.»
البته دلته لیکونکی په یادو څرګندونو بسیا نه کوي، وړاندې ځي او زیاتوي«پروژه‌ی اعمار مجدد منار نجات به‌ طور واضح واکنشی در برابر به خاکسپاری حبیب‌الله کلکانی است که به ‌باور طرفدارانش برای نخستین‌ بار توانست که قدرت سیاسی را از دست یک قوم گرفته و سد برتری‌جویی قومی و انکار هویت سیاسی و تاریخی اقوام دیگر را بشکناند.» خو لږ وروسته موخې ته راځي خپل درواغجن بې پریتوب يي له یاده وځي او خپله اصلي څېره ښکاره کوي«چگونه مناری که به یاد یک حاکم مستبد ساخته می‌شود، به یاد کسی که اقوام شمال افغانستان را قتل عام کرده و زمین‌‌های‌شان را غصب کرد، تخم نفرت و تبعیض قومی را برای ابد در دل جامعه ‌ی افغانستان کاشت«منار نجات» نام گرفته می‌تواند ؟»
۹۰ کاله مخکې سقاو اوهغه سره یوځای څو تنه نور لنډه غر په سزا ورسېدل، ایا د څو ډاکوانو سزا ته (قتل عام اقوام شمال) نوم ورکولای شو، داسې بیان د لیکونکې کوم بې پریتوب ښۍ!
پوښتنه دا ده، څو تنه ډاکوان څنګه د شمال د یوه قوم او بیا له څو قومونو سره برابر ګڼلای شو؟ ایا دا د شمال د قومونو سپکاوي نه دی؟ ایا یو لیکونکي کولای شي یو غل او ډاکو د خپل میل او ارادې سره سم، د شمال د نجیبو قومونو استازی راوپېژني؟ دلته که شرارت او قوم جنګي موخه نه وي، لیکونکی بل څه غواړي څرګند کړي؟
زموږ د زمان داسې سقاویان چې هڅه کوي ځان بې پرې وښۍ په دې لټه کې دي چې د نجات څلي ته قومي رنګ ورکړي. دوی نه غواړي ځان په دې وپوهوي چې له سقاوي تورتم او بربریته نجات یوازې د پښتنو دنده نه ده بلکې په داسې دنده کې د هېواد د ټولو قومونو او هېوادوالو درنښت، ګټه او پایښت پروت دی.
همدارنګه نن د نجات څلي بیا وداني بیخي دې ته ورته ده چې تېره میاشت ولسمشر اشرف غني د دارالامان ماڼۍ د بیا احیا ډبره کېښوده او پوره ډاډ دی که فرصت ترلاسه شي همداسې به د بامیانو بتان او نورې ورانې شوې ماڼۍ، لرغونې کلاګانې او اثار ترمیم، احیا او خوندي شي.
دا اثار او شتمنۍ په ټول افغان ملت پورې اړه لري او د هغو په بیا احیا او ژغورنګ کې ټول افغانان شریکه دنده لري، همداراز د دولت دنده ده چې د هغو بیا رغونه او ساتنه وکړي.
بلخوا دا ودانۍ او اثار د افغانانو ملي او تاریخي هویت دی. د نجات څلی چې د یوه تور او تیاره پير پای ښۍ، زموږ د ټولو ملي هویت څرګندوي. ځیني کسان ولې د ټول ملت ویاړ په یوې ځانګړې کورنۍ او ټاکلي قوم پورې تړي!
که موږ د ملي هویت د دښمانو خبرو ته غوږ کېږدو، دوی نه یوازې چمتو نه دي چې ملي او تاریخي اثار، ودانۍ او څلي ومني، بلکې پخپل افغاني هویت هم منکر دی او هغه نه مني. دوی د هېواد په نوم سرلوړي افغانستان، شرمیږي. دوی د خپلواکۍ محصل غازي امان الله خان ته بد رد وايي. دوی د افغانستان موسس ستر ټولواک اعلیحضرت احمدشا بابا او ملي مشرمیرویس نیکه نه مني . دوی غواړي د افغانستان تاریخ مسخه او یا سرچپه تفسیر کړي.
البته دا د حکومت چې ځانته د ملي یووالي نوم ورکوي، دنده وه د ملي نجات څلی چې په ټول ملت پورې اړه لري بیا ورغوي، خو تر هغه ځایه چې حکومت کې نوي سقاویان غوښنه ونډه لري، له هغه څخه د ملي ویاړمنو کارونو هیله بېوخته ښکاري. د نجات څلي د بیا احیا له ګډونوالو باید په درنښت یادونه وشي، ځکه دوی د حکومت پرځای دا تشه ډکه کړه او د ملي هویت په پالنه او ساتنه کې يي یو ستر ګام مخې ته واخیست.
د لاریون ګډون کوونکوته هم باید شاباسي وویل شي چې نه يي ډزې وکړي، نه يي د نورو پشان څوک د ټوپکو په ګولیو وویشتل او نه يي په چړو څوک سوری او یا يي تر کوتکو نو لاندې واچول. لومړی ځل دی چې نه کومه هټۍ تالا شوه او نه شهزاده سرای چور شو.
دې لاریون په کابلښار او هېواد کې د مدني غورځنګ او حرکت یوه بېسارې بېلګه، د نورو د سرمشق لپاره له ځانه وښوده او پریښوده!
ټینګ او تل دې وي د افغانانو یووالی!
ژوندی دې وي افغانستان!
پای