د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کابل ته د پښتنو مشرانو د استولو تر شا څه پراته دي؟

سرلوڅ مرادزی 08.12.2016 12:22

د اسیا زړه کنفرانس چې شپږمه غونډه يي سږکال د هند په امرتسر کې جوړه شوه، غونډې ته د وینا په مهال، د هغې مرستې په اړه چې پاکستان د افغانستان د بیا رغونې لپاره ژمنه کړې، د افغانستان ولسمشر اشرف غني د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز ته په خطاب کې وویل« له دغې مرسې مو مننه، خو ښه به دا وي چې دا پیسې خپله خاوره کې د ترهګرو پرضد وکاروۍ»
د ولسمشرغني داسې بیان او ځواب د اسیا زړه پشان نړیوال کنفرانس کې له دې سربېره چې د پاکستان په وړاندې د افغانانو د غوښتنو او هیلو ریښتینی غبرګون ښۍ، په خورا ساده او منطقي ژبه د پاکستان په وړاندې د یوې ژورې کرکې څرګندوی هم دی!
ولسمشر غني په حقیقت کې پاکستان ته د پښتو د دې متل چې وايي« له خیره مو توبه ده، خو سپي دې راڅخه وشړه!» ، ژبه کارولې او خپل پروټیست ته يي په دې ډول ادامه ورکړې« طالبان د پاکستان له مرستې پرته یوه میاشت هم نشي پايېدلای»
د اسلام اباد استازي سرتاج عزیز ته په خطاب کې د ولسمشر غني غوڅ دریځ اوکارنده ژبه، یوه پېړۍ مخکې د ملي اتل غازي امان الله خان هغو څرګندونو ته ورته پاتیږي چې واک ته د رسېدو سره سم يي د خپلواکۍ د اعلان په غونډه کې د هغه مهال انګریز سفیر ته د خپلې تورې د ښورولو سره یوځای ویلي وو، ترهغو به دا توره په توره کښ کې کينږدم، څو مې د هېواد خپلواکي بیرته نه وي ترلاسه کړې او بیا انګریز سفیرته وايی، پوه شوې! سفیر هم په ځواب کې وايی«هو پوه شوم»
البته د ولسمشر پورته دواړه خبرې د اسیا زړه پشان نړیوال کنفرانس کې چې ټوله نړۍ هلته حضور لري، د پاکستان د رسوايۍ تشت له بامه غورځوي!
پاکستان د خپل لنډ ګنډ څو شپيته کلن تاریخ په اږدو کې افغانستان، هند او ټولې سیمې ته له شرارت او ترهګرۍ اخوا، بل کوم خیر نه دی رسولې. تر اوسه پورې درې ځلې يي له هند سره جنګ کړی او دا دی څلویښت کاله په یوه او بل نوم افغانستان سره جنګیږي.
د اشرف غني په ولسمشرکېدو سره، د نوموړي ټوله هڅه دا وه چې پاکستان افغانستان سره د نااعلان شوې جګړې او پوځي سیالۍ پرځای اقتصادي سیالۍ ته وهڅوي او هغه څه چې پاکستان يي د جګړې له لارې غواړي د خبرو پر میز يي وړاندې کړي او شته ستونزو ته د دواړو هېوادو د وروڼو خلکو په ګټه، سوله یز او رغنده ځواب پیداشي.
په دې لار کې ولسمشر غني په کور دننه، د لنډپارو او ځانپالو تورونه هم پرغاړه واخیستل او هغه دا چې ولسمشر غني ولې د پاکستان له پوځيانو سره لېده کاته کړي او هغه ولې پاکستان سره د کړکېچ او مقابلې پرځای د خبرواترو لار خپله کړېده؟
خو تېرو دوه کلونو وښودل چې د پاکستان په تړاو د ولسمشر غني دریځ سم او ریښتینی دي. لکه څنګه چې ولسمشر په کور دننه، د ملي اجماع پر بنسټ چارې مخته وړي او داسې اجماع ته ژمن دی او افغان دولت د ټولو افغانانو شریکه واکمني ګڼي، د ګاونډ او سیمې په اړه هم نوموړی سیمه یزې اجماع ته ژمن دی. ولسمشر د پاکستان سره هم د دا شان دریځ پر بنسټ، د اړیکو د بیا رغاوي لپاره هڅې وکړې چې بهیر يي له چا پټ نه دی.
د اسیا زړه هېوادو په کنفرانس کې د ولسمشر غني څرګندونو چې نړیوالو ته يي یو ځل بیا د پاکستان دوه مخیتوب او شرارت په ډاګه کړ، د هغه هېواد رسنۍ راوپارولې. ولسمشر غني ته د ښکنځلو سره سره، د پاکستاني رسنیو په غوغا کې د هغه هېواد د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره حنا رباني کر په یوه تبصره کې وايي« د ولسمشر غني له منتخبېدو سره نوموړي هر هغه څه له ځان سره راوړل چې پاکستان يې غوښتنه کوله. خو موږ دغه موقع له لاسه ورکړه. مشال راډیو»
همداراز د پښتونخوا مشران هم د تل پشان د پاکستان په بهرني سیاست د پوځیانو قبضه او په کور دننه د ترهګرو پټڼځایونه غندي.
د نشنل عوامي ګوند غړي او د خيبرپښتونخوا پخواني سناتور افراسياب خټګ له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وايي« د پاکستان ټول سياسي ګوندونه له ګاونډيو هېوادونو په ځانګړي ډول افغانستان سره د نيکو اړيکو غوښتونکي دي او تل هڅه کوي چې په دغو هېوادونو کې د حکومت لاسوهنې بندې کړي. نوموړی وايي سره له دې چې افغان حکومت پاکستان ته ډیر امتیازونه ورکړي دي خو بیا هم پاکستان د دغه هېواد پر وړاندې پر خپل ناوړه او نیمګړي سیاست ولاړ دی»
پروسږکال د ډيسمبر میاشت، د اسیا زړه کنفرانس چې غونډه يي په اسلام اباد کې جوړه شوې وه، لومړی ولسمشر غني نه غوښتل چې اسلام اباد ته سفر وکړي، ځکه هغه ورځو کې د طالبانو د مشر ملاعمر مړی چې دوه کاله پاکستان چیری پټ ساتلی وو او د هغه له نومه يي د څو تنو بېواکه طالبانو په مټ افغانستان سره د خبرو اترو درواغجنه سیناریو مخته وړله، د ورځې توده پېښه وه او بلخوا د هغه د ځایناستي ملا اخترمنصور د ټاکل کېدو لپاره د پاکستان په لویو ښارونو لکه کویټه او کراچۍ کې د طالبانو ښکاره غونډې روانې وي.
خو له هغه ځایه چې د اسیا زړه کنفرانس هرکال د افغانستان په اړه جوړیږي او تېرځل يي غونډه په اسلام اباد کې ټاکل شوې وه، اسلام اباد اړ وو چې افغانستان باید په غونډه کې برخه واخلي. د اسلام اباد واکمنو هغه مهال هم چې د اړیکو د خړپړتیا پړه يي پر غاړه درلوده، د پاکستاني ولس او نړیوالو د تېرییستلو لپاره یوخوا د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي او د انګریز پخواني لومړی وزیر ډېويډ کامرون او بلخوا يي د کوزې پښتونخوا مشران جرګه کړل چې ولسمشر غني باید په غونډه کې ګډون وکړي. بلاخره ولسمشر غني پخپلو خبرو کې وویل« ټولې دنیا دا غوښتنه کړې» چې د اسیا زړه کنفرانس کې باید ګډون وکړم.
د کوزې پښتونخوا په مشرانو کې چې ټول لس تنه وو او د پاکستان د لومړي وزیر نوازشریف ځانګړي پیغام يي هم ولسمشر غني ته له ځانه سره درلود، دغو لاندې کسانو هم ګډون درلود:
آفتاب احمد خان شېرپاو، اسفندیار ولی خان، افراسیاب خټک، سناتور عثمان کاکړ او محمود خان اڅکزی.
نن چې د اسیا زړه کنفرانس وروسته اسلام اباد په سیمه او نړۍ کې نور هم ځان ګوښه ویني، او وارخطايي په پاکستاني رسنیو کې ولسمشر غنی ته له ښکنځلو پوره څرګندیږي، هڅه کوي په سیمه او نړۍ کې د خپل ګوښتوب لامل په کور دننه د ترهګرو پټنځایونه او مرکزونه نه، بلکې د افغانستان او هند ترمنځ راشه درشه او تودې اړیکې وبولي. اسلام اباد یوخوا د افغانستان او هند دوستي نه شی منلای او بلخوا افغانستان سره د هند مرستې چې ګني افغانستان به په پښو ودروي، نه شي زغملای!
اورېدل کیږي د اسیا زړه کنفرانس وروسته د تازه پرمختیاوو او د لا زیات ګوښتوب د مخنیوي په موخه، اسلام اباد غواړي کابل سره د اړیکو د نیول کېدو لپاره بیا د کوزې پښتونخوا ځیني مشران کابل ته واستوي چې له دې لارې پاکستان ته رسېدلې رسوايي څه جبیره کړي. د امت ورځپاڼې د راپور له مخې د پاکستان حکومت «د عوامي نشنل ګوند له مشر اسفندیار ولي خان، د پښتونخوا عوامي ملي ګوند مشر محمود خان اڅکزي، د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمن، د جماعت اسلامي مشر سراج الحق او د وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو څخه غوښتي چې کابل ته لاړ شي او د افغانستان له ولسمشر سره د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کېدو په اړه خبرې وکړي.»
خو که دا مشران اسلام اباد بیا ځلې د اړیکو په اړه رالیږي باید پوره واک ولري، ځکه جرګه مار له پوره واکه پرته پریکړه نه شي کولای. که پوره واک ونه لري، کابل ته له راتګ دې ډډه وکړي.
د پښتونخوا فقید مشر ارواښاد عبدالولي خان یو ځای لیکي، د پاکستان پوځي مشر جنرال ضیالحق وغوښتلم او راته يي وویل چې د افغانستان پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله ستاسو دوست دی، که کابل ته ولاړ شي او ورته ووايي چې له چوکۍ استعفا وکړي، نو روغه به وشي او د دواړو هېوادو ترمنځ به حالات ښه شي. ولي خان وايی ما ضیالحق ته وویل، که ډاکټر نجیب الله له ما وغواړي چې ضیاالحق خو هم ستا دوست دی او هغه دې له دې پست او چوکۍ تېر شي، استعفا دې وکړي، نو ته به يي ومني؟
که د پښتونخوا مشران کابل ته راځي چې خپله پلرنۍ او مورنی پلازمېنه يي ده، ښه راغلاست هر کله راتلای شی، خو که د اسلام اباد په غوښتنه د اړیکو لپاره راځي، باید د پوره واک سره راشي!
پای