د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ادبیاتوکي دشاعرځلښت :

وکيلي 15.12.2016 13:19

هرکله چي موږ د ادبیاتو و ګلبڼ ته ورننوزو خاماخا مو ډېر ګلبوټي او راز رازګلان مخي ته راځي او دهغو ښه بویي مو تر پزه کيږي؛موږ یو ګل بویه وو؛ خو په زرهاوو نور رنګارنګ ګلان هم شتون لري . که دغه بولګه دګلبوټو موږ دلیکوال لیکل سوي کتابونه اوپکښې نثر یا نظمونه ګلاب وبولو؛نو دادبیاتو په ګلبڼ کي یوُ. لوستل ئې دګلبڼ نندا ره ده،کله چي لوستونکی کتاب لولي او یوې موضوع ته ورداخل سي نو هلته پکښي ډوب وي. دی یاني لوستونکی له درو شیانو سره دلیکوال یاشاعر مخامخ کيږي،چي دا ددغي لیکني منځپانګه او موضوع جوړه وي او پردغه باندي مو بحث راڅرخي . لکه :
لومړی: دلیکوال (که شعر وي او یا منثور لیکنه) څرنګواله،احساس،نازک خیال په ټولنه کي د ده دمهال او اوضاع درک ښکاري .
دویم: د ده اخبار دده غوښتنه اوويینه وټولني ته.
درېم: ذهني او آندي څرنګواله دشاعر یالیکونکي.
دغه موضوع دیوي مقالې ترکچه بخي ډېره ده؛ دلته به زیار وایستل سي،چي دغه موضوع لنډه او هغه په زړه پوري «نُوغبه» شیان د«ادیب» دپوهاوي لپاره رڼاپرواچول سي . دغه درې پورته څرنګواله به د درو نامتو پښتو ژبي شاعرانو په کتابو کې لکه: رحمان بابا، حميدماشوخېل او خوشحال خان خټک په لڼده توګه وګورو.
درحمان بابا دژوند او حالت څرنګواله، چي دی ئې په خپله بیان کوي او وایي :
لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم ++که خزان راباندي راشي که بهار -- بل ځای بیا وایي:
آب خورلکه آسیاپه ځای رارسي++په خپل کورکي مي سکون دی هم رفتار
نه مي ښکته ملک لیدلی دی نه پورته++خبرنه یم په یمن او په یسار
هم په داچي نه له ځایه چیرته خوځم++نه دهيڅ یوه مخلوق یم منت بار
زه درم اودینارنه لرم په کور کي++ولي نور عالم مي بولي دنیا دار
درحمان باباله دغه پورته بیتونو څخه ښکاري، چي دی له خپل کلي څخه نوروملکونو ته نه دی تلل او په کور اوکلي کې ژوندتیرکړی. لږ اوډېر ئې د ژوندګذاره کېدله. داسي ښکاري،چي دنیادار به نه وو؛اوچاته اړهم نه وو، دچا احتیاج نه وو. نو ځکه خلکو د دنیادار خیال پرکاوه . اوبل لامل هم دا وو،چي رحماباباډېر صبرناکه، قانع، صوفي اوملنګ سړی وو. دی په خپله وايي :
قناعت مي ترخرقه لاندي اتلس دی++پټ دټول جهان بادشاه ظاهرګدایم
رحمان بابایوقانع ملنګ سړی وو. د ده داشعارونه څرګنديږي . رحمان بابا وایي :
- نه شي دملنګودخانانو سره کلی ++ چېرته عزیزخان چېرته ملنګ عبدالرحمان
- توکل مي لاس پښې سره کړل په نکریزو ++ چي په ځای ئې کېنولی یم قرار
رحمان بابا په شعر او شاعري کي پرچاجود نه ایږدي دی وایي :
- خوشحالان اودولتان مي غلامان دي ++ زه رحمان په پښتوژبه عالمګیریم
دویم درحمان بابا اخبار،اوخپلي ټولني ته ئې وينه :
- چي امید په عمارت ددې جهان کا++ لکه کرښه په اوبوهسي نښان کا
- نه لېوه په ادمیت آموخته کیږي ++ نه امیدد مروت شي له افلاکا -- بل ځای بیاوایي :
- که ماښام ترستوني تېره کړې حلوا ++ سباخواست کوې له خدایه دښوروا
- په هیڅ حال کي دي قراروصبر نه شي++لېونی کړې ډېرحرص ډېري هوا
- تمامي عــمرتریارترعــزیـز پــوري ++ لویي ګیډي مختورن کړې هم رسوا
رحمان بابا په خپل پورته بیتونو کي خپله ټولنه قناعت اومرستي ته رابولي تکیه پرمال ښه نه ګڼي اوصبر ته ئې رابولي .
درېم درحمان باباذهني او آندي څرنګواله :
رحمان باباخپل شعرپه اصلي ماهیت پېژني اودخپل فکر واک ورښکاري؛نوخپل شعر داسي ستایي او وایي : ستادحسن دتعریف له برکته ++ درحمان دشعرکوکي پرعالم دي
- یابه شهدیابه قندیابه نباب وي ++ هرکلام چي له رحمان نه شنیده شي
- چي تمام دخپل ځیګر په وینورنګ شو++درحمان خبري ځګه رنګینه دي
- درحمان شعر به ولي نادر نه وي++چي ثناکاندي دتاغوندي نادرې
- پرې به ورکادُربتان دخپلوغوږو++که ئې تېرترغوږوشعردرحمان شي
- زه رحمان په خپل اشعارشکرګذاریم++چي داهسي رنګ دیوان مي دی موندلی
- دُرګوهرپه تله نه دي چا تللي++ درحمان شعرګوهردی څه ئې تولې
- په پښتوکي رحمان ووي++په فارسي کي سنايي
ددغو پورته بیتونونه ښکاري،چي رحمان باباخپل دشعرآري ماهیت پېژني؛نوځکه ئې داسي ستايي .
دابحث ډېر اوږدی نه غواړم،چي دلته ډېر تم سم . المانان متل کوي.وایي: (In der Kürze, liegt die Würze.) یاني: «لنډي خبري نمکي وي.»
لومړی به د حمیدماشوخیل د ژوند څرنګواله،احساس،نازک خیال اوحالت ته په ټولنه کي ځیرشو،چي دی ئې په خپله بیانه وي. حمیدماشوخېل وایي :
دقــــارون لــه بدبویي مي خواکـهیـږي++ځـــکه تــوکــړه ددنیــاپه سیــم اوزرمــا
دحــاتــم د داد نـغـمـه وربانـدي نــاورم++چــي درانه کــړه غـوږ دصبر په ګوهرما
ددنـیـا اهـلـي دول د زړه پــه سـتــرګــــو++واړه ولـيــده تــرځــان خـوار او بتـر ما
رنګ اوبوی د وفا نشته پکښې ځـکـه++د دې باغ له ګلو واخست خپل نظرما
څه لویي په ماحمیدڅوک په دولت کا++چي شمېرلی دی دولت په ګُوزي خرما
دقناعت په باره کي ماشوخيل داسي وایي :
پــه حــیـاکښې سړی وږی تږی ښه دی++نه په شهداوشکرموړ، په بَدّ رُسوا
قـــنــاعــت هسي دولــت وحمید ورکړ++ چــي بادشــاه ګـڼــي تــر ځـانه بېنـوا
چي په سـوال اوږدوې لاس چاته حمیده++ ښـه يې وږی لاس تـر زنــې بــېـنـوا
بل ځای بیا وایي : قناعت مي اشتهاکړه هسي صافه++چي اوګره راکوي خوند لکه ښوروا
د ده له شعره څخه ښکاري،چي یو قانع صابر او لوړ همته انسان تېر سوی . ژوندئې په ټولنه کي ده عادي خلکوپه شاني تېر کړی . داچي عبدالحمیدماشوخېل،رحمان بابا او خوشحال خان خټک په یوه مهال او پېړی کي ژوند کاوه او تقریباپه یوه شاوخوا کي سره وه او دماشوخیل نوم نه رحمان بابا او نه هم خوشحال خان خټک اخستی دی . دا یولوی لامل لري،داځکه داسي یو لوړعالي مقام شاعر دوی خپل له نظره غورځولی دی . لامېلونه ډېر دي،خویولامل دابولم،چي حمیدماشول خېل له یوې بې نومي کورنۍ څخه به وو او د ده اشعار تر ډېره بريده پرخال خط اوتوروزلفوراڅرخي اوزهدان نه مني او دی وایي :
پندواعظه هاله ښه وي چي مانه شي++تاخوجوړکړه پېشووکه څوک میؤ
ته خــوښه دُرو ګــوهـر پندونــه وایـي++باري نه راځـي پـه کار زما یـو جـــؤ
بل ځای وایي : که مي سردرومي که مال درومي ناصحه++پرې به نږدم عاشقي والله والله
بل ځای بیا وایي : له شیخئ راته بهتره شوه رندي بیا++ناصحان مي دي په سل رنګه غندما
ښه چي خلاص شوم دریاله تشه زهده++خدای دي رانه کاهسي خودپسندي بیا
چي مي کورپه دغه تور د میني سوی++وبه نه کړم دتقواسره ګُندي بیا – بل ځای بیاوایي :
له هغه صیادحمیدوساته خدایه++چي ئې لومه کړه درب ثناسپاس – بل ځای بیاوایي :
بت پرست وایي حمید وهغه کس ته++چي بندګي کوي دخدای په روی ریاکښې
حمیدماشوخېل دریاکار زاهد نه ډېر بدوړي او هرځای يي ټکولی دی .
دماشوخېل اشعار تر ډېره بريده تشبهات دي په اوچته مانا سره . دلته يي یوتشبهی غزل ګورو:
په مدد دوچ کوګل دلمدو سترګو++ تماشا دبحروبر کوم په کورکښې
نورعالم که په کیمیا زرکوي خاوري++مازرخاوري کړه دمیني په کیمیاکښې -- یابل ځای :
زه شمع په څېراور په تندي بل کړم++ته دصبح په څېرخاندې له غروره « «
لکه ګُل وخفه ځای ته شي بوی زیات کا++تر پوخلا مي هغه یار دی مرور خوښ « «
چي په توروسترګوتوررانجه شي پوري++له یوې توري بلاپاسي سل نوري
دویم: د ده اخبار د ده غوښتنه او وینه و ټولني ته: ماشوخېل وایي:
ددښنه په مرګ هاله کوه ښادۍ++که فرمان لرې دخپلي آزادۍ
چي دبل په نامرادۍ کښې مرادغواړې++داسبب ګڼه دخپلي نامرادۍ
لکه ته چي ئې پخپله په خپل ځان کړې++دښمن نه کاپه دښمن دابېدادۍ
دسېلاب له خودرویه سرواهه شي++همېشه په کاڼي بوټي د وادۍ
دحمید دابې کردار ګفتارپوچ دی++لکه بُولي ګدای لُور په شاه زادۍ – (دماشوخېل لومړی بیت دسعدي له دغه بیته سره یوشی دی! [عدوگربی میردجای شادمانی نیست++ولیکن عمرماجاويدانی نیست])که څه هم داخبره له موضوع نه ګوښي ده؛خویادمي دلته لازم وګاڼه . ماشوخېل بل ځای وایي:
چي په سُوک سره څوک حق له چاوکاږي++داهم نه دی په معنی کښې څه سلوک
ددنیادسود دپاره بایده نه دی++چي ګرېوان کړې دعزت په چاشُوک پُوک
په محنت سره ټوک ټوک سړی پروت ښه دی++نه ولاړ په دروېزه د یوه ټوک
له داهسي احمقۍ دي پناه وشه++چي دنورپه مال خوښۍکه ته په دوک -- او دغسي نور.
ماشوخېل بیابل ځای خپلي ټولني ته وایي :
هم نشین دبې حیاوي بې حیا++سپېره ږیره ژرنده ګړی دآسیا
هرمجلس لري اثردښودبدو++دامتل دی دریښتینوپه رښتیا
هغه رنګ اخلي جامه چي په خُم کېوزي++سورکه سپین که زېړدی که سیا
په یوه ساعت مجلس دناکسانو++افلاطون ترخولې وباسي ماخولیا --------------------------
دُر اولعل ورکول په وړیانشي++بې له ماچي ورته پندوایم وړیا
درېم دشاعرذهني او آندي څرنګواله :
تر ډېره ځایه چي ګورو شاعرانو دخپل شعر او خبري په توان او اوچته مانا او ارزښت په ټولنه کي درک او احساس کړي؛نو خپل دشعر ارزونه اوستاینه ئې کړې ده اوخپل ذهني آند ئې خپلي ټولني ته وړاندي کړی او دغسي هم عبدالحمیدما شوخیل . دی خپل شعر داسي ستایي :
چي هیچیري په فارسي کښې مونده نشي++هسي سازدی حمیدایښی په پښتوکښې – بیاوایي : فارسیانودحیرت ګوتي په غاښ کړې++چي حمیدسخن سازي کړه په پښتوکښې– بل ځای وایي:
هرناکس لګه مګس باندي بڼېږي++چي حمیدنرمګویي کاشکرلب -- بل ځای بیاوایي : ګفتګوی دحمیدتوئ کړه++کُوّزپه ځمکه کواکب -- بیابل ځای بیان کوي :
دحمیدسوزنده شعروسوم وسوم++داآوازکاندي رباب له زیر اوبمه – دغسي بیاوایي :
که څوک غواړي دحمیدسُرخ رویه شعر++دابه بې خوني جګرمُیسرنشي -- بیابل ځای :
څه عجب ساده رنګین وایې حمیده++دازری فکر دي مه شه نظري -- بیاهم وایي :
په داکار به سخندان طوطیان پوهیږي++چي اشعاردحمیدخوندکادچورۍ عبدالحمیدماشوخېل یو سرخوشه بې پروانکته دان اوډېر پوه شاعر تېرسوی . ځکه د ده له اشعارو نه څرګنديږي . دحمید دشعرکلام ساده اومنځ پانګه ئې ډېره اوچه اوخوږه ده لکه چي وایي :
څودي تن په عبادت آرسته نه شي++غره مه شه دصورت په آراستن
داکارونه چي ئې ته نن په هوس کړې++وینم زه په کښې صبادستاکشتن
نادانان ورکوي دین دنیاپرې اخلي++دانا نه کړي دا دادن دا ګرفتن
دانایان به ورته غوږنیسي حمیده++نادان څه پوهیږي ستاپه دُرسفتن --- او دغسي نور.
دخوشال باباپه ادبي ګلبڼ کي به دا درې حالتونه د ده دشعراو د ده دشاعري احساس ګورو.
لومړی دخوشحال خان خټک دشعر څرنګواله،احساس اونازک خیال په ټولنه کي د ده داشعارو له مخه ګورو.خوشحال خټک دتوري او دقلم خاوند تېر سوی . د ده دکلیاتو اشعار د ده دمهال پیښو مطلق پر واقعیت ولاړي دي بَلهّ برخه اشعارئې حماسه ئې د توري پرشرنګ راڅرخي. نور اشعارئې دکلیات وپښتنو ته مشوره پنداو نورئې دمیني ډک اشعار دي . څوک چي غواړي دخوشال باباداشعارو بیان وکي؛ نولږترلږ یو۴۰۰ پاڼيز کتاب لیکل پکار لري؛دایوه مقاله ګکه د ده دیوه غزل بیان هم نسوکولای .په دغه لیکنه کي به ئې یو لنډبیان راولو. د ده د توري بیان او احساس چي ئې خپل ټولني ته کړی دی : خوشحال خان خټک وایي : په اباپه اجداد خان وسرداریم++کارنامې لرم دجنګ و دجدال
که بری که هزیمت واړه لیدلي++خوی خصلت لرم دقتل د قتال
پلارنیکه مي شهیدان وګورته تلي++پښت په پښت مي هنردادی آل په آل
که دتوري که دښکار دادوه هنره++راته پاتي له ابادي له پدره
دلته که ګورپه دغه څو بیتوکي هم ئې تاریخ پروت دی هم ئې دتوري آوازه . بل ځای وایي :
دخوشحال خبري واړه نصیحت دي++مګرخَرّوي چي په زړه ئې اثرنه وي
دلته بیاتاریخ بیانه وي وایي :
که په حسن دکشمیرخوبان اوخاردي++یادچین اوماچین او دتاتاردي
پښتنې جوني چي ماپه سترګوځیرکړې++هغه کُل واړه خجل د دوی ترکاردي
په ښایست باندي ئې ختم داویناده++چي په اصل دیعقوب قوم و تبار دي ------------------------------------------------------------------------------- ماخوشحال له ډېرولږ دي څه ویلي++له دې حاله ګُوی مَګُوی ویل بسیاردي بیاوایي :
آفرین دي په ویلو شه خوشحاله++چي دتُورُو رژول کړې په قلم کښې
خوشال هم دقلم څښتن هم دتوري څښتن هم خان هم ملک اوهم ادیب شخصیت تېر سوی دی .
دغسي اوصاف په ادیبانو کي ډېر لږ لیدل کيږي . خوشال بابادپښتوژبي یونابغه شاعر تېرسوی . ده د خپل مهال احوال او پيښي پخپل اشعارو کي په پوریزم(Purism) ډول سره موږ ته بیان کړی .خوشال باباپخپل کلام کي ریالیست (Realist) دی . د ده نور اشعار په دغه اړه ګورو څرنګه چي دی پخپله وایي :
مغلوته چي ګورم هغه هسي مغل نشته++دتورو واری تېرشواوس ورپاتویوقلم دی
پښتون په زرو نسي په فرېب په ټيټالونو++په مائې اثرنشي لا په مادخدای کرم دی
نه مچ یم نه کارغه یم چي په کړو مړوګرزم++یابازیم یاشاهین یم پخپل ښکارمي زړه خُرم دی
که ماغوندي نورهم وي په داکاربه ډېرخوشحالوم++چي ماغوندي څوک نشته ځکه پروت ر باندي غم دی بل ځای وایي : پیري رغله زبون شوم کړم څه نورڅه علالت شو - چي څه زه کړم هغه نشي هغه ملک هغه عالم دی
دلته خوشحال خان خټک دمغلوحال اوخپل حالت او دپښتنوکړه وړه بیانه وي .
او داښیي،چي دی هیڅکله ومغلو ته د دنیالپاره سر نه ټيټه وي؛ داسي دی لکه یو«باز» چي قناعت ئې پر خپل ښکار دی او په ضمن کي دا هم ښیي، چي زوړ سوی دی؛ د ځوانئ وخت ئې تېرسوی .
دویم د ده اخبار،غوښتنه او وینه وټولني ته : دی وایي :
مارکه هرڅوپېچوخم ځي++خپلي سوړي لره سم ځي
دغفلت له خوبه ويښ شه++شرین عمر دم په دم ځي
مرګ به هیڅ سړی پرېنږدي++وار په وار به درست عالم ځي
بې دلیله به ځان ورک کا++مسافر چي په تور تم ځي --------------------------------------------
منډي پرې مږده خوشحاله++که دي سر لکه قلم ځي ---- بل ځای بیاد باطن سمون غواړي نه ظاهر:
ترمکې ترمدیني لاړې حاجي++لانفس له خویه هیڅ نه ئې ناجي
صفايي دزړه په کار ده نه دږیري++څوپه ږیره ګرځوې شانه عاجي
صوفي دسلوک کاهم دالافي++سراسرګڼه د ده بې منهاجي
په مُلاتوُره تیاره شوه چي حق پوښ شو++که په لاس ئې فتاوا وي سراجي -----------------------------------------------
زه خوشحال خټک په حب داهل بیتو++خارجي او رافضي کړم اخراجي
حاجي ته وایي : سره له دې چي مکې ته ولاړې ږره دعاج په ږمنځ ږمنځه وي لا دنفسود هوا پسې ئې او صوفي وګوره،چي لافي داخلاق اودنیکۍ وهي،دی پخپله بې لاري دی .
درېم ذهني او آندي څرنګواله دشاعر یالیکوال : خوشحال خان خټک خپل دشعر ارزښت، درنښت اوځواک په ټولنه کي لیده او هم ئې خپله ټولنه ښه پېژانده؛نوئې خپل شعر داسي ارزاوه :
دخوشحال ویل که دُرقیمت بهادي++وناپوهوته بتردي ترکنجکو
چي خوشحال خټک ئې وایي په پښتو ژبه خبري++په پاړسي ژبه به نه وي که پوهېږي سخن هسي
که له هجوه له غندني درته وایم++فردوسي مي په داکارکي نه دی سیال
په پښتو ژبه چي ماعَلمّ بلندکړ++دخبروملک مي فتح په سمند کړ
په وزن په مضمون په نزاکت هم په تبشیرکي++پښتوویل مي عین ترپاړسي دي رسولي
بل ځای بیاوایي: آفرین دي په ویلو سه خوشحاله++په بیاض باندي عجب شعررنګین ږدې
دلته بیا واي: دخوشحال خټک په پښتو ژبه برکت شه++چي ویل کاپه پښتو له هره بابه بیاوايي: څه عجب غزل ئې ووې ++ آفرین په خوشحال باندي
دابل ځای: ډېر دي ښه ووې خوشحاله++بس کړه مه درومه ډېر لیري بیا:
دخوشحال خبري ګوره++لعل و دُر پیي په تار
خپلي ټولني ته لار ښیي مړانه ور په کوته کوي او ورته دا وایي،چي د دنیا اورزق غم مه کوه!
او وایي: څوژوندی ئې درزق مه کوه هیڅ غم++خپل قسمت به در رسیږي بېش وکم
قابل غم دننګو نام کاپه دناکښې++نه په غم وي د دینار او د درم
قارون لاړ تحت الثرا لره لا درومي++موسی پاس په علیین کښیښو قدم
پس له مرګه ښخ دمرد ترقدم ښه یم++ګور مي مه شه د نامرد له ګوره سم
دخوشحال قدر که اوس په هیچانشت++پس له مرګه به ئې یاد کا ډېر عالم
دخوشال باباکلیات یوګلبڼ دی،چي رنګ په رنګ رنګین ګلونه پکښې بریښي هر شعر ئې یوښایسته ګلاب دی؛هرګل ته ئې چي لاس کې هغه ګُل لاتردا بل ښایسته وي، چي سړی ئې ګلبڼ ته ور ننوزي نو نه پوهیږي چي لومړی کم ګل وشکوي؛ حیران پاته ورته ګوري . په ماهم دغه کانه وسوه،ګلان ډېر وه، چي اوس څه وکم؛نومي بس کړه .موضوع ډېره ارزښت ناکه ده،چي دمقالې در کنجایش ډېره زیاته ده؛زماهم اوږده مقاله نه خوښيږي نومي پردغه ځای بس کړه .
اخځونه:
۱ : درحمان باباکتاب
۲ : د عبدالحمیدماشوخېل کتاب (درو مرجان)
۳ : د خوشال بابا کلیات