د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نړۍ حال!

وکيلي 01.09.2015 02:01

جَــمّ وجـمّـشیـدو سـکـندرسَوَله پناه له دې جهـان
ګرځي پرقـصـراو تخت د خرابو ئې مارانـولړمان
سـو ورک نامــواونښان ئې په کـتابـوکـي دنـړۍ
په وران زاړه قـصروکې پراته سـورلـنډاوکـیـدړان
مـــا ولـــیـــد یومنګی پـه حـال د ژبي راتـه ويې
زیم خاوره دشداد نـمرُود چي بلله ئې ځان خـدایان
دظالـمانـو دي وي پـام دوی هــم دغــســي ځــي
له خـاورو نـه بې جـوړ سـي مـنـګي او خَـوّریـنان
تَګ له دې نړۍ دی بې توپیره خامخا به ځني ځي
که هَسّتمـن دی که نیستمن غونډ به ځي په یوه شان
ورغــلـم هـټـۍ ده دکلال چي و پـلـورم خـوریـن
په درنګي ووې خورین، وم زه هم تا غوندي انسان
دپخـوا خـبري کړم،چي کَم اوسني خلک راویښ
کـې وو منګی په لاس؟ وي به سـرمَـټّ دیـوانسان