غزل
10.11.2016 11:52تېر پـه هېر، په تېرو پسې مه ګرځئ راوګرځئ
څو به څوک په سمه څوک په غره ګرځئ راوګرځئ
بس دی نور نو بس دی، نور په وينه، وینه مه مینئ
بس دی نور اوبه اوبــه اوبـــه ګرځئ را وګرځئ
راشئ او يو پل خو د ژوندون په پار هم پورته کړئ
مرګ پسې خــــــو ټول واړه زاړه ګرځئ راوځئ
ټول که خپل ځانونه کچ او مېچ کړي له پردو سره
ټول به يې په وړندې په ګډ خره ګرځئ راوګرځئ
نه پوهېږم ولې له درانده خـوبه ويښېږئ نـــــه
دا د فيتنو شــــور که هم ويده ګرځئ راو ګرځئ
لاره د هنر او علم غــــــــــوره کړئ، رڼا مومئ
ولې سربډله پـــــــــــه تیـاره ګرځئ راوګرځئ
بد دې ورک شي بد که نه وای بد، نو بد به ياد نه و
بد چې ګرځي بـد پرځي، لږ ښه ګر ځئ راوګرځئ
زړه باندې خو زما شيرين زوی نه ګرځئ چې تتګ به شم
تل مې ياد يئ، تل راته پــــه زړه ګرځي راوګرځئ