د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حال هېنداره

شهزاده شيرين زوی 18.05.2016 00:41

هر مورخ د مستقبل ته
که په کار د حال تاريخ وي
دا ټول نظم واقعيت دی
وبښې! واقعيت تريخ وي
 

دا وينا نه له ماڼۍ ده
نه راوتې له درباره
د اولس د يو استازي
ده د درد يوه کوکاره
 

لومړۍ شکل چې ليدای شي
د دې وخت په ائينه کې
مادياتو ته اکثر دي
په سجده دې زمانه کې
 

په دليل د حديث ښکاري
رالنډ شوی قيامت دی
په کنډه او پيمانه کې
رواج غبن او خيانت دی
 

 

هره ورځ په نوې بڼه
بيت المال ته چل جوړېږي
د هېواد له پولو ووځي
د ملت شته تالا کېږي
 

د درېيمې نړۍ هر ځه
يعنې تېل، غاز که غمي دي
خام مواد د غرب له پاره
ان زمونږ د کار سړي دي
 

که څوک نقل کړي کوم توکی
يا کوم خپل افکار وکړي
د هغه پلورل په ډېره
کمه بيه سرکار وکړي
 

ځلمي ډلې، ډلې ووځي
کار، روزګار نه شته وطن کې
ځينې شي مريان د نورو
ځينې تاو شي په کفن کې
 

 

يو شی بل، چې نن سبا کې
د رشوت په ډول عام دی
انسانيت دی تر پښو لاندې
زور واجب الاحترام دی
 

ارزښتونه د دې دُور
سندونه، واسطې دي
قضاوت ته تر وړتياوو
نن سبا غوره پيسې دي
 

تر هر څه اسانه کار اوس
مرګ او مړينه د انسان ده
تر هر څه ارزانه شی اوس
اوښکه، وينه د انسان ده
 

مسلط پر مونږه باندې
عجيبه بده بلا ده
د ثواب جامه اغوستې
دلته نن هرې ګناه ده
 

 

د دې عصر په البوم کې
يو عجب غوندې تصوير دی
قلموال يې سکرتر دی
ټوپکوال په کې وزير دی
 

نورې هم ډېرې، خو رسماً
د دوه تنو بادشاهي ده
ګران هېواد مو تر منځ بُز دی
 او د دوی پرې بزکشي ده
 

کوم درواغ، چې معمول شوي
سياسيونو کې زمونږه
دومره هوډ ماتول نه شته
په حسینو کې زمونږه
 

ضوابط دي تر پښو لاندې
روابط په سر سپاره دي
بېچاره او بې تدبيره
د دې کلي لوی واړه دي
 

 

مجازات، مکافات نه شته
څه که شته هغه معکوس دي
توانګر سخيان خاين ته
د خادم حق کې کنجوس دي
 

د قدرت او واک په وېش کې
معيار ګوند، قام او لسان دی
په همدغه کشمکش کې
زمونږ ښکلی وطن وران دی
 

د مذهب په نوم هم دلتـه
بازار ګرم د فساد دی
په توپير د سمت او سيمې
وينم هر لوری برباد دی
 

تبعيض دومره دی، چې وايو
پوهنتون، نوم دې بدل شي
نور نو بايد دانشګاه شي
دا پښتون نوم دې بدل شي
 

جنګ روان په تزکره کې
په مليت او په ملت دی
په دې کچه خودارۍ کې
هېڅ وياړ نه شته خجالت دی
 

خزان خويه انسانان يو
ګلان رېبو اغزي پالو
ازمايو وسلې د نورو
وروڼه وژنو پردي پالو
 

د پرديـــو لاســوهنه
له هر لور او هرې خوا ده
مملکت ځنې مو جوړه
د »ټوقي ملا« کلا ده
 

سپين په سپينه ورځ زيانمن دي
بهرمن ورځنې تور دي
زمونږ خلک د سون توکي
د پرديو د بل اور دي
 

هغه څوک چې د وګړو
د حقوق مدافعين دي
همغوی يې د لوټلو
عاملين او مسوولين دي
 

چې نيولې په کې ورور ده
د ورور سر ته ماشينداره
دا زمونږ د حال تصوير دی
دا زمونږ د حال هېنداره
 

يو موقع ګوري چې خوله کړي
د دې بل په مرۍ ښخه
بل کوښښ کړي چې په سر يې
کاندي ګرمه مرمۍ يخه
 

پړ مې مه بولئ که ستغ، ستغ
غږېدلی شيرين زوی يم
د حاکم حالت له جبره
دردېدلی شيرين زوی يم