د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ترکیب بند

شهزاده شيرين زوی 24.10.2016 20:28

د خدای ځای ناستی که سړي خور
موده وړاندې مې لوستلی يو کتاب و
په کتاب کې د ناطق حيوان يو باب و
د دوه پوهو تر مابين مناظره وه
په عجبه ډلبندۍ يې جړ حساب و
د انسان په حيوانيت دواړه موافق ول
په اهلي او نااهلي سره خراب وو
که څه هم بحث د دواړو منطقي و
خو زما پاکو احساساتو ته عذاب و

زما له انده خو انسان هغه بشر و
چې په ټولو مخلوقاتو کې بهتر و
* * *
دوی کې هر يو و ښه ډېر علم لرونکی
هم هر يو و ښه پر ځای منطق ويونکی
په علمي رتبه کې دواړه ډاکټران ول
يو انسان ګڼه اهلي، بل څيرونکی
يو انسان ګڼه اهلي په پلنو غاښو
بل ګڼلو په تيرو داړو ډاړونکی
يو ويل لنډه کُلمه يې د وحشي ده
بل ويلې دی څاروی نبات خوړونکی

تر څاروي د ځناور ګُردې اوږدې دي
د انسان هم د څاروي په شان وړې دي
* * *
يو ويل غوښه خوراک يې د وحشي دی
د هضمې سيستم کې هم لږ صحرايي دی
تماسک د ځناور وحشيانه حس دی
چې په غوښه کې موجود د هر يو شي دی
بل ويل په ځناور کې ځيګر غټ وي
د انسان ځيګر په ډول د څاروي دی
ژبه هم موړه، زيږه د ځناور وي
د انسان ژبه هواره ده، اهلي دی

ما هم بحث لوست او هم مې ډک زړګی و
ځکه دا د انسان حق کې سپکاوی و
* * *
ما انسان ځکه حيوان منلی نه شو
باوجدان مې بې وجدان منلی نه شو
ما د خدای ورکړه ليدله په انسان کې
ما د درک څښتن نادان منلی نه شو
ما خاوند د عقل و پوهې په هېڅ ډول
د جاهل په پل روان منلی نه شو
ما له مينې، عاطفې د انسان ډک زړه
کلک په توګه د سندان منلی نه شو

انسان ماته پرښتې نه مقدم و
ما ګڼه د خدای ځای ناستی محترم و
* * *
د انسان په نوم ما داغ منلی نه شو
په دې ګل باندې مې زاغ منلی نه شو
ما ګڼه د انسان مخ د خدای له نوره
بې رڼا مې دا څراغ منلی نه شو
ما انسان ګڼه ګلبڼ د ښکلو ګلو
ما انسان بې ګلو باغ منلی نه شو
چې انسان به هم لکۍ لري هم ښکرې
دا مې هېڅکله دماغ منلی نه شو

ما انسان له عاطفې و ډک بللی
ما انسان مينه کوونکی و منلی
* * * 
ما ويل احساس، ضمير لري انسان
زړه پاچا عقل وزير لري انسان
د ګناه او د ثواب دواړو تر مينځ
درک او فهم د توپیر لري انسان
د دنيا پرمخ د هر ازمېښت په وړاندې
استعداد د ښه تدبير لري انسان
زړه کې رحم، زړه کې مينه، زړه کې سوی
په مسکين او په فقير لري انسان

زه څه پوه چې زما باور هسې يو خواب دی
اوس انسان دننه تش لکه حباب دی
* * *
اوس منم چې نه ناطق دی نه اهلي دی
اوس انسان وحشيت کې تېر تر نااهلي دی
اوس انسان په دومره ډېرو رنګو رنګ دی
ته به وايې راوتلی له هولي دي
اوس هر چا زړه کې پرې سره کرښه راکښلې
ځکه اوس د انسانيت مفهوم خيالي دی
اوس يې هېڅ زړه کې لرغونی مقام نه شته
اوس انسان خپلو اوصافو نه خالي دی

اوس انسان نه دی انسان، سړي خور شوی
د شرمخ په دود او شان سړي خور شوی
* * *
اوس که يو پلو لېوه بل لور انسان وي
ښايي ژوند د لېوه خوا کې په امان وي
اوس انسان دی د سرو وينو دومره تږی
چې همېش غواړي د وينو رود روان وي
اوس تر پړانګ، زمري، ښامار او نهنګ ډېره
هر ځای وېره له انسانه د نقصان وي
له انسان تښتي بلا ته غاړې ووځي
اوس چې څوک راګير ددې دواړو تر ميان وي

اوس د ژوند د هر يو خوند دښمن انسان دی
اوس تر هر چا ډېر د ژوند دښمن انسان دی
* * *
انسانيت هله حساب په انسانيت وي
چې ترمنځ د ملکوتيت او حيوانيت وي
انسانيت لري همدغه دوه مرزونه
د همدې دوو تر منځ دا مملکت وي
انسان بايد وي همدغې احاطه کې
د انسان بايد ثابت دغه موقعيت وي
چې انسان شي انسان پاتې شيرين زويه
تر ژوند ډېر دې محافظ د خپل صفت وي

که حيوان شو نو خطر دی جمعيت ته
که ملک شو نو ضرر دی جمعيت ته